د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

افغان ملي اوردو، پولیس او طالبان

حلیم
23.07.2011

سلام علیکم
درنو، د افغانستان مرکزي دولت پدې برخه کې چې ملي پولیس او ملي اردو پیاوړي کړي، تر څو د ګاونډیانو د سیالۍ یا لږ تر لږه د خپلو پولو د ساتلو وړتیا په موږ کې پیدا شي، د امریکا په مرسته ډیر کوشش کړیدی. خو دا کار که څه هم له سره ډیر بریالی ندی، خو له بلې خوا ګاونډیان هم نه غواړي چې افغانان د یو منظم پوځ لرونکي وي، نو اوس چې دا تش په نامه یوه اردو لرو او که د خدای پاک مرسته ورسره وه نو پیاوړتیا یې هم شونې ده، پاکستان د طالباني مقاومت څخه ددې اردو په بیا ورانولو ډیره پانګونه کوي او له بلې خوا هند او ایران یې د پښتنو د شمیر د کمښت سره لیوال دي.

تاسو څه فکر کوﺉ، آیا ددې اردو له منځه وړل او بیا له سره نور ملي پولیس او ملي اردو جوړول څومره ممکن او ګټور دي، که هیڅ اړه نلرو ورته؟

آیا موږ یو منظم عسکري خدماتو یا ادارو ته اړتیا لرو کنه؟ - مطلب مې دادی چې هر نظام یوه اردو لري پولیس لري ترڅو د نظام او قانون څارنه وکړي او د پلي کولو لپاره یی لار هواره کړي. مګر طالباني نظام بیا داسې قوتونه په منظم ډول نه درلودل او نه یې مینوال دي.
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more