د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

مکرم حلیمي صاحب له ړنګولو وروسته په قفل تړل څه مانا؟

عادل عادل
04.05.2011

السلام علیکم

په اسلامي بحثونو کې د خاسر په نوم یوه لیکنه وه چې دروند او مشر ورور حلیمي صاحب ړنګه کړې ده، ړنګه څه چې قفل یې هم ورته اچولی دی.

د خاسر د لیکنې ړنګول مناسب نه وو، ړنګول او په قفل تړل یې ددې سبب شول چې د خاسر نومي هدف همداسې مبهم او مشکوک پاته شو، او له بلې خوا هغه لوستونکو ته چې د تنصیري مکتبونو په حربو او اسالیبو نه پوهیژي، هم د پوهاوي او فکري وقایې څه ګټه ونه رسېده.

ددې پر ځای به مو د ننګرهاري صاحب د لیکنو پر وخت اصلاح کړې وه چې د دیني طلبه وو او علماوو کرامو په استخفاف او توهین یې لاس پورې کړی وو.


عبدالوكيل
04.05.2011

عادل صاحب زه درسره صدفیصد موافق یم .
ستا خبری د لږ څه زیاتونی سره حلیمی صاحب ته تکراروم :

که د ټول افغان دهوا دزهرجن توب څخه ډاریږئ نو
ددې پر ځای به مو د ننګرهاري صاحب د لیکنو پر وخت اصلاح کړې وه چې د دیني طلبه وو او علماوو کرامو په استخفاف او توهین یې لاس پورې کړی وو.
زما په اند د ننګرهاری لیکنی دخاسر ددی څخه په زهرو کی څو چنده زیاتی دی .


م . ق
07.05.2011

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
درنو ورونو علماء کرامو د دین او وطن خادمانو پوهانو او د علم او فضیلت خاوندانو
ماته اوس دا احساس وشو چی زما لیکنی ولی ډیری مضری فهمول کیدلې او د ورونو په تند غبرګون سره ځوابیدلي. یعنی دا چی ما دعلماء کرامو او طلباء الدین الله استخفاف کړي دې.
ورونو اګر چی ما خپلی ټولی لیکنی ړنګی کړيدی خو کچیرته هغه استخفاف او توهین وو نو زه ډیر معذرت او بښنه غواړم، زما اصلا استخفاف او توهین هدف نه وو بلکه یو سیاسی نظر وو چی زما په فکر علماء او طلباء پکی خطاء شوی وو د سیاسی او اجتماعی برخورد له لحاظه.
نو زه بیا هم ډیره بښنه غواړم خپل دا عذر په ډیری عاجزﺉ سره وړاندی کوم چی زما سیاسی نظر غلط وو، اوس د خپل هغه سیاسی نظر نه تیر شوی یم او یواځی د اسلام د مبارک دین او اسلامی امت د ګټو په فکر کی یم اګر که زما ملی ګټی ورسره په تضاد کی وي اګر که زما شخصی ګټی ورسره په تضاد کی وی اګر که ظاهرا د افغانانو په ډیره بده تمامیږي.
اوس زه یواځی پدی فکر کوم چی څنګه اسلامی اخوت بیا پر حال شی د ټول اسلامی امت پخوانې شان عظمت او مجد راژوندې شی، نشنلزم او قومیت د مسلمانانو له مینځه ووځی او یو ستر اسلامی خلافت رامینځ ته شی.
او بیا څوک ونه وایی چی زه افغان یم زه عرب یم زه ترک یم زه فارسی یم زه پنجابی یم بلکه ټول په یوه خله یواځی همدا ووایی چی مونږ ټول مسلمانان ورونه یو او ژبه یا نژاد مونږ سره نه شی بیلولې.
نو تاسو ټولو مسلمانانو ورونو نه می په ډیر اخلاص عاجزﺉ او خجالت سره دا درخواست دې چی ماته د زړه له کومی عفو وکړﺉ او د یو مسلمان ورور په حیث زما خطایانی معاف کړﺉ دا به ستاسو په ما باندی ډیر غټ احسان وی ترڅو په هسکه غړۍ د الله جل جلاله حضور کی ودریږم.
نور نو تاسو سره وعده کوم چی همیشه به د علماء او طلباء کرام په سر سترګو درناوې احترام او عزت کوم که هغه د هر مذهب یا طایفی یا ملیت والا وی.
او یو غټه هیله می درنه دا هم ده چی نور نو د اسلامی اخوت او عالی اسلامی منافعو په خاطر او خاص د الله لپاره نور بمبار راباندی مه کوﺉ ځکه چی د نبی صلی الله علیه وسلم حدیث دې چی: کل بنی ادم خطاء وخیر الخطائین التوابون.
یعنی د هر بنی ادم نه خطاء کیدلې شی او غوره خطاکاران هغه څوک دې چی توبه وباسی او په خپلو کړو پښیمانه شی.
نور نو تاسو نه د یو دردیلی کړیدلی مسکین او فقیر مسلمان ورور په حیث د رحم عفو متقابل احترام او اکرام غوښتونکې یم.
یواځی د مثبت ځواب په انتظار یم او دکنایاتو یا نورو الفاظو یا هم د بدل اخیستو یا هم په ټوکو کی د کومی اشاری څخه د الله لپاره د اجتناب هیله او غوښتنه درنه کوم.
بیا هم خواست کوم چی معذور می وګڼئ او نور می صرف او صرف د الله لپاره معاف کړﺉ.
ژوندې دی وی اسلامی امت اسلامی اخوت
الله دې بیا راولی عظیم اسلامی خلافت چی هیڅ پولی او سرحدونه یی ترمینځ نه وی لکه اروپایان چی بغیر ویزی په ټوله اروپا کی ازاد ګرځی راګرځی.

قال الله تبارک وتعالی: ویسئلونک ماذا ینفقون قل العفو.


فهلوان
07.05.2011

ایله دې اوس دلاری خبره وکړه اوښه خبره خو داده چه تاته دخپل ځان درک معلوم سو چه پر خطا یم؟
زما اوباز لخوا بلکل درته بخښه ده؟
او ته هم بخښه راته کوه موږ دواړو ته بخښه کوه موږ ستاسره په ډیرو پوچو الفاظو خبری وکړی هیله مند یم ته به هم ښه دزړه له اخلاصه بخښه راته وکړی.
مننه


عادل عادل
07.05.2011

السلام علیکم

محترم ورور ننګرهاري صاحب

زما په نظر چې ستاسو سره به هیڅ څوک شخصي ستونزه او دښمني نلري، پر تاسو باندې زمونږ د نیوکو سبب ظاهرا ستاسو لیکنې وې، نو دا چې مونږ هم د خدای ج ګنهکاره او خاطي بندګان یو، او علم غیب نلرو، نو ستاسو د پاسنی لیکنې له مخې د ځان په نمایندګی تاسو ته د زړه له تله بښنه کوم او د متقابلې بښنې تمنا درڅخه کوم، الله ج مو وبښه، خو دا خبره ښه ټینګه په غوږ کې نیول پکار دي چې د بنده څخه بښنه اخیستل په ظاهري وینا سره ممکنه ده خو د الله ج د بښنې مصداق یوازې هغه وخت کیدای شو چې توبه او په خطا پښیماني مو د زړه له تل او اخلاص څخه وي.


..Ahmadzai
07.05.2011

ډير د خوشحالي ځاي دى.

ننګرهاري صاحب الله تعالى دې تا وبښي, أو تمام هدايت دې درته وكړي.


SADEQ MUSALMAN
07.05.2011

اسلام عليکم
اوننګرهاري صاحب ته ځانګړي سلامونه اوښې هيلي.
الله جل جلاله دي نورهغه وروڼه چې په خپل قاصرفکرتېروتلي دي هم په لارکړي.
امين
ننګرهاری صاحب که ليکنه دي رښتياهم دزړه وي نوزماله لوري درته کلي اوجزي
بخشش دی اوتاسوهم که رانه خپه شوي ياست بخښنه راته کوئ.
[quote:eba3b9a947="تاسو"]اګر که ظاهرا د افغانانو په ډیره بده تمامیږي.[/quote:eba3b9a947]
نه وروره داسلامي امت له ګټوسره سره به دافغانانوګټي هم په پام کي نيسې دوئ
هم داسلامي امت غړي دي که څنګه؟

نوردي نوم هم دسلش په ځای بل ښه نوم غوره کړه زياتي نودنوروملګروترڅنګ
په هربحث کي راسره شريک اوسه.

يادونه : له تاسوسره دهيڅ يوملګري تېزي خبري په شخصي اختلاف بنانه وې
يوازي اويوازي داسلامي امت سترڅېروته دسپکاوي وچ تروش غبرګون وو.

يوځل بياهم له تاسونه مننه کوم چې له خپله درځه واوښتئ.

تربيا


اړم
07.05.2011

[quote:b525b5d6b1="/"]السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
درنو ورونو علماء کرامو د دین او وطن خادمانو پوهانو او د علم او فضیلت خاوندانو
ماته اوس دا احساس وشو چی زما لیکنی ولی ډیری مضری فهمول کیدلې او د ورونو په تند غبرګون سره ځوابیدلي. یعنی دا چی ما دعلماء کرامو او طلباء الدین الله استخفاف کړي دې.
ورونو اګر چی ما خپلی ټولی لیکنی ړنګی کړيدی خو کچیرته هغه استخفاف او توهین وو نو زه ډیر معذرت او بښنه غواړم، زما اصلا استخفاف او توهین هدف نه وو بلکه یو سیاسی نظر وو چی زما په فکر علماء او طلباء پکی خطاء شوی وو د سیاسی او اجتماعی برخورد له لحاظه.
نو زه بیا هم ډیره بښنه غواړم خپل دا عذر په ډیری عاجزﺉ سره وړاندی کوم چی زما سیاسی نظر غلط وو، اوس د خپل هغه سیاسی نظر نه تیر شوی یم او یواځی د اسلام د مبارک دین او اسلامی امت د ګټو په فکر کی یم اګر که زما ملی ګټی ورسره په تضاد کی وي اګر که زما شخصی ګټی ورسره په تضاد کی وی اګر که ظاهرا د افغانانو په ډیره بده تمامیږي.
اوس زه یواځی پدی فکر کوم چی څنګه اسلامی اخوت بیا پر حال شی د ټول اسلامی امت پخوانې شان عظمت او مجد راژوندې شی، نشنلزم او قومیت د مسلمانانو له مینځه ووځی او یو ستر اسلامی خلافت رامینځ ته شی.
او بیا څوک ونه وایی چی زه افغان یم زه عرب یم زه ترک یم زه فارسی یم زه پنجابی یم بلکه ټول په یوه خله یواځی همدا ووایی چی مونږ ټول مسلمانان ورونه یو او ژبه یا نژاد مونږ سره نه شی بیلولې.
نو تاسو ټولو مسلمانانو ورونو نه می په ډیر اخلاص عاجزﺉ او خجالت سره دا درخواست دې چی ماته د زړه له کومی عفو وکړﺉ او د یو مسلمان ورور په حیث زما خطایانی معاف کړﺉ دا به ستاسو په ما باندی ډیر غټ احسان وی ترڅو په هسکه غړۍ د الله جل جلاله حضور کی ودریږم.
نور نو تاسو سره وعده کوم چی همیشه به د علماء او طلباء کرام په سر سترګو درناوې احترام او عزت کوم که هغه د هر مذهب یا طایفی یا ملیت والا وی.
او یو غټه هیله می درنه دا هم ده چی نور نو د اسلامی اخوت او عالی اسلامی منافعو په خاطر او خاص د الله لپاره نور بمبار راباندی مه کوﺉ ځکه چی د نبی صلی الله علیه وسلم حدیث دې چی: کل بنی ادم خطاء وخیر الخطائین التوابون.
یعنی د هر بنی ادم نه خطاء کیدلې شی او غوره خطاکاران هغه څوک دې چی توبه وباسی او په خپلو کړو پښیمانه شی.
نور نو تاسو نه د یو دردیلی کړیدلی مسکین او فقیر مسلمان ورور په حیث د رحم عفو متقابل احترام او اکرام غوښتونکې یم.
یواځی د مثبت ځواب په انتظار یم او دکنایاتو یا نورو الفاظو یا هم د بدل اخیستو یا هم په ټوکو کی د کومی اشاری څخه د الله لپاره د اجتناب هیله او غوښتنه درنه کوم.
بیا هم خواست کوم چی معذور می وګڼئ او نور می صرف او صرف د الله لپاره معاف کړﺉ.
ژوندې دی وی اسلامی امت اسلامی اخوت
الله دې بیا راولی عظیم اسلامی خلافت چی هیڅ پولی او سرحدونه یی ترمینځ نه وی لکه اروپایان چی بغیر ویزی په ټوله اروپا کی ازاد ګرځی راګرځی.

قال الله تبارک وتعالی: ویسئلونک ماذا ینفقون قل العفو.[/quote:b525b5d6b1]

هااااااااااااااااااااااااااااااااااااا غټ اسويلى دى.
وايم مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا خو دپلار او د نيكه سره بښلى يى خو كه مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا درته كومه تيزه خبره كړي وي د هغى راته معافي كوه.
وايم ټول افغان به اوس ټول افغان شي.

[color=white:b525b5d6b1]وطنمل صيب چى د ټوكو فورم اوس نه خلاصوى نو بيا كله ټکي ټکي ټکي[/color:b525b5d6b1]


مانا دا چه : محترم او مکرم نوروز خان و مونږ ته لیکلي وه چه :


ع کريم حليمي
09.05.2011

له دغو کسانو سره که څوک بحث شروع کړي او قناعت ورکوي ، نو دوی له خدایه همدا موکه غواړي ، او په عقلي توجیهاتو ټولو عقاید ردوي ، وایي دخدای ثبوت راکړه ، جنت او دوزخ چالیدلي او داسې نور . . . تراوسه چې په دې اړه پلټنې شوي دداډول کسانو یوازینۍ موخه له ځانه سره دنورو ګمراه کول او مسلمانان له دا ډول حساسو مسائلو سره عادي کول وي ، دوی کله هم دهدایت تمه نلري او که یي درلودلای نو دایي بیخي لاره نه ده ترڅو بیرته ایمان راوړي .
دې ته په پام سره داسلامي فورم له چلوونکو هیله کوم ، چې دخاسر لیکنه ړنګه کړې ، او نوموړي دمسلمانولو لپاره په کومه بدیله او سالمه لاره سوچ وکړي ، کیدلای شي چې ددې فورم کو م برخوال عالم له نوموړي سره دشخصي پیغامونو له لارې همکاري وکړي ، او مشکل یي ورحل کړي


bazgar
15.06.2011

زه هم دحلیمی صیب درایی تایدکوم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more