د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

هر پښتون چې نه ده لوستې!

محمود سعيد
16.06.2011

پښتون په 2030 م کال کې

ليکوال: نصيراحمد احمدي
مرکه:
ژورناليست: کاروبار مو څنګه دی؟
پښتون: زه په نورو پښتنو کې پاچا يم. ته يې وينې! همدا اوس تر لسو جوړو ډير بوټونه د رنګولو له پاره راته پراته دي، دا بوټونه په مازې خلکو پورې اړه نه لري، ټول د دولتي مامورينو دي، ښې پيسې راکوي. نور پښتانه دومره پيسې نه شي ګټلی.
ژورناليست: ولې؟
پښتو: ته خپل بوټونه نه رنګوې؟
ژورناليست: ولي نه، هه! دا دي، خو زما پوښتنه بې ځوابه پاتې شوه.
پښتون: څه؟
ژورناليست: مخکې دې وويل چې نور پښتانه دومره پيسې نه شي ګټلی. ولې؟
پښتون: هې وروره! څه درته ووايم! ټول پښتانه يا جواليتوب کوي، يا د نورو په کورونوکې مزدوران دي. بختور يې هغه دی چې په ښاروالي کې د لارو کوڅو د پاکولوکار ورته پيدا شي، د ښار ټول سوالګر پښتو وايي، خو زه د خپل زړه پاچايم، بل پښتون ته کله داسې د خپل واک او د عزت کار رسيدی شي.
ژورناليست: خو په دې وطن کې هر موچي پښتون دی، ته تر نورو موچيانو څه ښه والی لری؟
پښتون: هاغه مخامخ دنګه ماڼۍ وينې؟
ژورناليست: مخامخ خو ډير هسک تعميرونه دي، په يوه پنجشير بازرګاني مرکز ليکل شويدی، په بل يې د هزارستان نوم ايښی، د هغې ديرش پوړيزې ودانۍ پر سر بيا د ازبک انټرنيشنل هوټل نوم ليکلی دی. ته يې کوم يو يادوې؟
پښتون: هاغه څنګ ته ولاړه هسکه ماڼۍ ښيم . هاغه چې تر مخې يې څو دوه زره ديرشم ماډل موټر ولاړ دي.
ژورناليست: ومې ليده.
پښتون: د هغه تامير څښتن يو ميليونر هزاره دی. ډير مهربانه انسان راته ښکاريږي، يوه ورځ يې ور وبللم. ډکه خلطه جامې يې راکړې، ويل يې چې د ماشومانو يې دي، ډيرې نه دي استعمال شوې. خپلو اولادونو ته يې ور واغونده.
ژورناليست: ښه ، نو بيا؟
پښتون: له هماغې ورځې راهيسې راباندې ګران شو، ته خو پوهيږي چې دومره شتمن خلک کله د خوارانو پوښتنه کوي. څو ځله يې سلام ته ورغلم، بله ورځ يې را ياده کړه چې زما د مغازې تر مخې موچيتوب کولای شې. اوس پوه شوې چې زه ولې تر نورو موچيانو ښه يم.
ژورناليست: نه.
پښتون: دا د ښار مينځ دې، دلته نورو موچيانو ته څوک ځای نه ورکوي، خو زما واسطه قوي ده. ته خو پوهيږې! ټول دولتي او غير دولي کارونه د دوی په لاس کې دې. تاجک، ترکمن او ازبک هم همداسې درواخله. له عادي ماموره رانيولې، تر ريس، وزير او ان ريس جمهور پورې، ټول دوی دي. ان عادي کس يې ، دوه_ درې کوره او څو موټرې لري. د ټولو اولادونه په خارج کې سبقونه وايي.
ژورناليست: ايا داسې پښتون در مالوم دی چې کوم ماموريت ولري؟
پښتون: هه، هه، هه… ښه ټوکه وه، له خندا دې مړ کړم، خو ګوره، دا خبره دې کوم بل چاته تر خولې ونه وځي! متل به شې.
ژورناليست: ولې؟
پښتون: ته څنګه خبريال يې! په دې هم نه پوهيږې چې اوس هغه پخوانی زمانه نه ده، اوس د دفتر ډير عادي کار هم د پوهنتون اسناد غواړي. کوم پښتون دې درس ويلی؟ هه!
ژورناليست: ما وبخښه، پام مې نه و. خو دا راته ووايه چې پښتون ولې دومره دربدره شو چې ان وچه ګوله نه شي موندلی؟
پښتون: ځه! زه به خپله کيسه درته وکړم، ټول پښتانه همداسې در واخله.
ژورناليست: سمه ده، وايه!
پښتون: زه څلويښت کلن يم، په وړکتوب کې مې له مکتب سره جوړه وه، خو پلار مې په دوه_ دوه کېده، ويل يې چې پلار دي مکتب ويلی که نيکه؟ مکتب به څه وي، ګټه به يې څه وي. ځه! خپلې اوزې دې پيايه.
د کلي څو ماشومان مکتب ته تلل، خو وروسته هغه هم ترې بيغمه شول، مکتب يې وسوځاوه.
چې لږ غټوکی شوم، پلار مې په ګټه پسې ايران ته وليږ.لم، اوه کاله مې مزدورې وکړه، کورته راغلم، په نس نه وو ماړه. په قاچاقي لارو مې دوبۍ ته مخه کړه، پنځه کاله له يوه عرب سره مزدور وم، يوه ورځ پوليسو ونيولم، ګټلې پيسې مې له عرب سره پاتې شوې، وطن ته يې را واړولم، پلار مې مړ و، ځمکه مې خرڅه کړه، واده مې وکړ، په کلي کې نيستي وه، ښار ته راغلم، اوس موچي يم.
هه! واخله، بوټونه دې ورنګېدل.
ژورناليست: څو اولادونه لرې؟
پښتون: مال د خدای، دوولس.
ژورناليست: اولادونه دې څه کار کوي؟
پښتون: دوه زامن مې جواليان دي، دوه نور د خښتو په بټۍ کې کار کوي. يو هم پلاستيکي خلطې پلوري.
ژورناليست: کور لرې؟
پښتون: هه، هه، هه… پوښتنه دې بيا له عقله ليرې ده. تا کوم پښتون ليدلی چې په ښار کې کور ولري.
ژورناليست: نو چيرته اوسې؟
پښتون: خدای يو تاجک راباندې مهربانه کړ، په خپل کور کې يې دوې کوټې راکړې، ميرمن او پيغلې لوراني مې د هغوی د کور کارونه کوي، جامې يې مينځې او ماشومان يې کراروي. په مقابل کې کرايه نه رانه اخلي.
ژورناليست: ته خو پښتون يې، څنګه دي غيرت منې چې پيغلې لوڼې او ځوانه ميرمن دي د نورو په کورونو کې مزدوري وکړي، هغه د پلار نيکه شمله دې څه شوه، هغه تاريخ دې څه شو. هغه توره دي څه شوه؟
پښتون: هې وروره! په دې خبرو پسې مه ګرځه! اوس زمانه بدله ده، د تورې ځای قلم نيولی. موږهمدو غټو غټو خبرو غرق کړو، په خپله هيڅ هم نه وو، په تاريخ به نازيدو، درس او تعليم ننګ راته ښکارېده، اوس يې نتيجه وينو، نه توره ډوډۍ راکولی شي او نه هم د پلار نيکه اوږدې شملې.
زه خپل ماشومان نه شم وژلای، د ژوند له پاره بايد يو څه وکړو. ته ووايه! پښتون بل کوم کمال لري؟ همدا پردی مزدوري به کوو.
ژورناليست: هه! دا دې هم د بوټونو د رنګولو پيسې، خدای دی مو پرده وکړي.
پښتون: هې ! يوه بله واوره!
ژورناليست: څه؟
پښتون: ته خو خبريال يې، له ډيرو خبرو خبريږې، اوريدلي مې دي چې پښتانه له ښارونو څخه وباسي، دا خبره سمه ده؟
ژورناليست: هو ! وايي چې پښتانه بيسواده دي، په ښاري ژونداو ښاري نزاکتونو نه پوهيږي. ټؤل سوال کوي، جامې يې هم خيرنې او زړې دي، اوس دوه زره ديرشم کال دی، ښارونه بد ورسره ښکاري.
پښتون: څه وخت؟
ژورناليست: نه پوهيږم. راتلونکې اونۍ به د وزيرانو شورا تصميم ونيسي.
پښتون: خدای مهربانه دی، هغه هزاره اشنا مې په حکومت کې ډير واک لري. کيدای شي چې نوې تذکره راته واخلي. داسي تذکره چې د پښتون پر ځای، تاجک يا هزاره پکې ليکلي وي.
پای


وزیري
21.06.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

زه په دی عقیده یمه چی لکه څرنګه چی د انسانانو د مخ څیری فرق کوی همداسی ددوی اذهان هم سره فرق کوی.
سعید جانه! تا خو پښتون غریب را اخیستی او د تاجک، هزاره، ازبک او فارسی زبان نوکر دی ترینه جوړ کړیده. دا هم خالی په دی خبره چی پښتون تعلیم نه کوی.
دا ستا نظر ده باید احترام یی وشی، خو زما نظر بیا داسی ده چی پښتون په تعلیم کی هم بوخت ده او د حکومت چاری به هم پښتون مخ په وړاندی وړی ان شاء الله.
نصیر احمد احمدی به لمنځه وباسو ځکه چی هغه اوس نشته او ته خو یی او تا هم د نصیر احمد مرکه خوښه کړیده. احیانا که ستا خبره په ۲۰۳۰ کال کی صحیح وختله نو بیا به هم زما نظر ستا له نظر سره فرق ولری او هغه داسی چی پښتون به د تعلیم له وجهی داسی نه وی نوکر شوی بلکی د خپل حقیقی بادار نه به یی سرغړونه کړی وی. زما ټول د ژوند دارومدار، که د دنیا په هره برخه کی وی په اسلامی عقیده ولاړ ده. هر پیښه چی یو انسان یا یوی جامعی ته پیښیږی په هغی کی به دده د اعمالو لاس وی.
الله پاک وایی:
نحن قسمنا بینهم معیشتهم فی الحیوة الدنیا و رفعنا بعضهم فوق بعض درجت.
یعنی الله پاک وایی چی دا د دنیا ژوند مونږه د خلکو په منځ کی تقسیموه او بعضو ته بیا په بعضو درجی ورکوه.
په بل ځای کی بیا الله جل جلاله هغو کسانو ته چی د اسلام له دین نه لری لری ګرځی داسی اخطار ورکوی:
و من اعرض عن ذکری فان له معیشة ضنکا و نحشره یوم القیمة اعمی. یعنی الله پاک وایی چی هر هغه څوک چی زما له ذکر نه اعراض وکړی نو دا ژوند به زه پری تنګ کړمه.

نو په پورتنی آیاتونو کی خو داسی معلومیږی چی دا ښه ژوند او د دنیوی امورو امریت د الله جل جلاله په لاس کی ده او چاته چی یی خوښه شی ورکوی یی.

که دا پاچاهی د نورو قومونو په لاس کی هم شی نو هیڅ خبره نشته ځکه چی هغه هم د افغانستان دی او دا حق لری.
مونږه ټولو نه به موچیان نه جوړیږی، الله جل جلاله به ښه پراخه رزق راکوی که مونږه متقیان و اوسو.
و ما من دآبة فی الارض ‌الا علی الله رزقها
والله یرزق من یشآء بغیر حساب
ویکان الله یبسط الرزق لمن یشآء من عباده و یقدر
ان الله هو الرزاق ذوالقوة المتین
ولقد مکنکم فی الارض و جعلنا لکم فیها معایش
وجعلنا لکم فیها معایش و من لستم له برازقین.
ان الذین تعبدون من دون الله لا یملکون لکم رزقا فابتغو عند الله الرزق.
والله خیر الرازقین
ولا تقتلوآ اولادکم من املاق، نحن نرزقکم و ایاهم.

ای الله جل جلاله!
ټولو مسلمانانو ته داسی ژوند ورکړی لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چی ویلی:
طوبی لمن هدي الی الاسلام و کان عیشه کفافا و قنع
(احمد بن حنبل، المسند، ۶: ۱۹ / ابن حبان، الصحیح، ۲: ۴۸۱)

والسلام


هوتک
21.06.2011

وزیری صیب زماپه خوله کې خبره وه تا رانه واخسته.
[quote:f883e189a8]‎احیاناکه ستاخبره په ‏2030کال کی صحیح وختله نو بیا به هم زما نظرستاله نظر سره فرق ولری او هغه داسی چی پښتون به دتعلیم له وجهی داسی نه وی نوکر شوی بلکی دخپل حقیقی بادار نه به یی سرغړونه کړی وی.‏[/quote:f883e189a8]‎مننه وزیری صیب.‏


محمود سعيد
21.06.2011

دروند او ګران وزیري صیب!
ستاسو له ښکلې لیکنې او ځواب نه مننه!
که څه هم زه به ستاسې هومره دیني علم ونه لرم چې ستاسې ځواب هماغه شان درکړای شم خو دومره پوهیږم چې اسلام د دواړو نړیو دین دی. الله پاک انسانانو ته دا واک ورکړی دی چې څه ډول ژوند وکړي.
که چیرې دا خبره هسې وي لکه تاسې چې نغوته ورته کړې نو ښايي دا کسان چې په پورتنۍ لیکنه کې یاد شوي تر پښتنو ډیر سرغړوونکي وي، خو دلته خبره زموږ په اوسني حالت کې ده. هر ځای پښتون وژل کیږي، رټل کیږي، کور ېې ورانیږي، بمباري پرې کیږي، له دندو شړل کیږي ان تر دې چې د عمران خان په شان لوچک کسان ېې په انسانانو کې هم نه شمیري.
همدا نن د کورنیو چارو له وزارت څخه د ۶۶ لوړ رتبه کسانو داسې یو لړ خپور شوی چې نږدې ټول ېې د خان بسم الله له لوري یوازې له پنجشیر څخه ټاکل شوي دي. هغه ورځ یوې پنجابۍ سندرغاړې په مرکه کې ویل چې پښتو سندرو ویلو کې ورسره د هغې ډ‌ریور چې پښتون دی مرسته کوي.
له دې داسې ښکاري چې همدا اوس ېې پیل دی. یو ملګري مې ویل چې په عربي اماراتو کې یوازې پښتانه دي چې ډیر ستونزمن کارونه تر سره کوي او نور کسان بیا ځانته آرامه دندې لري.
دا ټول له زده کړو څخه د پښتون د لرې والي پر بنسټ کیږي.
که چیرې یو کس لوستی وي نو تر نالوستي هغه به خدای هم ښه وپيژني او ښايي تر نورو به خدای ته نږدې هم وي.


عادل عادل
21.06.2011

السلام علیکم

محترم سعید صاحب

د تعلیم او زده کړو خبره هسې بهانه ده، هغه چې ښه کاروبارونه لري ډالري قرارادیان دي، تورې پیسې یې بهر ته وړې او په سپینو جامو یې سپینوي، که تاسو ته دوی د سپینو جامو او کاذبو متبسمو څېرو له مخې لوستي مالوم شوي وي، دا نو بیا ستاسو خپله خوش باوري ده.

که زمونږ او تاسو هدف یوازې او یوازې مرفه ژوند ته رسېدل او د غلامې خېټې مړښت وي، نو بیا خو پکار ده چې د تعلیم نه مخکې پښتانه د خپلې اسلامي عقیدې څخه ښوېدونکي تنازل او مځ په ځوړ انعطاف ته راوبولو تر څو په خېټه ماړه شي.

ستاسو رانقل کړل شوې لیکنه زمونږ له کلتور سره ډډه نه لګوي، څوک چې په چاودو ګوتو د خلکو بوټان ګنډي، د هغوی ناموس تر ټولو خوندي او د عفت او عزت نه ډک ژوند لري، خیر که د شړومبو پر ځای فانټا ورته نه رسيژي.

او برعکس هغه چې ناموس یې، د لیکنې له مخې د یادو شوو مالدارانو په کورونو کې خدمت کوي، نام نهاده خاوند به یې کله هم موچي توب ته زړه ښه نکړي بلکه په سپینو لاسو او ټیټو سترګو به د خپل ناموس مزد ته ناست وي.

الله ج دې له مونږ او تاسو څخه، دده په توکل کې په ځان باور، نه اخلي، آمین


مصلح
21.06.2011

ګرانو دوستانو پلمې څه پکار دي؟ واقعیت خو همدا دی چې د تېرو ۳۰ کالو جنګونو لویه برخه د پښتنو په سیمو کې شوي دي . طبعا چېرې چې جنګ حاکم وي څوک د ښوونځیو په کیسه کې ندي. دا تصادف ندی چې په تېرو څو کلونو کې یواځې د بامیان له پوهنتون څخه دومره محصلان فارغ شوي چې شمېر یې د غزنی، زابل او کندهار له فارغ شویو محصلانو څخه زیاد دی. که پښتانه د جنګ له لارې د واک خاوندان هم شی د پښتنو بې سوادو لښکرو سره به یې څه له لاسه ونشی او بیا به د هیواد نور قامونو ته محتاجه وي چې د هېواد چارې پر مخ بوزي.
که دا واقعیت د چا خوښېږي که نه بېله خبره ده خو دا پورتنۍ طنز ته ورته مصاحبه د پښتنو اوسنی او راتلونکی حالت ډېر ښه تمثیلوي.


۰
21.06.2011

السلام علیکم
د وزیري صیب ځواب کافي او شافي وو ما چي ولیده ویل مي خیر دا مالیکلی اوس نو که سعید صیب هسي مخالفت کوي نو موخه به يي اصلاح نه بل شی دي .
او مصلح صیب که تاسو دا اندیښنه لری چي که پښتانه حکومت حاصل کړي نو بیا به څوک دحکومت چلولو نه وي نو ځه ته نرشه او کارپیدا کړه د افغانستان او ورسره د دري نورو هیوادونو ټول کارکونکي له رئیس جمهور نیولي بیا تر واړه مامور پوري او دډاکټرنه ترانجنیر او پوهنتون داستاذ پوري ټول به پښتانه وي او دا کاردي پرما شو.
هسي نه هم د ظاهرشا نه تر تره کي پوري د ټول افغانستان مامورین د یو کوچنی ولایت لغمان وو او اوس هم یواځي جلال اباد دټول افغانستان لپاره کافي دی.
نور؟

مومندافغان


مصلح
21.06.2011

مومند افغان صاحب لدې نرانو څخه یو هم احمدشاه بابا و. کله چې د حکومت واګې تر لاسه کړ تعلیم یافته پښتانه نه وو چې اداری کارونه یې پر مخ بوزي. همدا وه چې قذلباشو ته یې مخه کړه او پدې توګه د افغانستان رسمی ژبه فارسی شوه!
داسې ښکاري چې تاسې اوځینې نور دوستان د مصاحبې په مطلب نه یئ پوه شوي! خبره د اوس وخت نه ده چې زه یاکوم بل نر پیدا شو چې کارپیداکړوو او پښتانه پروفیسران ، ډاکټران ، انجینران او نور کسبه کاران د ګاوندیو له هېوادونوڅخه را ټول کړوو بلکه خبره د کال ۲۰۳۰ ده ! که د پښتنو په سیمو کې د بې سوادي زېږېدنې لړۍ همداسې دوام ومومي هغه به یې حال وي چې په مصاحبه کې وړاندوینه شوې ده. دلته بې ځایه غیرت نه بلکه تدبیر په کار دی!
بل دا چې د لغمان او جلال آباده د دولت د کارکوونکو له یادونې څخه مو د بې اتفاقۍ او بخیلۍ نښې نښانې څرګندېږي! یوه ناپېیلي په هېواد مین ته دا ډول څرګندونې نه ښایي! هیله ده خپه نشې!


خان آغا
21.06.2011

که مو دومره اوږده سوچونه کول خدای ج مکړه کال دوه پس به ټول لیونی یاست؟؟


نوروز خان
22.06.2011

[/quote] الله دې مونږه هم دشهید کلي کلیوال کړي
سلګو سره ذاکر درته غږیږي او ته نه یې [quote:ef0d1a4530]
آمین ثم آمین
خان اغا وروره دا ښایسته بیت دې په ډیر سخته کې په ښمر راغی او خدای شته ، ډیر خوند یې راکړ
خان اغا وروره پرون به دې له رسنیو اوریدلي وي چې دپکتیا په زرمت کې امریکایانو په یوه چاپه کې څلورتنه مجاهدین په شهادت رسولي ، داڅلور واړه ځوانان زما د ډیروخت دمدرسې او مجلس خواږه دوستان پاته شوې وه ، اوترځانه راته ګران ملګري وه ، یوه اونۍ وړاندې چې ترې بیلیدم په دې امید مې ډیر ورته وکتل چې شاید بیا یې ونه وینم چې دادی متأسفانه هماغسې وشول .
الله تعالی دې دجابر لاس مات کړي چې زموږ داسې ښایسته ځوان طالب العلمان رژوي او یوځل بیاهم
الله دې مونږه هم دشهید کلي کلیوال کړي
سلګو سره ذاکر درته غږیږي او ته نه یې [/quote:ef0d1a4530]


۰
22.06.2011

مصلح صیب ما يي درته مثال ویلی نه دا چي رښتیا دي همداسي وشي او نه تاسو داسي کولی شی خو مقصد مي دا وو چي پښتانه همدا اوس او بیا ۲۰۳۰ کي به هم له نورو قومونو ډیر باسیواده وي خو په حکومت کي څوکي او دندي بیا بیل شی دی او دا اوس چي په کرزي پنجشیري اداري کي کوم تاجکان او کوم هزاه کارونه کوي نوایا دا د علم په زور کوي که دامریکاسره دغلامۍ په مزد کي؟
او که تاسو د احمدشا بابا مثال راوړی نو دا بیا ستا نه بلکي په تاسو دلیل دی چي که پښتانه حکومت تر لاسه کړي نو د احمدشا په شان به په پیسو هم قزلباشو نه کار واخلي او حکومت به هم د پښتنو وي څه مشکل دی.
بله خبره او اصلي خبره داسلام ده چي په افغانستان کي یو سوچه اسلامي نظام قائموي نو بیا دي هزاره ولي نه وي او یا دي تاجک ولي نه وي که هرڅوک په افغانستان کي اسلامی امر شو او افغانانو ومانه که هغه پښتون وي که هزاره وي او که تاجک یا قزلباش نو په مونږ ټولو يي اطاعت واجب دی او بغاوت ورنه حرام دی دا اوس چي مونږ د ملاصیب محمد عمر اسلامي امارت منو او بیا يي هم منو نو پدي خو يي نه منو چي پښتون دی خو پدي چي مؤمن دی او داسلامي امارت ته برابر دی کنه نو کرزي هم پښتون دی خو زمونږ سرسخت دښمن دی.
هیله ده چي یو څه به پوه شوی يي.
مومندافغان


h.karezwal
22.06.2011

بی سواده پښتانه مي خوښ دی خو مرتدان مي نه دی خوښ ، که یهود او نصارا همداسي پاته شی نو له افغانستان نه به هم غرناطه او ماورالنهر جوړشی ، استاد یاسر په خپله فیته کي ویلی وایی په اندلس کی اوس یومسلمان ده چی هغه هم کیوباکي بندي ده


خان آغا
22.06.2011

[quote:3c3ba5abed="نوروزخان"][/quote:3c3ba5abed]
خان اغا وروره پرون به دې له رسنیو اوریدلي وي چې دپکتیا په زرمت کې امریکایانو په یوه چاپه کې څلورتنه مجاهدین په شهادت رسولي ، داڅلور واړه ځوانان زما د ډیروخت دمدرسې او مجلس خواږه دوستان پاته شوې وه ، اوترځانه راته ګران ملګري وه ،[/quote][/quote]‎نوروزخان صیب الله تعالی دې ستا دملګرو شهادت قبول کړې اوخدای تعالی دی جنت فردوس په نصیب کړی آمین.زه خپل ځان درسره په دې غم کې شریک ګڼم الله تعالی دی موږ هم دشهیدانو دکاروان ملګرې کړی آمین ‏‎]‎‏[quote]‎
الله تعالی دې دجابر لاس مات کړي چې زموږ داسې ښایسته ځوان طالب العلمان رژوي [quote:3c3ba5abed]‎آمین ثم آمیننننننن[/quote:3c3ba5abed]


pattang
22.06.2011

داخو ډېر نېک کاردی خو چې يوارې دغه صليبي اشغالګر ورک او دا اجنټ دولت
ورک شي او دغلام په دود خو کار کول پښتني کار ندی .
داحمد شاه ابدالي ډېره لويه سهوه پردې کې وه چې ده دپښتو کلتور ته ټکې
کېښود او انکشاف يې ورنکړ ٠ دهوتکو په دربارکې پښتو وه خوهغه سدوزيانو
له پخوانويو دوښمنانو سره لاس يو که او دهوتکو با شهامته پښتون فرسته دولت
يې رانسکور که چې پښتانه ابدي کلتوري پکښې خرڅ شول٠

[quote:8b69183d04="مصلح"]مومند افغان صاحب لدې نرانو څخه یو هم احمدشاه بابا و. کله چې د حکومت واګې تر لاسه کړ تعلیم یافته پښتانه نه وو چې اداری کارونه یې پر مخ بوزي. همدا وه چې قذلباشو ته یې مخه کړه او پدې توګه د افغانستان رسمی ژبه فارسی شوه!
داسې ښکاري چې تاسې اوځینې نور دوستان د مصاحبې په مطلب نه یئ پوه شوي! خبره د اوس وخت نه ده چې زه یاکوم بل نر پیدا شو چې کارپیداکړوو او پښتانه پروفیسران ، ډاکټران ، انجینران او نور کسبه کاران د ګاوندیو له هېوادونوڅخه را ټول کړوو بلکه خبره د کال ۲۰۳۰ ده ! که د پښتنو په سیمو کې د بې سوادي زېږېدنې لړۍ همداسې دوام ومومي هغه به یې حال وي چې په مصاحبه کې وړاندوینه شوې ده. دلته بې ځایه غیرت نه بلکه تدبیر په کار دی!
بل دا چې د لغمان او جلال آباده د دولت د کارکوونکو له یادونې څخه مو د بې اتفاقۍ او بخیلۍ نښې نښانې څرګندېږي! یوه ناپېیلي په هېواد مین ته دا ډول څرګندونې نه ښایي! هیله ده خپه نشې![/quote:8b69183d04]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more