د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

زموږ لیکنې څه شوې ؟

رښتینی
28.07.2011

ډاکټر صاحب خو دملګرو او ګډونوالو په مکررو غوښتنو
او وړاندېزونو غوږ ونه ګراوه اوښه اوږده مود ه وروسته یې
بحثفورمونه بیرته زاړه حالت ته وګرځول ددې خو یوه موخه دا
شوه چې دی محترم ټولو ملګرو اوګډونوالو ته دا نغوته ورکوې
چې نور نو زما په کارونوکې کار مه لرئ زه پوهه شوم او کار مې
اوبل یې داسې فورمونه تش کړې دې چې هغه مخکې ډک وو
نواوس یې شایدمطلب داوې چې تاسو نارې وهلې
دا فورمونه تش دې اوس یې را ډک کړئ

په هرصورت بېرته زاړه حالت ته په ستنېدلو خو شخصا زه خوشاله یم
البته ډاکټر صاحب به نو شونډې بوڅې کړې چې ستا په غم اوخوشالې
یې زموږ څه ستاپه څېر ډېر رښتیني او دروغژن دلته ګرځې خپل کار به
کوې ....

په اخر کې دومره وایم چې په هرصورت زه ډاکټر صیب ته احترام لرم
هغه د کار سړی دی او داحترام وړ دی خو موږ هم دومره حق لرو چې
خپلې ګیلې بیان کړو هغه چې په هره ژبه وې ......

خو دومره مهربانې دې وکړې په دا فورمونو کې دې هغه زړې لیکنې بیرته
ثبت کړې او که نه زموږ لیکنې پر موږ ډېرې ګرانې دې د پوښتنې حق یې لرو
او بې پوښتنې یې نه پرېږدو


ډاکتر وطنمل
29.07.2011

ډير ګران او نازولي رښتينی صيب ته سلامو نه او نېکې هيلې !
پخواني فورمونه زيات ستاسې په خاطر بيرته رامنځته شول،د نورو خوسرټکونو خو دومره بده ورځ نه وه راخيستې ، ماشالله ، زاړه فورمونه لا سم ځای په ځآی شوي نه دي چې ستاسې بله غوښتنه هم راپورته شوه :

[quote:84b3cab379]خو دومره مهربانې دې وکړې په دا فورمونو کې دې هغه زړې لیکنې بیرته
ثبت کړې او که نه زموږ لیکنې پر موږ ډېرې ګرانې دې د پوښتنې حق یې لرو
او بې پوښتنې یې نه پرېږدو[/quote:84b3cab379]
نو زوروره په دې خو هر سړی په هيږي چې د خدای داد په نامه کې له خدای سره (داد) شته، ولې که د ويلو فرصت يې راکړئ نو هم به ته خوشحاله يې او هم زه !


رښتینی
29.07.2011

ډاکټر صاحب بښنه غواړم خو ما چې دالیکنه کوله هغه مهال
څونوې فورمونه تش پراته و خو چې کله مې لیکنه تیره کړه
نودادب خوني ته تاسو لیکنی رالېږدولې وې نو منم چې تاسو مې
تر (داد) پورې پرې نښودی

په مینه

[quote:ecd0cb6b91="ډاکتر وطنمل"]ډير ګران او نازولي رښتينی صيب ته سلامو نه او نېکې هيلې !
پخواني فورمونه زيات ستاسې په خاطر بيرته رامنځته شول،د نورو خوسرټکونو خو دومره بده ورځ نه وه راخيستې ، ماشالله ، زاړه فورمونه لا سم ځای په ځآی شوي نه دي چې ستاسې بله غوښتنه هم راپورته شوه :

[quote:ecd0cb6b91]خو دومره مهربانې دې وکړې په دا فورمونو کې دې هغه زړې لیکنې بیرته
ثبت کړې او که نه زموږ لیکنې پر موږ ډېرې ګرانې دې د پوښتنې حق یې لرو
او بې پوښتنې یې نه پرېږدو[/quote:ecd0cb6b91]
نو زوروره په دې خو هر سړی په هيږي چې د خدای داد په نامه کې له خدای سره (داد) شته، ولې که د ويلو فرصت يې راکړئ نو هم به ته خوشحاله يې او هم زه ![/quote:ecd0cb6b91]


هوتک
30.07.2011

اسلام علیکم!
ډاکټرصیب هغه متل به دې اوریدلی وې چه وایې(یار ترکوڅه تیرکه رنګ یې هیرکه)
دامتل ځكه رایاد شو چه هغه بله ورځ مې په فورم کې نوې بدلونونه ولیدل،
خو دوهاج افغان صیب نوم بیخې له بیخه ویستل شوی وو،
‏‎ ‎خدای ج سته چه خوابدی شوم دومره دوخت انډیوال وو دفورم، خیر دی که فورم یې پرې ایښی دی،خو نوم ې باید چه نه وای ړنګ شوی؟


ډاکتر څپاند
31.07.2011

ښاغلی هوتک،سلامونه٠

زما يو دوست ډاکتر راته ليکلي چې هوتک خورا مسلمان او وطنپرست ځوان دی٠دده په وينا،کله چې ستاسو د ٤٠ کلن اکا په مړوند کې د وريد پر ځي
په شريان کی،دوائي دستنئ په وسيله ترزيق يا injection شوې وه،تاسو د
نوموړي ډاکتر سره د e mail په وسيله اړيکه ټينګه کړې وه٠

په هر مخ،
ديوه ځوان افغان ځلمي په توګه،ستا نه دسپينږيرو هيله داده چې ستا پشان
ځلمي نبايد د ځينو غرضي ليکوالو په وسيله تيرباستل شي٠
که تاسو دټول افغان بحث دفورمونو دشروع نه موضوعات تعقيب کړي وي،
په ډيره سادګۍ سره به ومومې چې ښاغلی ډاکتر وطنمل هميشه پدې متهم وو
چې دسايټ اصلي چلونکې وهاج-کليوال دی او وطنمل هسې تش په نامه يو نوم
پاته شوی دی٠
وهاج اګاهانه يا نا اګاهانه،داسلام دمقدس دين د ارشاداتو نه په استفادې سره
تلاش کړی چې دا سايټ د سعودي عرب او پاکستان (دواړه دانګريز او امرېکې غلامان) دګټو لپاره قرباني کړي٠
په درناوي،


هوتک
31.07.2011

؟؟؟؟؟


رښتینی
31.07.2011

څپاند لیکې :
وهاج اګاهانه يا نا اګاهانه،داسلام دمقدس دين د ارشاداتو نه په استفادې سره
تلاش کړی چې دا سايټ د سعودي عرب او پاکستان (دواړه دانګريز او امرېکې غلامان) دګټو لپاره قرباني کړي٠

ډاکټر صیب خپلې خبرې ته دې دنا اګاهانه پرتوګ بې ګټې ده او کوم تور چې ته په
وهاج صیب لګوې داش یوتور اودیوه سپېڅلې مسلمان اوپه وطن مین انسان د داغلو
معنی لرې وهاج دسعودی هیوادپه یوه جامعه کې شاګرد دی او له سعودی سره د
مذهبی اړیکې پراساس مینه لرې لکه ټول مسلمانان یې چې لرې اته سوه ریاله د
جامعی له خوا معاش ورکول کېږې چې تقریبا دوه سوه ډالره کیږې او په همدې دوه
سوه ډالر کور چلوې وهاج صیب زه له نودې پیژنم او هغه زما ملګری دی دهغه پوهه
، شرافت او له دین او وطن سره مینه دقدر اوستاینی وړ دې نه دغندنی اوتورلګونی
ولا ازکی علی الله احد
اوکه تاسو یې په یوه سعودی جامعه کې درس ویل ګناه بولئ نوشاید تاسو به هم
ډاکټری له کوم باندنی هیواد نه اخیستې وې او داراز ډیر خلک شته چې هغوی په
اروپایی او باندنیو جامعاتو کې درسونه ویلی وې

اوبل تاسو یوبل ځای هم محترم کلیوال وهاج بللی دی داخبره مو هم بیخی بی اساسه
او حقیقت نلرې وهاج صیب اوس فورم پری ایښی دی کلیوال صیب یی باید سپینه کړې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more