د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

غصه

عابد
28.07.2011

و هلک وو، چه د غصي ډير خراب وو. په لږه لږه خبره به ورته غصه ورتلله اؤ بيا بئ مخامخ کس ته توري نوري ويلي اؤ کنځو يئ به.
يوه ورځ ورته پلار د ميخونو ډک يو ډبے اؤ سټک ورکړو. بيايئ د کور نه بهر يو پاک اؤ سپين ديوال ته بوتلو. ورته يئ وے چۀ کله هم تاته غصه درشي اؤ ته هغه په چا ووباسي نو په دغه ديوال کښي يو ميخ ټک وهه.
humdard101 (profile)

Posts : 674
08-4-2011

هلک په وړومبئ ورځ دري ديرش ميخونه ټک وهل، په دويمه ورځ پينځويشت، په دريمه شل، بيا دوه ويش، بيا پينځلس اؤ داسي کله به لږ وو اؤ کله ډير.
کله چۀ ټول ميخونه خلاص شول نو پلار ته راغلو ورته وے چه ميخونه خلاص شول.
پلار هغه بيا ديوال ته بوتلو . ديوال ټول له ميخونو ډک وو.
humdard101 (profile)

Posts : 674
08-4-2011

پلار ورته وے ، بچيه په کومه ورځ چه ته بيخي غصه وو نکړي په هغه ورځ دي ديوال نه يو ميخ بيرته راووباسه.
هلک هم دغسي کول پيل کړل. ډير وخت تير شو. اخير داسي ورځ هم راغله چه هلک له ديوال نه ټول ميخونه راووباسل.
بيا پلار ته ورغلے ، وے چه بابا نن ديوال خالي شو. پلار هغه له ځانه سره ديوال ته بوتللو. ديوال ټول سورے سورے وو.
پلار ورته وے. ځما خائسته بچيه. ته چه کله غصه کښي چا ته کنځل اوکړي، بد رد اوے اؤ د چا زړۀ خوږ کړي نو که ته بيا هغي نه وروستو معافي هم ووغواړي يا په خپلو کړو پښيمانه هم شي، بيا هم ستا د ټکو له کبله د هغه په زړۀ اؤ روح باندي جوړ شوي زخمونه اؤ پرهرونه نه جوړيږي.
بالکل ددي ديوال په شان. چۀ تا ترينه ميخونه وو ويستل، ولي د هغي نخښي پري پاتي شوي، اؤ دا ديوال د وړاندي په شان پاتي نه شو.

رازئ چه مونږ هم خپل ګير چاپير نظر واچوؤ چه چرته مونږ خو داسي نه کوؤ


حلیم
31.07.2011

مننه عابد خانه
ډیر ښه تشریح او مثال وو مننه


عابد
02.08.2011

حلیم صیب


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more