د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په افغانستان كي د صلبيانو په لاس جوړه شوي درې چاركيزه كابينه


Adil watanmal
05.02.2005

ګرانو لوستونكو له نيكو هيلو او پنډو سلامونو څخه ورسته.
لكه څنګه چي تاسي ته معلومه ده څه موده وړاندي د صلبي يرغلګرو په لاس جوړه شوي كابينه اعلان كړي شوه چي نومړى كابينه ډير زيات منفي اړخونه لري او د نوښت مجلي د دوهم دور دوهمه ګڼي اكثره مضمونه د همدي كابيني په اړوند وه چي له هغوي څخه د خزر خيل ليكل شوي ليكنه كابينه درې چاركه رانقلوم او هيله لرم چي خپل نظر پري څركند كړي:

[color=darkblue:7a1e5ad24a]كابينه درې چاركه
----------------له نوښت مجلي څخه په مننه.[/color:7a1e5ad24a]
د كرزي صاحب كابينه داده اعلان شوه او ماته هغه د بډك كيسه راياده شوه!
بډك چې يو بډاى او بانډاري سړى ؤ او له هري خبري سره به يي درې چاركه درې چاركه تكيه كلام كاراوه. يو ورځ ئي خپل نوي اشپز مدك ته وويل بيګاته يو دوه ميلمانه لرم ښه كټوه پخه كړه.
وريجې به پخې كړې درې چاركه
غوړي به ور واچوي درې چاركه
خو ګوره مالګه هيره نكړې درې چاركه
مرچ او مساله هم په كټوه علاوه كړه درې چاركه
ځكه دا مېلمانه زما نږدې دوستان او انډيوالان دي، درې چاركه
مدك هم سمدستې په كار پيل وكړ كټوه بار شوه، پخه شوه، مېلمانه راغلل كښيناستل اود رې چاركيز خواړه يې مخې ته كېښودل شول.
په خوړلو بسم الله وشوه. مېلمونو چې د خوړو څكه وكړه نو هېچا هم دا مړۍ تر ستوني نه شواى تېرولاى، ځكه هېڅوك نه پوهېدل دا خواړه څه دي. تروه دي كه ترخه ، هو! دا ټوله كټوه د درې چاركه په تركيب چوړه وه. مدك هم نه ؤ ګرم، ځكه بډك ورته همدا درې چاركيز تناسب ښودلى و.
نو د كرزي صيب كابينه هم هماغه د بډك كټوه ده، هر څه درې چاركه جهاديان درې چاركه، هزاره ګان درې چاركه، تكنوكراتان درې چاركه، پاوسي وانان درې چاركه، پښتانه درې چاركه، ازبكان درې چاركه، او هر څه درې چاركه خو ښاغلى جمهور رئيس ښايي دا خبره هيره كړي وي، چې بايد هر څوك پكې خپل مخ او وڼده ووينې، ډېرپكي ډېر او لږ پكي لږ ښكاره شي.
د بډك كټوه ځكه چا نه خوړله، چې د وريجو،مالګي، او مرچو د تركيب اندازه پكې درې درې چاركه وه، حال دا چې د يوې خوندورې كټوې لپاره دا تركيب د خندا وړ دى وبه ګورو لا څه كېږي.

لري كشر كشره برخه مشر مشره
برابر نه دى چرګ بانګ او ملا بانګ
------------------

-----------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

------------------------------------عادل وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more