د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

په ارزګان کې د طالبانو او امریکایانو ګډه غونډه

مصلح
27.06.2011

دوستانو ما په فېسبوک یو په زړه پورې تصویر ولید چې تاسو سره یې شریکوم:
http://www.facebook.com/photo.php?fbid=155493271190434&set=a.101408603265568.2056.100001892855552&type=1&theater
[url=http://www.fotos-hochladen.net][img:d6d7e63c6b]http://img4.fotos-hochladen.net/uploads/26379915549327huqjmdwyv9.jpg[/img:d6d7e63c6b][/url]

کی مگه که طالبان با امریکایها نمی جنگند بلکه با هم
دوش به دوش می جنگندمثل یک برادر ههههه


۰
27.06.2011

په سترګو ړوندشي دا طالبان دي که ستاپه شان ملیشه؟
تا خو بیخي نور دحد نه واړوله د عقل دښمنه!


مصلح
27.06.2011

قرتکي آشنا دا قرتکې د څه لپاره؟ خلک خو همغه دي که ورته طالب وایې یا ملیشه !!!نن طالب سبا ملیشه، نن ملیشه چې خوښه یې و نه شوه سبابیا طالب! په خوب او خیال کې ډوب آشنا، هیله ده چې سترګې دې خلاصې شي او وګورې چې په هېواد کې څه روان دی!


h.karezwal
27.06.2011

[quote:e0472933a9="مصلح"]قرتکي آشنا دا قرتکې د څه لپاره؟ خلک خو همغه دي که ورته طالب وایې یا ملیشه !!!نن طالب سبا ملیشه، نن ملیشه چې خوښه یې و نه شوه سبابیا طالب! په خوب او خیال کې ډوب آشنا، هیله ده چې سترګې دې خلاصې شي او وګورې چې په هېواد کې څه روان دی![/quote:e0472933a9]
مفسده که عکس دې راولیږې تا به یې هم په منځ کې ودروم ، داشیطانی چلونه مو اوس نه چلیږي ، حزب الله او حزب الشیطان سره معلوم دی


۰
27.06.2011

اعتبار نومونو ته نه بلکي حقایقو ته دی که تاسي هرڅومره خپل نومونه ښه کیدی خو په یوه وینا مومعلومیږی چي څوک يي!
زه له تا پدي ښه خبر یم چي چي په هیواد کي څه تیریږي خو فکر کوم په تاسو باندي ډالرو سترګي پټي کړیدي چي اوس ملیشه او طالب نه پیژني!
خو پدي چلونو مو اوس ټول اولس پوه دی او دا چالاکي مو نوره نه چلیږي البتة خپله تنخوا به مو ډیره او وظیفه به مو پخه کړی اوبس.
مومندافغان


Lotfollah
27.06.2011

سلامونه
دومره منافقت د څه لپاره؟
دوستانو اشغالګرو سره د طالبانو دا ډول اړیکو داستانونه نوي ندي!
په ۲۰۰۸ م کال کې د قزاقستان دوه اجاره شوې هلیکوپترونه د طالبانو یوه قوماندان ته یې په ارزګان کې دوه کانتېنره وسلې وغورځولې چې د افغان حکومت او امریکایانو له خوا یوه تېر وتنه ګڼل شوې وه.
دغه راز په همدې ۲۰۰۸ م کال کې د ملګرو ملتونو دوه انګلیسیو الاصله کار کوونکي طالبانو سره د پخپلسرو اړیکو نیولو په تور له افغانستان نه اخراج شول. دا خو له هیڅ چا نه پټه خبره نده.


pattang
27.06.2011

[quote:d182f7d262="Lotfollah"]سلامونه
دومره منافقت د څه لپاره؟
دوستانو اشغالګرو سره د طالبانو دا ډول اړیکو داستانونه نوي ندي!
په ۲۰۰۸ م کال کې د قزاقستان دوه اجاره شوې هلیکوپترونه د طالبانو یوه قوماندان ته یې په ارزګان کې دوه کانتېنره وسلې وغورځولې چې د افغان حکومت او امریکایانو له خوا یوه تېر وتنه ګڼل شوې وه.
دغه راز په همدې ۲۰۰۸ م کال کې د ملګرو ملتونو دوه انګلیسیو الاصله کار کوونکي طالبانو سره د پخپلسرو اړیکو نیولو په تور له افغانستان نه اخراج شول. دا خو له هیڅ چا نه پټه خبره نده.[/quote:d182f7d262]

هغه خبرې خود لاسپوڅي رژيم او داشغالګرود ي چې خپله مرداري پرې مينځي
ګوره انډيواله فکر ته دې ګوره :
اشغالګر چې هليکوپتر کرايه کوي او اصلحه په اروز ګان کې طالبانو ته ورکوي
نوو لي يې دکراچۍ له لارې په پاکستان باندې طالبانو ته نه ورکوي ????
چې کرايه يې هم ارزانه ده ،او طالبان اصلحه هم د پاکستان له لارې راوړي !
دا اصلحه چېرې پرته وه په قزاقستان کې ? نو که داسې وی خو اوس به قزاقيانو
داخبره بلا خره پټه نوی ساتلې ، ته دلاسپوڅي دولت اربکې له طالبانوسره مه
ګډه وه !!!!!!
هغوی چې اړيکي نيول او غوشتل يې هغه دهغوی خپل کار ده ،ايا طالبانو هم
اړيکي ورسه نيول ! او کوم موضعات وو !!!!! امکان لري هغوی به دسولې لپاره
خلک طالبان پيدا کول ، نو دا څه مانا لري ???? داچې هغوی بېله لوړو مرجعو
اړيکي نيول ، هغوی خپل دسيپلين ته ملا مت دي نو د طالب يې پرې څه !!!!!!
اوس ولې امريکا له طالبانو سره بېله لاسپوڅي رژيم څخه تماس نيول غواړي ???


عادل عادل
28.06.2011

السلام علیکم

ښاغلی مصلحه !

تاسو ته توصیه کوم چې د جمعیت اصلاح سره په تماس کې شی، تر څو د سالم فکر په خپلولو سره د ازادیخواهانو له تخریب څخه لاس واخلی.


Lotfollah
28.06.2011

[quote:7cbc6d3eed="pattang"]سلامونه

هغه خبرې خود لاسپوڅي رژيم او داشغالګرود ي چې خپله مرداري پرې مينځي
ګوره انډيواله فکر ته دې ګوره :
اشغالګر چې هليکوپتر کرايه کوي او اصلحه په اروز ګان کې طالبانو ته ورکوي
نوو لي يې دکراچۍ له لارې په پاکستان باندې طالبانو ته نه ورکوي ????
چې کرايه يې هم ارزانه ده ،او طالبان اصلحه هم د پاکستان له لارې راوړي !
دا اصلحه چېرې پرته وه په قزاقستان کې ? نو که داسې وی خو اوس به قزاقيانو
داخبره بلا خره پټه نوی ساتلې ، ته دلاسپوڅي دولت اربکې له طالبانوسره مه
ګډه وه !!!!!!
[/quote:7cbc6d3eed]
پتنګ صاحب پلمو پسې مه ګرځه ! د انتقالاتو لپاره د ننه په هېواد کې له نورو هېوادونو نه د هلیکوپترو اجاره کول نوې خبره نده. اوکرایني هلیکوپترې هم د عادي انتقالاتو په موخه اجاره کېږي.
بل دا چې دا اصلحه له قزاقستان نه نه بلکه له کندهار نه ارزګان ته انتقال شوې وه.


pattang
29.06.2011

ورورکيه په افغانستان کې خلک خوبونه ويني او بيا له خپل خوب څخه سياست
جوړوي ، کرزي هم يوه ورځ خوب ليدلی وو ، او وېلې يې چې ځينې څرخندکې
طالبان شمال ته وړي ٠ خو بيا وروسته ټول دروغ را وختل ٠


م . ق
01.07.2011

السلام علینا وعلی عبادالله الصالحین
ملګرو دروغ وایئ خو په شرعه یې روغ وایئ
ښاغلو په تاسو هم سترګې پټې دي او یا مو پرې د تعصب پټۍ پورې کړي دي، دومره ړوند تعصب هم ولاکه د دیموکراسۍ په دین کې روا وي.
ښاغلو سپیلنو، دومره تنګ نظري او بد نیت هیڅکله د یو خپلواک انسان خاصه نه ده مګر که د یو سیاسي مجبورۍ او معامله ګرۍ د وجې نه یې په عقل د جهل عارفانه پردې راغوړولې وي.
دغه ټول لیوني چې ګورﺉ ملیشه یا اربکیان دي چې هیڅکله طالبان نه دي او نه طالبان داسې وي، ږیرو او اوږدو جامو ته یې مه ګورﺉ ځکه هر سورږیری شاګل نه وي.
دا ټولې د عقل فهم تدبر او علم نه خالي کوپړۍ دي
البته د ارزګان څخه د موثقو راپورونو له مخې څو ورځې وړاندې د دغې ولایت په شهید حساس ولسوالۍ کې ۱۲۰ تنه پولیس طالبانو ته وراوختي دي چې ورسره سم په سیمه کې حالات کړکیچن شوې دي.
او د مصلحینو یا اصلاحینو په اړه الله رب العزت په خپل عظیم او معجز کلام کې فرمایي:
واذا قیل لهم لا تفسدوا فی الارض قالوا انما نحن مصلحون. الا انهم هم المفسدون ولکن لایشعرون. الایة
که مسلمانان یې نو ترجمه یې پخپله یاده کړﺉ

وما علینا الاالبلاغ المبین

ًقرآني


-
01.07.2011

تر هرڅه وړاندې محترم پتنګ صیب ته د (۳۳) درې دیرشم ستوري مبارکي وایم. پتنګ صیب د یوې میلمستیا حق درباندې لرو چې په ترڅ کې یې ستاسو نوی ستوری هم ولمانځل شي. 8)

او که موضوع ته راشو نو د انځور په هکله باید ووایم چې ځینې خلک چې د هر چا په سر توره پګړۍ وویني نو لاړ طالب شو د مثال په طور مصلح صیب. حالانکه توره پګړۍ د هغه ځای د کلتور او عنعنې یو جز دی طالب وي او که مخالف ټول توره پګړۍ په سروي. نو نباید چې هر سور ږیري ته د ملا شاه ګل په سترګه وګورو.

غورځنګی صیب زما او ستا تبصره په یو وخت کې ټایپ شوې وه خو په تیرولو کې رانه ته مخکې شوی یې. اګر که تا زما ټولې خبرې بیرته تکرار کړي دي خو خیر زه به خپله تبصره نه ړنګوم همداسې به یې پریږدم. :)


محمود سعيد
03.07.2011

اوږدې جامې، لوېې ږیرې، غټې پګړۍ او لوړې پایڅې د ارزګان، کندهار او هلمند د خلکو دود دی. دلته خامخا دا کسان د ځايي ملیشو غړي دي.
دا هم له واقعیت نه لرې نه ده چې ځینې کسان شته چې د طالب تر نامه لاندې د بهرنیو یرغلګرو ملاتړ کوي او له هغوی سره اوږه په اوږه ولاړ دي، خو هغوی بیا دا ډول انځورونو خپرولو ته هیڅ کله هم زړه نه ښه کوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more