د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

راشې که د بسم الله محمدي بچه بازې ته ټینګیږې!!؟

ahmad bilal
01.06.2011

http://www.youtube.com/watch?v=8NYTZU0MQSw&feature=player_embedded#at=229[url][/url]

پورتنې لینک ماته یو کس راولیږدوه چې د یوې دقعې او پنځو ثانیو نه پس پکې زموږ یو وزیر شتون لري، او ډیر په لذت د یو ماشوم د رقص څخه خوند اخلي، اوس زه ستاسو ورونو څخه پوښتم آیا دا ریښتیا هم دا ښاغلې بسم الله محمدي ده؟؟؟؟؟!!

------------------------
مرګ پر اشغالګرو او ملګرو!


عادل عادل
05.06.2011

...............
تقوی نن د نیکټایي ده چې پرده کې بد عمل کړي
ګیرورو ته چې ګورم له تقوی یې پرتوګ وکیښ

خدایه بل به مناسب د قیامت کوم وي دا یې وخت دی
چې په زړه کې مسلمان دی له سلام یې پرتوګ وکیښ

خدایه تاته په سجدو چې د تندیو اثر هیڅ دی
بې حضوره عبادت دی له رُیا یې پرتوګ وکیښ

شپیلی پورته اسرافیله پکې پو "کن فیکون" کړه
ټوله ژوي ښایسته خو له ښکلا یې پرتوګ وکیښ

عادل سر په عجایبو خبر نه دی چې څه لیکي
دا یې بله یوه نښه، له دنیا یې پرتوګ وکیښ


chaparharay
05.06.2011

عادل صیب خفه نشي دا د[کن فیکون] په خبره دي ونه رسیدم دا خبره داسرافیل علیه السلام ده که ؟ لږ فکر وکړه غلط شوی خو به نه یی!!!

ستاسو چپرهاری


عادل عادل
05.06.2011

السلام علیکم

محترم چپرهاري صاحب، الله ج دې کله هم داسې نه پېښوي چې زه به ستاسو څخه خپه کېژم.

تاسو ته دې معلومه وي چې زه نه ادیب یم، نه یې دعوی لرم، نه شاعر او لیکوال او نه یې هم دعوی لرم، هغه ټکي او قواعد چې د سواد او لیکلو متقاضي دي لږ یا ډېر رامعلوم دي، د هغوی په مټ لیکل کوم، نو تر کومه چې زه پوهېژم، د لیکلي متن په اوږدو کې که یو توری یا بشپړه یوه جمله د "x" په بڼه وړو قوسونو (ګیومه) کې وتړل شي، نو معنی یې داده چې دا بل بحث، نقل قول یا مشهور منل شوی داستان لري، "كن فيكون" خو مشهور داستان لري، خو د ورته قوسونو اهمیت هغه وخت ډېر دی چې مشار الیه قول مشهور نه وي.

په ورته قوس کې تړل، د قوس د ننه ټول توري او ټکي په لیکنه کې د یوه بلاک په بڼه اړوي، نو ځکه خو نه ښایي چې د مخکې او وروسته متن سره یې ترکیب وشي.

[quote:b160f9ffd7]عادل صیب خفه نشي دا د[color=darkred:b160f9ffd7][[/color:b160f9ffd7]کن فیکون[color=red:b160f9ffd7]][/color:b160f9ffd7] په خبره دي ونه رسیدم دا خبره داسرافیل علیه السلام ده که ؟ لږ فکر وکړه غلط شوی خو به نه یی!!!

ستاسو چپرهاری[/quote:b160f9ffd7]

وګوری ستاسو خپله لیکنه څه ښه مثال دی، که د "كن فيكون" نه ستاسو راتاو قوسونه نادیده ونیول شي، نو دنوموړي قول نسبت مو ماته کړی :)

هیله ده چې یو څه وضاحت به مو شوی وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more