د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ټول افغان که ګوډ افغان؟

عادل عادل
16.06.2011

السلام علیکم

نن مې چې د بحثفورمونه راخلاص کړل، چې ګورم لنډ او ګنډ مې ولیدل، له لاندې خوا هم توګل شوي له باندې خوا هم مدغم شوي یا خو له بېخه ورک شوي دي.

زه ودې ته تعجب کوم چې څنګه به یو ترقي غوښتونکی مدیر چې ظاهرا د پراخې سینې درلودونکی هم وو، داسې یو احساساتي عمل ته زړه ښه کړي.

که غواړي په دې کار سره د خپل مصروفیت په سبب د وردغاړې مسوولیت تشې ماله کړي، نو بیا دې یې له بېخه وتړي، ښه مدیریت دې ته نه وایي چې هر څه دې په 3 انچ مربع ورغوي کې محدود او کنټرول کړل شي، د ښه مدیریت تقاضا خو داده چې خپل درایت په توسعه او پراخه ساحه کې ثابت کړل شي.

[color=white:57285b68ae]ټول افغان بحثفورمونه شخصا وماته د یوه داسې پراخه سمندري بحیرې په توګه برېښېدل چې د هر اند او ګړند ګډونوال یې په خپلو نرمو څپو کې په ناز سره زنګول، او د خپلو موجونو په افغاني خویونو سره یې د هر چا مقام ته، د وخت په تېرېدو سره، د حال په ژبه د سیال ! یا ناسیال !! په خطاب سره د منلو یا حکیمانه تنبهي رټلو سلامي کوله !![/color:57285b68ae]

له محترم ورور ډاکټر صاحب وطنمل څخه احتجاجا په دېر احترام سره هیله کوم تر څو زمونږ ګډونوالو د کم او ټیټ ظرفیت په نظر کې نېولو سره د بحثفورمونو لوړ ظرفیت ودې کچې ته ټیټ ونه زغمي، تر څو خدای مکړه مونږ دده لوړ ظرفیت ته د خپل ټیټ ظرفیت له چشمو وګورو.

ستاسو ټولو د احتجاج په هیله


عبدالقهار
16.06.2011

عادله سلامونه
چون زه نو ګډونوال یم
په احجاج کی درسره نه یم
معضی دونه قدر درته ویل چه دانوم ده اول ښه خوند کاوه اوس
خو ولاکه د دوو روپو خو
کوی.
دازما نظر دی.


محمود سعيد
16.06.2011

سلامونه!
ښه شو چې عادل صیب وار له مخه د نیوکې لپاره ځای موندلی دی. زه خو حیران وم چې احتجاج چیرې څرګند کړم...ډیرې لیکنې له یوې مخې پاکې شوې دي. داسې باید نه وای شوي....


SADEQ MUSALMAN
16.06.2011

احتجاج مه کوئ وروڼوټول افغان لکه چې بياسروربدل کړی دی.
تېرکه نيم تېرکال مخکي هم داسي وشول اوس هم ټول افغان لکه چې ترهغه تېزسرورته مخ کړي.
نوربه نوله وطنمله وغواړوچې دخپل مشکل په يادولويادليل سره دقهرجنولاريونيانومخه تم کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more