د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د پښتنو صداقت می ژړوی!!!

Salahudin Sapand
16.07.2011

سلامونه او نیکی هیلی می وو منی!

نن سهار په دفتر کی ناست ووم چی یو دری ژبی مامور راغی ډیر خوشحاله وو را ته قصه کوی، پرون خو ډیر ښه کار شوی دی په پلانی ځای کی ۱۲ طالبان وژل شوی او د دریو ذخمیانو په ګډون ۳۰ نور یی نیولی دی که داسی دوام وکړی انشاالله چی کراری به شی.

د امریکایانو طیارو داسی غټی وهلی څلور دانی وی دوه یی کښیناستی او دو یی ګزمه کوله ټول یی جګ کړل اربکیان هم ډیر خوشحاله وو، ورسته بیا وایی چی خدای مکړه امریکایان مو همداسی پرینږدی طالبان به مو بیا له خاورو سره خاوری کړی نه پوهیږم څه به پیښ شی.

نیم سات ورسته یو پښتون مامور راغی چی چرت یی بند وو کله چی ګوښی شوو مخ یی راواړاو داسی یی راته وویل، یاره نن خو می زړه په چاود راغلی! تر وو می پښتل ولی؟؟

پرون خو رادیو داسی چټیات ویل، دومره طالبان وژل شوی او دومره نیول شوی خدایه دابه تر کله دوام کوی مسلمانان خو تباه شول تباه اوس په طالبانو کی هم ډیره ګډوډی ده داسی آوازی دی چی دا کسان چی شهیدان شوی او نیول شوی دا هغه ډله وه چی خاص د امریکایانو دښمنان وو له افغانانو سره یی خاص څه نه لرل ټول یی تباه کړل یو څو نفره یی پاتی وو هغه هم مجبوره شول چی ووتښتی دا بله ډله خو خاص ګډوډی غواړی او افغانان وژنی خدای د دوی ته هدایت وکړی.

ښه!! اوس تاسو قضاوت وکړی.

چی په دی ملک کی څه روان دی دا یوه ساده قصه ده مګر که لږ ژور فکر پر وکړی ډیر اړخونه لری چی حتی د امریکایانو، پاکستانیانو او نورو ګاونډیانو ونډه هم تر معلومیدلی شی.........


pattang
16.07.2011

سپاند صيب ! په چټياتوپسې مه ګر زه، دلاسپوڅي او اشغالګرو په خبرو
پسې به هم نګرځې ،هغوی يوه ريښتيا وايې ،سل دروغ٠
اشغالګرداسې اقتصادي يوخراب وضعيت لري چې پرتوګونه يې ډک دي٠
ځوان به شهيدان کېږي ، نور به يې ځای نيسي دازادي جنګ به روان وي ٠
دپښتون غم او پاړسيبان خوشالي ددې مانا ورکوي چې افغانستان يو کمياوي
مخلوط دی نه مرکب !

ژوندې د وي طالبي غورځنګ !


Re: د پښتنو صداقت می ژړوی!!!

م . ق
17.07.2011

[quote:ee7c6fe9ac="Salahudin Sapand"]
[size=24:ee7c6fe9ac]دا کسان چی شهیدان شوی او نیول شوی دا هغه ډله وه چی خاص د امریکایانو دښمنان وو له افغانانو سره یی خاص څه نه لرل ټول یی تباه کړل یو څو نفره یی پاتی وو هغه هم مجبوره شول چی ووتښتی دا بله ډله خو خاص ګډوډی غواړی او افغانان وژنی خدای د دوی ته هدایت وکړی[/size:ee7c6fe9ac].[/quote:ee7c6fe9ac]

آمین، الله دې دوي ته هدایت وکړي، دې پښتون ورور خو واقعا د یو رښتینې پښتون غوندې صفا او سپینې خبرې کړې دي او ټول حقیقت یې په زغرده ویلی دی، الله دې ورته توفیق او اجر ورکړي.

فاعتبروا یا اولی الالباب.


حلیم
17.07.2011

چی خبره بلې خواته لاړه نه شي

دا ښکاره خبره ده چې غیر پښتانه او ځنې پښتانه د طالبانو په مرګ تباهی او اسارت ډیر خوشحاله کیږي.

برعکس، ډیر پښتانه بیا د ټلوالې د کسانو په مرګ، ترور او .... خوشحاله کیږي.
چې د دواړو علت یو (تعصب او قوم پرستي) دی

خو که اصل موضوع ته راشو څوک زموږ د درد دوا کیدای شي؟، زه خو تر اوسه پدې باور یم چې یو هم نه!.

آزادي زموږ حق دی خو اوس نه!، پدې ډول نه!، او د یو بې پلانه راتلونکې په لوري نه!

- اوس نه!، ولې چی موږ په مجاهدینو کې د رهبریت او د هیواد په کچه مشرتابه نلرو - یوازې د غلجي د قام امارت زموږ دردونه نشي دوا کولای
- پدې ډول نه!، نن مو ښونځي بندیږي، پلونه الوزول کیږي، خلک بیکاری ته مجبوره کیږي، او خلاصه په ورځني ژوند کې مو خلک په مرګ رضايت ته اړ ایستل کیږي. ټول ولس مو د طالب - جاسوس په نوم په یو له بل سره غوښه-چاړه شوو
- د یو بې پلانه راتلونکې په لوري نه!، نن زموږ طالب مجاهدین د هیواد د راتلونکې لپاره څه لري، څه کولای شي او څه یې د وسه پوره دي؟ - پرون یې څه وکړل چې نن به یې وکړي؟ - طالباني امارت د لکونو پښتنو په وینو راغی، بیرته لاړ او د بیا راتګ لپاره یې شیبې شماري.

د پنجابي استعمار او دا نورې خبرې خو به نه کوم

پردی ټوپک، پردی قومانده، پردی جهاد پردی موخې او پردی پایلې لري - تیر تاریخ ته وګوری.

زما په اند پدې حساسو شرایطو کې لږ دقت پکار دی چی پښتانه باید کوم لوری خپل کړي.[color=green:c19cb3b5c0][/color:c19cb3b5c0] 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more