د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

اتفاق او اتحاد

Kamil
04.07.2011

ارواښاد ګل پاچا الفت په خپل كتاب" غوره نثرونه" كې يو نثر ليكلى دى د "حسابي خبرې" تر عنوان لاندى او په نثر كى يى د حساب تر قاعدو لاندى د اتفاق او اتحاد اوصاف بيان كړيدي.
نثر ستاسو مخ ته كټ مټ د كتابه راخلم هيله ده جى مو خوښ شي او عمل پرى وكړۍ.

حسابي خبرې
ليكوال: ارواښاد ګل پاچا
استاذ ويل: تاسى بايد هر وخت له ځان سره حساب وكړئ او حسابي خلك اوسئ.
دده يو حسابي درس دا و كه يو عدد له بل سره داسى يو ځاي كړو چى يو پاس او بل لاندې ٢ او ٢ نه ٤ جوريږي او د دواړو وجود هم په خپل حال هم نه پاتي كيږي.
كه دواړه څنګ څنګ يو ځاي كړو لكه ٢٢ نو دوه ويشت ورنه جوړيږي او دوه شل كيږي، د دواړو عددونو شكلونه او صورتونه هم پخپل حال پاتې كيږي، ځكه چې دلته د ملګرتيا او ورورولۍ راز پټ دى او په هغه بل صورت كى تفوق، تسلط او محوه كول معلوميږي.
ده ويل كه دوه مساوي عددونه لكه (١-١)(٢-٢)(٣-٣) هر يو له بل نه وړاندى يا ورسته كړو نتيجه يى يوه ده، مګر په دوه متفاوتو عددونو كې تقديم او تاخير ډير زيات فرق راولي او په مقدار كې ډير زيات فرق راځي.
كه مونږ (يو) او (نه) يو ځاي كوو او داسى يى ليكو (١٩) نولس كيږي مګر شل كيږي نه.
كه همدغه دوه عددونه داسى وليكو(٩١) خبره سلو ته نيږدې كيږي او ډير زياتوالى په كې راځي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more