د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

islam

Wares Darwesh
28.01.2005

درنو دوستانو سلامونه می ومنې٠
دسلام نه وروسته ېوه پوښتنه لرم خداېدی وکړی راته ځواب ېی کړې٠
هغه داسی چی٠
يو روکوټۍ ماشوم چی په ېوه کافره او يا غير مسلمانه، دمثال په ډول په يوه عيسوی اروپاېی کورنۍ کښی دوه سوه او يا دری سوه کاله پخوا ، ډير وړاندی نه(کله چی راډېو، تلوېژن،انترنيټ او يا نورو نړيوال ارتباطی وسايل نه وه موجود )زيږيدلۍ وی، لوی سوۍ وی ،سپېن ږېرۍ سوۍ او په داسی حال کښی مړ سوۍ وی چی د اسلام دسپيڅلی دين څخه دسره خبر نه وی او په دی هم نه وی پوه څی ددوی عيسوی، مسيحی،بوديستی٠٠٠اويا داسی نور ګڼ دينونه او مذاهب د اسلام په راتګ سره منسوخ سوېدی او دوی بايد په اسلام ايمان راوړی٠ نو ددوی سرنوشت به څه وی٠
ايا دوی به دوزخ ته ځی څی کافر دی؟
نو څی دوی دوزخ ته ځی په دی کښی ددوی ګناه څه ده،دوی خو داسلام له دېنه ځه اصﻵ خبر نه وو څی ايمان يی پری راوړی وای؟
ستاسو د نيکو او عالمانه نظرياتو په هيله٠

په درناوی او ډيره مينه٠
وارث درويش٠



طالب جان
29.01.2005

محترمه ,مكرمه او قدرمنه وروره (وارث درويش) صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
امابعد : تاسي خورا مهمه پوښتنه مطرح كړي , دځواب په موخه يي لاندي ليكنه ليكم , هيله لرم چي ستاسي دخوښي او اډاډايني څكالي به پكي ومومۍ .
په لاند ي ليكنه كي مونږ دې پوښتنو ته ځوابونه ويل غواړو :

1-چي چاته داسلام راوړلو بلنه نه ده وركړل شوي دهغوي پاي به څه وي ؟؟؟
2-دپورتنۍ مسألې په اړه داهل سنتوټولنيزه تګلاره .
3-دكفارو او مشركينو هغه ماشومان چي له بلوغ نه مخكي مړه شي آيا هغه به هم له خپلو پلرونو سره جهنم ته ځي كه څنګه ؟؟؟
څنګه چي دجنت دنعمتونو په اړه دادپاي ليكنه ده ,ځكه نو دلته يوڅو بنسټيزو پوښتنو ته ځوابونه ويل اړين بولم , دلته مونږدرى پوښتني له ځوابونو سره ليكو :
[color=blue:060bddf54a]1-لومړۍ پوښتنه داده چي :پدې نړۍ كي چي چاته داسلام راوړلو بلنه نه ده وركړل شوي دهغوي پاي به څه وي ؟؟؟[/color:060bddf54a]
ځواب :پدې كي هيڅ شك نشته چي پدې نړۍ كي ځيني داسي كسان شته چي هغوي ته به داسلام بلنه نه وي وركړل شوي,دبلني دنه وركولو ډول ډول لاملونه كيداي شي , دساري په توګه :يوسړى به پيدايشي كوڼ وي او هيڅ ليك لوست به يي هم نه وي زده ,او دكوم نبي پيغام به هم نه وي وررسيدلى .يابه يو سړي دكوم نبي زمانه نه وي بياموندلي ځكه به نو دلارښووني كوم پيغام هم نه وي وررسيدلى ,او دفترت په زمانه كي به مړشوى وي .
’’لكه په هغه مهال كي چي حضرت عيسى عليه السلام دالله نعالى له لوري اسمان ته پورته شو بيا درسول الله صلى الله عليه وسلم تر بعثته پوري زمانه چي په څو پييړو باندي محيطه وه دې ته دفترت زمانه وايي ,,
يا به كوم چا دنبي زمانه بياموندلي وي خو په دومره لري سيمه كي به او سيده چي تر هغو پوري به دديني لارښوونكو ورتلل شوني نه وو , نو داټول ددې لاملونه كيداي شي چي سړى دي داسلام له لارښووني بي برخي پاتي شي اودپايلي په اړه دي وپوښتل شي چي آيا جنت ته به ځي كه دوزخ ته ؟؟؟
داچي پدې اړه داهل سنتو ټولنيزه تګلاره څه ده ؟ تر دې له مخه دمسند احمد ديوه روايت ژباړه ليكل اړين بولم چي په هغه كي دځينو داسي كسانو ذكرراغلى - له حضرت اسودبن سريع رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چي څلور كسان به دقيامت په ورځ احتجاج وكړي 1-ګونګى چي څه يي هم نه وي اوريدلي 2-احمق سړى 3-هغه سړى چي تر اسلام راوړلو مخكي دفترت په مهال كي مړشوى وي 4-ډير سپين ږيرى
كوڼ به وايي چي اى زما پالونكيه اسلام راغى مګر ما هيڅ هم وانه وريدل ,احمق به وايي چي اى پالونكې اسلام راغى مګر زما داحال وو چي خلكو به په پچو او كاڼو ويشتم (په ماكي عقل نه وو) ,زوړ به وايي چي اسلام راغى مګر په ماكي هيڅ پوهه نه وه ,او څوك چي دفترت په مهال كي مړشوى وي نو هغه به وايي چي اى پالونكې ماته هيڅ كوم رسول نه ووراغلى .
نو الله تعالى به له دوي څخه دخپلي فرمانبرداري كلكه ژمنه واخلي او دوي ته به امر وكړي چي جهنم ته ننوځۍ , رسول الله فرمايي چي زما دي په هغه ذات لوړه وي دچا په واك كي چي زما روح ده كه داخلك هلته (جهنم) ته ننوځي نو نوهغه (جهنم) به دوي ته يخ او سلامتي وګرځي . (دقيامت ويروونكي نندارې له احمد,طبراني او ابن ماجه څخه )
له دې حديث شريف څخه په ډاګه شوه چي دقيامت په ورځ به دكاڼه كوڼوالى ,دزوړ زوړوالى او داحمق حماقت نه وي , او چاته چي داسلام بلنه نه وي وركول شوي هغه به هرهغه څه په خپلو سترګو ويني كوم چي دبلني اصلي موخه وه .
څنګه چي په قيامت كي په توحيد, رسالت ,او آخيرت باندي ايمان راوړو ته اړتيا نه ليدل كيږي ځكه به نود لوي خداي جل جلاله له لوري ددوي دازمويني لپاره لومړى له دوي څخه دتابعداري ژمنه اخيستل كيږي او ورپسي به بياجهنم ته دتلو امر وركول كيږي نو كه څوك داالهي امر ومني او جهنم ته ورننوځي نودرسول الله صلى الله عليه وسلم له وينا سره سم به هغه جنتي وي او كه څوك له دې الهي امر څخه سررغړونه وكړي نو هغه به جهنم ته ځي .
پاتي لري :



طالب جان
29.01.2005

په تير پسي :
[color=blue:97ea2941c6]2-دپورتنۍ مسألې په اړه داهل سنتوټولنيزه تګلاره :[/color:97ea2941c6]
كومو كسانو ته چي داسلام بلنه نه وي رسيدلي كه هغوي دفطرت نښو نښانو ته په كتلو سره دوحدانيت عقيده ولري ,مګر درسولانو له لارښوونو څخه بي خبره وي نو دې كسانو ته مؤمنين ويل كيږي , او دشريعت د احكامو به له هغوي سره حساب نه كول كيږي , او داسي كسان به له شرعي احكامو څخه معذور ګڼل كيږي .
او كه داسي كسانو دكفر او شرك عقيده هم نه درلوده او دتوحيدعقيده يي هم نه وه نو داسي كسان به نه مسلمان وي نه كافر, او ددوي په اړه دخداي جل جلاله خوښه ده چي دعذاب وركولو فيصله كوي او كه يي ژغوري .
او كه يي دكفر عقيده خپله كړي وه نو بيا به ګورو چي آيا ده ته دكوم نبي له لوري داسلام بلنه وركړل شوي كه نه ؟ كه بلنه وركړل شوي وه نو بيا دا سړى دتل پاتي عذاب وړدى , او كه بلنه نه وه وركول شوي نو بيا دا كس مكلف نه بلل كيږي .
داحنافو او اهل سنتو له تګلاري سره سم كومو كسانو ته چي اسلام ته درراتلو بلنه نه وي رسيدلي په هغوي باندي دالله تعالى په ذات (ديوه پيداكوونكي په شته والي )او دهغه په هغو صفاتو ايمان راوړل ضروري بلل كيږي كوم چي يواځي دعقل له لاري پيژندل كيږي . والله اعلم باالصواب .
[color=darkblue:97ea2941c6]3-دوهمه پوښتنه : دكفارواو مشركينو هغه ماشومان چي له بلوغ نه مخكي مړه شي آيا هغه به هم له خپلو پلرونو سره جهنم ته ځي كه څنګه ؟؟؟[/color:97ea2941c6]
اسلامي اصول څه داسي دي چي په نابالغو باندي دشريعت حكمونه نه جاري كيږي ,ځكه به نو دمسلمانانو ماشومان په جنت كي وي , خو تركومه ځايه چي دمشركينو او دنامسلمانو دبچيانو خبره ده نو پدې اړه كه څه هم كوم ښكاره حكم نه ليدل كيږي , ليكن علامه سيوطي رحمه الله پخپل وتلي كتاب البدور السافره كي روايات نقل كړي چي ژباړه يي اړينه بولم _ له حضرت انس رضي الله عنه څخه دكفارو دماشومانو په اړه وپوښتل شول نو هغه وويل چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چي دهغوي (ماشومانو)ګناهونه نه وو چي هغوي ته عذاب وركړل شي او دوزخيان شي , او نه يي ښيګڼي شته چي دهغوي جزا وركړل شي او جنتيان باچاهان شي , (بلكه) دمشركينو دا ماشومان به دجنتيانو خادمان وي . (دقيامت ويروونكي ننداره له ابن عبدالله ,درمنثور او طياليسي څخه ) .
له پورتني حديث شريف څخه په ډاګه شوه چي دكفارو ماشومان به هم جنت ته ځي او هلته به دجنتيانو دخادمانو په بڼه اوسيږي .
وړاندي يو بل روايت نقل كوي او وايي چي _دحضرت سمره رضي الله عنه په يوه لوي روايت كي راغلي چي په جنت كي رسول الله صلى الله عليه وسلم ديوې داسي وني تر څنګ تير شو چي ترې لاندي يو سپين ږيرى او دهغه شاوخوا ماشومان راټول وو ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ته جبرايل عليه السلام وويل چي دا سپين ږيرى حضرت ابراهيم عليه السلام دى او دا ماشومان دمسلمانو او مشركينو بچيان دي .
صحابۀ كرامو ورته وويل چي دمشركينو بچيان هم ؟؟؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چي هو! دمشركينو بچيان هم . ( پورتنۍ حواله )
علامه جلال الدين السيوطي رحمه الله دهمدې روايت په اړه وايي چي ابن عبدالله دا روايت له خورا كمزوري سند سره رانقل كړى , ځكه نو هم دډيرى علماوو په آنددمشركينو دماشومانو په اړه په قطعي او يقيني توګه څه نشي ويل كيداي ,بلكه دا دخداي جل جلاله خپله خوښه ده چي هر ډول فيصله كوي , پدې اړه دامام شافعي او امام ابو حنيفه رحمهما الله هم دا مذهب دى . والله اعلم باالصواب .
پاي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more