د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

پټان څوک او چاته ویلی شي؟

عادل عادل
05.06.2011

السلام علیکم

پټان څه معنی لري، لغوي، اصطلاحي یعنی څه، ایا دا لغت پښتو دی؟ فارسي دی؟ عربي دی؟ که دا درې واړه نه وي، نو ایا "پټان" په بشپړه توګه پردی لغت نه دی؟

ددې توري منشا څه ده، د پښتون تقدیر پکې نغښتی که توهین؟؟؟

هیله ده چې په دې اړه به درانه لوستونکي او د بحث ګډونوال خپل نظر څرګند کړي.


ډاکتر څپاند
05.06.2011

محترم عادل صيب سلامونه،

ځما د نيمګړو معلوماتو پر بنسټ،دهندوستان اتباع،افغانانو ته پټان وائي٠
زه د يو ګڼ شمير هندوستانيانو سره اړېکې لرم،يوه کورنۍ لا ځانته پټان وائي
يعنې دهغو تخلص يا دکورنۍ نوم پټان دی٠

اکثرا هندوستانيان ځما نه پوښتنه کوي چه زه څوک يم ،هندوستاني،پاکستاني او
يا بنګله ديشي؟
ځما ځواب دی:I am Patan

اکثريت پټان پيژني او دهغو نه په قدر او عزت يادونه کوي٠

تاسو به باور ونکړۍ چه همدا تيره اونۍ ما د يوې هندوستانۍ نه و پوښتل چه
پټان يا پټانان څنګه خلک دي؟
هغې دپټان نوم د وفا،صداقت،مقاوت،سادګئ او په خپله ژبه او قول متعهد نو وباله او ماته ئي ديوه هندي هنري فلم "خدا ګواه" دليدو بلنه راکړه٠


ahmad bilal
06.06.2011

وعلیکم السلام محترم عادل عادل صاحب!

زما د لنډو معلوماتو په برسیر (کوم ته چې موږ افسانوي معلومات هم ویلې شو، او کوم چې د رحمت الله هروي کتاب، مغزن افغاني کې هم شته) چې پټهان یا فتان لومړې خطاب ده چې محمد ص د مکه د فتح په دوران کې قیس بن عبدالرشید ته ورکړ، فتان لفظی معنی دلکش جاذب ته وايي او په اصطلاح کې د کښتې منځني کلک لرګي ته وايي پر کوم چې کښتې ټول انحصار وي!! زما په اند دا یو افسانوي کیسه ده ځکه په احادیثو کې د قیس بن عبدالرشید په نامه داسی معلومات نشته چې د غور څخه مکې ته تللی وي او ورته بیا دا لقاب ورکړل شوې وي. دغه لیکوال د اکبر بادشاه درباري لیکوال ؤ چې د پښتنو تاریخ یې د تعصب پر اساس لیکلې او د پښتنو د تاریخ کې يې داسی نظریې ولیکلې چې تر اوسه پورې پښتانه پکې سرګردانه دي!!

د پنجاب د یو صوفي شاعر چې اوس يې راڅخه نوم او شعر هیر ده، هغه هم په خپل شعر کې داسی لیکي چې تاسو په خپل شته شیانو باندې شکر وباسې کنه بیا به پټهان راشي او هرڅه شته به درڅخه واخلي!!!

نو زما په اند سره د هغه افسانوي کیسې پنجابیان او هندوان (خصوصاً سکهان ) افغان ته پټهان وايي او شاید دا د تعصب پر بنیاد وي!! ځکه کوم کسان چې موږ ته د پټهان لقب راکوي هغوې زموږ څخه ښې خاطرې نه لري... لکه څرنګه مې چې هغه د صوفي شاعر مثال درکړ زه به يې لږ ولټوم هغه شعر او شاعر نوم به راپيدا کړم
والله اعلم

---------------------------------


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more