د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

عبادت

ډاکتر څپاند
24.06.2011

عبادت

دملا عبادت کسب
پاڅېدل او کيناستل

دحلوا په ارمانونو
تل الله الله کول

دملا مينه عجيبه
په پېتۍ مئينېدل

او د حورو لمغړو ته
د خرچوکو هڼېدل

دصوفي عبادت وير دی
سوزېدل او ژړېدل
درحمن رحيم د نور نه
رپېدل او يردېدل

دصوفي مينه عجيبه
د زړه ګل مړاوی کول
بيکنار درياب دحسن
په کوزه کې بندول

دزاهد عبادت چړ دی
سوال منت ژږا کول
په جنت او دې دنيا کې
دفائدې سودا کول

دزاهد مينه عجيبه
پخپل ځان مئنېدل

دريا سپی جوته کړې
دلربا له ورکول

دغني عبادت مينه
ځان جانان کې ورکول
دمهينو سترګو شرنګ ته
ګډېدل او خندېدل

دغني مينه عجيبه
ټول بېلات هيڅ نه ګټل
دخپل ځان او جهان واړه په خمار کې ډوبول

غني خان غني


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more