د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

طالبانی مقاومت، اسلامی که قبیلوی که سیاسی؟!!

حلیم
05.07.2011

سلام
تیر تاریخ ته په کتو سره، جوتیږی چی زموږ د دین با احساسه ملایان او د هغوی نفوذ په ټولنه کی تل د هیواد د تخریب لپاره د بهرنیانو په لاس کارول شویدی.

نن چی کوم مقاومت روان دی، دا د دوه خیلونو (غلجی او کرزی) ترمنځ، د کفر او اسلام ترمنځ، او که د پاکستان او هندوستان یا هم پاکستان، امریکا او نورو ګاوندیو ملکو د رقابت صحنه ده؟

خبره می یوازی او یوازی په سیاست او ددی جګړی سیاسی چلونکو کړنو ته متوجه دی.

هغه ټیټ طبقه ازادپاله زلمی چی هره ورځ مری، د دوی شهادت، پاک نیت، صداقت او هیواد پالنی ته سلام.


صادق افغان
18.07.2011

محترم حلیم صاحب.
لکه څنګه چې تاسو لیکلي تیر تاریخ ته په کتو سره، جوتیږی چی زموږ د دین با احساسه ملایان او د هغوی نفوذ په ټولنه کی تل د هیواد د تخریب لپاره د بهرنیانو په لاس کارول شویدی. نو باید وویل شي چې اوس هم چې کومې شخړې په یو او بل نوم کیږي، څوک له دولت سره د کار کولو په تور د وسلوالو لخوا او څوک له وسلوالو سره د ملاتړ په تور د امنیتي ځواکونو لخوا وژل کیږي. د د سیاست یوه لوه لوبه ده خو دا نه را معلومیږی چې د دې لوبې هغه اصلي لوبغاړی څوک ده او چلونکی یې څوک ده. که دا جګړه د هندوستا او پاکستان یا پاکستان امریکا او نورو ګاونډیو ملکونو په خپل مینځ کې رقابت وي نو په هندوستان کې ولې نه کیږي چې زمونږ په هیواد کې تر سره کیږي.
خو لنډه په دا چې ټوله پړه اول زمونږ او ستاسو په خلکو کې ده چې پردي جنګونه زمونږ ګران هیواد ته راوړي. او باید وویل شي چې دا شخړه د پوهي او نا پوهی تر مینځ ده.


رښتینی
18.07.2011

حلیم صاحب لیکی :
زموږ د دین با احساسه ملایان او د هغوی نفوذ په ټولنه کی تل د هیواد د تخریب لپاره د بهرنیانو په لاس کارول شویدی.

حلیم صاحب عجیبه خبره کوئ !!
دکوم ملا ټولنېز نفوذ چې دټولنې په تخریب اوبیا دبهرنیانوپه لاس وکارول شي
دهغه احساس نو له کومه شو؟! ورک دې داسې احساس شي او ورک دې داسي ملاشي

خیر له ملایانو سره اتیات ښه ده :) :)


حلیم
21.07.2011

ستاسو نه مننه
وروڼو، د تیر تاریخ خو مې درته وویل، او دا د نني انډوخر لپاره هم دومره درته ویلی شم چې دا زموږ جنګ، زموږ غوښتنې او زموږ موخې ندي، دا په موږ باندې تپل شوی جنګ دی، بریا مو هم ناکامي ده او ناکامي مو هم ناکامي ده.

طالب یا هر مجاهد د خدای لپاره وینه تویوي خو یا ولا که د خدای دین پرې لوړ شي او یا هم اسلامي نظام پدې ځمکه قایم شي.

د صادق افغان ورور خبره: جنګ د پوهي او نا پوهی تر مینځ ده.

ریښتینی صیب، که همدا استعمال شوي ملایان دا درک کړي چې دوی استعمالیږي او یا تر اوسه استعمال شويدي، نو زه باور لرم چې دوي به ډیر زر له خپل کار لاس واخلي او خدای ته به په توبو شي، خو متاسفانه چې تر اوسه دې کار ته لا وخت پاته دی.


۰
22.07.2011

السلام علیکم
حلیم صیب ستاسو دا لیکنه ددي لاندي لیکني سره مو په تضاد کي نده ؟
دلته مو ټوله پړه په ملایانو یعني طالبانو اچولي او دي نه روسته لیکنه مو بیا د طالبانو په ملاتړ یا لږ ترلږه د طالبانو په نه ګرمتیا کړیده یو ځل يي بیا ولوله چي دواړه لیکني خو مو ضدو نقیض ندي؟
په ډیره مینه او احترام


هوتک
22.07.2011

بعدله سلامه!
یار مومندصیب زموږ درپسې سترګې سپینې سوې اوتا دلته دنادرکه ورور نوروزخان په فورم کې اړولې دې ولې داسې کوې دالله ج دوسته؟
هغه هرکلی دې رانه هیرشو :‏
خدای ج دې راوله له دې ډیرې مودې بعد هرکله راشې په راتلو دې خوشحاله شوم؟‎ ‎


۰
23.07.2011

السلام علیکم ورحمةالله
هوتک صیب ته هم خوشحاله ښاد او اباد اوسي!
زه یوه څه موده غیر حاضر وم چیرته تللی وم اوس راغلم نو ان شاءالله ګپي به کوو ،خو دا د ناندرو ځاي دي مونږ به به یو بل خوشحاله فورم کي سره ګورو لکه د ټوکو فورم او اسلامي بحثونو فورم او یا په کوم بل چي ناندري پکي نه وي ځکه ناندرو ته مي زښت زړه تنګیږي خو کله ناکله بیا مجبور شم ډیره نادوده وګورم نو یو ّڅه ولیکم کنه خوند نه راکوي وایم چي یا خودي علمي بحث وي لکه مومن مهاجر صیب يي چي کوي رښتیني صیب يي کوي اویا خو دي دټوکو فورم وي چي لږ مو پام بدل شي که څنګه؟
زما خو دا خوښیږي ته پکي څه واي؟

مومندافغان


حلیم
23.07.2011

مومند افغان وروره سلام علیکم
مننه چی زما لیکنه مو په غور لوستی ده، ستاسو د نیوکی په اړه ویلای شم چی زه فکر نه کوم زما تیری دوه لیکنی یو له بل سره توپیر ولری؟

مننه


۰
23.07.2011

حلیم صیب بیا السلام علیکم
وروره ما نه په لیکلو کي غلطي شوي وه مراد مي دا وو چي دا لیکنه اوهاغه بله سکالو کي [ایازمونږ ټول مشکلات طالبان دي؟] که څنګه سکالو وه هغه یادوم هلته مو ناګرم اعني بیګناه بللي او درسره يي منم هم خو دلته مو بیا ټکولي نو ځکه وایم چي دا لیکنه اوهغه سکالو کي لیکنه سره سمون نه خوري.
والله اعلم بالصواب
ستاسو ورور مومندافغان


عادل عادل
24.07.2011

السلام علیکم

حلیم صاحب دا د "طالباني" اصطلاح دې له بل ځای څخه اوبه خوري !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more