د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

عيسوي عالم وينا او د افغانستان اوسني حالت


Adil watanmal
29.01.2005

---------------------[b:3223f3d0a6][u:3223f3d0a6]د عيسوي عالم وينا او د افغانستان اوسني حالت[/u:3223f3d0a6][/b:3223f3d0a6]

ګرانو لوستونكو له پنډو سلامونو او نيكو هيلودڅخه ورسته.

د عزت وړو تاسي ته ښه معلومه ده چي صليبي يرغلګرو او وحشي ملګرو ئي د څه ايمان پلورونكو په ملنه زمونږ په هيواد باندي تيري كړي چي دغه تيري يواځي په خاوره نه بلكي د افغانانو په دين، ناموس باندي هم شوي او په تيري دري كلونو كي مونږ د سر په سترګو هغه څه وليدل چي په تاريخ كي ئي ساري نه ليدل كيږي خو اوس هم د همدغو صليبيانو لاسپوڅي او مداحيان كوشش كوي چي زمونږ په سترګو كي خاوري واچوي خو د بعضي خلكو د خبرو په اوريدلو سره راته د هغه عالم څيره په مخ كي ودريده چي صلاح الدين ايوبي او علي بن سفيان د قاهري له يومسجد څخه ونيولو په داسي حال كي چي دغه عالم له اصل څخه نصراني وه او د مسلمانانو امامت ئي كولو خو هغه خبري چي د مجاهدينو او جهاد په اړوند ئي په خپلو خطبو كي خلكو ته كولي بالكل همدغه شكل ئي لرلو كومي چي نن ورځ د بعض ايمان پلورونكو له خولي راوځي.
او دغه عالم په جيل كي چي كومي خبري علي ته كړي هغه نن ورځ مونږ په خپلو سترګو ګورو او عيسوايان په خپلو پلانونو كي په همغه كچه مخ په وړاندي روان دي په كوم چي د صلاح الدين ايوبي په وخت كي وه خو اوس د ايمان پلورونكو له كتاب څخه د هغه عالم خبري تاسي ته په مخ اږدم هيله لرم چي سوچ پري وكړي او د صليبيانو او جاسوسانو له شر څخه خپل مسلمان وګړو په بچكولو كي خپل پوره كوشش وكړي:
عيسوي عالم په جيل كي علي ته د خپلو خبرو په دوران كي داسي وويل:
(( [color=darkred:3223f3d0a6]ما تاسي ته ويلي چې ما له علم نه دا زده كړي چې د كوم ملت تهذيب او تمدن او دين چي انجړپنجړشي نو بيا پر هغه قوم او ملت باندي د يرغل او جنګ جګړو اړتيا نه پاتي كيږي[/color:3223f3d0a6][[------- صليبيانو او ملګري ئي دي هدف ته په افغانستان كي نه شوه رسيدلي نو ځكه ئي پري يرغل وكړوكه دغه هدف ته رسيدلي وايي نو هيڅ به ئي يرغل نه واي كړي لكه چي څنګه نور په نوم اسلامي ملكونو حال دي --------]]] [color=darkred:3223f3d0a6]كه كوم قوم لاندي كول غواړي نو په هغوي كې شهواني اوربل كړه[/color:3223f3d0a6][[[--------- همدغه كار لپاره خو صليبيانو په افغانستان كي په مختلف قسمونو كارونه شروع كړي متآسفانه چي په كابل كي د شرابو پيدا كول د صافو اوبه څخه اسانه كار دي نه غواړم چي ددي خبري نوره شننه وكړم ځكه چي خبره د لمر نه روښانه ده او عقلمند په اشاره پوهيږي--------]]] [color=darkred:3223f3d0a6]ستاسي قوم د نفسونو غلامان شوي دي، كه په تاسي كي چي هر څوك شتمن شي تر هر څه ړومبي خپل حرم سراي له ښځو ډك كړي[/color:3223f3d0a6] [[[----- په افغانستان كي ددي كار ثبوتونه په حساب كي نه راځي----------]]] [color=darkred:3223f3d0a6]تاسي نه پوهيږي چې دا د هغوي حملو پايله ده چې زما په څيري پوهانو ستاسي پر دين، تهذيب او تمدن باندي كړي دي[/color:3223f3d0a6][[[------ حقيقت دي چي صليبيانو د ملا په جامه كي د اسلامي ټولوني د خرابولو لپاره ډير زيات كار كړي . كله چي په افغانستان باندي روسانو يرغل وكړو نو مليانو ئي په ضد د جهاد فتوى وركړي پدوي كي څه داسي هم وه چي د خپل صليبي بادارانو په امر ئي په دي فتوى كي خپل اواز شريك كړو خو چي كله صليبيان خپله ميدان ته راكوز شوه اوس ئي الله پاك مونږ ته ددغه ايمان پلورونكو مليانو حقيقي څيري په ګوته كړي خو ان شاء الله چي سزا به ډير زر وه ګوري.--------]]] [color=darkblue:3223f3d0a6]عيسوي عالم زياته وي چي يوه ورځ به اسلام په نړى كې نه وي او كه ويي هم د يوي بيكاره نظريي په شكل به پاتي وي[/color:3223f3d0a6] [[[------ ايا همدغه حالت نن نه دي ؟؟؟؟؟؟ زه افسوس كوم چي خپله مسلمانان د اسلامي قانون پر ځاي د كفارو د لاس جوړ شوي قوانين مني او هغه د انسانانو د مشكلاتو د حل لاره ګڼي او اسلام تر مسجده محدوده وي او د ترقي په لاره كي ئي خنډ ګڼي او د اسلام په نامه ناره اوچتونكي وحشي او ځنګليان ګڼي خو بل لوري ته د كفارو په لاس جوړشوي قوانينو تطبيق كوونكي سره ددي چي كار او وظيفه ئي سګواني او سګشوي وه نن ورته د متدين په نظر كتل كيږي. چي زمونږ د خپلو مسلمانانو دا حال دي نو د كفارو نه به څه ... ----------]]][color=darkred:3223f3d0a6] عيسوي عالم ددغه كار سبب هم په ډاګه كوي او وايي: او پيروان به ئي په شهواني مزو چړچو كي مست وي، هرڅوك نورالدين زنګي او صلاح الدين ايوبي كيداي نه شي،... مونږ چي اسلام له منځه يوسو اوي ا يي پيروان خپل غلامان كړو هله به آراميږو[/color:3223f3d0a6].[[[------------- الله جل شانه په هر وخت كي حقپالو ډله ژوندي ساتي نو د عيسويانو دغه ارمان به هيڅكله پوره نه شي ولو كه دوي خپل ټول كوشش هم وكړي ځكه د اسلام ساتنه به الله پاك كوي.
ګرانو لوستونكو نن ورځ مونږ د ډيرو ايمان پلورونكو څخه داسي خبري اورو چي غواړي د هغي په كومك د ځوانانو په ذهنونو كي د صليبيانو څخه د ګران هيواد افغانستان ازادي افكار وه باسي او د همدي هدف لپاره دښمن زمونږ په ټولنه كي په مختلفو جامو كي خپل لاوډسپيكرونه لږولي خو مونږ او تاسي بايد د دښمن هر حركت ته په ديقت سره وه ګورو او د دښمن او دوست د اوازونو كي فرق وكړو او د صليبيانو د لاوډسپيكورونو څخه مونږ دا اواز هم اورو چي وايي د اسلامي حكومت په نامه چغه وهونكي چي دي غواړي هيواد تورو تيارو ته وغورځوي او د غلامي په ځيځيرونو ئي تړل غواړي او ددوي هدف چوكي ده او هسي ئي د اسلام په نامه لوبه روانه كړي ، خو مونږ پوهيږو كه دغه خلكو چي د صلييبانو خلاف خپل اواز اوچتوي چوكي مقصد وايي نو په لومړي قدم كي به ئي خپل سر د وخت فرعون ته ټيټ كړي وايي او خپله چوكي به ئي بچ كړي وايي خو زه افسوس كوم چي اكثره مسلمانان د خپل تاريخ په اړوند هيڅ معلومات نلري او نه پوهيږي چي صليبيانو په تير وخت كي زمونږ مسلمانان څرګند دوكه كړي او خپل هدف لپاره ئي استعمال كړي زه دلته د يو ايمان پلورونكي مسلمان په مخ كي د يوعيسوي قومندان خبري تاسي ته رانقلوم او په خپله پكي سوچ وكړي چي اي همدغه كار صليبيان اوس هم كوي او كنه.
د ايمان پلورونكو د كتاب د لومړي ټوك په ۳۵۲ مخ كي د[color=darkred:3223f3d0a6] حاتم الاكبر[/color:3223f3d0a6] په نامه د يوه ايمان پلورونكي مسلمان ذكر راغلي چي واي دغه مسلمان د عيسويانو په اعلى مجلس كي ناست وه او د مسلمانو خلاف يوي خبري په دوران كي يو غټ عيسوي قومندان داسي وويل: (( [color=darkred:3223f3d0a6]زمونږ ګران دوست حاتم خو هم مسلمان دي، آيا له ده سره به هم خپل دين خيال نه وي؟ هغه د شرابو پياله د حاتم په لاس كي وركړه وي ويل: حاتم پوهيږي چي صلاح الدين ايوبي مصر د غلامي په ځنځيرونو تړل غواړي او د اسلام په نامه يي لوبه جوه كړي ده، موږ مصر آزادول غواړو، ددي لاره داده چي صلاح الدين ايوبي په مصر كي ارام ته پرينښودل شي.
حاتم الاكبر د صليبيانو په شرابو مست سريي د تاييد له پاره ښوراوه.)))[/color:3223f3d0a6]
نن زمونږ په ګران هيواد افغانستان كي هم همدا لوبه روانه ده، صليبيان افغانستان د مسلمانو د لاسه ايستلو ته د افغانستان د ازادي نوم وركوي او زمونږ ايمان پلورونكي په تاييد ورسره سر ښوروي.خو افسوس د هغه مسلمانانو په حال هم كوم چي همدغه ايمان پلورونكو ته د پيروانو او لوړ شخصيتونو په سترګه ګوري خو دلته د خپل تره ځوي خبره راياديږي چي ويل ئي م[color=darkblue:3223f3d0a6]ال او دولت د انسان په ډيرو بدو پرده اچوي[/color:3223f3d0a6] او ده هم داسي.

نوربيا

----------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

-------------------------------------------عادل وطنمل


م ن غروال
29.01.2005

ًًًښاغلئ عادل وطنمل ورور سلامونه ومنئ!
د نني افغاني سياسي وضعيت څخه زما په اند مونږه افغانانو ته يو چانس شته چې د هېواد د امنيت او د راتلونکي سياسي آزادو ټاکنو لپاره د ديموکراتيکو اصولو پر بنأ راتلونکۍ افغاني خپلواک حکومت جوړ کړو٠ د شهيد سردار محمد داود خان د سياسي سقوط وروسته لا تر اوسه افغانستان د آرامۍ ساه نده ايستلې٠ مسلمان افغان ولس چې تر کومه د مجاهدينو راتګ ته د يوه خپلواک او با امنه اسلامي حکومت تمه کوله د داسو غمجنو او د انساني حرمت او کرامت څخه ډير لرې حالات يي وليدل چې د نجيب د وخت په ارمان شول٠
زما په اند نن افغان ولس داسي کوم سياسي اسلامي مشر چې وبه کولائ شي د اوسنيو شرايطو په تله څه ملت ته وړاندي کړي ، ولري٠ نو معقوله او غوره به دا وي چې د تحريک کوونکو او او جګړو ته د افغانانو بيا رابلل به سمه نه وي٠ له اوسنيو شرايطو که مسلمان اولس په خپله نفع کار وکړ او د اتحاد لاسونه سره يي ورکړل داسي ورځ به لرې نه وي چې افغانستان به د خپلې اردو او پوليسو او قضی په درلودو خپل امنيت پخپله وساتي او باندني ځواکونه به په خپله مخه ځي٠
په درناوې


pattang
30.01.2005

غروال صيب سلامونه !
وروه وخت مې ډير کم لرم زه بايد يو پروڅېس (process ) ولېکم خو يو څو خبرې لنډې درته ليکم ٠
- په دې کې هېڅ شک نشته چې تاسو او نور ټول ددې پاڼې وروڼه ډير پياوړې او هېواد دوسته افغانان ياست اوپه هيواد مو زړه خوږيږې او زه په تاسو ټولو وياړ م٠

زما د ژوند له تجربې نه زه دې ته را رسيدلی او عقيده لرم ،چې مونږ ډير خوشبا وره
سپين پښتانه يو( کالې او کور : = کفن او ګور ) او زر غلطېږو :

- هر رژيم چې له پردويوڅخه واخستل شې او دې پرديو په مرسته جوړ شې, نو هغه پردې به خپل شر طونه ږدې. ٠
ديموکراسي زمونږ کلتور ندي که زمونږ دحکومت دسر ګډا ګيان ئې واخلې او کړنلاره ئي کړي ، نو بايد شرطونه ئي هم و منې ٠يا په بل عبارت يو سيستم پالنې او ترميمه ولو ته ضرورت لرې ، نوپه پالنه او تر ميم ئي هغه کسان ښه پوهيږي کومو چې دې دغه سيستم بنسټ اېښي وې اوجوړ کړې ئي وې٠

ستاسو نيت ښه دي ، خو داسي ندي ،متا سفانه کوم شې ته چې تاسو اشاره ورته کړې دي هغه به دې پرديو تر لاس لاندې وې٠

يو مسال : که افغانستان ٧٠٠٠٠ زره عسکر ولرې او دمياشتې معاش ئې ١٠٠ ډالره
شې ، نو يواځې ديوه کال دعسکرو معاش ئي
70000*100$*12= $ 84.000.000 کېږي ٠ دجنرالانو، منصبدارانو، مارشالانو ,اصلحې او تدبيقاتو مصرف لا پريږده ، نوټول مصرف ئې په حدود دې 200 مېليونو په شاو خوا کې اټکل کيږي نو ايا که چيرې لوي بادار او دهغه شرا ئط نه وې نو افغانستان به دغه پيسې له کومه کړې ؟
که چېرې افغانستان دارزانه پانګې او ارځانه مزدورې ملک شې نو تل به افغانان دبادار د سرمايه دارانو پښې څټې او کوم وخت چې بازار سوړ شې نو دوې به بيا د پانګې دايښودلو مرکز بل چيرته وړې ٠ دا څکه چې مرکزيت دوي د پانګې تا بع دي٠

زمونږ ګټه به څه وې ?

يو څو ورځې،کالونه ، لوړې چوړې او بيا هغه دايران او پا کستان مزدورې او قاچاقبرې .

په دې لاره کې ( غربې ديموکراسې ) به مو هم دين او هم پښتنولې لاسه ورکړې وې٠

بلې مو ضع ته ځمه،پروځېس يو دي خو له پورتنۍ موضع سره مستقيم او نږدې اړه نلرې :

داڅو کاله تير شول چې ،په هيواد کې هيڅ کار ندي شوي او ټولې پيسې ورکې شولې ،نن په کابل کې - 18 درجې دي نه برق شته او نه ګاز انسانان په خيمو کې له يخه مړه شول ٠
دکرزي صيب کابېنې ته ګوره ټول ئې بيکاره کسان دي :
دکرزې وزيران ټول بي مسلکه خلک دې ،يو څو ئې حتي په خپلو ځانوباندې د فروفيسور او ډاکتر نومونه هم اېښي دې ،حال دا چې په خارج کې يا تر جمان، بيکاره او يا ټکسيوان وه ٠ داسې بي مسلکه خلک به څرنګه خارجې سيا ست کوې او څرنګ به ملې سر مائې ته رشد ورکوې اوڅرنګه به خلکو ته کار پيدا کوې ?
انګليسي خوپه غرب کي دې ډ ېروکسانو زده ده ،خو په افغانستان کې که په انګليسې پوه وې اوهم دې پنجشيريانوته خپله چاپلوسې کوله نو سمدستې دې
لويه چوکۍ په قصمت ده٠
دې حال ته وګوره : http://www.hambastagi.com/video.html

ستاسو ورور پتنګ .

[quote:c513538f3a="غروال"]ًًًښاغلئ عادل وطنمل ورور سلامونه ومنئ!
د نني افغاني سياسي وضعيت څخه زما په اند مونږه افغانانو ته يو چانس شته چې د هېواد د امنيت او د راتلونکي سياسي آزادو ټاکنو لپاره د ديموکراتيکو اصولو پر بنأ راتلونکۍ افغاني خپلواک حکومت جوړ کړو٠ د شهيد سردار محمد داود خان د سياسي سقوط وروسته لا تر اوسه افغانستان د آرامۍ ساه نده ايستلې٠ مسلمان افغان ولس چې تر کومه د مجاهدينو راتګ ته د يوه خپلواک او با امنه اسلامي حکومت تمه کوله د داسو غمجنو او د انساني حرمت او کرامت څخه ډير لرې حالات يي وليدل چې د نجيب د وخت په ارمان شول٠
زما په اند نن افغان ولس داسي کوم سياسي اسلامي مشر چې وبه کولائ شي د اوسنيو شرايطو په تله څه ملت ته وړاندي کړي ، ولري٠ نو معقوله او غوره به دا وي چې د تحريک کوونکو او او جګړو ته د افغانانو بيا رابلل به سمه نه وي٠ له اوسنيو شرايطو که مسلمان اولس په خپله نفع کار وکړ او د اتحاد لاسونه سره يي ورکړل داسي ورځ به لرې نه وي چې افغانستان به د خپلې اردو او پوليسو او قضی په درلودو خپل امنيت پخپله وساتي او باندني ځواکونه به په خپله مخه ځي٠
په درناوې[/quote:c513538f3a]



Adil watanmal
30.01.2005

د عزت وړ غروال صاحب او ګرانو لوستونكو له نيكو هيلو او سلامونو څخه ورسته
لومړي خو مو د نظر څرګندوني څخه يو عالم مننه.
وروره ستاسي د ليكني په اړوند زه څه مختصره ليكنه كول غواړم.
1. افغانستان اوس په ډيره نازكه مرحله كي دي.او فوج او پوليس د بدني تربي ترڅنګ ذهني تربي ته هم اړتيا لري نو هغه فوج او پوليس چي نن مونږ ته صليبيان ئي تربيه كوي نو د هغوي د ذهني تربي اړخ به څنګه وي ، ځكه صليبيان دومره بي عقله نه دي چي بغير د خپل هدف نه زمونږ فوج او پوليس تربيه كړي نو له همدي وخت نه چي كوم فوج او پوليس نن په افغانستان كي د صليبيانو د سوري لاندي تربيه كيږي هڅكله به مسلمانان ددغه فوج او پوليسو نه خير وه نه ګوري دوي به ټول په علماني فكره تربيه كيږي او صليبيان كه ووځي هم نو د خپلو اهدافو د ترلاسه كولو لپاره به ئي استعماله وي.[color=darkblue:2a9024bfc1]ددغه فوج او پوليسونه د خير طمعه كونكي دي له ياده نه باسي چي په افغانستان كي به د همدغه پوليسو اوفوج په بركت د تركي په شان حالات راشي چي په ښونځيو كي به حجاب كونكي مسلماني جنكي نه پريښودل كيږي او پوليس به ئي په زوره په عام بازار كي د سرونو نه حجاب استه كوي خو بيا به مونږ همدومره كمزوري وه لكه څنګه چي نن د تركي مسلمانان دي. نو وړاند له دينه چي په مونږ داسي حالات راشي بايد له اوس نه ددغه سيلاب مخه ونيسو او كنه ئي شو نيولي نو بيا خو كم نه كم ددغه سيلاب په مخ خنډ شوي بندونه په خپلو لاسونو وران نه كړو. كنه نو د وخت په راتګ سره به ډير د مچ په شان لاسونه ومروړو.[/color:2a9024bfc1]
2. حيران يم چي د صلبيانو دچتري لاندي حكومت به څنګه خپلواك وي ، افغانستان نن صليبيانو خپله مستعمره ګرځولي او ددوي په وجود كي به هر حكومت ددوي د غلامانو وي نه خپلواك. دري كاله وشول خو تر اوسه په يو كابل كي امن رانه غلو، په بيګناه هيوادوالو مو قسم قسم تيري د صليبيانو له خوا كيږي خو غلام نه شي ويلي چي خانه سپي دي غله ده.
3. هيڅ امكان نلري چي صليبيان دي هغه كسان په ميدان كي پريدي چي سوچه اسلامي فكره ورسره وي ځكه صليبيان نه غواړي چي يو حقيقي مسلمان دي سياسي قوت په دنيا كي ولري كه هر څوك راځي ددوي به تابع وي كنه نو ژوندي ئي نه پريدي ځكه دا د قرآن فيصله ده نه زما چي يهود او نصارى د مسلمان څخه تر هغه وخت نه راضي كيږي چي تر څو د هغوي د ملت تابع شوي نه وي.
4. نن مونږ ګورو چي په افغانستان كي دوي په خپل خلاف يوه مجله نشي برداشت كولي نو يو اسلامي سياسي شخصيت وجود به څنګه برداشت كړاي شي.

[color=white:2a9024bfc1]د پاي ټكي:[/color:2a9024bfc1]
وحدت چې شي پلمه بيانو كافر دي مسلمان
د صلحي په نوم جوړ شي د يواين لخوا پلان
===================دامونه او داني به راخپري كړي كافران
===================چه وتړي له پښونه په كښې دا مظلوم افغان
خالصه خداي دي ساته جهادونه دى خرڅيږي
چه څوك وي منافق نو د كافرو سره يو كيږي
---------------------------------

-----------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

----------------------------------------عادل وطنمل



Adil watanmal
30.01.2005

د قدر وړ پتنګه وروره
------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

وروره ستاسي د نظر څرګندوني څخه مننه.

ګرانو لوستونكو څو ورځي وړاندي مي د نوښت مجله كتله چي يو مضمون ئي ليكلي وه د دري چاركه تر عنوان لاندي نو دغه مضمون په افغانستان كي د صليبيانو په لاس جوړه شوي نوي كابيني په اړوند وه نو ان شاء الله چي ډير زر به ئي ستاسي په وړاندي كيږدم.

-------- د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

--------------------------------------عادل وطنمل


Wares Darwesh
30.01.2005

محترم وطنمل صاحب اودرنو ليکوالو او لوستونکو سلامونه می ومنی
درنو دوستانو خدايدی وکړی چی ستاسی په دی خواږه بحث کښی خنډ شوی نه وم٠
که شوۍ وم بخښنه غواړم٠ او صرف يو څو کرښی می غوښتی چی ويی ليکم او هغه دا چی٠
غروال صاحب يو ډير منطقی نظر وړاندی کړی ،په ريښتيا چی موږ بايد دوخت نه په ګټی اخيستو سره دا خپلی ويجاړی را سمبالی کړو٠ او دا په ﻻس راغلی چانس موبايد له ﻻسه ونه وځی
٠ موږافغانانو په دی تيرو لسيزو کښی نه اسلامی نظام جوړ کړای شو او نه سوسيا ليستی،اونه کوم بل٠ په بدل کښی مود وطن نه داسی دفسات او بی سری منځاله جوړه شوه ، اويا مو جوړه کړه، چی نوريی دبياجوړو ادراک نه ښکاريده.
نو اوس که ددی بحرنيانو په منځګړيتوب سره موږ افغانان په خپل منځ کښی دلاس نه تللۍ اتفاق بيا لاس ته راوړو او خپلی کورنې چاری سمبال کړو دا به ښه وی٠
او راغلم ستاسی په وينا صليبيانو ته٠
يوه خبره بايد دلته ذکړم هغه دا چی نن صبا په افغانستان کښی دامريکايی پوځونو په علاوه دنورو اروپايی ملکونو پوځيان هم موجود دی نو دا په دی دﻻلت کوی چی افغانستان دکوم مشخص ملک ترسياسی اويا پوځی مستعمری ﻻندی نه دۍ٠
اوپاتی شو مذهبی مسايل، ددغه ملکونو وګړی دامريکی په شمول ،چی پوځيان يی په افغانستان کښی دامن په راوستلو بوخت دی،عيسويان دی مګر دوی په دی ﻻ پخواقادر شوی چی په خپلوملکونو کښی مذهب ددولتی او سياسی چارو څخه جلا کړی ، مطلب می دادی چی په غربی نړی کښی له مذهبه څخه کومه سياسی ګټه نه اخيستل کيږی ،که داسی نه وی تاسی يو هيواد را په ګوته کړی چی دوی دی داسلامی ملکونو په څيرمذهبی قوانين په خپل ملک کښی جاری کړی وی، دوی مذهب او عقيده شخصی بولی اوحتاخپل وګړی ديته نه اړ باسی چی دوی بايد حتمأ کليسا ته وﻻړ شی اويا دی حتمأ په کومه عقيده واوسيږی٠ نو که څوک ووايی چی دوی افغانانستان ته دصلبيانو په نامه راغلی او غواړی اسلام له خلکو واخلی او عيسويان يی کړی دا نو غلطه خبرده٠
راغلم افغانی نويو پوځيانو ته چی ستاسی يئ په هکله تشويش لری٠ لومړی هغه پوځی چی دغه پوځيان روځی نظامی خلک دی او دوی مذهبيان نه دی چی مذهبی زدکړی دی خلکو ته ورکړی٠
اوکه داسی هم وی نو دا زموږ هيوادوال چی داسلام لپارۀ دومره قربانې ورکړی اوس داسی مفت ديوغربی تر اسر ﻻندی راځی او خپلی ورکړی قربانی اوکړی فدا کارې په سين ﻻهو کوی او عيسويان کيږی به؟
ايا دا به زموږ ستاسی د مسلمانو امجاهدو افغانانو په هکله غير عادﻻنه قضاوت نه وی؟ چی دوی ته دداسی سست عنصره خلکو په سترګو وګورو؟ مطلب می دنويو افغانی پوځيانو څخه دۍ٠
په درناوی٠ وارث



ع کريم حليمي
30.01.2005

درنو اومحترمو لوستونکو سلام و رحمه الله و برکاته
عادل صيب تاسو داسي ليکلي
(ما تاسي ته ويلي چې ما له علم نه دا زده كړي چې د كوم ملت تهذيب او تمدن او دين چي انجړپنجړشي نو بيا پر هغه قوم او ملت باندي د يرغل او جنګ جګړو اړتيا نه پاتي كيږي)
اول که امکان وي ٠
تهذيب څه معنا ،تهذيب څشي دۍ
تمدن څه معنا ،تمدن څشي دۍ

اول به موږ او تاسو يواري په خپلو الفاظو او لغتو سره موافق سوو ٠ او ورسته به
بيا بحث درسره کوو


صابر ننګرهاري
04.02.2005

عادل وطنمل صيب له سلامونو څخه ورسته

ورروه ستاسي ليكنه ښه په زړه پوري ده او زه درسره موافق يم خو كاشي چي د يرغلګرو تر څنګ ولاړ مسلمانان په دي خبرو پوه شي. او خپل دښمن وپيژني.

صابر ننګرهاري


صابر ننګرهاري
04.02.2005

وارث خانه
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

وروره تر كومه چي ماته معلومه ده د هرهيواد پوځ په يوځانګړي نظريي سره تربيه كيږي چي پوځي د هغي څخه دفاع په خپل ځان لازمه وي او په هر حالت كي ترينه دفاع كوي او د جنګ په دوران كي خپل روحي جانب په همدي تكيه كوي خو نن چي په افغانستان كي كوم پوځ د يرغلګرو له لوري تربيه كيږي دوي به د يرغلګرو د نظريو په بنسټ تربيه كيږي او په اينده كي به د همدغو يرغلګرو له افكارو څخه پرځان دفاع لازمه ګڼي او كه مونږ خپل ورسته ته وه ګورو نو پوهيږو چي روسانو خپل افكار د افغاني پوځ په سرونو كي ځاي په ځاي كړي وه نو ځكه د يرغل پروخت ئي ټول پوځ ترڅنګ ودريدو او په ډاګه ئي د روسانو د نظرياتو او افكارو څخه دفاع شروع كړي او هر مخالف ئي ژوندي په خاور ننويستولو نو وروره يرغلګرو نظريه او افكار تاسي ته به ښه معلوم وي چي ټول د اسلام خلاف دي نو د اسلام د دښمن په لاس تربيه شوي پوځيان به څنګه د مسلمانانو په ګته تمام شي. زه خو فكر نه كوم چي له دغه پوځ څخه دي مونږ خير وه ګورو ځكه هغه پوځيان چي لسګونه كاله د افغانستان له خزاني څخه پري مصرف وشو خو د روسانو د يرغل پر وخت د دښمن تر څنګ ودريدل نو فكر نه كوم چي د دښمن په لاس تربيه شوي پوځيان دي مونږ ته وفادار وخيږي او د هرچا خپل نظر دي.

په مينه او مننه

صابر ننګرهاري


نقاد
04.02.2005

صابر خان ورورته سلامونه .
ښاغلی وارث صیب سم وایی ، [color=red:c8e714b8cd] دلویدیځ په سیاست کې ان د رېنسانس له دورې راهیسې صلیب او صلیبیت نشته ![/color:c8e714b8cd]
ره ناممکنهدرتهنه بریښي چې له یوې خوا پر امریکا د صلیبت ترګوې، او له بلې خوا یې دمکراسۍ ته منسوبوې ؟ ایا صلیبیت دموکراسی پیژني ؟ آیا د صلیبي دورې په خپلې څه ناڅه زر کاله موذې ک دیموکراسۍ ته اجازه و رکوله ؟ آیاستا سې دغه طالب رژیم دموکرسۍ ته اجازه ورکوله اویابه یې ورکړي، کوم چې د صلیبیت سره ورته او یو ډول بنسټپاله واکمني یې لرله ؟ او ایا د صلیبي رژیمونو ټغر د موکراتیکو انقلابونو ورټوله نکړ؟ ( د بوش لومړي اظهاراتو تش سمبولي
معنی لرله، ځکه صلیبي جنګونو د عربو اسلامي امپراتوري متاسفانه دړې وړې کړېوه ) .
او څشی چې د شورویانو ایدیالوژي وه ،نو هغه ښکاره وه پټه نه وه ا و په روزنه کې یې هم ورڅخه ځکه کار اخیستلی شو چې پټه نه وه : چې نوم یې په ښکاره سره طبقاتي مبارزه وه : د سوسیالیزم ، ورورۍ او برابرۍ په نامه . نو که امریکایانوته هم نن ورځ دپوځ روزنه ور په غاړه وي، باید د روزنې هدفونه یی ښکاره او روښانه اوسي : چې هغه ښا یی ( له ترهګرۍ څخه ) آزادي او دیموکراسي وي .د اسلام څخه مخالفت، شرابو او فحاشۍ ته رابلل ددوی دعلني تبلیغ او تربیوي مبارزې ښکاره اصول او منځپانګه نشي کیدای ، په تیره بیا داچې په اساسي قانون کې داسلام خلاف د هیڅ شی د عملی کولو اجازه نه ده ورکړل شوې . سره ددې چې په پټه به د یوه انحرافی عمل په توګه تر سره کیږي او سزا به نه ورکول کیږي. .خو دادوخت خبره ده چې مخه یی ونیول شي او دمحاکمو له خا تعقیب شي . په اولسواکۍکې د شوراله خوا ددې انحرافاتو مخه په کلکه توګه نیول کیږ ي ،خوتاسې په خپل قضاوت کې هدومره صبر وکړئ چې د شورا ټاکنې ترسره شي او یو څو میاشتې (۳ـ ۶) یې تیرې هم شي ، څو ووینئ چې شورا یې چاره وکړه که نه .اولس واکي صرف د حکومت یو شکل دی :هغه شکل چې د اولس واک په کې چلیږي، او دغه شکل پخپله نه ، بلکې داولس د استازوله خوا حکومت ته ورکول کیږی او څارل کیږي ،نور بنسټونه لکه
محاکم ،مطبوعات او د بیان ،عتصاب او مظاهرو آزادي او نور د مسلمان اولس په واک او اکمنۍ کې له شورا سره صرف مرسته کوي . افغانستان اوس د خیره
دغه هدف په لور روان دی، او که چېرې اولسواکۍ ثبات وموند ، امریکایان اونورلویدیځوال به هم له افغانستا ن څخه وختي ورک شوي اوسي . ومن الله التوفیق !



Adil watanmal
05.02.2005

د عزت وړ وارث خان درويش
-----------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
وروره ستاسي له نظر څرګندوني څخه يوعالم مننه كوم خو وروره د هر چا خپل نظر وي [color=brown:4838bfd2d8]زه خو په خپله د غلامي د ژوند نه د عزت مرګ غوره ګنم.[/color:4838bfd2d8]
اوس به راشم ستاسي وليكني ته:
1. وروره كه مونږ افغانانو غوښتل چي د كفارو تر سيوري لاندي حكومت جوړ كړو نو بيا مونږ ولي د روسانو سره جنګيدو چي روسان مو هم تباه كړه خو افغانستان هم په كنډوالو بدل شو او په لكونو افغانان د خاورو لاندي شوه سره ددي چي مونږ او تاسي ټولو ته معلومه وه چي روسانو د افغانستان نه فقط د يوه پله كار اخيستل غوښتل.
2. د بعض افغانانو وروڼو يوڅو خبرو ته زيات حيرانيږم چې د روسانو راتګ افغانستان ته د وحشي تيري په نوم يادوي سره ددي چي روسان د افغانستان د حكومت په غوښتنه او وړانديز افغانستان ته راغلي وه او نني صلبي يرغلګرانو ته چي د هيچا په غوښتنه او وړانديز نه دي راغلي بلكي په افغانستان ئي يرغل كړي او افغانستان مستعمره كړي بشر دوسته واي او يرغل ئي نه ګڼي.
3. وروره دا خبره درسره منم چې صلبيانو مذهب او سياست سره جدا كړي خو هيله درڅخه كوم چې د وخت د فرعون بوش لعين خبره په ياد وساتي چې هغه په خپله دغه جنګونه صلبي ګڼلي دي چي بيا ئي په اسلامي هيوادونو كي حواريينو ئي د خپل بادار خبري ته پيوندونه لږول نو وروره دا يو مذهبي جنګ دي.
4. وروره كه تاسي هغه راپورونه وه ګوري چې له دغه صلبي يرغل څخه ورسته صلبي داعيانو په كومو طريقو سره افغانان له اسلام څخه د لري كولو كوششونه كړي حيران به پاتي شي نن په افغانستان كي په سونو موسيسي عيسويت ته دعوت چلوي چي ده تيرو دري كلونو په اوږدو كي فقط په كابل كي د افغاني عيسويانو شمير له يو لكو څخه اوړي او په همدغه كار كي دغه صلبي قواوي ورسره پوره همكاري كوي خو فكر مه كوه چې دغه راپورونه به طالبانو تيار كړي وي بلكي د همدغه معلومات د راټولو كار يو افغاني محصل كوي چې په يو پوهنتون كي درس وايي او د ماجستير رسالي موضوع ئي همداده او د همدي هدف لپاره پدي ورځو كي د افغانستان په مختلفو منطقو كي په كار بوخت دي چې كله ئي كتاب پوره كړو نو انشاء الله چي ډير د فيل په غوږ كي وده مسلمانان به له ډيرو حقيقتونو نه خبر كړي.
5. عيسوي مبلغين پدي مكلف نه دي چې مسلمانان دي د اسلام څخه وباسي او په عيسويت كي دي داخل كړي بلكي ددوي وظيفه او كار فقط تر دي محدود دي چي مسلمان بايد په خپله عقيده پاتي نه شي كه په عيسويت كي داخل شي او كنه خو بايد له اسلام څخه وه ويستل شي. نو ګرانو لوستونكو د همدغه هدف ته د رسيدلو لپاره نن صلبيان زمونږ په وړاندي مختلفو طريقو څخه كار اخلي او دا ځكه چي دوي ته ښه معلومه ده چي مسلمان څومره د خپلي عقيدي سره لنډ وي همدومره پري بري سخت دي او د مسلمانانو كمزورياني هم ورته معلومي دي نو ځكه ئي نن ډيري غټي اسلامي سټي هم د خپل اثر لاندي راوستلي.
6. د صلبيانو مبارزه يوڅو نور اړخونه هم لري چي هدف ته د رسيدلو لپاره ئي استعمالوي چي هغه د شرابو او فحاشي عام كول دي او د شرابو په اړوند به دومره ووايم چي په كابل كي د صافو اوبو پيدا كول ګران دي د شرابو څخه او د فحاشي په اړوند څه ويل نه غواړم ځكه لمر په يوه ګوته نه پټيږي.
7. ګرانو لوستونكو په افغانستان باندي چي نن صلبيانو كوم يرغل كړي پدي كي د افغانانو هيڅ ترينه هم محفوظ نه دي او دغه يرغل د افغانانو په وطن، ناموس، دين، ثقافت او... باندي دي خو مونږ تر اوسه هم د فيل په غوږ كي وده يو او د دښمن نه د خير طمعه كوو. او په همدغسي خوشفهمي سره مونږ د اسلامي هيوادونو ډيري برخي له لاسه وركړي نو لري نه ده چي د صلبيانو اوسني يرغل به د عراق ، افغانستان، ايران، تركي ، پاكستان د تجزي سبب وه ګرځي.
8. وارث خانه وروره فكر كوم چي تاسي د پوځيانو د نظري تربي په اړوند پوره معلومات نلري زه دلته ډير څه ويل نه غواړم فقط دا وايم چي پدي اړوند زه د ښاغلي صابر ننګرهاري صاحب نظر تآيدوم چي د افغانستان په خزانه د افغانانو په لاس تربيه شوي پوځيانو د روسانو د يرغل پر وخت د دښمن تر څنګ ودريدل او مونږ ته ئي كومه ګټه ونه رسيدله بلكي تاوان ئې رته ورسولو او دا ځكه چي په نظرياتي ډول دغه پوځ د روسانو د افكارو ښكار شوي وه سره ددي چي بدني تربيه ئي افغانانو كړي وه نو اوس چي صلبيان كوم پوځ مونږ ته تربيه كوي هغه به څنګه زمونږ په ګټه تمام شي چي ددي پوځ بدني او نظرياتي تربيه صلبيان كوي.
9. وارث خانه وروره په افغانستان كي د ايمان پلورلو بازار دومره ګرم چي پوښتنه ئي مه كوه، نن د زياتو مليانو ايمانونو هم د ډالرو مقابله ونكړاي شوه خو صلبيان هم دومره بي عقله نه دي چي پردي نه پوهيږي چي دغه خلك چي نن د ډالرو په زور زمونږ تر څنګ ولاړ دي او د خپل هيوادوالو سره غداري كوي نو كه سبا بل چا زمونږ نه ډير پيسي وركړي دوي به ضرور زمونږ سره هم غدر كوي نو صلبيان د ايمان پلورونكو نه د ډالرو په مقابل كي خپله فايده اوچتوي چي كله ئي حاجت ورته نه لرلو نو ډير زر به ئي د خاور لاندي كړي او ددي كار ښه مثال د اسماعيل خان دي چي اسمان ته ئي وخيژولو خو چي كله ئي مقصد ترينه پوره شو نو اوس ئي په كور كي نظر بند كړي حتي لمانځه ته هم نه شوه وتي چي كله په هرات كي وه خو اسماعيل خان هم پوه شوي چي انجام به ئي د ځوي په شان وي. خو وراث خانه يوه خبره ياد ساته چي كله دغه ډالر بند شي نو بيا به ګورو چي همدغه خلك پدي صلبيانو څه كوي.

په اخر كي د ننګرهاري ورور له خوا د ټوكو ټكالو په فورم كي د پاكټ بند ټوك تر عنوان لاندي ټوكه رانقلوم.

--------------
د شوروي جمهور رئيس ښاغلي پوټين د امريكې جمهور رئيس ښاغلي بوش نه په ټېليفون پوښته وكړه چې څنګه دي خوريان ياني افغانان بوش ورته په ځواب كي وويل: پوښتنه مه كوه په جوارګرو اوښتي يم همدا ډالر دي چې ورليږم يې او وركېږي پوټين ورته وويل: ته لا ډېر ښه يې زما په رتله پنځه ويشت كاله مخكې پرې زه اوښتي وم نغدې پيسې يې رانه هم ووهلې او نور هم قرضداره يم.
---------
---------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------------عادل وطنمل



Adil watanmal
05.02.2005

محترم حليمي صاحب هيله لرم چي سلامونه مي قبول كړي.
حليمي صاحب له نظر څرګندوني څخه مو مننه.
وروره لومړي بايد يادونه وكړم چې د قوسينو په مابين كي ليكنه بعينه د ايمان پلورونكو له كتاب څخه رانقل كړي شوي متن دي چې زما ليكنه نه ده.
دوهم د تهذيب او تمدن په اړوند ستاسي پوښتنه چي څه معنا لري و څه شي دي نو كه مهرباني وكړي لومړي خپل نظر وليكي ښه به وي ځكه تر اوس زمونږ په ليكنو كي هر لفظ ستاسي په فكر خپله زړه معنى لپاره نه استعماليږي بلكي نوي معنى لري لكه څنګه مو چي د غيرت په اړوند ليكلي وه نو اوس كه زه خپل نظر وليكم زه پردي يقين لرم چي تاسي به ئي مخالفت ضرورو كوي نو ښه به دا وي چي لومړي تاسي خپل نظر په ډاګه كړي چي مونږ اوګورو چي دغه الفاظ كومي نوي معناګاني لري.
هيله لرم چي زما پر ليكنه خپه نسي.

-------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

--------------------------------------عادل وطنمل



Adil watanmal
05.02.2005

صابر ننګرهاري وروره
---------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

وروره ستاسي د نظر څرګندوني څخه يو نړۍ مننه كوم او الله پاك دي زمونږ سره په حق ويلو ثابت قدمه لره.

--------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------عادل وطنمل


Wares Darwesh
05.02.2005

درنو ننګرهاری صيب ،وطنمل صيب او نورو ګڼو لوستونکو ته احترامونه وړاندی کوم٠
وطنمل صيب٠ تاسی داسی ليکلی٠ "[[color=red:da11de8fa6]color=darkblue]زه خو په خپله دغلامی دژوندنه دعذت مرګ غوره ګڼم[/color:da11de8fa6][/color] "
دا خو يوه نره اودنرخبره ده نو که مطلب مو دا وی چی موږه دغلامی ژوند غوره ګڼو دا موډيره ستره اشتباه ده٠ محترمه زه کوم دغلامی پړی په غاړه نه لرم ،نه می دچا غلامی کړی او نۀ کوم ، نه په کوم سياسی او يا جنګی ډلی پوری تړلی يم او نه می دامريکايانو په ډالرو، روسی روبلونواو يا عربی ريالونوځان او ايمان خرڅ کړۍ٠ زه دازاد نظر خاوند يم،تل ښو ته ښه او بدو ته بدوايم ٠ دوطن سره مينه لرم ٠اول می په ځان بيامی په ټول مظلوم افغان ملت زړه سوزی چی تر څو به ز موږپه ژوندانه داسی ناوړی لوبی کيږی٠ او ولی مو خلک ارام ژوند ته نه پريږدی٠
بل داچی وطنمل صيب زه ديته حيرانيږم چی دا امريکايان ولی اوس صليبيان شول ؟ پخواکله چی همدی امريکايانود مجاهدينو رهبری کوله اودجهاد مصارف يی ورکول،ولی هغه وخت دوی صليبيان نه وو؟
اودا ښاغلی مسلمان اوه ګونه اواته ګونه مشران او داسی نورګڼ شمير ټوپکيان به چی دريګنيانوپه دسترخوان توسيدل ،شپی او ورځی به يی په امريکااوغربی نړی کښی په مزو او چړچو تيرولی اوپه واپسی کښی به يی ډکی د ډالرو بوجی له ځانه سره راوړلی تر څو نوی ښځی وکړی او نوی موټری واخلی ،نو هغه وقت ولی امريکايان صليبيان نه وو اواوس دی ؟
اويا کله چی همدغو ننيو صليبيانوطالبان د جوماتو او مدرسو له کونجه راوﻻړ اود کابل په تخت يی کښينول نو ولی هغه وقت دا نظر نه وو موجودچی اوس شته؟
نوځواب روښانه دی وطنمل صيب هغه داچی ټوله دقدرت په سر خبره ده،اسلام اوصليبيت تش بهانه ده اوخلک غولول دی٠ خو زه په دی مطمئن يم چی دافغانستان خلک نور په دی خبرو نه غوليږی اونه هم دوی دفيل په غوږ کښی بيده دی٠ خلک ښه او بدوينی اوداځکه يی په داځينی طبليغاتو باندی غوږونه کاڼه اچولی او نور دچا دقدرت ته درسيدلو په خاطر ځانونه نه وژنی٠ چی دا هم ددوی هوښياری اوبيداری ده٠ طالب ،ملا،قوماندان،جهادی رهبر،خلقی او پرچمی دا ټول خلکو پيژندلی اوبيا ددوی ببولالوته څوک غوږ نه ږدی٠
نور موهم زيات څه ليکلی او شماری مو ورکړی چی زه داټول تبليغ ګڼم اوبحث پی نه کوم ٠ نوخفه نه شې ،هر انسان حق لری چی خپل نظر تبليغ کړی اودفاع يی وکړی٠ ابل دا حق لری چی نيوکه پری وکړی٠ دی ته وايی دموکراسی٠
اوبل دا چی ستاسی له قوله نن خلک عيسويت ته رابلل کيږی،يا يی اسلامی عقيدی په شرابو او فحشا وله منځه وړل کيږی دمنلو وړ خبره نه ده بلکی محض دافغانستان مسلمان اومجاهدولس ته سپکاوی دی او بس ٠ افغانانو دخپل افغانيت اودين په ساتلو کښی خپل سرونه اومالونه له لاسه ورکړی،نوداچی دوی به خپل دين اوايمان په يو څو مردارو ډالرو خرڅ کړی نو داستاسی لخوا غلط قضاوت دی ٠
اخری خبره می داده چی امريکايان او غربيان (صليبيان) په افغانستان کښی دترهګرو (تروريستانو) ،خودسريوسره جنګيږی نه داسلام سره٠ نو که تاسی تروريزم اسلام بولې دا مو ستره اشتباه ده٠
نور مو په مخه ښه٠
وارث٠



ع کريم حليمي
05.02.2005

ګرانه وروره دروېش وارث د خدای سلام دي وي پر تاسو
زموږ کنداريان چه داسي ٠ نويشته ولولو نو بيا ورته وايو ٠ جارسم ٠ ياره
[quote:01683b21ac]،هر انسان حق لری چی خپل نظر تبليغ کړی اودفاع يی وکړی٠ ابل دا حق لری چی نيوکه پری وکړی٠ دی ته وايی دموکراسی٠ [/quote:01683b21ac]
[color=blue:01683b21ac]دې ته وايي د قلم او خبرو ازادي ٠[/color:01683b21ac] نه دموکراسی


م ن غروال
05.02.2005

وروسته له سلامونو!
زما په اند خبره صرفاً په منطق کي ده چې بايدخيال يي وساتو٠ له يوې مخې دا نه غواړم او دا غواړم، درست ندي٠ د الله اکبر مقدس شعار د سيورې لاندې څومره مسلم افغان بې ګناه ولس به قرباني شوئ وي؟ کوم ځاي يي ونيولو؟ څو کاله د اسلام په نوم د اسلام په نوم ګوندو په خپلو کي سره وجنګېدل؟ ننۍ نظام که بد وي او که ښه، د کورنې جګړې لاسته راوړنه ده٠ مونږه که په واقعيت او حقيقت کي په اسلامي او انساني اصولو ځانوته يو ولسواکه سياسي نظام جوړ وائ او سياسي تګلاره مو علمي وائ ولې به نن د هېواد امنيت پرديو راساتلو؟ که مونږه خپل بچيان او الخصوص د مجاهد په نوم توپکوال په اسلامي روزنه سمبال کړي وائ، ولې به دوئ کورنې جګړه کوله او ولې به يي وطن لوټولو او ولې به ملت پرديو ته احتياج کيده٠ خو ټوله بدمرغي مو له خپله لاسه ده اوس چې څه موجود دي په توپک نه بلکه په منطق کيږي چې د ځانو غم وخورو٠ افغانستان ډير بد ژوبل دي او نور سولې ته اړتيا لري او خلک هم يوې ګولۍ ډوډۍ ته! په دغه شکل تبليغ صرفاً د اذهانو خرابول دي او بس!
او ښاغلۍ حليمي صاحب! د ښاغلي دروېش ورور خبره د ديموکراسي اصولو له جملې څخه ډير مهم اصول دي چې ده ورته اشاره کړې ده٠
په درناوې


Wares Darwesh
06.02.2005

ډير زيات دقدر وړو او محترمو، حليمی صاحب او غروال صاحب سلامونه او نيکی هيلی می ومنې ٠
محترم حليمی صاحب هيله ده چی زما په مطلب ، کوم چی کټ مټ منلی ورور غروال صاحب واضح کړيدۍ ،اوزه ترينه مننه کوم،پوه شوی ياست٠ زه پکښی نور څه نه شم زياتولی٠
صرف دومره وايم چی زما هدف له ذکر شوی مطلب څخه دی ته يوه لنډه اشاره وه چی دموکراسی يواځی په جنسی ازاديو کښی نه ده محدوده، لکه ځينی دوستان چی يی داسی واضح کوی ،بلکه دموکراسی ښه اړخونه لکه دبيان ازادی هم لری کوم چی ددموکراسی يومهم اصل دی او موږ يی غواړو٠ او دانوری ازاديګانی (غربی ازادی) لکه فحشا او دښځو او نرو بی ستری ٠٠٠ نه تنها داسلام دسپيڅلی دين سره مغاير دی بلکه دپښتنو دغيرت او عنعنو سره په تضاد کښې دی چی غوښتنۀ او يا عملی کونه يی په افغانی ټولنه کښی ناممکنه خبره ده٠
نور مو الله مل شه٠
په ډير درناوری وارث درويش٠


Wares Darwesh
06.02.2005

ډير زيات دقدر وړو او محترمو، حليمی صاحب او غروال صاحب سلامونه او نيکی هيلی می ومنې ٠
محترم حليمی صاحب هيله ده چی زما په مطلب ، کوم چی کټ مټ منلی ورور غروال صاحب واضح کړيدۍ ،اوزه ترينه مننه کوم،پوه شوی ياست٠ زه پکښی نور څه نه شم زياتولی٠
صرف دومره وايم چی زما هدف له ذکر شوی مطلب څخه دی ته يوه لنډه اشاره وه چی دموکراسی يواځی په جنسی ازاديو کښی نه ده محدوده، لکه ځينی دوستان چی يی داسی واضح کوی ،بلکه دموکراسی ښه اړخونه لکه دبيان ازادی هم لری کوم چی ددموکراسی يومهم اصل دی او موږ يی غواړو٠ او دانوری ازاديګانی (غربی ازادی) لکه فحشا او دښځو او نرو بی ستری ٠٠٠ نه تنها داسلام دسپيڅلی دين سره مغاير دی بلکه دپښتنو دغيرت او عنعنو سره په تضاد کښې دی چی غوښتنۀ او يا عملی کونه يی په افغانی ټولنه کښی ناممکنه خبره ده٠
نور مو الله مل شه٠
په ډير درناوری وارث درويش٠



Adil watanmal
07.02.2005

د قدر وړ ښاغلي وارث درويش هيله لرم چي سلامونه مي قبول كړي.

له نظر څرګندوني څخه مو يو عالم مننه كوم او د ليكني د پوه شوم چي راڅخه خوابدي شوي ياست نو لومړي درڅخه بخښنه غواړم او بيا به ستاسي پر ليكنه خپل نظر څرګند كړم نو انشاء الله چي خوابدي به مو ختمه سي.

1. زه ما دا خبره چي زه [color=darkred:da32dddb4a]د غلامي د ژوند نه د عزت مرګ غوړه ګڼم، [/color:da32dddb4a]وروره الله پاك شاهد دي چي زما مقصد ددي خبري نه دا نه وه چي تاسي دي پدي نظر وي چي زه دي ژوندي وم كه د غلامي ژوند وي او كه د ازادي بلكي مقصد مي دا وه چي تاسي پدي خبره وپوهوم چي د وخت فرعونيانو ته سر ټيټولو او حتي د ضرورت په اساس هم په هيواد كي د پريښودلو قائل نه يم. او دا عزم لرم چي د ګران هيواد افغانستان اشغالګرو خلاف به خپله مبارزه چلوم او په همدي لاره كي هر درد او غم مي پرځان منلي او منم يي.
[color=green:da32dddb4a]زه پردي وياړم چي د د يوداسي افغان سره په بحث بوخت يم چي خپل ايمان ئي د ډالرو او يا روبلو او يا ريالونو په مقابل كي په پوله نه دي ايښي[/color:da32dddb4a].
2. تاسي ليكلي دي(( زه ديته حيرانيږم چي دا امريكايان ولي اوس صلبيان شول؟ پخوا كله چې همدي امريكايانو د مجاهدينو رهبري كوله د جهاهد مصاريف ئي وركول هغه وخت دوي صلبيان نه وو؟))
وروره دوي هغه وخت هم صلبيان وه او مونږ ورته د دښمن پر نظر كتل او پردي اړه هغه وخت هم حق ويونكو خپل نظر څرګند كړي چي تاسي ته معلومات نشته نو زه....
ګرانه! د افغانستان پر جهاد چي تر كومه ځايه زه معلومات لرم ټول مصرف دولس زره ميلونه ډالره شوي چي پدي كي د مهاجرينو مربوطه مصاريف هم شامل دي خو امريكايانو فقط زره ميليونه ډالره مصرف كړي نور عربانو وركړي نو ته اوس خپله قضاوت وكړه چي د روسانو د جهاد پر وخت مالي مصاريف چا پر غاړه اخيستي وه خو افسوس كوم چي نن افغانان امريكايانو ته وفاداره وختل سره ددي چي د مسلمانانو دښمن دي او هغه عربانو ته چي ددوي د هيواد لپاره يي خپل سر او مال قربان كړه نن د دښمن پر نظر ورته ګوري.
دريمه خبره دا كوم چي روسان هم پر افغانستان باندي د يرغل څخه دمخه د افغانانو سره يي دوستي وه خو د يرغل پر وخت ولي مونږ ورته د دښمن پرنظر وكتل؟ ايا دا هماغه روسان نه وه چي د افغانستان د سركونو زراعتي پروژو ډيمونو په جوړو كي ئي د افغانانو سره مرستي كولي؟ نو وروره نن امريكايان هم همدغسي شكل لري نو د پرون لږ شاني مرستي بايد زمونږ څخه زمونږ پر هيواد تيري ئي له ياده ونه باسي. او همدارنګي د پروني لږ شانته مرسته ئي بايد ددي سبب نه شي چي مونږ د افغانانو پر دين، وطن، ناموس باندي ددوي وحشي تيري جرم له خپل نظر څخه وغورځو او د وستي لاس دي وركړو. او همدارنګي [color=darkblue:da32dddb4a]كمونستان ولي مونږ ويشتل ځكه چي پر هيواد باندي تيري كونكو ته ئي د دوستي لاس وركړي وه خو افسوس كوم چي نن همغه د كمونستانو بعض ويشتونكي نن په همغه جرم فخر كوي په كوم چي ئي كمونستان ويشتل.[/color:da32dddb4a]
3. وروره تاسي ليكلي دي(( همدغو ننيو صليبيانو طالبان... د كابل پرتخت كښينول ولي هغه وخت دانظر نه وه موجود....))
وروره پردي درسره بحث كول نه غواړم چي د طالبانو راولاړول د امريكايانو كار وه او كه د كوم قومندان له خوا د يوه ملا د ځوي پر نكاح كولو سبب وه ځكه كه دابحث ډير اوږد دي او شايد چي پر ډيرو لوستونكو ئي لوستل هم ګران شي.
خو زه يوي خبري ته حيرانيږم چي هغه [color=darkred:da32dddb4a]خلكوته چي درسانو پر وخت مونږ ورته د امريكايانو دښمنان ويل هغوي د امريكايانو په راتګ سره ئي غلامان ثابت شول خو هغه چا ته مو چي د امريكايانو دوستان او د هغوي پيداوار ګڼلو هغوي د امريكايانو په راتګ سره ئي دښمنان شول ولي؟؟ [/color:da32dddb4a]زه ما سر خو پدي خبره نه خلاصيږي كه تاسي مهرباني وكړي چي څه راته وليكي شه به وي.
>>>>>>>>>>>>>>>>>>



Adil watanmal
07.02.2005

تير پسي
========
4. تاسي ليكلي دي((ستاسی له قوله نن خلک عيسويت ته رابلل کيږی،يا يی اسلامی عقيدی په شرابو او فحشا وله منځه وړل کيږی دمنلو وړ خبره نه ده بلکی محض دافغانستان مسلمان اومجاهدولس ته سپکاوی دی او بس)) خو وروره د صليبيانو د يرغل څخه وړاندي په افغانستان كي كليسا وجود نلرلو خو د صليبيانو د يرغل څخه ورسته د تيرو دري كلو په دوران كي فقط په كابل كي څلور كليساوي جوړي شوي او په كار بوختي دي چي د پيروانو شمير ئي له يولكو څخه اوړي خو د عيسويت ته په دعوت كولو بوختو مؤسيسو څخه د IOM موسيسه د لست په سر كي ده او د فحاشي په عام كولو كي د چينايانو له خوا جوړ كړاي شوي هوټلونه د ذكر وړ دي چي اوس د حكومت له خوا پدي تور بند دي چي اجازه نامه ئي نلرله خو [color=darkblue:96c5660dff]افسوس كوم چي د هغه مجاهد ولس پر حال چي په لكونو خلك ئي د اسلامي حكومت دراوستو لپاره قربان كړل نن په هيواد كي د فحاشي ښكاره اډو باندي سترګي پټوي او حكومت ئي د فحاشي د اډو د بندولو پرځاي د هغوي څخه ټكس اخيستلو ته سترګي خړي كړي[/color:96c5660dff].
5. تاسي ليكلي دي((امريکايان او غربيان (صليبيان) په افغانستان کښی دترهګرو (تروريستانو) ،خودسريوسره جنګيږی نه داسلام سره٠ نو که تاسی تروريزم اسلام بولې دا مو ستره اشتباه ده٠)) وروره ته فكر وكړه صليبيان او ملګري ئي زمونږ په كوم هيواد كي جهاد ته جهاد ويلي بلكي مجاهدينو ته دائماَ د تروريستانو خطاب كړي، امريكايان په عراق او افغانستان كي مجاهدينو ته ترورستان وايي، روسان په چيچينيا كي مجاهدينو ته ترورستان وايي،هندوان د كشمير مجاهدينو ته ترورستان واي، يهوديان د فلسطين مجاهدينو ته ترورستان واي او [color=green:96c5660dff]حقيقت دادي چي مجاهدين د الله او د مؤمنانو دښمنان په هرځاي كي ترور كړي نو ځكه تروريستان دي.او د الله او د مؤمنانو دښمنانو ترور كول د هر مسلمان فرض دي[/color:96c5660dff].
[color=white:96c5660dff]د پاي ټكي:[/color:96c5660dff]
وارث خانه خداي دي وكړي چي زما كومه خبره دي بيا ځان ته نه وي متوجه كړي. يوه خبره مي له ياده وتلي هغه دا چي د افغانانو اوه او يا اتو تنظيمونو ته تقسيم كول د افغانستان د تباهي بنسټ ايښودل وه. او په اخر كي دا درته وايم چي ښځه او پيسه د مسلمانو دوه كمزوري نقطي دي كنه ئي مني نو تاريخ وه ګوره او [color=darkred:96c5660dff]متآسفانه چي دغه دواړه وسلي صليبيانو زمونږ پرخلاف هر وخت استعمال كړي چي ډير غټ مسلمانان ئي ځانونو ته په سجده كولو مجبوركړي.[/color:96c5660dff]

-------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

--------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
09.02.2005

درنو وړونو ، خويندو سلام و رحمه الله و برکاته
عادل وطنمل صاحب داسي ليکلي دي ٠
(حقيقت دادي چي مجاهدين د الله او د مؤمنانو دښمنان په هرځاي كي ترور كړي نو ځكه تروريستان دي.او د الله او د مؤمنانو دښمنانو ترور كول د هر مسلمان فرض دي)
ولي وروره ! داڅه ليکې ٠ که پوهېږې او ليکې ئې يو عيب او که نه پوهيږې بل عيب
دا چيري ليکلي چه :( د مؤمنانو دښمنانو ترور كول پر هر مسلمان فرض دي)
ستاسو دغه اصول دامعنا چه د وژلو لايسنس ٠ او دوهمه معنا ئې دا چه فرض موبللي
که څوک ستاسو اصول ( د مؤمنانو دښمنانو ترور كول پر هر مسلمان فرض دي)
ونه مني نو د هغه مرګ هم روا دۍ ٠ ؟؟؟
الله عزوجل فرمايي بسمه تعالی : (ومن يقتل مؤمنا متعمدا فجزاؤه جهنم خالدا فيها وغضب الله عليه ولعنه وأعد له عذابا عظيما) .

پوښتنه : ايا وژنه او قتل داسي ساده کار سو ٠ حال داچه په شريعت کښي داسي ده
که مسلمان قتل وکړي که مقتل کافر وي يا مسلمان قاتل پر قصاص کيږي ٠
او ترور د لويه سره منفر عمل دي په اسلامي اصولوکښي ٠
هو مبارک په ټوله عمر کښي د يو نفر د ترور امر کړي دي او بس
مبارک خو نبي وو او دۍ ٠ تاسو ويلای سۍ چه څلورو يارانو ترور کړي ٠ څلورو امامانو په فقه کښي ذکر کړي چه ترور دي مسلمانان وکړي ٠
ګرانه وروره ! الله امر کوي چه اواز مه پورته کوۍ د نبي تر اواز ٠ يعني مبارک چه خبري کوي ٠ نن چه نبي نسته ٠ حکم د قرأن ئې سته
نو نوي خبري به په نبي پور نه تړو ٠ چه داسي ئې ويلي او هاسي ئې ويلي ٠
داهم د ده پر اواز لوړيدل دي ٠ ګناه کبيره ده ٠
بسمه تعالی : يَأَيهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لا تَرْفَعُوا أَصوَتَكُمْ فَوْقَ صوْتِ النَّبىِّ وَ لا تجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكمْ لِبَعْضٍ أَن تحْبَط أَعْمَلُكُمْ وَ أَنتُمْ لا تَشعُرُونَ(2)حجرات


م ن غروال
09.02.2005

ښاغلۍ عادل وطنمل ورور وروسته له سلامو!
ترور او جهاد به خپلو کي سره توپير لري٠ په جهاد کي هم يوازې وژل هدف د جهاد به نه وي٠ اما د تورې يا په وسله وال جهاد کي، وژل به وي٠ يعنې کيدای شي سړۍ ووژلۍ شي چې د شهيد به وي او هم ممکن څوک ترې ووژلۍ شي چې غازي به وي٠
خو تر ټولو مخکي د جهاد فتوأ او د جهاد امر او د جهادي جګړو اصول مقررات او قوانين دي چې د اسلام مقدس دين له لورې ورته ځانته شرعي کتنې شوي دي٠ چې بايد رعايت يي وشي٠ پدې اصل جهاد له ترور څخه ځان بېلوي٠
ترور يو ځاني يا شخصي فيصله ده چې پرته له محکمې او پرته د هر ډول ټولنيزو او مذهبي اصولو او قوانينو سرته رسيږي٠
که چيرې داسي فرض وګڼو چې ګواکې مسلمان ته فرض دي چې امريکايان په افغانستان او په عراق کي پرته له هر ډول سوال او ځواب څخه ووژل شي نو:
١: د يو اسلامي حکومت څخه د اکثرو اسلامي علمأؤ د جهاد فتوأ علناً صادره شوي وي٠
٢ : په وژلو کي به هم جګړه ايز او غير جګړه ايز مقابل لورۍ په پام کي نيول شوۍ وي٠
٣ : د ژلو به ګټه او تاوان او رقم د وژلو ځاي د وژلو په پام کي نيول کيږي چې له درد څخه يي پړسوب زيات نشي٠
نو دلته بيا وژل او جګړه ځانته بل اصولي مخ پيدا کوي چې جګړه د آزادۍ او د اسلامي حقوقو حاصلول به وي٠ په دغه لحاظ زما په اند درسته او مناسبه نه ده چې جګړې او وژلو ته د ترور نوم ورکړو٠ د ترور کلمه يوه زشته بدرنګه ناوړه ناخوښوونکي او غير حقوقي نامه ده چې په اسلام کي يي جواز نشته٠
ځکه خو د ښاغلي حليمي صاحب نيوکه راته اړينه ښکاري٠ زه فکر نه کوم چې تاسو به هم ترور ته اسلامي جواز ورکوئ صرف مطلب مو په دې کي دي چې غربي نړۍ د اسلام ريښتيني مجاهدين تروريستان بولي که زه سم پوهيدلۍ وم٠
خو سره لدي ترور نه يوازې چې فرض نشي کيدائ بلکه غندل يي په اسلام کي هم ټولې اسلامي نړۍ مجاز بللۍ دي٠
په درناوې
غروال


Wares Darwesh
09.02.2005

ښاغلۍ وطنمل صيب او قدرمندو دوستانو سلامونه او نيکی هيلی می ومنی٠
دالله تعالاله رحمت دی وی په تاسی٠باندی٠ امين٠
وروسته بيا ګران وطنمل صيب ستاسی په ځواب کښی يو څو کرښی غواړم چی وليکم٠ هغه دا چی٠
لومړی دډيرو قدرمنو او محترموحليمی صيب او غروال صيب خبره زه تأئيدوم چی ،(ترور داسلا دمبارک دين سره مغاير اونه مننوکۍ عمل دی )اودوی ښه واضح کړي هم دۍچی ولی٠
اوددوی دنظرپه تايئد سره زه ترور،کوم چی تل د بی ګناووانسانانو دمرګ ژوبلی سبب ګرځی،نه د مقصرو انسانانو، اصلأ جهاد نه بولم بلکه يو ناځوانمردانه ، منفوراو په اسلام کښی غندل شوی عمل يی ګڼم ٠ اوپه دی معتقد يم چی د اسلام په مبارک دين کښی دبی ګنا انسان وينه تويول ستره او نه بخښونکی ګناه ده ٠ او موږ تاسی بايد د دارنګه ناوړه نا جهاده جهادونو او يا مرګ ژوبلی ملاتړ ونکړو٠
بل راغلم دی ته چی تاسی دروسانود دوستی او بيا ددښمنی لور ته اشاره کړيده ،نووروره دا يو ستراو جلا بحث دۍ چی خپله هم پری پوهيږی، چی ولی او څنګه دی خلکو(روسانو) موږ ته سړکونه او ،داوبو بندونه اوښه اوبد راجوړول ؟ اوولی او څنګه يی په اخير کښی په موږ يرغل وکۍاو دښمنان موشول٠؟ نو دا بحث مو له اصلی موضوع اوباسی ا و بحث به نه پری کوو ٠
نوداوسنيو شرايطو مطابق خبره می تاسی ته داده چی موږ تاسی بايد ددی وروستيو لسيزو د پيښو څخه دعبرت در س واخلو او زياتی خپل ځان او خپل ميړنۍ اولس او تيرلرغونۍ تاريخ تر پښو ﻻندی نکړو،اوهغه په دی مانا چی نور زموږ دا زوريدلی ملت نه تنها جګړی ته په دی اويا په هغه نامه تشويق نکړوبلکه دمشوقينو مخنيوی هم وکړواو په افغانی ټولنه کښی دنوری بدناميدو پرځای خپل اصلی موقف تر ﻻسه کړو٠ په دارنګ جهادونو کښی چی يی تاسی يادوی عادل خانه نو زموږتاسی زوال دی او بس٠
دا په دی چی زموږ دملت د تيرو کلونودجهاد، جګړو او قربانيو نتيجه څه شوه؟
،هغه داشوه چی مسعود پکښی داسی ستر تاريخی شخصيت جوړ شوی چی دپخوانيو غازيانوتر ځای نن لوړ مقام لری حتا دهر افغان دپوزی په سريی دپيزوان غوندی عکسونه ټکوهل شويدی،مارشاﻻلی لقبونه يی واخيستل٠ دوستم قاتل ملت ، نن داوزبکانو( بابا ی ازبک )دۍ،تورن اسماعيل دی،( سترجنرال امير الهرات تورن اسماعيل خان) شو نو وروره پښتانه څه شول ؟ يو پښتون راوښايه چی هغه دۍ داسی نازول شوی وی اويو نامتو شخصيت تری جوړ شوی وی ايا پښتنو جهاد نه وو کړۍ اويا داچی داسی شخصيت پکښی نه ووچی هغه دی داسی لوړ شوی وای ؟
نه دا هرڅه شته،مګر موږ په غلطه روان يواو دبدو خلکو ملګرتيا کوو٠ بايد لږ څه ځان ته فکر وکړو او نور ځان تباه نه کړو٠ البته داپورتنی مسايل می له تعصبه نه دی ليکلی ،نوش جان دی شی، بلکی دزړه له درده ، چی دا موږ څوک يو ،څه شوو او څه کوواو تر کومه به غوليږو٠
اياد داټولی اسلامی نړی دفاع په موږافغانانو فرض ده که نور مسلمانان هم په دی دنيا شته چی ملک او وطن ولری؟
بلی دوی شته ٠نو چی دوی شته ولی القاعدی ، چيچنيايانو او داسی نورو مجاهدينو او يا تروريستانوته په خپله غيږه کښی ځای نه ورکوی چی جهادی منزالی پکښی جوړی اوداسلام دفاع وکړی چی موږ يی ورکوو؟
ايا عربستان ،مصر صوريه،لبنان٠٠٠٠٠ دوی مسلمانان او يا اسلامی هيوادونه نه دی؟
دی مګر خبره دی کښی ده دوستانو چی دانومول خلک دوی پيژندلی چی ددوی هدف دجهاد نه دۍ٠ او دوی يی په خپلو خاورو کښی نه پريږدی دوی پوه دی چی داجهاد نه بلکی په اسلام لوبی دی٠اوپه بدل کښی خدای دوی ته ښه پی سرپرسته هيواد يانی افغانستان او په دين مين پښتانه په ګوتو ورکړی٠
دا ځکه چی افغانستان نن صبا په مثال ديو زخم ګرځېدلۍ٠
کله چی په وجود کښی يو زخم يا پرار(پرهر) جوړيږی نوپه زخمی ځای کښی مکروبونه او پرازيتونه ژر ځای نيسی، په دی چی دوجود مقاومت يا ضعيف او يا بيخی له منځه تللۍ وی ٠ نو افغانستان هم همداسی شويدۍ٠ ددنيا مردارو پرازيتونو پکښی داسلام په پلمه ځای نيولۍ او ټول بدن يانی افغانستان يی را خوسا کۍ٠او داسی قدرت نشته چی مخه يی ونيسی،يانی دولت او نظام وقانون نشته٠ ددری ژبو خبره ملک خداست٠
ددی مرض تداوی بايد وشی او دا يواځی په دی کيدای شی چی افغانان نور ونه غوليږی اوخپله دولتی سيستم او قانون جوړ او بيايی تابعت وکړی ٠
اوکه دا ونکړو نو دا پرازيتونه ا و چينجی مو خوری،بالخصوص موږه ساده او په دين او وطن مېن پښتانه لکه تر دا ننه چی يی خوړلی يو٠
راځی چی نور ځان دچا دغلطو افکارو او تبليغونو قربانی نکړواو خپل تاريخ بيا راژوندۍ کړو٠ اول دځان او بيا دوطن، ددی درديدلی وطن سره مينه وکړو٠
په ډير درناوی٠
وارث درويش٠


م ن غروال
11.02.2005

ښاغلئ درويش ورور سلامونه ومنئ !
خوښ شوم چې په خبره او جريان پوه او وطني سياسي وضعې ته مو په مناسبه سترګه ليدلي دي او دهغه صيح پيژندل او معقول څيړل، زما پر خوښي ځکه زياتوي چې داسي معقول يو بل ورور مو د ټول افغان په ليکه کي زياتيږي٠ دا يوه ډيره ښه د ارتباطو وسيله ده چې افغانان سره د افکارو پيژندنې د نقطې له نظره سره خپلو کي نږدې کوي او فکرو ته له هره پلوه په ښه صورت وده ورکوي خو په شرط د دې چې معقوله ګټه ترې پورته کړای شي٠ خير په هر حال اميد دي چې خپلې مرستې راتلونکي کي له وطنپالو و نه سپموئ٠
په درناوې



ع کريم حليمي
12.02.2005

درنو وړرنو ،غروال صاحب،وارث صاحب ، نقاد صاحب ، عادل صاحب او درنو لوستونکو
سلام و رحمه الله و برکاته
که تاسو د بنسټپالو ليکني ته متوجه سۍ ٠ د دوی هدف يوازي بيا قدرت اخستل دي د توپک په زور په داسي حال کښي چه ټول ملت ته دا ثابته شوه او ثابته وه چه د توپک په زور قدرت اخستل يوازي د صميميت او نيکمرغۍ فضا له منځه وړی او دلته د بدبختۍ ، فلاکت او ناروغۍ تخم شيندی٠ ٠ او بس
د اسلام دين بنا پر ايمان ،هدف او يوه ايډيالوجی ولاړ دۍ ٠ چه هدف يوازي او يوازي صميميت ، نيکمرغي راوړل ، فلاکت او هلاکت مخنيوی ٠

اوکه د دوي تبليغاتو ته ځير شو وينو چې هغوی برنامه ،شعارنه لري ٠ په هيڅ ليکنه او تبلغ کښي ئې ځلانده اسلام اوپرمختللی افغانستان نه انځوريږي ٠
اوبنسټپاله وړونه داخبره هيڅکله نه راپورته کوي چه هغه بې ثباتۍ او شخړي
قتل ، قتال د طالبانو د قدرت په وخت کښي عملا خونړۍ اوورانوونکې جګړې اونښتې ددې ډلو ترمنځ چې قومي اومذهبې بڼه يې لرله روانې وې ٠
شپږ کاله ملت د ارامۍ يوه ګوله ډوډۍ و نه ليدل ٠ البته بنسټپالو يوازې ځان اوخپلې ډلې ليدلې ٠ او ملت ئې نه ليدلۍ ٠
توپک سالاران او جنګ جويانو ! تر منافع شخصي ، قومي ضرور ده چه ترجيح ورکړو و منافع ملي ته ٠

له خپلو جنايتی کړووړو څخه لاس واخلی او د انسانيت په خلاف خپلې فجائع بيا بيا مه تکراروی٠ هيله ده چه د ويښ وجدان لرونکی ټول افغان او مسلمانان په اتحاد او اتفاق او د خپل مسئوليت په پيژندلو سره د اسلامی ارزښتونو د ساتلو او د حق او حقيقت د تامين دپاره مخ په وړاندی لاړ شی او په اسلامی انضباط سره خپل ځان پابند وساتی!
علت‌العلل د پس‌ماندگي زموږ ، [u:a89bb98560]استحمار دۍ ا و استحمار دۍ[/u:a89bb98560]
استحمار پر وزن د استفعال او ريښه ئې حمار معني خر
البته نه هغه خر حيواني
[u:a89bb98560]استحمار په معني دلري کيدل د اصل څخه او شروع په فرع او غافله کيدل له اصلي جريان څه [/u:a89bb98560]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more