د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

پوښتنه: وطن څه ته وايې؟

ahmad bilal
30.05.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة!

له ټولو درندو ورونو څخه یوه پوښتنه لرم چې دا څو ورځې مې ذهن کې ګرځيږي چې دا وطن څه شي ته وايې؟ آیا وطن هغه ځائ ته وايې کوم ځاې کې چې انسان نړۍ ته سترګې پرانیزي، په حقیقت کې خو هغه یو لویشت ځاې کې پيدا کیږي نو آیا انسان اوس دغه یو لویشت ځاې ته وطن ووايې؟؟؟

ستاسو د ځواب په هیله ترسو زما دا خام او شبهاتو څخه ډک ذهن خلاص شي.
مننه

په درنښت



ع کريم حليمي
04.06.2011

محترم انګیل ویداند صاحب ، وعلیکم السلام و رحمة الله
هر څوک کولی شي چه دوه وطنونه ولري که غواړي ،(بیله سیاستمداره )
د زېږېدو ځای ته وطن ویل کیږي ، او د مسکن ځای ته هم وطن ویل کیږي
زما په نظر هر انسان (بیله سیاستمداره )دا حق لري چه Dual Nationality ولري ، ( د اوسېدلو د ځای او د زېږېدو د ځای)

درنښت


پتوال
04.06.2011

انسان يو اجتماعي شتونی ( موجود) دی او ګډ ټولنيز ژوند يې د وطن يا ټاټوبي پوهيزی ورټاکي :
وطن د زيږيدو او هستوګنې هغه خوږ ټولنيز او تاريخي ټاټوبی دی چې له کور کورنۍ، قام او ملت سره په کې د ګډ ژوند او ګډبرخليک
په جوړولو کې د ونډې حق او مسوليت لري ،په آبادۍ او تاريخي وياړونو يې وياړي او چاته هم اجازه نه ورکوي چې خواته يې په کږه سترګه وګوري !


ahmad bilal
04.06.2011

وطن د هستوګنځې ځاې ده، وطن هغه د ځمکې ټوټې ته ویلې شو چیرته چې انسان پيدا شي،انسان خو په دوه ګزه ځائ کې پیدا کیږي نو اوس خو موږ دغه دوه ګزه ځائ ته وطن نشو ویلائ؟؟؟، او که مو ږ وطن هغه ځاې ته ووایو چې چیرې زموږ قام، ملت او خلګ اوسیږي نو بیا ولې موږ تنګ نظري کوه او ځان څخه هسې جوړ شوې سرحدات راتاؤؤ؟؟؟؟؟

په درنشت

------------------------------


-
04.06.2011

که د انګیل ویداند صیب په پوښتنه زه پوه شوی یم ،نو د پتوال صیب وړاندې کړی تعریف یې ترډیره حده ځواب ویلی. خو زما په اند د وطن لنډ تعریف په لاندې ډول دی:

(وطن هغه خاوره ده چې انسان پکې د غربت احساس نه کوي).

یا په بل عبارت: که یو انسان غواړي وپوهېږي چې حقیقي وطن کوم ځای دی، نو خپل زړه ته دې وګوري چې په کوم ټاټوبي کې د سکون او آرامۍ داسې احساس کولی شي چې د خپلې خوږې مور غېږه پرې وریاد شي؟!!

که یو انسان زیږیدلی او اوسیدلی په یوه ځای کې وي، خو د زړه مینه یې په بل ځای کې ګنډلې وي، ښه په بل ځای لوروي، د بل ځای په خوښۍ خوښېږي، د بل په درد دردیږي او په غم یې غمیږي، قلبي سکون ورته په بل ځای کې حاصلیږي، نو دا انسان زه دې وطن ته نشم منسوبولی.

نو زما په اند، وطن د زوکړې ځای نه دی، او نه د هستوګنې او اوسېدانې ځای ته وطن ویل کیږي. وطن د زړه مینه ده، وطن قلبي سکون دی، وطن پېرزو او لورېینه ده، وطن ویاړ او افتخار دی، او وطن درد او غم دی.


عادل عادل
04.06.2011

السلام علیکم

وطن هغه خاوره ده چې زمونږ نیکونه او اجداد پکې خښ دي، د دوی هډوکي ددې خاورې یوه برخه ګرزېدلې ده، د وطن سره مینه به خدای خبر له همدې ټکي پیلیژي.

د وحشي امریکایانو د یرغل په لومړیو شپو ورځو کې ځنوغیر یا په نوم افغانانو چې په پرېشانه طبیعت مې له ورایه پوهېدل، ویل چې، تاسو خو ظاهرا د طالبانو ملاتړی نه وی، نو اوس چې دوی له منځه وړي، تاسو ولې پرې خپه یاست؟

ما ورته ځواب ورکړ، چې زه به د طالب ملاتړی وم یا به نه وم، خو نن چې وحشي یرغلګر کومه خاوره په بمونو ولي، په هغه خاوره کې زمونږ دنیکونو هډوکي خښ دي.


chaparharay
05.06.2011

السلام علیکم
د وطن یوه معنی دا هم کیدی شي
د وطن نوم هغه فارموله ده چي ددي په وسیله مونږ په وطنوالو خپل ځان ګرانولي شو خو خپله پکي نه اوسیږو او ښه لیري په المان کي ښه هوسا ژوند کوو فقط د نورو غولولو لپاره یو ټریک دی.

چپرهاری


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more