د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ملي پوليس وپيژنۍ

Kamil
28.04.2011

[color=white:cdae9a7ea1]دا لينك اوګورۍ او بيا پرى يوه بى طرفه تبصره اوكړۍ.
[/color:cdae9a7ea1]مننه
http://www.youtube.com/watch?v=q3HzGgOEgtE&feature=related


ډاکتر څپاند
29.04.2011

غير ملي پوليس اوغير ملي اردو دې پاکستاني کميس پرتوګ،ږيري او لنګۍ ملشه پشان،دافغان او افغانيت دښمنان دي٠
نابود دې وي پردي نوکر او جيره خواره


pattang
30.04.2011

هلکه ما خو هښيار سړی بللې، د ادې څه ليکلي دي!
- کميس ، پرتوګ او لونګۍ خو زمونږ دنيکونوڅخه را پاتې ميراث دي !
زه خو ګله ستا په هډو پوهېږم چې هدف دې څه شی دی ::
داسلامي امارت پوليس د افغانستان او اکسريت يې دنورو قامونو په څنګ
کې پښتانه وو ، له دغو لاسپوڅيو د امريکې او له هغو لاسپوڅو دروس له
مذدورانو او اجنټانو څخه ډېر شرف لري او مقائسه يې داسې دی لکه د حيوان
او انسان تر منځه ٠ داستا پوليس ، مخبر دي ، رشوت خوري ، وطن خرڅوي ،
ناموس يې خرڅ کړی وو ، کورونه تلاشي کوي ، دپنځو پيسو لپاره دې ورور
مخبري کوي او کولې يې ٠ نو انډيواله ستا دا دې ډاکترۍ ټيټل هم د داسې
لاسپوڅيو پو ليسو په اکاډمي کې سبت شوی ? او که چيټي در څخه نا سنجشه
ډبره وتلې ده ?????
هغو د اسلامي امارت دلونګۍ او پرتوګ پوليسانو ناموس او قانون ساته
دغه ژير خرېيلي دريشي والا ناموس خرڅوي او قانون يې انتي قانون او بې قانوني
يې قانون دی، يانې غلا ، زنا ، رشوت او نورې بي ناموسي ګانې يې قانون دي ٠

نالت په لاسپوڅيو او x کمونيستانو چې اوس دپخواني امپرياليزم کاسې څټي!

[quote:cb503bfc3d="ډاکتر څپاند"]غير ملي پوليس اوغير ملي اردو دې پاکستاني کميس پرتوګ،ږيري او لنګۍ ملشه پشان،دافغان او افغانيت دښمنان دي٠
نابود دې وي پردي نوکر او جيره خواره[/quote:cb503bfc3d]


Kamil
01.05.2011

ډاكټرصيب
دطالبانو پوليس او اردو له اوسني درى مياشتنۍ اردو څخه يو په زره ښه وه، په هيواد كى يى يو اسلامي
نظام او يو مثالي امن قايم كړى ؤ، داسى امن چى ټوله دنيا ورته ګوته په غاښ وه، طالبانو يوه اسلامي نظريه لرله او اوس يى هم لري او په همدغى اسلامي نظريى او فكر په بنسټ يى خپله دنده ترسره كوله او ترسره كوي يى.
اوسنى د كرزي فو ځ خو هاغه درى مياشتنې مخلوق دى چى نه كوم فكر لري او نه كوم سوچ دوي په هيڅ هم خبر نه دي
دوي نه پوهيږي چى دوي د څه لپاره جنګيږي دوي خو صرف د امريكايي فو ځيانو لپاره يو ډال دى او بس نه دملت محافظين


عادل عادل
01.05.2011

السلام علیکم

مشر ورور پتنګ صاحب

ما خو د ښاغلي ډاکټر هڅاند صاحب له نظر څخه داسې وفهموله چې هدف یې د پاکستان هغه خاصه دار ملېشې دي چې تور رنګه کمیس پرتوګ یې په تن، اپریدئ څپلۍ په پښو او کږه خولی په سر وي.

ګومان کوم چې تاسو به د دوی خبره بل لوري ته کاږلې وي.


۰
01.05.2011

السلام علیکم
له ډاکټر څپاندصیب نه هیله کوو چي خپل مقصد واضح کړي ترڅو ځواب يي
اسان شي ایا پتنګ صیب چي کومه مانا اخستي همدا صحیح ده او که عادل صیب؟
په درنښت


pattang
01.05.2011

محترمووروڼو عادل صيب او مومند افغان صيب !
خبره ، ويديو او مقايسه خو د طالبانو اود لاسپويو پوليسو په برخه کې دي ، نو
دپاکستان دپوليسو يې دلته څه ???
په پښتو کې دې ته په غوږ وينه او ديوه شي تړل تر بل شي پورې وايې !


حلیم
13.07.2011

زما په اند طالباني نظام یو کلیوالي ژوند ته ورته وو، د کلي مشر به چې څه ویل هغه به په منظم، اصولي او په یو چوکاټ کې نه ترسره کیدل بلکه انډوخر به وو، هر سړی (چی کږه پګړۍ به یې تړلې وه) پولیس وو. یوازې غلجي قام پکې خوږه موندلې وه. علم او تعلیم خو له سره نه وو، پوهنتوني ځوانان به یی کمونیستان او د کمونیستانو بچیان بلل. په سلګونو ځوانان د دوی د وهلو ټکولو لاندی د وسلې ټولولو په نامه مړه او یا عیبي شول.

خلکو د ملګرو ملتونو خیرات ته سترګې نیولې وې او هرچا به د نانوایی کارت درلوده. مسلکي خلک د بیکاری او په کور کي د زیات خوب له کبله رواني ناروغان شول، یو ملا چی د استعلام نوم یی په ژوند کې اوریدلی نه وو وزیر او ریس شو، تا سو څه شي ته اسلام وایی؟

طالبان هغه بې مغزه بې شعوره غرني پښتانه وو چې د سپین رنګه پښتو کتاب څخه یی د هغه ژیړ رنګه خلاصې او قدري معلومات زده کول ناجایز وبلل، او همغه کنز او قدوري او خلاصه لوستل یي د مکتبونو په نصاب کې په جبري توګه شامل کړل.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more