د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په اسلام كي دبيلابيلو ډلو حكم


طالب جان
22.06.2003

محترمو ورونو او عفيفو خويندو السلام عليكم ورحمت الله وبركاته!
اصلا دالاندي ټكي ما دګران ورور پښتون زلمي په ځواب كي ليكلي وو خو داچي دغه موضوع خورا مهمه ده او زموږ ټول وروڼه او خويندي بايد ګټه ترينه واخلي ځكه نو ما دلته دځانګړي موضوع په بڼه وړاندي كړه

لوي خداي پاك دخپل معجز كتاب متن دخپل بي ساري حكمت له مخي په دوو بنسټيزو ډولونو ويشلي دي چي يوي ته ئي محكمات او بلي ته ئي متشابهات ويل كيږي.لوي خداي دغه ويشنه په خپلو ټكو كي داسي كوي:
""مِنْهُ آياتُ ُ مُحْكَماتُ ُ هُنّ َ اُمّ ُالْكِتابِ وَ اُخَرُ مُتَشابِهاتْ "" سورة آل عمران 3ټوك آيت لمبر7ژباړه: ځيني له هغو نه محكمات دي(يعني معلوم المراد) دا د كتاب (قرآن كريم) مور(اصل) ده او نور متشابه يعني (مبهم)دي.
اوس نو د محكم او متشابه په اړه توضيحاتو ته پام وكړۍ:
محكمات: يعني هغه آيتونه چي معنى او مفهوم ئي معلوم او دپوهيدني وړ وي او له لفظي او معنوي پلوه هيڅ ډول ابهام پكي نه وي.لكه قُلْ هُوَاللهُ اَحَدْ. يعني خداي جل جلاله يودي.
متشابهات: هغه آيتونه دي چي له لفظي يا معنوي پلوه دپوهيدني وړ نه وي او ابهام ولري.لكه يَدُالله (يعني دالله تعالى لاس) وَجْهُ الله (يعني دالله تعالى مخ) الرَحْمن على العرش استوى او داسي نور.........................
كه پورتنيو مثالونو ته ځير شو نو معلومه به شي چي له لفظي پلوه ئي معنى او مفهوم دپوهيدلو وړدي خو له معنوي پلوه دا توري يو ډول تعقيد او پيچلتيا لري او هغه داسي چي ددي شيانو نسبت دخداي تعالى ذات ته كول په ښكاره دهغه لپاره د كيف او څرنګوالي دثابتولو په معنى دي حال داچي دخداي پاك ذات له دي ډول جسمي كيف او كم نه له څيلمي پاك او منزه دي.
دمتشابهاتو دوهم ډول هغه دي چي نه ئي لفظ دپوهيدني وړ وي او نه ئي معنى او مفهوم.لكه كهيعص, الم, ص, حم, كهيعسص,يس,المر,ق, او داسي نور.
لوي خداي جل جلاله په خپل معجز كتاب كي هيڅ يو امر هم غير واضح اومبهم نه دي پريښي بلكه دهري موضوع لپاره ئي په ډاګه احكام ذكر كړيدي.دقرأنكريم دمحكماتو دبرخي په اړه لوي خداي خپلو بندګانو ته دهرډول لفظي او معنوي تحقيق اجازه كړيده چي دهغي له مخي بيا ديني امامانو داحكامو استنباط كړيدي او ترموږئي رارسولي دي.البته ددي معنى دا نه ده چي هر كس او ناكس دي قرآنكريم دخپلوناروا نظرياتو دترويج لپاره دزغل ډګر وګرزوي بلكه اسلامي شريعت دقرآنكريم نه داحكامو داستنباط كونكو او دهغه دلفظي او معنوي تحقيق كونكو لپاره ځانګړي شرايط وړاندي كړيدي چي هغه پوره كول ډيرګران دي.يعني هغه بايد په ټولو مروجه علومو كي دومره وارد وي چي دقرآن له يوي برخي نه داسي حكم راونه باسي چي هغه بيا له بلي برخي سره ټكر وخوري.
پاتي شوه دمتشابهاتو خبره نو امام ابي عبدالله محمد بن احمد انصاري القرطبي رحمة الله تعالى عليه په خپل وتلي تفسير كي دمتشابهاتو تعبيرونكي عُلماء په دريو برخو ويشلي دي. نوموړي ليكي:
"" ...........وهذه الآية من المشكلات والناس فيها وفيما شاكلها على ثلاثة اوجه قال بعضهم نقرؤها ونؤمن بها ولانفسرها وذهب اليه كثير من الائمة.وقال بعضهم نقرؤها ونفسرها على ما يحتمله ظاهراللغة. وهذا قول المشبهة"" او بل ځاي بيا داسي فرمائي: ""قال شيخنا ابوالعباس رحمه الله متبعوالمتشابه لا يخلو ان يتبعه ويجمعه طلبا لتشكيك في القرآن واضلال العوام كما قعلته المجسمة الذين جمعوا ما في الكتاب والسنة مما ظاهره الجسمية حتى اعتقدوا ان الباري تعالىجسم مجسم وصورة مصورة ذات وجه وعين ويد وجنب ورجل واصبع.تعالى الله عن ذلك"" تفسير قرطبي لومړي ټوك 254 مخ \څلورم ټوك 14 مخ
ژباړه او تفصيل: او دغه آيتونه (الرحمن على العرش استوى او نور) دمشكلاتو يعني متشابهاتو له ډلي څخه دي.خو ددغو آيتونو دتعبير له امله خلك په دريو ډلو ويشل شويدي.لومړۍ ډله په دي عقيده ده چي موږ دغه آيتونه لولو ايمان ورباندي لرو خو تفسير توجيه او تحليل ئي نه كوو.دامام قرطبي دوينا له مخي دغه عقيده دوتلو امامانو, جمهور اهل سنتو ,سلف صالحينو او دمتـأخرينو عُلماوو هم ده.
دوهمه ډله مشبّهة نوميږي .دوي عقيده لري چي موږ دغه آيتونه لولو او دظاهري تورو له مخي ئي معنى او مفهوم راباسو.
دريمه ډله جسمية نوميږي .دوي بيا لوي خداي جل جلاله ته جسم او صورت ثابتوي او واي چي خداي پاك پښي لاسونه ,سترګي, مخ او سر لري .(نعوذبالله)
دقرآنكريم متن ته دكتلو له امله او همداراز دمجتهدو ائمهْ كرامو دتحقيق له مخي لومړنۍ ډله برحقه او دمتشابهاتو په اړه له قرآني اصولو سره بيخي برابره او سمه ده او دانوري دوه او هغي ته ورته ډلي مردودي او دمتشابهاتو دتعبير او تشريح په اړه ئي عقايد له قرآنكريم سره ټكردي.دخپلو دغو ټكو د رښتينولۍ لپاره زه لومړي دقرآنكريم آيت او بيا دمجتهدو امامانو اقوال ذكر كوم:
خداي تعالى فرمائي:"" وَما يَعْلمُ تأوِيْلُهُ اِلاّالله وَالرّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُوْلُوْن آمَنّا بِهِ كُلّ ُ ُ مِنْ عِنْدِ رَبِّنا""سورة آل عمران ټوك لمبر 3, آيت لمبر7
ژباړه: او له خدايه پرته دمتشابهاتو تأويل هيچا ته هم نه دي معلوم او په علم كي راسخ يعني پاخه او رسيدلي خلك وائي چي موږ ورباندي ايمان راوړي ( او دمتشابهاتو په ګډون) ټول آيتونه زموږدپالونكي له لوري نازل شويدي.
له دغه آيت نه په ډاګه شوه چي دمتشابهاتو په اړه دلومړۍ ډلي عقيده حقه او له قرآني اصولو او لارښونو سره بيخي برابره ده او ټولو مسلمانانو ته لازمه ده چي دهمدغي سوچه اوپاكي عقيدي پيروي وكړي.
دمسلمانانو يوه بل ستر امام علامه ابوالفضل شهاب الدين السيد محمود الآلوسي البغدادي رحمة الله تعالى عليه په خپل نامتو تفسير روح المعاني كي ليكلي دي:"" وانت تعلم ان طريق كثير من العلماء الاعلام واساطين الاسلام الامساك عن التأويل مطلقا مع نفي التشبيه والتجسيم. منهم امام ابوحنيفة وامام مالك واما احمد بن حنبل وامام شافعي ومحمد بن حسن وسعد بن معاذ المروزي وعبدالله بن مبارك وابو معاد خالد بن سليمان صاحب سفيان الثوري واسحاق بن راهويه ومحمد بن اسماعيل البخاري وابوسورة ترمذي وابوداود السجستاني. ونقل القاضي ابوالعلاء صاعد بن محمد في كتاب الاعتقاد عن ابي يوسف عن امام ابي حنيفة انه قال لاينبغي لاحد ان ينطق في الله تعالى بشئ من ذاته ولكن يصفه بما وصف سبحانه به نفسه ولايقول فيه برأيه شيئا.تبارك الله تعالى رب العالمين.""روح المعاني 8 ټوك 229 مخ.ژباړه :.......داُمت پورتني ټول وتلي مجتهد امامان ,محدّثين , او ثقه عُلماء كرام دمتشابهاتو دتعبير په مهال دلوي خداي ذات له هرډول تشبيه او تجسيم نه پاك ګڼي.قاضي ابوالعلاء صاعد بن محمد په خپل كتاب الاعتقاد كي له امام ابي يوسف نه روايت كوي چي امام ابوحنيفة رحمه الله فرمائي چي هيچا ته نه ښائي چي دالله تعالى دذات په اړه هيڅ ونه وائي بلكي په هغو صفاتو دي بولي چي خداي جل جلاله په قرآنكريم كي دځان لپاره غوره كړيدي.
همدا راز علامه قرطبي په خپل وتلي تفسير کي فر مايلي دي "".......وهذا کماروي عن مالک رحمه الله ان رجلا سأ له عن قوله تعالي الرحمن علي العرش استوى قال مالک الاستواء غيرمجهول والکيف غير معقول والايمان به واجب والسوال عنه بدعة"" قرطبي ټوک ٧مخ٢١٩
ژباړه : له امام مالک څخه روايت دي چي له ده څخه چا دقرآني آيت الرحمن علىالعرش استوى په هکله وپوښتل امام په ځواب کي وفرمايل چي داستواء ( معنى ) معلومه ده خو د استواء څرنګوالې له عقله لري دۍ ايمان راوړل پري واجب دي او دهغي په اړه پوښتنه کول بدعت دي. د علما کراموله دي اقوالوڅخه هم په صريح ډول دا معلومه شوه چي داولي عقيدی څښتنان په حق اوله اسلامي اصولوسره برابردي اوټولو مسلمانانوته لازمه ده چي همدغه عقيده خپله کړي .
تركومه ځايه چي دمتشابهاتو په اړه دعلماؤ داختلاف خبره ده نو له پورتنيو اقوالو به تاسي ته معلومه شوي وي چي دمتشا بهاتو په اړه د ټولو علماؤ متفقه رايه همدا ده چي ددي تأويل اوپلټنه او په دي اړه له پوښتنو څخه بايد ځان وژغورل شي تاسي چي داحباشو ذکر کړيدي نو وروره احباش هم دداسي عقيدي خاوندان دي چي هغوي دمتشا بهاتو په اړه سوالونه کوي او خلک له حنيف دين څخه بلي خواته اړوي ځکه نو اکثرو عربو علماؤ احباش يوه ګمراه کونکي ډله بللي ده لکه څنګه چي ددوي عقيده دقرآني اصولو خلاف ده نوځکه دوي داهل سنت والجماعت له ډلي څخه وتلي دي او هيڅکله يي بايد په عقيده اوخبرو باندي انسان ونه غوليږي .
پوښتنه دا ده چي کله چي د متشابهاتو په اړه دامت دا نظر دي نو بيا په قران کريم کي دمتشابهاتو دذکر کولو ضرورت څه ؤ؟؟؟
ځواب يي دادي چي په قران کي خداي جل جلا له متشابهات ذکر کړل اوخلک يي له له پلټني څخه منع کړل ترڅو وګوري چي دالله تعالي په دي حکم چي دمتشابهاتو له پلټني څخه منع ده څوک عمل کوي دمتشابهاتو دلټي دمنعي په اړه خداي جل جلا له فرما يي :"" فَاَمَا ِفيْ قُلُوِبهِمْ زَيْغُ ُ فَيَتّبِعُوْنَ مَا َتشَابَهَ ِمنْه ُ ِابْتِغاءَ اْلفِتْنَةِ َوِابْتِغَاءَ تَأوِيْلِهِ"" آل عمران آيت ٧ ټوک ٣
ژباړه اوتفصيل : پس هغه کسان چي په زړونو کي يي کږوالي دۍ هغه دمتشا بهات متابعت کوي او د هغوي دتأويل له لياري خلک په فتنه کي اخته کوي .
خلاصه : داچي د الله تعالي هغه صفات چي دمخلوق لپاره هم استعمال شويدي نو دهغوي داستعمال حيثيت مختلف دی مثلا انسان ليدل او اوريدل کوي همدا راز خداي جل جلا له هم اوري او ويني مګردانسان دليدلو او اوريدلو حقيقت مبدأ او غايت مونږ ته معلوم دي خو دخداي جل جلا له ليدل اواوريدددي ادراک زمونږ عقلونه نشي کولاي بلکه دد ي ټولو صفاتو په اړه موږ وايو چي دا ټول صفات خداي ته ثابت دي خو ددي اوصافو کم اوڅرنګوالی او تعبير زموږ دبيان له بريده بهر وتلي دي لكه څنګه چي دخداي ذات بي چون او چګون دي همداراز دهغه ټول صفات يعني لاس سترګي, استواء او دنورو ټولو صفاتو مفاهيم اومعاني هم يواځي او يواځي دهغه له شانه سره موافقي دي.آسماني شرائعو هيڅكله هم انسانان په دي نه دي مكلف كړي چي ددغه ډول ماوراء العقل مفاهيمو په پلټنه او تشبث كي ځانونه ددين او دنيا له كارونو وباسي. وماعلينا الاالبلاغ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more