د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دمباركي روژې فضيلتونه اوبركتونه .


طالب جان
08.10.2004

محترمو مكرمو عزتمنو وروڼواوپتمنو خويندو:

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

دروژې دمباركي مياشتي خو هسي ډير فضيلتونه اوبركات په حديثو كي راغلي دي خو مونږ يي په دې ليكنه كي په لنډه توګه يو څو فضيلتونو ته اشاره كوو :

حضرت سلمان رضي الله عنه وايي چي دشعبان په پاي كي رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته داسي نصيحت وفرمايه چي: په تاسي يوه مياشت راتلونكي ده چي ډيره مباركه مياشت ده پدې مياشت كي يوه داسي شپه هم شته چي له زرو مياشتو نه غوره ده (دقدر شپه) . پالونكي څښتن ددې مياشتي روژې فرض كړي او پدې مياشت كي يي شپه په ولاړه تيرول (تراويح كول) دثواب شى ګرځولى .

پدې مياشت كي له چا سره نيكي كول لكه دنورو مياشتو دفرضو دومره ثواب لري. او په دې مياشت كي ديوه فرض اداكول لكه په نورو مياشتو كي داوياو فرضو داداكولو سره سمون خوري , دادصبر مياشت ده اودصبر بدله جنت ده, دامياشت له خلكو سره دغم خوړلو (له خلكو سره دنيكي كولو )مياشت ده .

پدې مياشت كي دمسلمانانو رزق زياتيږي , پدې مياشت كي چي څوك يوه روژه تي (روژه درلودونكي) ته افطاروركړي نو داڅه به يي له ګناهونو څخه دبښني اوددوزخ له اورڅخه دخلاصي لامل وي, اودروژه تي (روژه درلودونكي) هومره ثواب به وركول كيږي ,پداسي حال كي چي دروژه تي په ثواب كي به هيڅ كمى نه راځي .

صحابۀ كرامو عرض وكړ چي اې دخداي رسوله : په مونږ كي خو هر يو دومره ځواك نلري چي روژه درلودونكي ته افطار ورکړي؟ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي: (پورتنى ثواب چاته په مړه خيټه تر ډوډۍ وركولو پوري ندى تړلى بلكه) كه څوك چا ته يوه خرما وركړي يا يو غړپ اوبه يا شړومبې وروڅښي هغه ته به هم خداي جل جلاله داثواب وركوي.

داداسي مياشت ده چي لومړنۍ برخه يي رحمت ده , منځنۍ برخه يي مغفرت ده اودپاي برخه يي له اورڅخه خلاصيدل دي . هرڅوك چي پدې مياشت كي دخپل غلام(خادم)بارسپك كړي (همكاري ورسره وكړي ) نو لوي پالونكى څښتن جل جلاله به هغه ته بښنه وكړي او ددوزخ له اوره به يي خلاص كړي .

څلور شيان ډير كوۍ : پدې كي لومړني دوه دالله تعالى درضا(خوښۍ) لپاره دي اووروستني دوه يي بيا هغه دي چي له هغو څخه ستاسي خلاصى نشته (ستاسي لپاره هرومروګڼل كيږي) .

لومړني دوه شيان دكومو له امله چي تاسي خپل پالونكى راضي كوۍ هغه1- دپاكي كليمې (اشهدان لااله الاالله واشهد ان محمدا رسول الله) او2-داستغفار(استغفرالله ربي من كل ذنب وتوب اليه) ډير ويل دي .اووروستني دوه يي 1-دجنت هيله كول او2-ددوزخ له اور څخه پناه غوښتل دي.

اوڅوك چي روژه دار ته اوبه وروڅښي نولوي خداي جل جلاله به ځما له حوض څخه (دقيامت په ورځ) هغه ته داسي اوبه وروڅښي چي بيا به جنت ته تر ننوتو پوري تږى نشي.

په يوه بل حديث كي بيا داسي فضيلت بيان شوى ( عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم اذا دخل رمضان فتحت ابواب الجنة وغلقت ابواب جهنم وسلسلت الشياطين -وفي رواية ابواب الرحمة. بخاري ومسلم

ژباړه: له حضرت ابو هريرة رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي -كله چي رمضان راشي نو دجنت دروازې پرانستل شي او ددوزخ دروازې وتړل شي او شيطانان (په ځنځيرونو كلك) وتړل شي . په يوه روايت كي دابواب الجنة په ځاي دابواب الرحمة تورى راغلى.

همداراز په يوه بل حديث شريف كي راځي چي (عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم اذاكان اول ليلة من شهر رمضان :صفدت الشياطين ومردة الجن وغلقت ابواب النار فلم يفتح منها باب ,وفتحت ابواب الجنة فلم يغلق منها باب -وينادي مناد يا باغي الخير اقبل ويا باغي الشر اقصر ولِله عُتقاء من النار-وذلك كل ليلة . ترمذي ابن ماجه .

ژباړه: له حضرت ابو هريرة رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي كله چي درمضان لومړۍ شپه شي نو شياطين او سركښ پيريان وتړ ل شي , اوددوزخ ټولي دروازې وتړل شي تردې چي يوه دروازه يي هم پرانستي نه پريښودل كيږي , اودجنت ټولي دروازې پرانستل شي تردې چي يوه دروازه يي هم تړلي نه پاتي كيږي اودالله تعالى چغه وهونكى چغي وهي چي: اي خير غوښتونكو رامخكي شۍ . او اي بد غوښتونكو ودريږي اومه رامخكي كيږۍ او دالله تعالى ډير بندګان له دوزخ څخه خلاصيږي (دبښني فيصله يي كيږي) اودا ټول څه درمضان په هره شپه كي كيږي.

په يوه بل روايت كي داسي راغلي ( عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم كل عمل ابن آدم يضاعف الحسنة بعشر امثالها الى سبعمائة ضعف . قال الله تعالى الاالصوم فانه لي , وانا اجزي به يدع شهوته وطعامه من اجلي . للصائم فرحتان : فرحة عند فطر وفرحة عند لقاء ربه , ولخلوف فم الصائم اطيب عندالله من ريح المسك . والصيام جُنة . واذاكان يوم صوم احدكم فلا يرفث ولا يصخب , فان سابه احد او قاتله فليقل اني امرء صائم .

ژباړه : له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چي: دهر امت دنيكۍ بدله له لسو ګونو تر اوو سوو ګونو پوري زياته وركول كيږي مګر الله تعالى فرمايلي دي چي روژه (له دې قانونه ځانګړي )ده ځكه چي (دادبنده لخوا )ماته (يوه تحفه ده) نو همدازه به يي اجراوثواب وركوم . ځما بنده ځما لپاره نفسي خواهش , خوړل او څښل بند كړي (ځكه به نو زه ددې سرښندني په پرتله هغه ته ثواب وركوم ) .

روژه دار ته دوه خوښۍ دي: يوه دافطار په مهال بله بيا دالله تعالى دليدلو په مهال . ځما دي لوړه وي چي دروژه دار دخُولې بوي دخداي جل جلاله په نزد تر مشكو هم غوره دى .

او روژه (پدې نړۍ كي دنفسي غوښتنو له بريد او په هغې نړۍ كي ددوزخ له اور څخه دځان ساتلو لپاره ) ډال دى . او كه له تاسي څخه ديو چا په كومه ورځ روژه وه نو ناوړه كړه او فحش ويناوي دي نه كوي .او كه څوك ده ته بد ووايي او يا جګړه ورسره وكړي نو دى دي ورته ووايي چي ځما روژه ده) .

له پورتني حديث څخه په ډاګه شوه چي داثوابونه هاله مسلمان ته وركول كيږي كله چي له ناوړه كړنو او فاحشوويناووڅخه ځان وژغوري . ځكه خو هم په يوه حديث كي راځي چي : (څوك چي روژه ونيسي او له ناوړو ويناوو اوناوړو كړنو څخه ځان ونه ژغوري نو دده دې هسي لوږي اوتندي ته خداي جل جلاله هيڅ اړتيا نلري ) .

يادونه -په پورتني حديث كي په ځانګړي ډول هغه چا ته خبردارى دى څوك چي دروژې په مهال هم بد رد او ناوړه توري استعمالوي . همداراز هغه چاته هم لوي خبردارى دى چي په روژه كي جګړې كوي . داسي كسان ښايي دځانونو اصلاح وكړي هسي نه چي خداي مكړه كړى تكليف موپه اوبو لاهو شي .

لوي خداي جل جلاله دي په مونږ تاسو او دنړۍ په ټولو مسلمانانو روژه ښه تيره كړي. او لوي خداي جل جلاله دي دنيكو كارونو توفيق راپه برخه كړي . او لوي خداي جل جلاله دي زمونږ روژه مونږ ته دآخيرت لپاره زيرمه وګرځوي او خداي جل جلاله دي ثوابونه پرې راكړي . آمين ثم آمين يارب العلمين .

وما علينا الاالبلاغ المبين



ع کريم حليمي
08.10.2004

...................[color=brown:37ac7186d8]يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُتِب عَلَيْكمُ الصيَامُ كَمَا كُتِب عَلى الَّذِينَ مِن قَبْلِكمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ[/color:37ac7186d8]
[u:37ac7186d8]دروژې مفهوم [/u:37ac7186d8]:
روږه د اسلام دريم رکن دي ٠ چه په عربي کي د [color=red:37ac7186d8]صوم[/color:37ac7186d8] په نوم ياديږي ٠ او معنا ئې منع کيدل او چپ اوسيدل دي ٠ د ځينو مفسرينو د تفسيرنو سره سم ٠ په قران پاک کښي دا عبادت په ځينوځينو ځايو کښي د [color=brown:37ac7186d8]صبر[/color:37ac7186d8] په نوم ه ياد کړي دي ٠ چه معنا ئې ضبط نفس ، ثابت قدمي او استقلال ده
له دې معناوو څخه څرګنديږي ٠ چه د اسلام په ژبه او اصطلاح کښي روژه څه مفهوم لري ؟؟؟
روژه په حقيقت کښي د نفسي هوا او هوس او حيواني خواهشونو څخه د خپل ځان ساتل او د حرص او هوا په خطرناکو ځايو کښي د خپل ځان ثابت ساتل او دخپل نفس د [color=red:37ac7186d8]ضبط[/color:37ac7186d8] نوم دي ٠
په عمومي ډول په روزانه استعمال کښي د نفساني خواهشونو او انساني [color=blue:37ac7186d8]حرص او هوا مظهر درې شيان دي [/color:37ac7186d8] خواړه ، چښل ، د نر او ښځي جنسي تعلقات ، له همدې شيانو څخه تر يوې ټاکلي مودې پوري د ځان ژغورلو او ساتلو نوم په شرعي اصطلاح کښي روژه ده ٠
[color=red:37ac7186d8]ليکن په حقيقت کښي دې ظاهري خواهشونو سره د باطني خواهشونو او بديو څخه د زړه او ژبي محفوظ ساتل هم
د خواصو په عقيده د روږې په حقيقت کښي داخل دي [/color:37ac7186d8]

[u:37ac7186d8]د روژې ابتدائې تاريخ[/u:37ac7186d8]
په هر حال په مشرکانه مذهبو نو کښي د روژې د ابتدا ئي او حقيقت اسباب هر څه وي هغه به وي
ليکن د اسلام روژه د خپلي ابتدأ او غايت په تشريح کي د خپلو پېروانو و کالت ته اړ او محتاج نه ده او داڅکه
چه اسلام په چګ اواز دا دعوا کوي
بسمه تعالی : يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُتِب عَلَيْكمُ الصيَامُ .........مسلمانانو ! روژه په تاسو داسي فرض سوه لکه څنګه
كَمَا كُتِب عَلى الَّذِينَ مِن قَبْلِكمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ.......................چي له تاسي څخه په لمړيو قامونو فرض کړه شوې د دي
........................................................................................له پاره چه تاسي فرهېزګاره شئی ٠

شهْرُ رَمَضانَ الَّذِى أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْءَانُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَ بَيِّنَتٍ..................د روژې مياشت هغه مياښت ده چه په هغه کښي
مِّنَ الْهُدَى وَ الْفُرْقَانِ فَمَن شهِدَ مِنكُمُ الشهْرَ فَلْيَصمْهُ وَ مَن كانَ .....قرأن نازل سو چه د انسانانو د پاره ټول هدايت
مَرِيضاً أَوْ عَلى سفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللَّهُ بِكمُ الْيُسرَ ............د هدايت دليلونه او په حق او باطل کښي د فرق
وَ لا يُرِيدُ بِكمُ الْعُسرَ وَ لِتُكمِلُوا الْعِدَّةَ وَ لِتُكبرُوا اللَّهَ ..................په حيث راغی نوچاچه له تاسو څخه د روژې
عَلى مَا هَدَاكُمْ وَ لَعَلَّكمْ تَشكُرُونَ(185) بقره ...........................مياشت وليده له هغه دي دغه ټوله مياشت روژه ونيسي اوڅوک چه ناروغه وي يا په سفر کي وي هغه دي په نورو ورځو کښي ونيسي ٠ خدای اساني غواړي
او سختي نه غواړي د دې له پاره چه تاسي د روژې شمېر پوره کړاې سی او (داروژه ځکه فرض سوه )ددې له پاره
چه تاسي د خدای ددې هدايت په درکولو د هغه لوئې وکړئ د دې له پاره چه تاسو شکر وکړئ

په دې مقدسو ايتو کي ټوله احکام ،تاريخ ،حقيقت او ماهيت ټول بيان سو

نو الله دي د دې روژې په برکت زمونږ په ملک کي ارامي ، قراري راولي ٠ او هم افغانان د قتل او قتل څخه لاس
واخلي ٠ او ضبطي نفس وکړي ٠ او بهترين انضباطان سي ٠

[color=blue:37ac7186d8]..........سبْحَنَ رَبِّك رَب الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ(180)وَ سلَمٌ عَلى الْمُرْسلِينَ(181)وَ الحَْمْدُ للَّهِ رَب الْعَلَمِينَ(182)[/color:37ac7186d8]



Adil watanmal
09.10.2004

محترم او د عزت وړ مولوي صاحب طالب جانه ، او ګرانو لوستونكو

------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

محترم مولوي صاحب طالب جانه د روژي به اړوند ستاسي ليكنه ښه په زړه پوري ده الله پاك مو كړي عمل په خپل دربار كې قبول كړي.

ګرانو لوستونكو تاسي كولايي شي چې د روژي په اړوند دغه لانديني پيوندونه هم وه ګوري.

http://www.islam-online.net/iol-arabic/ramadan/alseam.asp

http://www.iranembassy.org.za/Monasebat/Ramazan/arabic/

http://www.mozn.net/files/eBook/files/som/00002.html

http://www.islamtoday.net/articles/show_articles_content.cfm?catid=39&artid=2975

http://www.almoslim.net/ramadan/articles_list_main.cfm

http://www.sahab.net/sahab/showthread.php?threadid=298146

-------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------------عادل وطنمل



طالب جان
11.10.2004

محترمو مكرمو او عزتمنو وروڼو عادل وطنمل صيب او حليمي صيب :

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .

دقدروړه عادل وطنمل صيب: داچي ليكنه مو خوښه كړي يوه نړۍمننه .

عزتمنه حليمي صيب : په پورتنۍ ليكنه كي مو له همكاري نه يوه نړۍ مننه كوم .

دروژې دمباركي مياشت په اړه نن مي يو بل حديث ته ورپام شو چي فرميلي وو چي: (دقدر په شپه حضرت جبرايل عليه السلام له ډيرى ملايكو سره ځمكي ته راښكته كيږي , کله چي اسمان ته بيرته وخيژي نو دانوري ملايكي ورڅخه وپوښتي چي: په ځمكه كي څه وشول ؟ نو جبرايل ورته ووايي چي لوي خداي جل جلاله دمحمدي امت له څلورو كسانو پرته ټول امت ته بښنه وكړه . ملايكه ورڅخه وپوښتي چي داڅلور (بدبختان) څوك وو چي خداي ونه بښل ؟ نو جبرايل عليه السلام ورته ووايي چي داڅلور بد بختان داوو:

1-شراب څښونكى .چي خداي جل جلاله ونه باښه .

2-دمور اوپلارله خبرو سررغړوونكى . چي خداي جل جلاله بښنه ورته ونه كړه .

3-قطع الصله ,خپلوي پرې كوونكى .چي خداي ونه باښه .

4- كينه ګر,يعني هغه سړى چي له خلكو سره كينه ساتي دهغه هم پدې مباركه شپه بښنه نه كيږي .

خداي دي مونږ تاسي اوټول مسلمانان وبښي . آمين ثم آمين



ع کريم حليمي
11.10.2004

محترمو مكرمو او عزتمنو وروڼو طالب جان صاحب اوعادل وطنمل صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
عزتمنه طالب جان صيب : ستاسو څخه هم يو نړۍ مننه

[u:cf0c10d361]د روژې حقيقت[/u:cf0c10d361]

که انسان د هر ډول روحاني بدبختيو او ناکاميو علل او اسباب تحليل کړای سي ٠ نو ورسته او اخري نتيجه به ئې داسي چه هغه په دنيا کښي مختلفو ضرورتاتو ت اړ او محتاج او د مختلفو اغراضو پابند دي ٠ د ده د زړه هيڅ کوم يو کوښښ او حرکت د ضرورت او غرض نه خالي ندي ٠ اخلاق چه تر يوئې اندازې د روحانيت سره تعلق لري
که د دوی په خصوص کښي هم ژوره پلټنه او تحقيق و کړای سي٠ نو د دوی بنياد او نبسټ به هم پ عمومي ډول
په کوم ضرورت يا نفساني غرض مبني او ولاړ و ليده سي ٠ له دې کبله زموږ هر ډول بدبختۍ او الودګۍ يعني
ککړتياوي يوازي او فقط د يو علت نتيې دي ، ضرورت او غرض ، که انسان د هر شئ څخه بېنيازه شي
نو هغه انسان نه بلکي فرشته ده

نغواړو چه فرشتې سو او نه کېداي سوو ٠ خو ضرور ده چه د وړونو د دنيائې خدمتونه وکړو ٠
ولي چه ضمير ته ډېره ګټه لري ٠ او په ږوندی کيږي ، قوي کيږي ٠ نو په روژه نيولو کي اخلاص پيداکيږي
اول اول کار چه دي د دنيا دي دوهم د اخيرت دي ٠
..................................[u:cf0c10d361]ربنا اتنا في الدنيا حسنه و فی الاخره حسنه و قنا عذاب النار [/u:cf0c10d361]
..............................روژه هغه عبادت دي چه انساني اعمال او خواص په انسان کي تقويه کړي
............................په ژوندي کښي چه د انسان ټول خواص نوي ٠ پوره انسان نه ورته ويل کيږي
..........................له خوړلو او چښلو ، جنسي تعلقاتو ،له بد زبانۍ څه ځان ساتلو ته روژه ويل کيږي
[u:cf0c10d361][b:cf0c10d361]د روژې مقاصد [/b:cf0c10d361][/u درې دي
1............... .[u]د دې د پاره چه خدای تاسي ته کوم هدايت کړي په هغه د هغه لويي او عظمت ظاهر کړئ [/u:cf0c10d361]
2 ٠ ....................[u:cf0c10d361]د دې د پاره چه تاسي ددغه هدايت په درکول کيدلو د لوی خدای شکر وکړۍ [/u:cf0c10d361]
3 ٠ ..................................................[u:cf0c10d361]د دې له پاره چه تاسي پرهېزګاره سئ [/u:cf0c10d361]
.............................................................([u:cf0c10d361]بعني په موږ کي تقوا پيداسي [/u:cf0c10d361])



طالب جان
11.10.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره حليمي صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
عزتمنه ستاسي ليكنه يقينا په زړه پوري ده ډيره ډيره مننه .
خداي دي ټولو مسلمانانو وروڼو ته دروژې دنيولو توفيق راپه برخه كړي .آمين ثم آمين يارب العلمين



ع کريم حليمي
12.10.2004

محترمو مكرمو عزتمنو وروڼواوپتمنو خويندو:

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

..........................................................[u:be61eb6630][b:be61eb6630]درمضان ما هيت[/b:be61eb6630][/u:be61eb6630]
دا مادي عالم لکه څنګه چه د مادي نظام او قانون پابند دي ٠
پاک خدای په روحاني عالم کښي هم کټ مټ دغه راز د عللو او اسبابو د نظام يو سلسله قائمه کړې ده ٠ د کوم يقين
په اساس چه تاسو دا دعوا کولای سی چه زهر د انسان لپاره يو قاتل شئ دي په هم دې يقين د روحاني طب يو پوه دا وايي چه ګناه د انسان روح وژني ٠ پېغمبر د نبوت د فيضان د قبول د پاره په خپل روح کښي څنګه استعداد پېدا
کوي ، په دنيا کښي کله مبعوث کيږي له هغه څخه معجزې په کومو وختو کښي څرګنديږي ، او هغه خپله دعوې
څنګه وړاندي کوي ، [u:be61eb6630]او د انکار او مزاحمت په اثر هغه ولي د خپل خدای خواته هجرت کوي [/u:be61eb6630]
او بيا څنګه د دعوت منکر ناکام او خاسر ٠ او د ايمان خاوندان کاميابه او بريالي کيږي ،
په قرأن مجيد کښي په ديارلسو ځايو کښي[color=red:be61eb6630][u:be61eb6630] لِسنَّةِ اللَّهِ[/u:be61eb6630][/color:be61eb6630] لفظ راغلی دي ليکن په دوی کښي په ډيرو زياتو کښي د [u:be61eb6630]همدې روحاني نظام او تربيت خواته اشاره سوېده[/u:be61eb6630]

لکه څرنګه چه د تاريخ فلسفه د سياسي واقعاتو د تکرارأ دحوادثو د بيابيا اعادې څخه اصولو او نتايجو ته
د رسېدو نه ورسته يو عام تاريخي قانون جوړوي کټ مټ همدغه راز د انبياعليهم السلام سوانح او تاريخونه هم
د خپلو واقعاتو د بيابيااعادې او تکرار څخه دخصائص نبوت د قانون اصول زموږ د پاره مرتب دي

[u:be61eb6630]د پېغمبرانو تاريخ د هم دې اصولو او قوانينوڅخه يو دادي چه چه هرکله نبي د خپل انسانيت کمالته درسيدو ورسته د نبوت د فيضان د قبول او استعداد انتظار کوي [/u:be61eb6630]

[b:be61eb6630]نو هر نبي روژه نيولې[/b:be61eb6630]
حضرت موسی چه کوم وخت تورات د اخستلو لپاره څلوېښت ورځي او شپې وږۍ تږې اوسيدلۍ
حضرت عيسی عليه السلام لمړی له دې چه د هغه په خوله کي د انجيل ژبه ګويانه سي هم ئې څلورويشت شواروزه
وږی او تږي و اوسيدي ٠
..........................................[u:be61eb6630]او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم[/u:be61eb6630]
.........هم د قرأن تر نزول له مخه يوه مياشت د مکې په يوه غره کښي ٠په غار حرا کښي عبادتونه وکړل
......................نو داسي ږغ پر وسو ٠ اقْرَأْ بِاسمِ رَبِّك الَّذِى خَلَقَ د روح خوشحاله کونکي ږغ
.......................نو اوس داسي مياشت راتلونکېده چه شهْرُ رَمَضانَ الَّذِى أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْءَانُ
................نو يا الله افغانانوته پسله دروژې د اختر په مبارکي کښي ايمان او ملي يوالي عطا کړې
.....................................او په افغانکي جنګ د پښتنو تر سترګو بد ښکاره کړې ٠
.............................................روح خوشحاله کونکي زيري پر را ښکاره کړي



Kliwal
12.10.2004

................................[color=green:7d59dec2cb]د روژې مباركه مياشتې دروند استقبال[/color:7d59dec2cb]
محترمو ستاسي ليكني ډيري شكلي او شاملي دي خو ما هم د ثواب او پدغه خير نيك كار كي د شراكت په نيت دا لاندي څه برابر كړل هيله د استفادي وړ وي.
د روژې مياشت هغه مباركه مياشت ده چې په دنيا كې د خير، بركت، او رحمتونو دروازې را پرانستل كېږي او په آخرت كې د جنت دروازې خلاصې او د دوزخ دروازې بنديږي.
روژه هغه مېلمه دى چې په كال كې يواځې يو ځل راځي، نو داسې ګران او محترم مېلمه بايد څنګه استقبال شي؟
راځى چې د لاندې ټكو په پلي كولو سره ددغه مباركې مياشتې استقبال وكړو:
1) دعا: بايد خپل مهربان الله ته لاس په دعا شو چې د عبادت، اطاعت، لمونځونو او نفلونو توان او توفيق راكړي. نبي عليه السلام به آن د رجب په مياشت كې دا دعا كوله ( اي الله په رجب او شعبان كې راته بركت واچوې او رمضان ته مو په خير ور سوې)
2) حمد او شكر: بايد خپل الله ته شكر وباسو او د هغه ستاينه وكړو چې په خير، صحت او د روغتيا په حالت كې يې روژه را باندې را وستله، او شكر وباسو چې د خير او بركت مياشتې ته يې داخل كړو.
3) خوشالي او خوښي:
بايد د زړه له كومې خوشالي او خوښي څرګنده كړو چې بيا يې د ګناهونو د لويو پېټيو د سپكولو فرصت په لاس را كړ. چې د خپلو ګناهونو كچه را ټيټه او د ثوابونو كچه پياوړې كړو.
4) پلان او ښه تګلاره جوړول:
د روژې مياشت د كال يوه لويه برخه ده چې نوي عبادات او ښېګړې پكښې كېږي نو داسې مهم فرصت خامخا يوه معينې، مثبتې او سالمې تګلارې اختيارولو ته اړتيا لري، نو بايد د روژې د را رسېدو سره زمونږ نوى پلان عملي او پلي شي.
5) علم او پوهه حاصلول:
داچې روژه يو تربوي او روحي عبادت دى نو پدې اړه د ډېرو شيانو زده كول اړين دي، نو مسلمان بايد پدغه مياشت كې د لمانځه او روژې ټول احكام زده كړي. الله فرمايي: كه تاسې نه پوهېږئ نو د علم او پوهې له خاوندانو څخه پوښتنه وكړئ.
6) د ګناهونو د پرېښودو ټينګ عزم:
لازمه ده چې د روژې په را تلو سره د تېرو ګناهونو، تېروتنو او ټولو غلطيو نه په كلكه توګه توبه وباسو ځكه دا د توبې، مهربانۍ او عفوې مياشت ده ځكه كه پدې وخت كې توبه ونه ايستل شي بيا به په كوم وخت كې توبه وباسو.
7) له نورو وروڼو سره مرسته او كومك:
دا چې د الله له لوري د مهربانۍ مياشت ده نو مسلمانان هم بايد پر خپلو كې يو له بل سره مينه او محبت او د يو او بل سره مرسته او كومك وكړي.
8) يا خو يوه د خير كلمه چا ته وښايي او يا د غريب او بېوزله سره مرسته او كومك وكړي.
9) په ورين تندي او سړه سينه بايد روژې مباركې ته ښه راغلاست وويل شي، ځكه دا د الله هغه خاص مېلمه دى چې مسلمانانو ته يي د خير ښېګړې او بركت پيغام را وړى، دا چې دغه استقبال څنګه كېږي بايد دا لاندې ټكي عملي كړاى شي:
 الله ته خالصه او د زړه له تلې څخه توبه ايستل.
 د نبي كريم صلى الله عليه وسلم اطاعت كول او په سنتو يې عمل كول.
 د مور، پلار، وروڼو، خويندو، ښځو او ټولو خپلوانو سره ښه رويه او سلوك كول.
 په ټولنه كې يو فعال خير خواه، خلكو ته د ګټه رسوونكي، او بې ضرره فرد په په حيث زندګي كول، په حديث كې راځي چې بهترين د خلكو دوى ته ګټه رسوونكي كسان دي.
 نو بايد مونږ مسلمانان دغه مباركې مياشتې ته داسې تږي و اوسو لكه څنګه چې: وچه ځمكه باران ته، مريض ډاكتر ته او مور خپل مساپر زوى ته سترګې په لار او ديدن ته يې تږي وي.
الله يې دا د مياشت په خوښۍ او خوشالۍ سره را ولي آمين.



طالب جان
13.10.2004

محترمه مكرمه اوعزتمنه وروره كليوال صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ستاسي په زړه پوري ليكنه مي له پيله تر پايه پوري وكتله . يقينا ډيره ښكلي ليكنه موكړي ده .
پالونكى څښتن دي مونږ ته دنيكو اعمالو دكولو توفيق راپه برخه كړي .آمين
په راتلونكي كي هم ستاسي دهمكاري په هيله .


نقاد
25.10.2005

[color=white:1fe122021b]منلو مولوي صيب حليمي او مولوي صيب ، طالب جان اسلام عليکم و رحمت الله و بر کاته!
ويل شوي چې کوم روژه خور د سترې محکمې درئيس شيخ الحديث شينواري صاحب له خوا په شرعي سزا محکوم شوی دي. دده د حکم شرعي اساسات
څشي کيدای شي ؟ حديث ، قياس ، اجماع او که حتې ايت شريف؟ هيله ده د لوستونکو له پاره يې روښانه کړئ ! په مينه او درناوي [/color:1fe122021b]!



ع کريم حليمي
26.10.2005

ډېر محترم ، دانشمند نقاد صاحب عليکم السلام ورحمه الله وبرکاته !
محترم نقاد صاحب د دې پوښتني سره دي زه ډير علاقه لرم او درلوده مي
[quote:cec18fcc25]د سترې محکمې درئيس شيخ الحديث شينواري صاحب له خوا په شرعي سزا محکوم شوی دي. دده د حکم شرعي اساسات
څشي کيدای شي ؟ حديث ، قياس ، اجماع او که حتې ايت شريف؟ [/quote:cec18fcc25]
په شريعت کښي يو هغه سزا وي دي چه لکه محصن زاني (متاهل)،غل سړی،غله ښځه ٠٠٠٠٠ قاتل ٠ حدشرعي پر جاري کيږي ٠
دلته خبره دحقوقو ده ٠
او حقوق پر دو برخو وېشل کيږي چه ٠ حق الله اوحق العبد:
حق الله عبارت دي ( تعظيم د اسماني احکامو)
چه حماية ئې اسلامي محکمه پر غاړه لري ٠ او هم د حق العبد
او حق العبد رانيول کېدالی سي ٠ يعني خون بها اخستلی سي او نو بيا مجرم ته عفوه وکړي ٠ نو بيا دلته حق الله پاته کيږ ي ٠ او دحق الله جزا بخښل کيدالی نه سي
او اسلامي محکمه مجبوره ده چه جزا ورکړي ٠ او له قصاص څه خلاص
او دحق الله جزا نو بند ياپه جَلْدَة (lashes دورو وهل ) دي
داچه پېغله او مجرد زنا وکړي ٠ يوازي دحق الله تعظيم نه دۍ سوۍ ٠ نو په دورو وهل کيږي ٠ يعني حق العبد نه دۍ پايماله سوي ٠ او که يو متاهل وي او بل مجرد وي نو بيا حق العبد تر پښو لاندي سوي دي نو رجم کيږي ٠
راځم برته د روژې ته ٠
په روژه خوړلو کښي دحق الله خبره ده ٠ او بيا دوې خبري دي چه يو ئې روژه خوړلې او بل ئې الفحشاء کړېده يعني هر ګناه چه سړی د سړک پر سر کوي هغه الفحشاء ده
دغه سبب دۍ ٠
نو اسلامي محکمه کولې سي چه هم بند ورکړي او هم دورې
اوکه مجريم محکمې ته ووايي چه مريض يم ٠ نو بيا هم روژه خوړونکې شرعا حق نه لري ٠ چه په بازار کښي روژه وخوري ٠
نو د جزا تعين په اجماع کيږي ٠ دملک په علماوو يعني سنا او محکمه به ئې عملي کوي ٠ او جمهورو علما وو اجماع پر دورو سوې ده ٠ او موضع د علماوو په مينځ کښي اختلافي هم ده ٠ د سعودي ، افريقا ، ايران ، او ماليزيا د علماوو
زما شخصا نظر دورې دي ٠ که درې ورځي بند ورکړي ٠ دحکومت مصرف کيږي ٠
بيت المال بايد تاوانې سي ٠


Mohammadi
02.11.2005

جناب مکرم مولوي صيب
جزاک الله و بارک الله تاسو مولويان ښه خلک ياستي نور هم ادامه ورکړۍ چي برکت ډير شي او اختر مبارکي درته وايم ماته دعا به حتمي کوي انشالله والسلام



ع کريم حليمي
03.11.2005

Mohammadi صاحب او قدرمنو لوستونکو
سلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
او تاسو ټولوته د کمکي اختر مبارکي وايم ٠ او ورسته غواړم چه د شوال د مياشتي
ستا(٦ دانې ) روژې پيا ولرۍ

حدثنا يحيى بن أيوب، وقتيبة بن سعيد، وعلي بن حجر، جميعا عن إسماعيل، - قال ابن أيوب حدثنا إسماعيل بن جعفر، - أخبرني سعد بن سعيد بن قيس، عن عمر، بن ثابت بن الحارث الخزرجي عن أبي أيوب الأنصاري، - رضى الله عنه - أنه حدثه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال ‏"‏ [color=white:7d9d351590]من صام رمضان ثم أتبعه ستا من شوال كان كصيام الدهر ‏"‏ ‏.‏ [/color:7d9d351590]



ع کريم حليمي
16.08.2009

محترمو مكرمو عزتمنو وروڼواوپتمنو خويندو:

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
په اسلام کښي د عبادت مفهوم هغه تنګ مفهوم نه دي چه په نورو مذهبونو کښي دی ; د عبادت لفظي معنیٰ د خپلي عاجزۍ او درماندګۍ اظهار دی او د شریعت په اصطلاح کښي د عزوجل خدای په حضور کښي د خپلي بندګۍ او عبودیت نذرانه وړاندي کول او د هغه د حکمونو پر ځای کول دي

وقال سبحانه :إن الذين يستكبرون عن عبادتي سيدخلون جهنم داخرين
معنیٰ یې --- څوک چه زما د عبادت څخه غرور کوي هغوی به دوږخ ته ځي ۰


Dr. Zubair
19.07.2010

ټولو ورونو ډیرې ښې موضوع گانې راغونډې کړي.
هیله ده چې دا موضوع همداسې تازه وساتل شي، ځکه چې روژه په رارسیدو ده،
او د روژې په اړه احکامات، فضایل او اړوند مسائلو ته توجه وشي.
والسلام


خویندي بایدډیرپام وکړي

اسماء بی بی
22.07.2010

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ډیر ښه مضامین موراغوڼډکړي الله جل جلاله دي خیردرکړي
خوزه خویندوته یوه خبره ورزیاتوم چې زموږخویندي په غیبت کې اول لمبردي
زماهیله ده دروژي مبارکي په برکت سره داسي کلک هوډوکړي چې بیاټول عمر له غیبت څخه خلاصي شي ، ځکه روژه یواځي دخوراک ،څښاک ،او.... څخه بندیزته نه ویل کیږي بلکه هري ګناه څخه دځان ساتلونوم روژه ده
خدای پاک دي دغه راروانه روژه مبارکه په خیر اوعافیت په ټولومسلمانانوتیره کړي اوزموږدګناهونه جبیره دي وګرزوي
آمیـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــن


نفيسه جلال
23.07.2010

هو خورې ته ښه وايې روژه یواځې د خوراک او څښاک څخه ځان ساتنې ته نه وايي. اکثره خلک روژه نیسي او ټوله ورځ په غیبت تیره کړي. چې دا صحیح عمل نه دی.
خو لکه څنګه چې تا فرمايلې چې خویندې په غیبت اول لمبر وې نو زه اول دتا نه پوښتنه کوم چې خویندې باید په روژه کې کوم کارونه وکړې چې دغیبت نه ورباندې ځان وساتي؟ همداسې خو نه کیږي چې ټوله ورځ دې چوپه خوله ناستې یو. ته به وایې چې قرآن شریف تلاوت کوه نو هغه خو هم ټوله ورځ څوک نه شي تلاوت کولای.
ستاسو خور
نفیسه جلال


و.افغان
23.07.2010

محترمو وروڼو
سلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
محترم او ګران ورور طالب جان ته دې الله جل جلاله د دې ښکلې ليکنې په بدله کې اجر
عظيم ورکړي.

اللهم بلغنا رمضان، وبارک لنا في شعبان.

په درنښت


ابومحمدحنفي
26.07.2010

جزاک الله خيرا محترمه طالب جان صاحبه
الله تعالى دي تا لره ډير عوضونه ددي لکني درکړي
او مونږه ټولو له دي الله تعالۍ د نيکے توفيق راکړي (امين ثم آمين لا ارضي بواحدة حتي اضم اليه الف الف الف آمينا)


jamila
29.07.2011

له ټولو وروڼو نه ډیره مننه الله مو خوشاله او بریالی لره
دادی روژه مبارکه رارسیدونکی ده ټول وروڼه او خوندی باید دا موضوعات شی
وګورې او دروژی له پاره ځانونه تیار کړې

الله دی ددی ستر عمل دښّ ترسره کولو توفیق موږ اوټولو مسلمانانو ته راکړې


وزیري
31.07.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

ټولو وروڼو او خویندو ته د رمضان مبارکی میاشتی مبارکی وایمه، الله جل جلاله دی وکړی چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د معمولاتو سره سم دا میاشت تیره کړای شی. معمولا د رسول الله صلی الله علیه وسلم معمولات مشتمل وه په:

استقبال رمضان
صیام رمضان
قیام رمضان
ختم قرآن
اعتکاف
تهجد
صدقه او خیرات

والسلام


عمر۲۰۱۲
19.07.2012

قدرمنو لوستونکو سلامونه او نیکي هیلي،

مونږ، د امریکي متحده ایالاتو مرکزي قومانداني نه، د افغانستان او نړی ټولو میشته مسلمانانو ته د روژې د مبارکي میاشتي مبارکی وایو او هیله لرو چی روژه مو ښه تیره شي. په افغانستان، امریکا او نړی کی د مسلمانانو لپاره روژه د مغفرت، سمون، صبر او د ځان مینځني او پاکي وخت ده. اسلام په امریکا کی دوهم ستر دین دی او په میلیونو امریکایی مسلمانان به تاسو سره یو ځای د روژې مبارکه میاشته رعایت کوي. پدی ځانګړې ښه مبارکه میاشت کی کورني، کلیوال او ګډوال سره یو ځای روژه ماته، دعا او لمونځونه کوي.

مننه
عمر
دجیټال انګیجمنت ټیم، د امریکا مرکزي قومانداني – سنتکام


pattang
22.07.2012

نالت په تاسو اشغالګرو تروريستانو چې هېوادونه اشغالوی او د شپې چاپې هم
اچوۍ ، په زرګونوبې ګناه افغانان مو تيرور ګړل،مندې مو بوري او ځوانې مو کونډې کړې٠
په کوم جرعت تاسي بيناموسان خرڅ شوي دلته ليکنې کوۍ !
زه ددې ته هم حيران يم چې ټول افغان داشغالګرو اجنټانو ته ولې ځای ورکوي !

[quote:9df61cc913="عمر۲۰۱۲"]قدرمنو لوستونکو سلامونه او نیکي هیلي،

مونږ، د امریکي متحده ایالاتو مرکزي قومانداني نه، د افغانستان او نړی ټولو میشته مسلمانانو ته د روژې د مبارکي میاشتي مبارکی وایو او هیله لرو چی روژه مو ښه تیره شي. په افغانستان، امریکا او نړی کی د مسلمانانو لپاره روژه د مغفرت، سمون، صبر او د ځان مینځني او پاکي وخت ده. اسلام په امریکا کی دوهم ستر دین دی او په میلیونو امریکایی مسلمانان به تاسو سره یو ځای د روژې مبارکه میاشته رعایت کوي. پدی ځانګړې ښه مبارکه میاشت کی کورني، کلیوال او ګډوال سره یو ځای روژه ماته، دعا او لمونځونه کوي.

مننه
عمر
دجیټال انګیجمنت ټیم، د امریکا مرکزي قومانداني – سنتکام[/quote:9df61cc913]


د فضیلتونو او بركات میاشتی

تيمور
24.07.2012

ګرانو هیوادوالو السلام عليكم ورحمة الله وبركاته،
دا یوه روښانه حقیقت دي چی الله سبحان تعالی بېحده کریم او رحیم دي، خو د روژې په میاشت کی یې حلال شیان حرام کړی دي. یعنی د سهار د آذان څخه د ماښام تر آذانه یې خوراک، څښاک او جماع حرام کړي دي چی خپله یوه دېره جامع او لوی فلسفه لري. په دې مبارک میاشت کې شیطان تړلی او د جنت دروازې خلاصی دي. نفل او نورو تسبیحات ډېر زیات اهمیت لري..... نو څومره به ښه وي چی دا ټول الهی اوامراو تقاضا د یو مخلص مسلمان په صفت مراعات کړو، رمضان کریم.
والسلام،


پتوال
15.07.2013

زړه پرې روښان او اعصاب پرې آرام کړئ

https://www.facebook.com/photo.php?v=631740946838587


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more