د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

وړ سوچ (Positive Thinking) او پر ورځنې ژوند یې اغېزي

حمید هڅــاند
06.04.2011

«سوچ»دانسان ددماغ دهغې کړني نوم دی چې په پایله کې یې د«اند»په نوم یوه ښکارنده زېږي؛ دااندبه یا«وړ اند»یا«ناوړه اند» له ځانه ســــــــره ولري،په ټولیزه توګــــــــــــــــــــه دځان جوړوني(personality development) په پوهه کې دوړاندخاوندکس تــــــــــــــــــــــــــه هیله مند(optimist)اودناوړه اندخاوند کس ته ناهیلی(pesimist) ویل کېږي. وړسوچ تــــــــــل دستونزودمخنېوي اوهواري پرلوري کږون لري خوناوړه ســـــــــــــــــوچ بیادستونزودمخنېوي همداشونتیا له مینځه وړي اوتل دناکامۍ لپـاره دبهانوپه لټه کې وې. دوړسوچ خاوندکسان یاهیله مندخلګ تـــــــــــــل خپلووړتیا‌‌ؤ،دندو،لاسته راړنواوآن تشو، یانې پاتي راتلنو ته دهیلـــــــه مندۍ په سترګوګوري،هغوی ان په نشت کـــــــــــې لا دیوڅه په لټه کــــــــــې وې؛خوناهیلي،هغوی چې دناوړه اوبې ځایه سوچ څښتنان دي،خـپــل هرڅه ته دناهیلۍ په سترګه ګوري،هغوی ته خپلي وړتیاوي نــــــــه دی مالومي،که کومه بریاولري هم ورته دیوتصادف په سترګه ګوري اوکه پاتي راتلنه ولري بیاخویې پوښتنه مه کوه،ددې پرځای چې دځـــــــــان جوړوني اودخپلونیمګړتیاؤدسمون په لټه کې شې لایې اروایي حالت کمزوری کېږي اودژونددستونزوپروړاندی دمنښت سرټيټوي.

راځۍ دیوې ژوندۍ بېلګي په ورکــــــــــــــولوسره وپوهېږوچې وړسوچ اوناوړه سوچ څه ته ویل کېږي،هیله منداوناهیلي څه ډول خلک دي اودسوچ له ډول څخه زموږژوندڅه ډول اغېزمن کېږي؟

په پوهنتون کې دبریالي اونوښت نن لمړنۍ ورځ ده،هغـــــوی ټولګي ته ننوتل،دوی شاوخوااتیازده کړیــــــــــــــالان ویني،دډول ډول څېروڅښتنان،دډول ډول ژبوویونکي، دډول ډول کلتورونوښودونکي دلته ددوی کوم پخوانی انډېول نشته ،هغوی خپل نوي ښوونکي ویني ؛نوې ودانۍ،نوی ټولګی،نوي ټولګېوالان،نوي ښوونـــــــــــــــکي اوپه لنډوکې دوی دواړه یو نوي چاپېریال چې لاورسره نااشنادي ویني. داددوی دنوي ژوندیونوی پړاودي،دې ټولوته په کتوسره که زه له تاسونه وپوښتم چې کوم شوني سوچونه به ددوی په مغزونوکې لاري وکړي،اویاکه وپوښتم چې که تاسوددوی پرځای وای نوڅه سوچ به موکړی ؤ؟ مخکي تر دې چې راتلونکې لیکي ولولۍ، پورتنۍ پوښتني ته دځواب هڅه وکړۍ.

ښه،پوهېږۍ بریالی په څه سوچ کې دۍ؟ بریالی پـــــــــــــــــه لـــــــــــــېوالتیاداهرڅه څاري له ځانه سره لګیادی، ځانته وایې چې یاره بریالیه داودومره نوي ملګري درباندي خدای(ج) ولورول،نوې ژبي به زده کړې،له نویوکلتورونوسره به اشناشې،نوي شیونه به زده کـــــــــړې ،دبلاځایونوپه اړه به مالومات پیداکړې،که خدای(ج) کول پــــــــه دې دومره ټولګېوالانوکې به ښه نمره خپله کړې. هغه لالګیادی خپــــــــــــل سوچونه کوي خوخبریاست چې نوښت په څه سوچونوسردی؟ نه یاست خبر،ښه زه موخبروم؛هغه دوه زړی دټولګــــــــــي په کوم کنج کې ناست دی،له ځان سره په بانډارکې توددی،ځانته وایې چې یاره نوښته هغـــــه ښوونځي خولاښه ؤ دخپل ځای خلک ؤ،له- ټولوټولګېوالانواوښوونکوسره اشناوي،سات دې تېرؤ،دااوس په څه غم سرشوې،یوخودومره څوک نشته چې ورسره دزړه خواله وکړې اوبل په دې دمره زده کړیالانوکې به خدای شته بریالی شې کنه؛ دوی دواړه په همدې سوچونوسردي چې پوهنتون رخصتېږي.

ددوی دواړودسوچنوپه زړه پوري والی یې په پایلوکې پروت دی،بریالی به سرله همدې لمړنۍ ورځي نه پوهنتون ته په ډېره لېوالتیاتګ پیل کړي، هغه به ځانته نوي ملګري پیداکړي،هغه به په لوستونوکې ټینګي هڅي وکړي اوپه پایله کې به هغه خپله راتلونکې رڼه کاندي؛خونوښت چې لایې سرله همدانن څخه ځانته ناهیلي پیداکړه ښایې دکال په اوږدوکې ډېره کمه حاضري ولري،دهري ورځي په تېرېدوسره به یې همدامنفي ارزونه نوره هم ځواکمنه شي اوخدایشته چې هغه به لابریالی شي اوکنه. ګورۍ په زړه پوري ټکی دادۍ چې ددوی همدایوه سوچ څومره ژوري پایلي وزېږولې.

دوړسوچ سرچینه زموږپه باورنوکې ده،زموږداباورونه دپېښوپروړاندي زموږدانګېرني دډول زېږنده دي ،نوځکه ویلی شم؛ هغه څه چې دانسانانودژوندتګلوري ته بدلون ورکوي هغه له بهرنیوپېښوڅخه ددوی دانګېرنی ډول دی،نه همداپېښي.

ډېری په دې انددي چې ناوړه سوچ ترډېره ځایه دیوچاپرنیمګړتیاؤاونه وړتیاؤولاړدی،ددې ډلي خلکودلیل دادی چې که یوڅوک دیوې وړتیانشت احساس کړي اویاپه ښکاره یوه ځانګړې وړتیاونلري اوبیایوداسي مهال راشي چې پکې همدغه وړتیابایدوکاروله شي نوپه ښکاره توګه هغه څوک چې وارله مخکي لا په خپله دې نیمګړتیاخبروي ښایې ځان ګوښه وساتي اوکه بیاهم دمجبوریت له مخي دځان دازمویلوخبره وي نوهمداسړی به هرومروګواکي دناوړه سوچ خاوندکس وي اودپایلي په اړه به ناهیلی وي ،راځۍ وګوروچې ایادادلیل پرځای دی اوکه څنګه:

دیوه حقیقت په توګه دنړۍ بنسټ پریوه اصل ولاړدۍ چې دې اصـــــل ته د«پرېمانۍ اصل»( the principle of abundance)ویـــــــــــــــــــل کېږۍ،ددې اصل له مخي دخدای(ج) په دې بې کچې کایناتوکې دهیڅ شي کمی نشته،ددې اصل له مخي هرڅوک، په هرځای کې، په هرمهال کې،هرڅه چې دالله(ج)له دربارڅخه وغواړي ،الله(ج) دخپل رحمت له مخي دهغــــــــــــــــــــــــــه دادوعامني اوداکس به انشاالله دخپــــــــــــــلي غوښتني ترلاســـــــــــــــــــــــــه کوونکی شي،خوداچې څنګه اوڅه وخت دابیاپرڅونوروشیانوتکیه لري؛راځئ وګورو چې څنګه کولی شویوڅه لاسته راوړو:

نوربیــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا.....

په درنښت


حمید هڅــاند
09.04.2011

ا وړسوچ اوپرورځني ژوندیې اغېزي؛ دوهمه اووروستۍبرخه
...............................................................................................................

د تېري برخې په وروستیوټکوکې مادپرېمانۍ داصل یادونه کړېوه خومخکې له دې چې دپرېمانۍ داصل په اړه وغږېږم؛ راځئ پوه شو چې دسوچ درې ډولونه شتون لري، سره له دې چې ډېری مهال یې په دوه ډوله وېشنه منله کېږي.

۱.پرځای سوچ:
[img:ca1fbd631f]http://www.bloguna.com/photos/AlbumPhoto/f197002b9a0853eca5e046d9ca4663d5/37bc2f75bf1bcfe8450a1a41c200364c/2302/l_avatar.jpg[/img:ca1fbd631f]

پرځای سوچ هغه مهال مینځ ته راځي چې موږ دځان له شونتیاؤ څخه سمه اوپوره خبرتیاولرو.کله چې موږله خپلووړتیاواوځواکمنیونه سمه پوهه ولرونومالومه خبره ده چې خپلې موخي به هم ورسره سمي ټاکواودې موخو ته درسېدولپاره چې بیاپرځای کړني ترسره کړونوبې له شکه به هغه څه ترلاسه کړودڅشي چې هیله لرو.

۲. وړسوچ:

ووړسوچ خاوندیاهیله مندکس ته هم خپلي وړتیاوي اوځواکمنۍ مالومي وي خوداکس بیایوڅه ډېرهیله مند وي، دی تل لوړه موخه ټاکي اوورته درسېدوهڅه کوي خوکله ناکله دده دوړتیاپه پرتله دده موخه یوڅه لوړه وي. داهم شونې ده چې داډول کس له خپلوځینوکمزوریوڅخه بې خبره پاتي وي،خوکله چې هغه دچاخبره درښتیاډګرته راوزي نوورته پته لګېږي اوهمدالامل دی چې ددې کس لپاره دموخي ترلاسه کول تل کره نه وي، کله ناکله داکس دموخي په ترلاسه کولوکې پاتې راځي.

ولې هیله مندکس (دوړسوچ څښتن)کله ناکله دخپلوکمزوریوڅخه بې خبره پاتې کېږي؟ که خپله داپوښتنه په یوڅه بېلوټکوکې غبرګه کړم نووبه پوښتم چې ولي کله ناکله هیله مندکس دخپلو وړتیاؤپه اړه تېروځي، دده ځواکمنۍ ولي کله ناکله دده داټکل په خلاف کمي خېژي؟ ځواب یې داسي دی چې داډله خلک په خپل ژوندکې بریالي مخ په وړاندي درومي، دوی چې کله ځان ډېربریالی وویني نوفکرکوي چې هرڅه کولی شي . یوه بله شونتیاهم شته هغه داسي چې داډله خلک په ټولنه کې له ښه نوم اودریځ (position)څخه برخمن خلک دي، دوی ښایې شتمن خلک وي، ښایې دسیاسي زورڅښتنان وي اویاښایې نورلاملونه وي چې دوی ته داسي یودریځ وربښي چې نورخلک ددوی له ځینونیمګړتیاؤ اوتشونه سترګي پټوي اوداټکی تل ددوی دبې ځایه هڅوني لامل کېږي. دبېلګي په توګه یوزده کوونکی په دوولسم ټولګی کې که څه هم ددوهم یادریم نمره ګۍ وړوي خوداچې دده پلار یوشتمن یادزوروال وي، دازده کوونکی اول نمره کېږي نومالومه خبره ده چې دده اروایې حالت ډېرلوړېږي اودی په دې اند وي چې دی ګواکي په رښتیاهم داول نمره ګۍ وړدی. خوکه فرضادازده کوونکی دکانکورپه ازموینه کې ګډون وکړې نوهیڅوک نشي ویلی چې دده نمرې به هرومروپه خپلوسیالوټولګېوالولوړي وي.

۳.ناوړه سوچ:
[img:ca1fbd631f]http://www.bloguna.com/photos/AlbumPhoto/f197002b9a0853eca5e046d9ca4663d5/37bc2f75bf1bcfe8450a1a41c200364c/2304/l_avatar.jpg[/img:ca1fbd631f]

ناوړه سوچ داسي یوسوچ دی چې کوونکی به یې که څه هم دځینوښېګڼواوڅواکمنیوخاوندوي خوبیاهم په دې اندوي چې دی ګواکي هغه دچاخبره هیڅ دی،داکس له خپلووړتیاؤبې خبره تل دافکرکوي چې موخه ترده لوړه ده . مالومه خبره ده چې داکس به بیاهیڅ داسي هڅه ونکړي چې موخه لاسته راوړي اوکه فرضاویې کړي هم نودابه بې له کوم منظم پلانه اولېوالتیانه وي چې پایله یې په ښکاره توګه ناکامي ده.

څنګه به ځانونه دوړسوچ څښتنان کړو؟

که له موږ څخه هریودالاندي ټکي په نظرکې ونېسي نوباورلرم چې دوړسوچ څښتنان به شو.
[color=brown:ca1fbd631f]۱. ژوندته دارزښت ورکول:[/color:ca1fbd631f]
ایادژونددویي په اړه موکله هم سوچ کړیدی؟ ژوندیـــــــــــــــــــــــــــــــــــانې څه؟ څنګه بایدژوندوکړای شي؟

ژوندزموږاوستاسوپه نړۍ کې یو خوراسپېڅلی اوله ماناټک توری دی چې سمې ماناته اړتیالري؛ ژوندیوه سپېڅلې ډالۍ ده چې موږ اوتاسوته راکړل شوېده؛ژوندهغه ډالۍ ده چې ورکوونکی یې الله(ج) دی.اوپوهېږې زمااوستادژوندډول بیازمااوستاډالۍ ده چې الله(ج)ته یې ورګرځوو.نوځکه زه خووایم چې موږحق نلروداارزښتناکه اوسپېڅلې ډالۍ ناولې کړو
[color=brown:ca1fbd631f]2.دځان پېژندل:
[/color:ca1fbd631f]
هیڅوک تاترتاښه نه پېژنې، هڅه وکړه ځان وپېژنه ، دځان په تشو اونیمګړتیاؤ خان خبرکړه اودځان له ځواکمنیونه کارواخله.
[color=brown:ca1fbd631f]۳. دوړاولوړي موخي ټاکل:
[/color:ca1fbd631f]
دیومسلمان په توګه زه اوته دواړه بایددیوې موخي درلودونکي واوسو، ځکه ژوندیوه لاره ده چې که یې موخه اوپړاومالوم نه وي بې ماناکېږي. تل بایددلوړي موخي درلودونکي واوسو، په انګلیسي کې یوه مقوله ده ، وایې، when journy across the ocean is possible then why to go for only a single drop
[color=brown:ca1fbd631f]۴. راتلونکې ته دارزښت ورکول:
[/color:ca1fbd631f]
دانده مهمه چې له کوم ځایه راغلی یې ، مهمه داده چې چېرته ځې. تیرهغه څه دې چې بېرته نه راګرځي اودپښتومتل مخي تېرپه هېر، داترورخ تېري اوبه دي. نوځکه راتلونکې ته ارزښت ورکړه، راتلونکې هغه څه ته چې زموږ په نني سوچ تکیه کوي.
[color=brown:ca1fbd631f]۵. تل دروغتیا په جاموکې اوسېدنه:
[/color:ca1fbd631f]
روغ عقل په روغ بدن کې وي، ترڅو چې پوره روغتیاونلرو، دسالم عقل څښتنان نشوکېدای اونه هم دروغ سوچ اوروغوپایلو.
[color=brown:ca1fbd631f]۶. دپرېمانۍ اصل:
[/color:ca1fbd631f]
دیوه حقیقت په توګه دنړۍ بنسټ پریوه اصل ولاړدۍ چې دې اصـــــل ته د«پرېمانۍ اصل»( the principle of abundance)ویـــــــــــــــــــل کېږۍ،ددې اصل له مخي دخدای(ج) په دې بې کچې کایناتوکې دهیڅ شي کمی نشته،ددې اصل له مخي هرڅوک، په هرځای کې، په هرمهال کې،هرڅه چې دالله(ج)له دربارڅخه وغواړي ،الله(ج) دخپل رحمت له مخي دهغــــــــــــــــــــــــــه دادوعامني اوداکس به انشاالله دخپــــــــــــــلي غوښتني ترلاســـــــــــــــــــــــــه کوونکی شي. دپرېمانۍ اصل پریوه قانون باندي تکیه لري چې دې قانون ته دراکښون قانون the law of attraction ویل کېږي، ددې قانون له مخي زموږسوچ په کایناتوکې هغه څه زموږ په لوري راکاږي چې په اړه یې موږ سوچ کوو.که موږ دعلم، پیسو، بریالېتوب، ښکلي کور، جانان، ښونمرواو..به اړه سوچ وکړو نوداهرڅه زموږ په لوري راکاږل کېږي. خوکه دناکامۍ، جنګ، تاوتریخوالي، فقر او.. په اړه سوچ کوو نوخدای مکړه له همدغوشیانوسره به لاس اوګرېوان یو.

زموږ دژوندڅرګوالی زموږدسوچ پرڅرګنوالې باندي تکیه کوي،دعلي رضاپه وینا یوپه زړه پوري ژوند، په زړه پوري کس په خپلوپه زړه پوري سوچونوسره مینځ ته راوړي. الله(ج) په قران کې وایې ((وسخرلکم مافی السموات ومافی الارض)) ګورۍ دنړۍ دکایناتوهرڅه الله(چ) زموږ به دفکرپه واک کې راکړي دي.

دهري موخي دلاسته راوړلو لپاره درې پړاوونه شتون لري:

لمړی: په اړه یې سوچ یانې غوښتنه یې ؛ --- دڅه شي غوښتنه لري ؟ داپوښتنه ستاموخه ټاکي.

دوهم: دکایناتوځواب؛--- ستا دې غوښتني ته کاینات ځواب وایې. هرڅه چې تا غوښتې دې په کایناتوکې په اتوماتیک ډول مارک کېږي.

دریم: دموخي دلاسته راوړلوپروسه؛ ---

داډېره مهمه پروسه ده چې ځیني ټکې پکې دي. دموخي لاسته راوړل اوس یو هرومروخبره ده خوداچې څه وخت به یې ترلاسه کړې دانودوخت خبره ده جې داوخت په دغوټکوتکیه لري:

الف: باور؛ ایا باورلرې چې موخې ته رسېږې. که دې باورپوخ وي نومالومه خبره ده چې ورته هڅي به هم وکړې.

بې: لېوالتیا؛ څومره لېوال یې؟ که دې لېوالتیا زیاته وي نوهرومروبه زیاتې هڅي هم وکړې چې بیادې موخه ترلاسه کېږي.

جیم: هوډ؛ هوډ تل دپایلوڅرګندوي وي.

دال: هڅي؛ که تل اوپه نه ستړې کېدونکي ډول وهڅېږي نوانشاالله موخې ته به ورسېږي.

هې: دالله پاک رضا؛ دا اخرې خبره ده چې ستاموخه ورباندې تکیه لري.

راځۍ موضوع درته دیوې بېلګې په ورکولوسره ساده کړم:

زه نن دیوه موټرسایکل په اړه سوچ کوم اوغواړم چې ځان ته یې وپېرم، کاینات راته ځواب راکوي اوزماموټرسایکل ماته په نښه کېږي، اوس که زه باورولرم چې زه یې ترلاسه کولی شم نو یوڅه هڅي به هم وکړم اوکه لېوال هم واوسم اوهڅی مې هم زیاتې وي نومالومه ده چې ترلاسه کوم یې دا هرڅه چې څومره زیات وي زه به داموټرسایکل هغومره ژرترلاسه کړم اوچې څومره زماباور،لېوالتیا، هوډ، اوهڅې کمې وې هغومر ه به یې په ترلاسه کولو کې ځنډ وکړم، که داهرڅه ډېر لېږوي نوداهم امکان لري چې ټول عمر یې ترلاسه نکړم، داځکه چې وخت دومره زیات شو چې ان زماترژوندیې لاوخت ورواوښت.

ځیني مهال یوله دغوشیانودومره ډېرشي چې نوروته اړتیانشي پېښه اوموږ موخي ته ورسېږو دبېلګي په توګه زموږ لېوالتیا یوورځي دومره زیاتېږي چې الله پاک په هماغه شېبه موږ موخي ته رسوي؛ علې رضا دلته دخپل کوریوه بېلګه ورکوي چې څومره دوی غریب وو، دې وایې یوه ورځ مې موردغرمې مهال دسابودومره ټینګ ارمان وکړ چې زمازړه ورته اېرې اېرې شو، دی وړاندي وایې چې په همدې مهال موګاونډۍ دپخوسابویوډک دېګ زموږ په وره راننویست چې یوزړه وړونکی بوی هم ورسره ؤ چې دی وایې زموږ زړونه یې باغ باغ کړل.خوګورۍ داسي کله کله پېښېږي نه هروخت. دالله پاک رضاټاکونکې خبره ده، ځیني مهال نورټول سببونه برابروي خودالله پاک رضانه وي، ځکه په هغه کې زمااوستاخیرنه وي، اصلاخومااوتاله الله پاک نه داسي څه غوښتل چې هغه زما اوستا دنېکمرغۍ لامل کېدل ، الله پاک زمااوستاغوښتنه داسې راپوره کړه چې زه اوته یې نېکمرغه وساتلواوهغه موخه یې له موږ نه لرې وساتله چې زمااوستادبدمرغۍ لامل کېده خوزه اوته نه خبر نه ؤ.( سبحان الله). یووخت کېدای سې موږ ډېري هڅي ، سوچونه اودوعاګاني وکړو ترڅو مومثلا محبوب ترلاسه کړو، خوهغه اخردبل شي. دلته نوناراضه کېږۍ مه، شکروباسۍ اوالله پاک به له هغه نه ښه درکړي. باوروکړۍ!!
[color=brown:ca1fbd631f]۷. داچې هره ستونزه هواري لري:
[/color:ca1fbd631f]
پښتومتل دی چې غرکه لوړ دی خوپرسرلارلري. هره ستونزه حل لري.
[color=brown:ca1fbd631f]۸. یادساتۍ هروخت دوهم چانس لرو:
[/color:ca1fbd631f]
په یوځلې پاتې راتلوسره نه ښایې ناهیلي شو، هروخت دوهم چانس زموږ انتظارکوي.
[color=brown:ca1fbd631f]۹. ناوړه سوچونوسره مخه ښه وکړه:
[/color:ca1fbd631f]
خلک به هرڅه وایې، دمایوسۍ خبري به هره ورځ اورې،په ځانګړې توګه که په افغانستان کې یې، خوداهرڅه بایدددې لامل نشې چې ته ووایې چې زه دمرګ اوژوندپه لانجه اخته یم، ماته نوموخه اوهدف څه مانالري.
[color=brown:ca1fbd631f]۱۰. پرځای نېوکوته غوږکېږده:
[/color:ca1fbd631f]
هرڅوک نیمګړتیاوي لري، پرېږده چې خپلي نېمګړتیاوي درته په سمه توګه مالومي شي ترڅوورباندي کاروکړې اوسمي یې کړې.

اخځلیکونه:
ــــ د ځان روزنې لکچر نوټونه .
ــــ د ځان روزنې په اړه د نېرالي خپرندویې ټولنې له خوا د پوهنتون لپاره د ۲۰۰۹ کال چاپ شوی کتاب، د پونې ښار هندوستان.
ــــ د ځان روزنې په اړه د انسایکلو پېدیا څخه مالومات.
پای


رښتینی
11.06.2011

ډاکټر صاحب ډېره مننه
ستاسو دنورو همداسې لېکنو په انتظار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more