د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دعاشورا مکتب (که دين نه لرۍ لااقل آزادي خو ولرۍ )


ع کريم حليمي
18.02.2005

....................دعاشورا مکتب (که دين نه لرۍ لااقل آزادي خو ولرۍ )
په سنه شپېته قمري کښي ٠ حضرت حسين د جنت ځوان شهيد شوو ٠
يو سری چه مور ئې کافره او پلار ئې مسلمان وو ٠ پسله د پلار له مرګه حکومت غصب کړي ٠ يعني د اول ځل له پاره ئې انتخابي حکومت نظام له منځه يوړۍ
پاچاهي ئې شروع کړه ٠ يزيد نومېدۍ ٠
يزيد داسي يو انسان وو ٠ چه دائم الخمره وو ٠ د اينې له مريضۍ څخه مړ سوو ٠
تاريخ ئې دغسي معريفي کوي ٠ نه پوهېږم چه دائم الخمره به پر ايمان مري او که پرکفر ؟؟ داموضع به خدای ته پرېږدو ٠
او دوهم خبره داسي ده چه : څرنګه يو مسلمان به وي چه د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د ځيګر ټوټه او د بي بي فاطمې د سترګوتور ، د حضرت علی کرم الله وجهه اولاد (حضرت حسين ) به قتلوي ٠

مهمه خبره چه زما په سر کښي راګرځي دا ده يا داسي ده
ايا حضرت حسين له دينه اوښتۍ وو ٠ چه قتل ئې کړۍ ؟؟؟
ايا داسي يو عمل ئې کړي وو چه د قتل لياقت ئې در لودۍ ؟؟؟
نه نه ٠
د خدري له خولې روايت دۍ چ :
أبي سعيد الخدري قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ( الحسن والحسين سيدا شباب أهل الجنة).
نو څرنګه حضرت حسين لايق د قتل وو ٠ چه سرداري عالم فرمايي چه دوئ شباب أهل الجنة دي ٠ يعني د جنت ځوانان ٠
هو ٠ خو قتل ئې کړي ٠ پر يوه خبره ٠ چه هغه خبره د حق خبره وو ٠
چه حکومت کول يو مراثتي شئ نه دۍ ٠ او پر دغه خبر تر هغه وخته ولاړ وو ترڅوچه ئې سر پر پرې سوو ٠

او اصلي مطلب يا پېغام څه شي دۍ و موږ او تاسو ته په عاشورا کښي
امر به معروف و نهي عن منكر او حضرت حسين هم پر نهي عن منکر شهيد سوۍ دۍ ٠ چه دين دۍ دغه ٠
دين د ازادۍ له پاره دۍ چه انسان ازادي ولري ٠ له هره ظلم اوستمه
چه حضرت حسين رض هم پر ازادي سر ورکړۍ ٠
د مرګ څخه دمخه حضرت حسين و خپلو دښمنانو ته داسي وويل
که دين نه لرۍ لااقل آزادي خو بايد ولرۍ

په پخوا وختو کښي چه سواد کم وو ٠ نو خلګو يوازي د ملايانو او باسوادو خلګو خبرو ته غوږ نيولۍ ٠ او نن الحمد الله سواد تر پخوا ډير دي ٠ هر څوک نه کولې سي
چه کتابونه وګوري ٠ او د دين ، ازادۍ ، اولسواکۍ په اصلي معنا ځان پوه کړي ٠
او پخپله د نظر خاوند سي ٠ هغه لار ځان ته انتخاب کړي ٠ چه منلو خلګو انتخاب کړې ده او وه ٠
ځګر ټکول ،ژړا ،ساندي ، ښه او معرف عمل نه دۍ ٠
پر خق دريدل يو معرف عمل دۍ ٠ پر هر هغه عمل چه خساره ئې اشتماعي وي
مخي ته ئې درېدل د يو سنت ، واجب او بعضي وخت فرض دي


نقاد
18.02.2005

حضرت حسين د محمد (ص) د ځيګر ټوټه يې [quote:c3cf0eeac0] قتل کړ پر يوه خبره ، چه هغه خبره د حق خبره وه ٠ چه حکومت کول يو مراثتي شئ نه دۍ ٠ او پر دغه خبر تر هغه وخته ولاړ وو ترڅوچه ئې سر پر پرې سوو [/quote:c3cf0eeac0]
درنو لوستونکو. وګورئ او ښه فکرپه کې وکړئ چې حضرت حسين (رض) د ميراثي حکومت غوښتنه نه کوله ، چې د خپل نيکه مبارک (ص) او يا د پل پلار (رض) ميراث يې غښتی وي، بلکې ميراثي واکمنۍ يې نه منله او هغې پر ضد يې پاڅون کړی و. نو حکومت چې ميراثي نه وي نو آخر هغه به څه وي ؟ طبيعي ده چې هغه به انتخابي وي ، د مساامت په رايو او بيعت به ټاکل کيږي . مالومه ده چې يزيد
په بيعت کی د رايو اکثرت نشو ګټلی، نو ځکه يې راثتي ﻻر ټينګه نيولې وه ، د دکتاتورۍ اوزور واکۍ ﻻر ، چې د قدرت د ساتنې له پاره يې پخوا پيغمبران او اوس يې د پيغمبر د سترګو تور لمسی حضرت حسين (رض) وواژه . د ټول ټاکنويا جمهوريت ﻻر د اسلام ﻻر ده چې داسلامي ولسواکۍ انکار نه منونکې بيلګه ده . حضرت امام حسين ښه پوهيده چې قتل به شي، خو د ټاکنو ﻻر ورته داسلامي ﻻرې په توګه ډيره مهمه وه چې بايد مسلمانان يې پر سر او مال سره دفاع
وکړي ، نو ځکه يې د اسلام د يو ستر اتل په توګه ترې سر قربان کړ. والسلام


نقاد
18.02.2005

حضرت حسين د محمد (ص) د ځيګر ټوټه يې [quote:90601e44a5] قتل کړ پر يوه خبره ، چه هغه خبره د حق خبره وه ٠ چه حکومت کول يو مراثتي شئ نه دۍ ٠ او پر دغه خبر تر هغه وخته ولاړ وو ترڅوچه ئې سر پر پرې سوو [/quote:90601e44a5]
[color=cyan:90601e44a5]درنو لوستونکو. وګورئ او ښه فکرپه کې وکړئ چې حضرت حسين (رض) د ميراثي حکومت غوښتنه نه کوله ، چې د خپل نيکه مبارک (ص) او يا د پل پلار (رض) ميراث يې غښتی وي، بلکې ميراثي واکمنۍ يې نه منله او هغې پر ضد يې پاڅون کړی و. نو حکومت چې ميراثي نه وي نو آخر هغه به څه وي ؟ طبيعي ده چې هغه به انتخابي وي ، د مساامت په رايو او بيعت به ټاکل کيږي . مالومه ده چې يزيد
په بيعت کی د رايو اکثرت نشو ګټلی، نو ځکه يې وراثتي ﻻر ټينګه نيولې وه ، د دکتاتورۍ اوزور واکۍ ﻻر ، چې د قدرت د ساتنې له پاره يې پخوا پيغمبران او اوس يې د پيغمبر د سترګو تور لمسی حضرت حسين (رض) وواژه . د ټول ټاکنويا جمهوريت ﻻر د اسلام ﻻر ده چې داسلامي ولسواکۍ انکار نه منونکې بيلګه ده . حضرت امام حسين ښه پوهيده چې قتل به شي، خو د ټاکنو ﻻر ورته داسلامي ﻻرې په توګه ډيره مهمه وه چې بايد مسلمانان يې پر سر او مال سره دفاع
وکړي ، نو ځکه يې د اسلام د يو ستر اتل په توګه ترې سر قربان کړ. والسلام [/color:90601e44a5]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more