د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د ړستونی ماران

Salahudin Sapand
28.07.2011

پرون می یو دوست قصه کوله چی ته ښه فکر وکړه کرزی صیب به څنګه خپل ریښتینولی دی ولس ته وښودلای شی تر څو چی دا ښاماران تر نه راتاوی هغه نشی کولای کار وکړی افسوس چی په دی خو پوه شوای وای، د بیلګی په توګه به زه یو قصه درته وکړم:
په ۲۰۰۴ کال کی د پکتیا ولایت د قول اردو مشر ډګرجنرال عتیق الله لودین کرزی صیب ته ژړا وکړه چی په دی قول اردو کی خو د خدای بلا غټه زیرمه په تباه کیدو ده څه پاکستان ته او څه نورو ملکونو ته روانه ده غټ ښاماران د راسره یوځای کړی، کرزی صیب په ډیر جدی توګه ورته وویل چی ته ډیر پټ یو لست را ته چوړ او په ډیره پټه یی ماته وسپاره نور ستا بلا هم ترخلاصه ده، نوموړی په ډیره مینه او خاص مهارت سره لست جوړ او کرزی صیب ته یی وسپاره.
دی نو اوس په دی هیله ده چی دا داړه ماران به اوس د قانون منګولو ته سپارل کیږی چی ګوری لس ورځی ورسته همغه لست د وزارت دفاع څخه په یو ښکولی پاکټ کی بند ده ته راغی او اختار ورکول شوی وو چی خاینه د خپل کار راتلونکی به دی ډیر په منډه ترلاسه کړی، همهغه وو چی جنرال صیب له خپل کار څخه ګوښه او دوه کاله په کور کی ناست وو.
اوس تاسو فکر وکړی چی کرزی صیب د خپل کار شخصی میز نشی ساتلای نو د افغانستان دا خوار خلک به څنګه له دی لوی ښامار څخه خلاص کړی؟؟؟؟؟؟؟
زما په اند کرزی صیب خو د اول خپل چاپریال له دی وایرسونو څخه خلاص او ورسته دی بیا جناب اوباماصیب ته غیږ ورکړی او له طالبانو سره دی روغه جوړه وکړی.


ډاکتر څپاند
28.07.2011

اې زما صلاح الدين خانه؟
مګر تاسو پدې کې شک لرۍ چې کرزی پخپله ددې وايرسونو دجملې نه يو وايرس دی؟؟

[code:1:420d57d4ae]زما په اند کرزی صیب خو د اول خپل چاپریال له دی وایرسونو څخه خلاص او ورسته دی بیا جناب اوباماصیب ته غیږ ورکړی او له طالبانو سره دی روغه جوړه وکړی.[/code:1:420d57d4ae]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more