د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

پوښتنه: مستشرقیتوب څه شې ته وايې؟ دا څوګ وي؟ او څه موخئ لري؟

ahmad bilal
29.05.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة:
زه یوه پوښتنه د مستشرقینو په هکله لرم چې مستشرقیتوب څه شې ته وايې؟ دا څوګ وي؟ او څه موخئ لري؟

په درنښت


-
29.05.2011

ډیره ښکلې پوښتنه ده.
اوس به ایمرجنسي جواب درکړم تفصیل ته به دنورو ملګرو سره یوځای بیا وروسته راشم.
استشراق (ختیځپوهنه)، چې تا ورته د مستشرقيتوب په کلمې اشاره کړې، په لنډه توګه د نړۍ د شرق (اسلامي هیوادونو) په اړه د غربيانو د معلوماتو راټولو کوشش ته وایي چې غواړي د مسلمانانو د دین، کلتور، تاریخ، عقیدې، فکر او... په باره کې معلومات حاصل کړي ترڅو وکولای شي په علمي توګه او په دلایلوباندې داسلام دپرمختګ مخه ونیسي. دوی ډیر اهداف لري، خو درې عمده عقیدوي هدفونه یې په لاندې ډول دي:
۱- عیسویان پرې نښودل شي چې اسلام قبول کړي.
۲- اول خو هڅه وشي مسلمانان دخپل دین څخه واړوي
۳- خو که دا امکان نلري نو بیا دې په خپل دین، عقیدې، کتاب، او پیغمبر کې شکمن کړای شي.

دا ډیره پراخه موضوع ده په یوځل یې جوابول مشکل دي


رښتینی
29.05.2011

استشراق یاختیځپوهنه یو وخت زما محبوبه موضوع وه
اوپه دې اړه مې خدای شته ډېرې لیکنی هم کړې دې اومختلف
ماخذونه یې هم لرم او اوس هم په دې اند یم چې باید پښتانه
پوهان داموضوع وسپړي او وشني خوله بده مرغه موږ په
ډېرو اساسی موضوعاتو سترګې پټي کړی دې اولایې هم پټوو
که په دې موضوع کې وروڼه دلچسپې ولرې موږ به هم برخه ولرو
موضوع مهمه او ضرورې ده
پوښتونکي ته دې الله اجرورکړې

په مینه


۰
30.05.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ډیره ښه موضوع ده زه پري پخپله پوه یم خو دومره نه چي بل ته معلومات ورکړم اعني معلومات مي زاړه شوي نو ډیر څه به مي له یاده وتلي وي کلیوال صیب يي اګر چي ترتیب وار ندي خو تعریف يي دستایلو او منلو وړ دی.
که رښتیني صیب پکي لکه څنګه يي چي لیکلي معلومات لري نو مهرباني دي وکړي او دا سکالو دي پرانیزي د احمد بلال وروره سره به مونږ او زمونږ نور ملګري هم ورنه مستفید شي ، په نن وخت کي دا موضوع له ټولو موضوعاتو نه ډیره اهمه اوضروری ده که ووایم چي ډیر لوي جهاد دي نو غلط به نه یم.
رښتینی صیب نه بیا هم خواست کوم چي دا موضوع ښه په دقت سره پیل کړي!

مومندافغان


رښتینی
30.05.2011

بسم الله الرحمن الرحیم

استشراق څه ته وایې ؟

استشراق یا ختیځ پوهنه یعنی دختیځ پر ګروهو ، عقایدو، ادبیاتو، خویونو،
عاداتو تاریخ اوجغرافیه ځان پوهولوته استشراق وایې .

داستشراق موخې :

۱ - داسلام په ټول نظام اوتلپاتې معجزه قرانکریم کی شکونه پیدا کول .
۲ - درسول الله صلی الله علیه وسلم په رساله کې شکونه پیداکول .
۳ - د حدیثوپه صحت کې شکونه پیداکول .
۴ - داسلام په دین کې شکونه پیداکول اوداهڅه چی وښیې
دا الهی دین ندی .
۵ - داسلامی تمدن په ټولو اړخونو کې شکونه پیداکول .

نوربيا


استشراق يعنې څه...؟؟؟

ع.تسل
30.05.2011

السلام عليكم..........................
ياره ورور جانه په رښتيا هم چې ډيره ښه پوښتنه دې را ولاړه كړې اميد دى چې محتر م ورونه پكې په علمي دلايلو ولاړ عقلي او نقلي دلايل وړاندې كړي.
زما په اند مستشرقيت هغه وخت څخه پيل شو كله چې د اسلام رڼا د عربو له جزيرې څخه را ولاړه شوه او په تيارو كې لالهانده بشريت ته يې د نجات او خلاصون لياره وښودله او په عملي ډګرونو كې يې درسالت مخالف ډلګى يو په بل پسې را مات كړل او شيبه په شيبه يې دفتحو آوازې د كفري ځواكونو زړونه لړزول او دوى ټول پدې حيران ول چې هغه كوم قوت وه چې د عربو په شاړه دښته كې ستر شوي عرب چې دتمدن له نګاه نه ډيروروسته پاتې ګڼل كيدل ،هغه قبايل چې په قبيلوي حساب سره تر نورو ټولو قومونو ويشل شوى او متفرق قوم وه او د خپلو ورونو وينو ته به تګي ناست وه څرنګه او په څه توګه ددوى دښمني په وروري او ددوى جاهليت يې په يو داسې انقلابي روح سره وروزه چې تمدن او اصول يې ددرست بشر لپاره د لارې مشال او سر مشق وګرځيد او ددوى متفرق قومونه يې څنګه تر داسې يو واحد محور راوڅرخول او په داسې يو نه ماتيدونكي لښكر باندې تبديل كړل.
د همدې راز په تلاش كې كفار دې نتيجې ته ورسيدل چې هغه قوت ددوى په عقيدې كې نغښتى نو همداوه چې كله كفري ځواكونو دا وپتيله چې د مسلمانانو پر مخ تلونكى انقلاب په مخ كې دوى كله هم د جنګ په ډګر كې ماته نه شي وركولى نو د خپل هميشني فطرت له مخې يې و غوښتل تر څو دمسلمانانو پر مخ تلونكى يون د خپلو ځمكنيو ګزارونو لاندې ونيسي او په همدې مو خه يې خپل يو تعداد پوه اوباتدبيره خلك د مسلمانانو د دينې زدكړو د زده كولو لپاره و ګمارل تر څو د اسلام مبارك دين اصول زده اوبيا يې له نزدې څخه تر څيړنې لاندې ونيسي تر څو د خپلو شيطاني زهنو په استعمال سره د اسلامي د مبارك دين په اساساتو كې داسې شكونه او شبهات را ولاړ كي چې له امله يې داسلام د مبارك دين په اړه د ضعيف الايمانه او ناخبره مسلمانانو په زړونو كې شك او شبهاتو ته لار اواره كړي .
پدې لياره كې دوى شپه او ورځ اخته دي اوپه رښتيا هم چې په ضعيف الايمان مسلمانانو په زړونو كې د شك دپيدا كولو په موخه د ا ددوى تر ټولو ستر كاري ګزار دى.
خو په ډير تاصف سره بايد دا وويل شي چې نن كفري نړى ته د مستشرقينو د روزلو ضرورت پاته ندى بلكه د مسلمانانو په ټولنه كې دمسلمان په جامه كې په سلګونو داسې مسلمان صفته كفري چهرې شته چې بې له كومې اجورې او معاشه د كفر په خدمت كې شپه او ورځ په چوپړ اخته دي چې دغه رنګه خاين علماء سوْ بيا دپرديو او نابلدو مستشرقينو په نسبت داسلامي امت لپاره تر ټولو ناوړه پديده ګڼل كيداى شي.
چې ښه بيلګه يې د افغانستان د مرتد رژيم څخه د يو لړ پلورل شويو علماء سوْ دفاع او مرتد تپل شوي پردي پال نظام د اسلامي جمهوريت په نامه سره نومول او پدې توګه د عوامو په سترګو كې د جهل او غدر خاورې پاشل دي....................................
______________________________________
دسوكاله ،هوسا او آزاد اسلامي افغانستان د ليدو په هيله


ahmad bilal
30.05.2011

د کلیوال ستوري، ریښتینې ستوري، ع تسل او له نورو څخه مننه چې ځواب مو راکړ.

تر دې حده خو پوه شو چې استشراق (ختیځپوهنې) ته وايې، او د غرب له نظره دوې غواړي ترسو د ختیځ سیاست، اقتصاد، ادب، ټولنه وغیره مطالعه او تحقیق کړي خو له اسلام سره بیا ددوې اړیکې د تاریخ په پړاؤنو کې تریخ ده، دوې اسلام پسې لګیدلې او نن چې غرب کې اسلام په کوم غلط انداز ښودل شوې دا د همدې اورینټلیسټو کار ده (مستشرقین)!!!!!

زه خپله دا څو ورځې په همدې موضوع انترنیت کې معلومات حاصولو کوښښ کوم، یوځائ مې ولیدل چې غرب خصوصاً امریکا کې ددوې مستشرقینو ټولنه ده کوم چې د پوهنتونو پروفیسرانو او د پادریانو څخه جوړه ده او څوک چې خپلې شپې او ورځې د همدې اسلام په بدنامولو یا خلګو ذهنونه مشکوکولو کې تیروي، نو سوال دا ده آیا اسلامي نړۍ کې هم داسی کومه اداره یا د پوهنتون په سویه کوم تحقیقي کار کیږي ترسو دې مستشرقینو ته خوله ماتؤنکې ځواب ورکړي؟؟؟؟

یو څو نور سوالونه هم لرم چې دا استشراق څرنګه پیل شو؟ دکوم وخت څخه پیل شو؟ ددې تحریک مشهورې څهرې کومې دي؟ او ددوې تصانیفو نومونه که چاته معلوم وي، ډیره مننه به وي.

هیله ده چې تاسو به راته دغه نورې پوښتنې هم ځواب کړې، یو جهان مننه
په درنښت، ستاسو وړوکې ورور


رښتینی
30.05.2011

داستشراق تاریخ

کله چې اسلامې تمدن او تهذیب وده وکړه او داسلامې فتوحاتو اوسوبو
لړۍ اروپا ته ورسیده هغه مهال عیسویت اودعیسویت پلویانو ځانونه په
خطرکې ولېدل په کال ۱۱۳۰م کې یې دژباړونکو یامترجمینو یوټولی جوړکړ
اومهم عربی کتابونه یې له عربی نه لاتینی زبی ته وژباړل په کال ۱۱۴۳م کی
دلومړي ځل له پاره انګریز راهب هرمون قران هم وزباړه خو کلېسا وېرېدله
چې پیروان یې له قران نه اغېزمن نشې نو یې دا ژباړه پته او ان په کال ۱۵۳۴م
کې یې ښکاره کړه دادځېنې پوهانو په اند داستشراق دپیل نېټه شول
شوی ده او دایې لومړۍ مرحله بولې دویمه مرحله یې له صلیبی جګړو ورسته
پیل شوی ده او دا مهال نو منظم کار پیل شوی دی .
اوپه شپاړسمه اواولسمه میلادی پیړیوکی استشراق ډیره وده کړی ده

لاندې دڅو معاصرو مستشرقینو نومونه او کتابونه را اخلم
اودابه په عربی وی ځکه نومونه اوتصنیفات دی او که وخت مو
بیاموند وبه یې ژباړم که بل کوم ملګرۍ یی وزباړی دعابه ورته
کوو

أ.ج. أربري: A. J. Arberry انجليزي معروف بالتعصب ضد الإسلام والمسلمين ومن محرري ((دائرة المعارف الإسلامية)) والآن أستاذ بجامعة كمبردج. ومن المؤسف أنه أستاذ لكثير من المصريين الذيت تخرجوا في الدراسات الإسلامية واللغوية في انجلترا. ومن كتبه:
1 - الإسلام اليوم ((صدر في عام 1943م)).
2 - ((مقدمة لتاريخ التصوف)) صدر في عام 1947م.
3 - ((التصوف)) صدر في عام 1950م.
4 - ((ترجمة القرآن)) صدر في عام 1950م.

الفردجيوم: A. Geom انجليزي معاصر اشتهر بالتعصب ضد الإسلام. حاضر في جامعات انجلترا وأمريكا. وتغلب على كتابته وآرائه الروح التبشيرية. ومن كتبه ((الإسلام)) ومن المؤسف أنه تخرج عليه كثير ممن أرسلتهم الحكومة المصرية في بعثات رسمية للخارج لدراسة اللغات الشرقية.
بارون كارا دي فو: Baron Carra de Vaux فرنسي متعصب جداً ضد الإسلام والمسلمين. ساهم بنصيب بارز في تحرير ((دائرة المعارف الإسلامية)).

هـ.أ.ر.جب: H. A. R. Gibb أكبر مستشرقي انجلترا المعاصرين كان عضواً بالمجمع اللغوي في مصر والآن أستاذ الدراسات الإسلامية والعربية في جامعة هارفرد الأمريكية. من كبار محرري وناشري ((دائرة المعارف الإسلامية)). له كتابات كثيرة فيها عمق وخطورة وهذا هو سر خطورته. ومن كتبه:
1 - ((طريق الإسلام)) ألفه بالاشتراك مع آخرين وترجم من الإنجليزية إلى العربية تحت العنوان المذكور.
2 - ((الاتجاهات الحديثة في الإسلام)). صدر في عام 1947م وأعيد طبعه وترجم إلى العربية تحت العنوان المذكور.
3 - ((المذهب المحمدي)) صدر في عام 1947م وأعيد طبعه.
4 - ((الإسلام والمجتمع الغربي)) يصدر في أجزاء وقد اشترك معه آخرون في التأليف وله مقالات أخرى متفرقة.

جولدزيهير: Goldizher مجري عرف بعدائه للإسلام وبخطورة كتاباته عنه ومن محرري ((دائرة المعارف الإسلامية)). كتب عن القرآن والحديث ومن كتبه ((تاريخ مذاهب التفسير الإسلامي)) المترجم إلى العربية تحت العنوان السابق.

جون ماينارد: Maynard أمريكي متعصب كان يساهم في تحرير ((مجلة جمعية الدراسات الشرقية)) الأمريكية، وخاصة باب الكتاب الجديدة التي لها صلة بالإسلام وبالشرق على العموم. (أنظر – مثلاً ص22 وما بعدها من العدد 2، من المجلد 8، أبريل سنة 1924م من المجلة المذكورة).

س.م: زويمر: S. M. Zweimer مستشرق مبشر أشتهر بعدائه الشديد للإسلام، مؤسس مجلة ((العالم الإسلامي)) الأمريكية التبشيرية مؤلف كتاب ((الإسلام تحد لعقيدة)) صدر في سنة 1908م، وناشر كتاب ((الإسلام)) وهو مجموعة مقالات قدمت للمؤتمر التبشيري الثاني في سنة 1911م بلكنهؤ في الهند. وتقديراً لجهوده التبشيرية أنشأ الأمريكيون وقفاً بإسمه على دراسة اللاهوت وإعداد المبشرين.
عزيز عطية سوريال: مصري مسيحي، كان أستاذاً بجامعة الاسكندرية والآن يدرس بإحدى جامعات أمريكا، شديد الحقد على الاسلام والمسلمين وكثير التحريف للتعاليم الإسلامية. يستعين على الحقد والتحريف بكونه بعيداً عن مصر والمسلمين، له بعض الكتب عن الحروب الصليبية.

غ. فون جرونباوم. G. von Grunbaum من أصل ألماني يهودي مستورد إلى أمريكا للتدريس بجامعاتها وكان أستاذاً بجامعة شيكاغو، من ألد أعداء الإسلام. في جميع كتاباته تخبط واعتداء على القيم الإسلامية والمسلمين، كثير الكتابة وله معجبون من المستشرقين. ومن كتبه:
1 - ((اسلام العصور الوسطى)) صدر في عام 1946م.
2 - ((الاعياد المحمدية)) صدر في عام 1951م.
3 - ((محاولات في شرح الإسلام المعاصر)) صدر في عام 1947م.
4 - ((دراسات في تاريخ الثقافة الإسلامية)) صدر في عام 1954م.
5 - ((الإسلام)) مجموعة من المقالات المتفرقة، صدر في عام 1957م.
6 - ((الوحدة والتنوع في الحضارة الإسلامية))، صدر عام 1955م.

فيليب حتي: Ph. Hitti لبناني مسيحي تأمرك، كان أستاذاً بقسم الدراسات الشرقية بجامعة برنستون بأمريكا ثم رئيساً لهذا القسم، وهو الآن بالمعاش. من ألد أعداء الإسلام، ويتظاهر بالدفاع عن القضايا العربية في أمريكا، وهو مستشار غير رسمي لوزارة الخارجية الأمريكية في شئون الشرق الأوسط، يحاول دائماً أن ينتقص دور الإسلام في بناء الثقافة الانسانية ويكره أن ينسب للمسلمين أي فضل، فقد كتب – على سبيل المثال – في ((دائرة المعارف الأمريكية)) طبع سنة 1948م تحت عنوان ((الأدب العربي)) ص129 يقول: "ولم تبدأ أمارات الحياة الأدبية الجديدة بالظهور إلا في القسم الأخير من القرن التاسع عشر، وكان الكثرة من قادة هذه الحركة الجديدة نصارى من لبنان تعلموا واستوحوا من جهود المبشرين الأمريكيين".

ومحاولات ((حتي)) انتقاص فضل الإسلام والمسلمين ليست فقط قاصرة على العصر الحديث ولكنها تنطبق على جميع مراحل التاريخ الإسلامي كما هو موضح في كتبه التي نذكر منها:
1 - ((تاريخ العرب)) ظهر بالإنجليزية وأعيد طبعه عدة مرات وهو ملئ بالطعن في الإسلام والسخرية من نبيه وكله حقد وسم وكراهية. انظر مثلاً مجلة ((الإسلام)) الإنجليزية Al - Islam التي يصدر في كراتشي – باكستان ص138 من عدد أبريل سنة 1958م، ص146 من عدد أول مايو سنة 1958م.
2 - ((تاريخ سوريا)).
3 - ((أصل الدروز وديانتهم))، صدر في سنة 1928م.

أ.ج فينسينك: A. J. Wensink عدو لدود للإسلام ونبيه، كان عضواً بالمجمع اللغوي المصري ثم أخرج منه على أثر أزمة أثارها الدكتور الطبيب حسين الهواري مؤلف كتاب ((المستشرقون والإسلام)) صدر في سنة 1936م، وحدث ذلك بعد أن نشر فينسينك رأيه في القرآن والرسول مدعياً أن الرسول ألف القرآن من خلاصة الكتب الدينية والفلسفية التي سبقته، انظر ((المستشرقون والإسلام)) ص71 وما بعدها. هذا والمعروف لفينسينك كتاب تحت عنوان ((عقيدة الإسلام)) صدر في سنة 1932م.

كينيت كراج: K. Cragg أمريكي شديد التعصب ضد الإسلام. قام بالتدريس في الجامعة الأمريكية بالقاهرة لفترة من الوقت والآن رئيس تحرير مجلة ((العالم الإسلامي)) الأمريكية التبشيرية ورئيس قسم اللاهوت المسيحي في هارتفورد ((ومتعهد)) مبشرين ومن كتبه ((دعوة المئذنة))، صدر في عام 1956م.

لوي ماسينيون: L. Mssignon أكبر مستشرقي فرنسا المعاصرين، ومستشار وزارة المستعمرات الفرنسية في شئون شمال أفريقيا، والراعي الروحي للجمعيات التبشيرية الفرنسية في مصر. زار العالم الإسلامي أكثر من مرة وخدم بالجيش الفرنسي خمس سنوات في الحرب العالمية الأولى، كان عضواً بالمجمع اللغوي المصري والمجمع العلمي العربي في دمشق، متخصص في الفلسفة والتصوف الإسلامي، ومن كتبه:
((الحلاج الصوفي الشهيد في الإسلام))، صدر في سنة 1922م. وله كتب وأبحاث أخرى عن الفلسفة والتصوف، وهو من كبار محرري ((دائرة المعارف الإسلامية)).

د.ب.ماكدونالد: D.B. Macdonald أمريكي من أشد المتعصبين ضد الإسلام والمسلمين، يصدر في كتاباته عن روح تبشيرية متأصلة. من كبار محرري ((دائرة المعارف الإسلامية)) ومن كتبه:
1 - ((تطور علم الكلام والفقه والنظرية الدستورية في الإسلام)) صدر في سنة 1903م.
2 - ((الموقف الديني والحياة في الإسلام))، صدر في سنة 1908م مايلز جرين: M. Green سكرتير تحرير مجلة ((الشرق الأوسط)).
مجيد قدوري: مسيحي عراقي. رئيس قسم دراسات الشرق الأوسط بجامعة جون هوبكنز في واشنطن، ومدير معهد الشرق الأوسط للأبحاث والتربية بواشنطن، متعصب حقود على الإسلام وأبنائه. ومن كتبه المشحونة بالطعون والأخطاء ((الحرب والسلام في الإسلام)) صدر في سنة 1955م، وله مقالات أخرى)).

د.س.مرجوليوث: D. S. Margoliouth انجليزي متعصب ضد الإسلام ومن محرري ((دائرة المعارف الإسلامية))، كان عضواً بالمجمع اللغوي المصري والمجمع العلمي في دمشق. ومن كتبه:
1 - ((التطورات المبكرة في الإسلام)) صدر في سنة 1913م.
2 - ((محمد ومطلع الإسلام))، صدر في سنة 1905م.
3 - ((الجامعة الإسلامية))، صدر في سنة 1912م.

ر.أ: نيكولسون: R. A. Nicholson كان من أكبر مستشرقي انجلترا المعاصرين ومن محرري ((دائرة المعارف)). تخصص في التصوف الإسلامي والفلسفة وكان عضواً بالمجمع اللغوي المصري. وهو من المنكرين على الإسلام أنه دين روحي ويصفه بالمادية وعدم السمو – الانساني. ومن كتبه:
1 - ((متصوفو الإسلام)) صدر في سنة 1910م.
2 - ((التاريخ الأدبي للعرب))، صدر في سنة 1930م.
هارفلي هول: رئيس تحرير ((مجلة الشرق الأوسط)) الأمريكية. وخطورته أنه يوجه سياسة مجلة من أهم المجلات المعنية بشئون الشرق الأوسط السياسة والثقافية في العصر الحديث.
هنري لامنس اليسوعي: H. Lammens فرنسي 1872 – 1937م من محرري دائرة المعارف الإسلامية، شديد التعصب ضد الإسلام والحقد عليه، مفرط في عدائه وافتراءاته لدرجة أقلقت بعض المستشرقين أنفسهم أنظر ص15 – 16 من 1، من المجلد 9 يناير سنة 1925م من ((مجلة جمعية الدراسات الشرقية)) الأمريكية ومن كتبه بالفرنسية:
1 - ((الاسلام)):
2 - ((اللطائف)):
يوسف شاخت: J. Sachacht ألماني متعصب ضد الإسلام والمسلمين له كتب كثيرة عن الفقه الإسلامي وأصوله. من محرري ((دائرة المعارف الإسلامية)) ودائرة معارف العلوم الإجتماعية. وأشهر كتبه: ((أصول الفقه الإسلامي)).


ahmad bilal
01.06.2011

مننه ریښتونې ستوري صاحب ریښتیا چې هم ستورې یاست!!
دا کومه پوښتنه چې ما کړې ؤه ددې په هکله ما یو تحقیق پیدا کړ چې د ایم فیل دوهم سمستر لپاره یو مضمون هم ده، اسلام او مستشرقین، نو له دې امله ما يې لومړۍ برخه پښتو ته وزباړله، د املايي او ګرائمري تیروتنو څخه مخ د وړاندې بښنه غواړم!!
---------------------------------------------------------------------

اسلام او مستشرقین

د ټولو مخکښې حمد او ثناء په هغه ذات باندې چا چې خپل اخرې آسماني هدایت د محمد ص په ذریعه پر موږ نازل کړ، او موږ يې ددې امانت قابل ومنلو، رب څخه دعا ده چې تر قیامته پورې موږ د خپل فضل او کرم تر چتر لاندې وساتي، زموږ لارښؤونه وکړي، د شیطان او د هغه ملګرو څخه مو وژغوري، او موږ ته صبر، استقامت، همت او حوصله راوبښې، ستاسو په لاسو کې دغه مقاله د محترم استاذ ډاکټر عبدالرشید رحمت د هدایت مطابق د ایم فل دوهم سمستر مضمون اسلام او مستشرقین په حواله یو تعارف ده، کوم کې چې د استشراق مفهوم، د مستشرقینو عقائد او نظریاتو پس منظر، د اسلام مطلعق د مستشرقینو عمومي رویې بیان، او د اسلام مطلعق د مستشرقینو اعتراضاتو یوه جایزه پیش کړائ شوې ده. د مستشرقینو تعلق زیاتره د غرب څخه ده او ددوې مذهبي پس منظر یا خو یهودیت او یا خو عیسویت ده، یهود خپل ځانونه د الله تر ټولو غوره قوم ګڼي، او عیسایان د کفارې عقیدې مطابق خپل ځانونه نجات پالونکې ګڼي، ددوې عقیده ده چې د نجات لپاره یوازینې لیار یا خو یهود او یا عیسوې کیدل کافي دي. د حضرت عیسې علیه السلام نه پس، دغه دواړه قومونه د خپلو آسماني کتابونو کې بیان کړائ شوي پیشن ګوئیانو په رڼا کې د آخري نبي په منتظر ول. خو الله تعالې د حضرب ابراهیم علیه السلام سره کړې وعده په بل انداز کې پوره کړه. د یهودو او نصاراؤ د سرکښې، ظلم، نفاق، او انبیاء کرامو سره غلطه رویه، د الله تعالې په کتابونو کې د تحریف او د خداې رب العزت احکامو سره د مستي کولو له وجهې او د اصلاح د ټولو کوښښو د ناکامې نه پس یوه جدا فیصله وکړائ شوه، خداې رب العزت د نبوت او رسالت عظیم منصب د بنې اسرائیلو څخه واخست او د بني اسماعیل څخه تعلق لرونکي یو صادق او امین او صالح ترین شخص حضرت محمد ص ته يې وسپاره.دې باندې یهود، پرته له دې چې هغوې په ټولو نښو د محمد ص ذات ګرامي پيژندلې ؤ د هغه مخالفت ته ملا وتړله او په دې سلسله کي يې ټول اخلاقي حدود پایمال کړل. قرآن کریم کې په تفصیلې توګه دغه اقوامو باندې د خدائ رب العزت انعامونه او د هغوې بدکاري او سرغړونې ذکر موجود ده، همدې دوؤ قومونو د اسلام د آغاز څخه تر ننه پورې همیشه د اسلام مخالفت کړې او ورسره اسلامي تعلیمات کې د شک پيدا کولو یې هم په صحیح توګه کوښښونه کړې دي. خپلو کتابونو څخه يې د هغه آیتونو تحریف کول شروع کړل کوم کې چې په ډاګه د حضرت محمد ص او د اسلام ذکر راغلې ؤ. د اسلام په افکارو او نظریاتو کې یې د تحریف، غلط عقائد د خپرولو او د اسلام عالمګیر پیغام غلط ثابتولو ښه غت کوښښ کړې ده، موږ په دې مقالې کې د همدې شیانو واضح کولو کوښښ کړې.

عبدالحی عابد

د استشراق لغوي تحقیق:

استشراق د عربي ژبې لفظ ده، ددې دری ګونې لفظ شرق ده، چې معنې یې رڼا او ځلیدل دي. په مجازې ډول دغه لفظ موږ د لمر لپاره هم استعمالولې شو. همدغسې شرق او مشرق، د لمر د راپورته کیدلو ځاې ته هم ویل کیږي. ابن منظور الافریقی لیکي:
الشرق الضوء والشرق الشمس
وروی عمرو عن ابیه انه قال الشرق الشمس بفتح الشین والشرق الضوء الذی یدخل من شق الباب
شرقت الشمس تشرق شروقا و شرقا طلعت و اسم الموضوع المشرق
لفظ شرق که باب استفعال په وزن راوړل شي نو ا، س، ت اضافې سره استشراق جوړیږي. همدغه رنګه له ده څخه د طلب یو مفهوم پیدا کیږي، ګویا د استشراق څخه د ختیځ (مشرق) غوښتل (طلب) ده. د عربي لغاتو له رویه دغه طلب د شرق علومو، آداب ، لغاتو او تر ادیانو محدود ده. دغه یو نوې لقظ ده چې پخواني لغاتو کې موجود نده. انګریزي ژبه کې د شرق لپاره Orient
د استشراق لپاره orientalism
او مستشرقینو لپاره د orientalists
الفاظ استعمالیږي. اردو ژبه کې ددې لپاره د شرق پیژنده (شرق شناسي) اصطلاح راوړل کیږي، چې ددې مفهوم او مقصد واضح کولو لپاره قابل لفظ نده، مغربي لغاتو کې استشراق یوازې د جغرافي مفهوم له وجهې یوازې د ختیځ غوښتلو (طلب) لپاره نه استعمالیږي بلکې د رڼا، نور او د هدایت غوښتلو (طلب) لپاره هم استمعالیږي. ډاکټر مازن بن صلاح مطبقاني د orient
لفظ په هکله د سید محمد شاهد د تحقیق په ذکر په خپل کتاب کې کړې ده:
’’شرق’’Orient‘‘ انہ یشار الی منطقۃ الشرق المقصودہ بالدراسات الشرقیہ بکلمۃ۔ تتمیز بطابع معنوی و ھو’’Morgenland‘‘ و تعنی بلاد الصباح ، و معروف ان الصباح تشرق فیہ الشمس، و تدل ھذہ الکلمۃعلی تحول من المدلول الجغرافی الفلکی الی الترکیز علی معنی الصباح الذی یتضمن من النور والیقظۃ، وفی مقابل ذالک نستخدم فی اللغۃ کلمۃ’’Abendland‘‘ وتعنی بلاد المساء لتدل علی الظلام و الراحۃ۔۔۔وفی اللاتینیۃ تعنی کلمۃ ’’Orient‘‘ یتعلم او یبحث عن شیء ما، و بالفرنسیۃ تعنی کلمۃ ’’Orienter‘‘ وجہ او ھدیٰ او ارشد۔‘‘[2

د استشراق مفهوم:

د استشراق عام معنی او ذهن کې تر ټولو ضر راتلونکې مفهوم دا ده چې غرب کې اوسیدونکې علماء او مفکرین چې کله چې دوې مشرقي علوم او فن خپل د تحقیق او تفتیش مرکز وګرځوې نو دې ته استشراق وایې. به عامه توګه دې ټولو علومو او فنونو کې ټول او هر قسم علوم ګډیږي، د مثال په توګه، عمرانیات، تاریخ، بشریات، ادب، لسانیات، معاشیات، سیاسیات، مذهب وغیره. که څه هم استشراق کومه منفي پلو نه لري، اوغربي مفکرین یې هم د مشرقي علومو او فنونو د مطالعې او دې باندې تحقیق او تقتیش کولو مراد اخلي. څرنګه چې آیډورډ سعید په خپل کتاب کې لیکي:

ختیځ پیژندنه (استشراق) نه دا یوه سیاسي موضوع ده او نه کومه د علم شعبه، د کوم اظهار چې تمدن،د علم او یا ادارو په صورت کې وي. نه دا کوم وسیع او عریض د ختیځ په هکله ګډوډ تحریرونو باندط مشتمل ده او نه دا کوم فاسد مغربي سازش نمائنده ګي او یا اظهار کوي د چا مقصد چې د ختیځ ځمکه خپل زیر تسلط کول وي. بلکې دا یو حغرافي شعور، د معلوماتو او علم جمالیاتي، معاشي، عمراني، تاریخي او لسانیاتو متعلق د اصل تحریرونو متعلق یو قسم خپریدل دي

که موږ د ښاغلې آیډورډ سعید دغه خبره هم ومنو چې د استشراق مقصد صرف د ختیځ په هکله، د علومو، روایاتو او انفرادي او اجتماعي خویونو مطالعه ده، دا بیان شوې شعبه جاتو ترحده صحیح ګڼل کیږي خو چې څرنګه د اسلام ذکر راشي د غرب ټول اخلاقیات، علمي روایات، انصاف، روادارې هرڅه ورک شي. او له دې خبرې څخه هم موږ سترګې نشو پټولې چې ختیڅ سره د اسلام نه شلیدونکې اړیکې دي، نه د ختیځ ذکر د اسلام پرته ممکن ده او نه اسلام ذکر د ختیڅ نه بغیر مکمل کیږي. ځکه د استشراق په ټولو مراحلو کې غربي مفکرینو خوا د اسلام سره اوختلې ده او له دې دین سره يې د میرنې غوندې سلوک کړې. که څه هم د اسشراق لفظ اختیار کولو شاته کوم خاص مقصد او سوچ نشته،خو په اتقاق سره دا د مستشرقینو لپاره بی حد موزون او د هغوې نیتونو صحیح وضاحت کوي. د باب استفعال یو بنیادي خصوصیت دا ده که چیرې دې کې دریم ګڼې راوړل شي نو دې کې د تکلف مفهوم پیدا کیږي، یعني کوم کار یا امر په تکلف سره سر ته رسول او په پس منظر کې څه منفي مقاصد هم موجود وي. په عامه توګه د استشراق معنې چې د اهل علم کې مشهوره ده هغه هم دا ده چې غربي مفکرین د شرقي علومو د مطالعې، تحقیق او تفتیش کولو ته وايې. په جدیدو لغاتو کې هم ددې مفهوم همدا ده. ورډ ویب انګریزې ډکشنري مطابق:

The scholarly knowledge of Asian and languages and people
د آسیايې ثقافتونو، او د هغوې د ژبو عالمانه مطالعې ته استشراق وايې

د عربي ژبې لغت المنجد مطابق:
العالم باللغات والاٰداب والعلوم الشرقیۃ والاسم الاستشراق۔
د مشرقي ژبو، آدابو او د علومو عالم ته مستشرق وايې او دې علم ته استشراق وئیل کیږي.

ددې ټولو تعریفونو څخه ظاهریږي چې د ختیځ د علومو، ثقافت او د آدب مطالعې ته استشراق ویل کیږي خو که دغه مفهوم ومنل شي نو بیا یو څو پوښتنې راپیدا کیږي، موږ پوهیږو چې د اسلام نه علاوه دوه نور غټ ادیانونه هم شتون لري چې یهودیت او عیسایت دي. ددې دواړو ادیانو انبیاء او اولنې پیروکارانو تعلق د ختیځ څخه ؤ. تورات او انجیل کې بیان کړائ شوي ټول حالات، واقعات او مقاماتو تعلق د ختیڅ څخه ؤ. خو ددې باوجود د بائیبل یا عیسایت او یا یهودیت عالمانه مطالعې ته څوګ د استشراق نوم نه ورکوي؟!!! ددې بنیادي وجه دا ده چې د استشراق تحریک مقاصد سراسر منفي دي، مستشرقین خپل دغه مقاصد د پټولو هڅه کوي، د هغوې بنیادي مقصد د اسلام او د اسلام د تعلیماتو یوازې تحقیقاتي مطالعه نده بلکې دغه تعلیمات د شکونو څخه ډکول، مسلمانان ګمراه کول او د غیر مسلمنانو په نزد د اسلام منفي مخ ښودل ترسو هغوې د اسلام څخه منع کړي. د استشراق لفظ کوم اوږد تاریخ نشته، دغه یو نوې لفظ ده کوم چې په پخوانېو لغاتو کې شتون نه لري.
Arthur John Arberry ای جی آریري مطابق استشراق لفظ
Orientalist
په لومړې ځل ۱۶۳۸ء کال کې د یو پادري لپاره وکارول شو
Maxime rodinson میکسم روډنسن مطابق د استشراق لفظ په لومړې ځل انګریزې ته په کال ۱۸۳۸ء کې داخل شو، او فرانسوي کلاسیکي لغاتو کې یې ثبتیدل په کال ۱۷۹۹ء کې وشو .

د استشراق تحریک پس منظر:

که څه هم د استشراق لفظ نوې ده خو ددې تحریک اغاز ډیر پخوا څخه شوې ده. د غرب د دښمني آغاز هم په حضرت محمد ص باندې د لومړې وحي (غار حرا) څخه شوې ده. د غرب څخه زموږ مراد یهود او نصاری دي کوم چې د بنی اسماعیلو مشرکینو نه پس د اسلام دوهم مخاطبان ول. یهود او نصاری کتابونو کې د آخري پیغمبر په مطلق ذکر په ډیر صراحب او واضح نښو کې موجود ده. په زوړ عهد نامه کې دي:
زه به ددې لپاره ددوې د ورونو څخه ستا په شان یو نبي رالیږدوم او زه به خپل کلام د هغه په خوله کې اچوم او هغه به هغوې ته هر څه ووایې د کوم چې زه ورته حکم ورته ورکوم. که ځوګ زما کلام نه اورې نو زه به ترې حساب غواړم

عیسائي عالمان ددې آیت مصداق حضرت عیسې علیه السلام ګڼي خو حضرت عیسی علیه السلام په هیڅ ډول هم د حضرت موسې علیه السلام په رنګه نه ؤ، حضرت عیسې علیه السلام د خپل تخلیق، ژوند او د وفات له لحاظه د حضرت موسې علیه السلام څخه پشپړ مختلف ؤ. یوازی محمد ص د پیدایښت، واده، اولاد ، وفات او د شریعت له لحاظه هر رنګه ورسره مماثل ؤ. قرآن کریم کې خدای پاک وايې:

واذقال عیسیٰ ابن مریم یٰبنی اسرائیل انی رسول اللہ الیکم مصدقا لما بین یدی من التورٰہ و مبشرا برسول یاتی من بعد اسمہ احمد فلما جاء ھم بالبینٰت قالواھذا سحر مبین۔ (الصف 6:61

ترجمه:
او کله چې د مریم ځوې عیسې وویل چې ای بنی اسرائلو زه ستاسو د ټولو لپاره د الله رسول یم، د مخکښینې تورات تصدیق کوونکې یم او ځان نه وروستو د یو راروان پیغمبر خوشخبري درکوم د چا نوم چې احمد ده، خو کله چې هغه ورته واضح دلائل راوړل نو هغوې ورڅخه منکر شول

همدغه رنګه انجیل کې حضرت عیسی علیه السلام ته منسوب دغه رنګه الفاظ دي:

او زه به د پلار څخه خواست وکړم او هغه تاسو لپاره یو مددګار راولیږدوې ترسو هغه ستاسو سره همیش لپاره وي
( استثنا ۸۱:۱۹۔۸۱۔)

همدغه رنګه د یوحنا انجیل په بل باب کې داسی لیکل شوې:
چې کله هغه مددګار یعنی حق روح راشي کوم چې به زه د پلار له طرفه رالیږدوم نو هغه به زما په باره کې ګواهي ورکوي
د انجیل یوناني نسخو کې د مددګار لفظ لپاره Paraeletos
استعمال شوې ده خو انګریزې لفظونو کې paracletos ترجمه
Comfortor شوې ده
ددې لپاره صحیح ترجمه a kind friend
یا رحمة العالمین کیدلې شي.
خو که موږ یې د قرآن په رڼا کې وګورو نو اصلاً کې دغه لفظ paracletos
په ځای periclytos ده
چې عربې کې یې ترجمه احمد یا محمد کیږي او انګریزې کې the praised one
یهودو د پيل څخه د محمد ص سره حسد درلود، هغوې د خپلو کتابونو او د خپلو انبیاءو مطابق د یو راراون پیغمبر په انتظار ؤل. دوې ته د نبي راتګ او مقام ځای تردې حده اندازه وه چې دوې مدینه خپل د مرکز ځای وګاڼه او اکثره به يې عربو ته دا هم ویل چې زموږ پیغمبر راروان ده او موږ به د هغه سره په ټول عرب خپله غلبه حاصله کړو. قرآن کریم دغه خبره په دې اندازه بیان کړی:
و کانوا من قبل یستفتحون علی الذین کفروا فلما جاء ھم ما عرفوا
کفروا بہ۔ (البقرہ ۲:۸
او اول څخه همیشه دوې کافرانو باندې د فتح دعاګانې غوښتلې. هغه شې چې دوې ښه پيژانده، کله چې دوې ته راغې نو دوې ورڅخه انکار وکړ.

الله رب العزت قرآن کې وئیلي چې یهود او نصارا خپلو کتابونو کې بیان شوې نښو په دولت حضرت محمد ص په یقین سره د نبي په طور پيژنې، قرآن کې الله تعالې فرمايې:
الذین آتینٰھم الکتاب یعرفونہ کما یعرفون ابناء ھم وان فریقا منھم لیکتمون الحق و ھم یعلمون۔
(البقرۃ 2:146)
کومو خلګو ته چې موږ کتاب ورکړې هغوې (محمد ص) هغه رنګ پيژني کوم رنګ چې دوې خپل
ځامن پيژني. خو دوې کې یوه ډله ریښتونې خبره باندې په خبریدلو باندې هم ځان ناګاره کوي.
بی اسرائیلو به خپل ځانونه د الله خوښ شوي قومونه بلل، او همدې خوش فهمې کې مبتلاء ول چې سره د ټولو ګمراهې سره به دوې جنت ته ځي. خو ددوې دغه ټول خوش فهمې برخلاف الله تعالې آخري نبي په بنو اسماعیل کې مبعوث کړ نو بیا یهود جبرائیل علیه السلام د خپلو ځانونو دښمن وګاڼه، نو ځکه دې حسد او او سوزیدلو له وجهې دوې د حضرت محمد ص څخه انکار وکړ، قرآن شریف ددوې دغه حرکت په داسې توګه بیانوي:
قل من کان عدوا لجبریل فانہ نزلہ علی قلبک باذن اللہ مصدقا لما بین یدیہ و ھدی و بشریٰ للمومنین۔ ( البقرۃ ۲:۹۷)
ووایه چې څوګ د جبرائیل دښمن ده، هغه دا کتاب د الله په حکم سره ستا په زړه نازل کړ، کوم چې د پخوانیو کتابونو تصدیق کوي او ایمان راوړونکو لپاره هدایت او بشارت ده.
دغه حسد یهود اوعیسایانو دواړه د مسلمانانو دښمنان جوړ کړل، هغوې د خپلو کتابونو څخه د راروان نبي پیش ګوئیانې لیرې کړې، خو ددې تحریف باوجود خدای رب الکریم د هغوې کتابونو کې نوری ډيرې نښې پریښودلې. قرآن شریف کې ددې تحریف په باره کې پاک او ریښتونې معلومات موجود دی. ددې پس منظر په دولت غربي مفکرینو، بالعموم د اسلام خلاف منفي انداز فکر کار اخیست ، د اسلام ټول تعمیري کارونو به یې نظر انداز کول او هر هغه شي ته به یې مخه او زور ورکو کوم کې به چې د غلط فهمې او شکوکو زیات ځائ ؤ. کله چې موړ د استشراق او مستشرقینو په باره کې تحقیق کو نو لفظ د استشراق کې چې کوم تکلف مفهوم ده ، ددې وضاحت په ډیره اسانه کیږي، ددې تعریف موږ څه دارنګې کولې شو چې غربي علماء او مفکرین د خپل منفي مقاصدو لپاره د اسلامي علومو او فنونو مطالعه کوي او ددې لپاره خپلې ټولې هلې ځلې صرفوي نو دې عمل ته استشراق وايي. ډاکټر احمد عبدالحمید غراب په نزد د استشراق تعریف څه دارنګې ده:

" الاستشراق: ھو دراسات ’’اکادیمیۃ‘‘یقوم بھاغربیون کافرون من اھل الکتاب بوجہ خاص، لاسلام والمسلمین، من شتی الجوانب:عقیدۃ وشریعۃ، وثقافۃ، وحضارۃ، وتاریخا، و نظما، وثروات و امکانات۔۔۔۔ھدف تشویۃ الاسلام ومحاولۃ تشکیک المسلمین فیہ، و تضلیلھم عنہ وفرض التبعیۃللغرب علیھم ومحاولۃ تبریر ھذہ التبعیۃ بدراسات و نظریات تدعی العلمیۃ والموضوعیۃ، تزعم التفوق العنصری والثقافی للغرب المسیحی علی الشرق الاسلامی۔‘‘[]
استشراق: د اهل کتاب کفارو له طرفه، د اسلام او مسلمانانو په حواله، مختلفو موضوعاتو باندې مثلاً عقائد، شریعت، ثقافت، تهذیب، تاریخ، او د حکومت نظام مطلعق شوي تحقیق او مطالعاتو نوم ته وايې، چه مقصد يې اسلامي مشرق باندې خپل نسلي او ثقافتي زعم کې، مسلمانان د اهل غرب د تسلط لاندې راوستل او د اسلام په هکله شکونه او شبهات او خلګ ګمراهی کې اخته کول او د اسلام اصلي څهره مسخه کولو ته وايې.

موږ دغه خبره بغیر د خوفه کولې شو چې استشراق صرف د شرقي خلګو د عاداتو، رسم او رواجونو، ژبو، علومو د مطالعې نوم نده، که دا رنګې ؤه نو یهودیت او عیسائیت او نور ډیر مطالعات به هم د استشراق د نوم لاندې راتلل، دا خو د اسلام او اسلامي تعلیماتو خلاف باقاعده یو تحریک ده، آغاز يې چې د اسلام پيل کیدلو سره شروع شو. د غرب اوسیدونکو ته د شرق پرکششه انڅور تل غربي سیاح وړاندې کړې، او خپلې تجارتي او سیاحتي قیصې به يې هغوې ته کولې، د مشرقي علومو غټه ذریعه هم دا سیاحان ؤل، اطالوي سیاح مارکوپولو او لوډو ویکو ډی وارتهیما وغیره په باره کې چا هم د متشرقیتوت دعوه ونه کړه.

د استشراق تحریک پيل:

دغه خبره موږ وروستنې صفحاتو کې هم کړې ده چې ددې تحریک آغاز د اسلام سره وشو. عیسایانو او یهودیانو د اسلام او مسلمانانو د ختمولو هره حربه استعمال کړه، خو ناکام شول. نبي صلی الله علیه وسلم سره شوې معاهدو خلاف ورزي کولو سره یهود د مدینې څخه وشړل شول او د هغوې نسلي او علمي برترې نشته ماته شوه. د حضرت عمر رض تر وخته پورې دوې ته خو نه کومه کامیابي ورپه نصیب شوه او نه د اسلام شانداره او روښانه نظریاتو په مقابل کې کومې بلې نظریې او فکر خپل وجود وساتلې شو. ان د عیسایانو او یهودو مذهبي او روحاني مرکز، بیت المقدس، هم د مسلمانانو تر قبضې لاندې راغې. اسلام ظهور څخه سل کاله مخکښې اسلام خپل ځان د نړۍ یو روشن خیاله، علم دوست، د شخصي آزادیو ضامنو عدل او انصاف، رواداري او د انسانیت احترام غوندې خوبیانو څخه ډک د یو دین په شکل ځان منودلې ؤ. دغه کامیابي یهودو او عیسایانو هیڅ ونشو زغملې. د اسلام او مسلمانانو خلاف د یهودو او عیسایانو سازشونه د محمد ص د ژوند په وخت کې شوې ؤ خو ددې سازشونو څه عملاً نقصان ونشو. په مدینه کې عیسايې راهب ابو عامر منافقینو سره، مسلمانان د تقسیمولو په هځه کې یو نوې مسجد ضرار جوړ کړ او له دې سره د رومي امپراطورې څخه يې د مسلمانانو خلاف د مدد آپيل وکړ، خو ددې ټولو هځو څه کامیابي ونشوه. همدغه رنګه د موته او تبوک په غزا کې مسلمانان کامیاب شول. د خلافت راشدې په وخت کې چونکې مسلمانان د حضرت محمد ص تربیت شوي صحبیان په اکثریته موجود ول او په ټوله اسلامي نړۍ کې د هغوې د تدریس اثر ونفوس خپور ؤ. مسلمانان ذهني ااو علمي لحاظه د یهودو او نصاري څخه ډیر مخته ول. نو لهاذا د دین دښمنانو ټول سرګرمیانې میدان جنګ پورې محدودې وې خو دې محاذ کې هم د اسلام علمبردارانو خپل رپندي جږ کړي ؤ او د مسلمانانو حدود پراخیدل او عیسایان او یهود د اسلام تر چتر لاندې نوره پناه غوښته. تردې پورې چې د هغوې مذهبي مقام بیت المقدس هم د مسلمانانو د رپندې لاندې وخت تیراوه. د خلافت راشدې په آخري وختونو کې د صحابو تعداد ورو ورو په کمیدو ؤ او نوې غیر تربیت شوي خلګ د اسلام دائرة کې داخلیدل، چا چې تراوسه پورې خپل پخواني عقائد لا سم نه ؤ پريښي. عبدالله بن سبا او د همدې غوندې خلګو دغو مسلمانانو کې د غلط عقائدو رواج ورکولو کوښښ شروع کړل. د مسلمانانو منځګړي اختلافات ته یې هوا ورکړه او ساده خلګو کې یې د خلفاء په هکله غلط فهیانې خپرې کړې او له دط سره يې غلط احادیث او قیصو خپرول يې شروع کړل. اول شخص چا چې په لومړې ځل د اسلا خلاف تحریري جنګ اغاز وکړ هغه جان آف دمشق یوحنا دمشقي ؤ،هغه د اسلام خلاف دوه کتابونه محاوره مع المسلم او ارشادات النصاری فی جدل المسلمین ولیکل. د بعضو خلګو رایه دا ده چې دغه تحریک اغاز په ۱۳۱۲ء کې پیل شو، کله چې فینا کې د کلیسا کانفرانس راوغوښتل شو، کوم کې چې دا وټاکل شوه چې نور اروپائي جامعاتو کې دې عربي، عبراني او سریاني ژبو تدریس لپاره د پیرس او یورپ په طرز چئیرز قائم کړائ شي.

د بعضو اهل علمو په نزد دغه تحریک په لسمه پيړۍ کې شروع شوه چې کله فرانسوي پادري جربرټ ډی اوریلیک د تحصل علم لپاره اندلس ته ولاړ او د هغه ځائ جامعاتو څخه فارغ التحصیل کیدلو نه پس د ۹۹۹ء نه تر ۱۰۰۳ء پورې پوپ سلویسټر ثاني په نوم د پاپائ روم په منصب ناست ؤ. همدغه رنګه بعضې وايې چې ددې آغاز ۱۲۶۹ء کې وشو چې کله قشتالیې شاه الفانسو لسم په کال ۱۲۶۹ء کې په مرسیا کې د اعلې تعلیم یوه اداره جوړه کړه او مسلمان، عیسائي او یهودي علماء یې په تالیفو او تصانیفو لیکلو او تراجمو باندې ولګول.
همدغه رنګه د نورو په نزد ددې تحریک باني محترم پطرس، د فرانسې د کلوني اوسیدونکې ؤ. هغه اسلامي علومو د تراجمو لپاره د مختلفو علماء یوه کمیټی جوړه کړه، کوم کې چې مشهور انګریز عالم رابرټ آف کیټن هم ؤ چا چې د قرآن شریف لومړې ترجمه په لاطینې ژبه کې وکړه او د چا مقدمه چې بیا همدې پطرس ولیکله. . دغرب اوسیدونکو ددې خبرې اهمیت باندې پوه شوې ؤچې مسلمانانو باندې د غلبې لپاره دوې ته په علمي میدان کې شکست ورکول پکار ده. همدې لپاره هغوې مختلفې طریقې اختیار کړې. له یوه پلوه یې خپل خلګ د مسلمانانو د علومو او فنونو زده کړه باندې ولګول او له بل پلوه یې په مسلمانانو کې د هغوې د افکارو پریمینځل شروع کړل. ۱۵۳۹ء کې په فرانسه کېو ۱۶۳۲ء کې په کیمبرج کې ، ۱۶۳۸ء کې په آکسفورډ کې د عربي او اسلامي علومو چیئرز قائم کړائ شول.

د مستشرقینو مقاصد او اهداف:
۱- دیني اهداف
یهودیانو او عیسایانو چا چې خپل ځانونه د الله خوښ قومونه ګڼل او د راروان نبي په منتظر ول او د هغه سره په ټولې نړۍ د حکومت کولو خوبونه یې لیدل، خو چې کله الله د هغوې د نافرمانیانو او بدکاریو باعث هغوې د لوړ او فضیلت منصب څخه راوغورځول او د نبوت او رسالت ټوله ذمه واري یې د بنو اسماعیل پر یو فرد محمد ص باندې واچوله. نو هغوې د حسد او سوزیدلو له وجهې خپل حواس وبایلودل او ددې باوجود چې هغوې محمد ص ریښتینې وپيژانده، دمحمد ص د نبوت څخه انکار وکړ. اسلام چونکې په ډیر سرعت او تیزې د عربو علاقو څخه راووت او د نړۍ په نورو حصو کې خپور شو، نو ځکه یهودو او نصاری ته دا خطر محسوس شو چې که همدغسې اسلام په دې رفتار خپریده نو یوه ورځ ددوې دین بیخي ختم نشي. نو ځککه هغوې دا فکر وکړ چې له یوه پلوه په اسلام د شک او شبهاتو تورې وریځې خپرې کړي او هغه ناقص، ناکام، او غیر الهامي فلسفه وښايې. او له بله پلوه عیسایان او یهودان د اسلام قبلولو څخه وزغوري او په درسته نړۍ د خپل مذهپ رپندې ورپوي. ددې کار لپاره هغوې د پادریانو تربیت وکړ او اسلامي علومو کتب یې راجمع کړل او دې کې یې داسی کمزوریانې ولټولې په کوم چې اسلام او مسلمانان بدنام شي. هغوې د نبي ص په ذات ګرامي، په ازواجو يې، په قرآن کریم، په احکامو،احادیثو، سیرت صحابه بلکې هر څه د هدف ښکار کړل او دې کې یې شکونو پیدا کولو کوښښ هم وکړ. د مسلمانانو اتحاد او اخوت یې ختم کړ او دوې کې يې مختلفې لساني، نسلي، او علاقايئ تعصبات پوه کړل.

۲- علمي اهداف

که څه هم مستشرقینو کې داسی کسان هم شته چې کله نه کله د خولې څخه صحیح خبره هم وباسي خو څرنګه چې ددوې تربیت کې دا خبره داخله ده چې هم عیسایت ریښتوني دین ده نو ځکه هغوې اسلامي تعلیمات همیشه د خپل نظر څخه ګوري. په پیړیو مشتمل د مسلمانانو خلاف پروپیګنډا له وجهې غربي ذهنونه په اسانې د اسلام مطلق کومه خبره نه مني. د هغوې علماء علمي تحریکونو او تحقیق په نوم یوازې د اسلام خلاف مواد جمع کوي. یهود او عیسویان څوګ چې د همیش څخه د یو بل دښمنان دې او عیسایان یهود د حضرت عیسی علیه السلام قاتلان هم ګڼي، خو د مسلمانانو په مقابل کې بیا دوې د یو بل سره لکه ګوړه او شکر شي. دوې په هر هغه کار باندې متفق دې کوم چې مسلمانانو او اسلام ته نقصان رسوي. مختلف انجمنونه یې جوړ کړي ترسو مسلمانان د خپل دین څخه وګرځوي. مسلمانانو ښځو کې د بی پرده ګې او آزادي تعلیم خپروي. غریب ممالکو کې عیسايې فلاحي تنظیمونه د فلاح دکارونو په شکل کې خلګ عیسویت ته رابولي. مسلمان پالیسي جوړونکو باندې خپل اثر قایمول کوښښ کوي او له دې سره د اسلامي نړۍ تعلیم هم به خپله خوښه بدلولو کوښښ کوي.

۳- اقتصادي او معاشي اهداف:

اګرچه د استشراق تحریک اغاز د اسلام په تیزې د خپریدلو څخه وشوه او دا تحریک ددې لپاره پیل شو ترسو ددې صحرايې طوفان مخه ونیسي. خو وروسته ددې په مقاصدو کې اضافه وکړائ شوه. غرب د اسلامي نړۍ د تخنیکي مهارت حاصلولو لپاره او دخپل معاشي مفادات، تجارتي معاملات د ښه کولو لپاره هم د عربي ژبې او د اسلامي ثقافت او تهذیب مطالعه وکړه. مسلمانه نړۍ کې یې خپل اثرونفوذ خپاره کړل او مقامي حالات یې څه دارنګې جوړ کړل چې ټول نه صحي بلکې تر څه حده لږ وسائل د غرب لاسونو ته ورشي. غرب مشرقي هیوادنو کې خپل نفوس خپور او هغوې یې مختلفې کالونیانې جوړې کړې. ددې سلسلې لپاره یې خپل شوم او غیر اخلاقي حربې استعمال کړې. غربي لیکوال سډنی لو د خپلو غربي افوامو په باره کې څه دارنګې وایې:

غربي عیسايي حکومتونه د کلونو راهیسې چې د شرقي علومو سره کوم رنګه سلوک کوي دا هغه د غلو ډلو سره څومره مشابه ده چې کومې پرآمنه او پر سکونه آبادیو کې داخلیږي، ددې آبادې کمزوري خلګ وژني او ددوې ټول مال، اسباب لوټ او تختوي، څه وجه ده چې دغه حکومتونه ددوې حقوقونه د پښو لاندې کوي کوم چې مخته تلل غواړي. ددې ظلم څه وجهئ دي چې ددې کمزورو خلاف یې روا بللې ده. د سپيانو په شان لالج څه مجاز ده چې د ددې قومونو څخه هر هغه څه حاصلولو کوښښ کوي کوم چې له دوې سره وي. دغه عیسايئ قوتونه خپله ددې عمل تائید هم کوي چې طاقت ور ته دا حق حاصل ده چې د کمزورو حقوق پایمال کړي.

۴- سیاسي او استعماري اهداف:

په اتفاق سره کله چې د یهودو او نصاری د سازشو او مسلمانان خپلې داخلي کمزوریانو له وجې مسلمانان د زوال ښکار شول نو په همدې وخت کې غرب کې علمی او سايئنسي ترقی اغاز پيل شو. څه د اسلام دښمن مفکرینو او مصنفینو له وجهې او څه د صلیبي جنګونو د اثراتو له وجهې. ددوې ټول جدوجهد د اسلامي نړۍ څهرې مسخ کولو لپاره، او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم او د هغه ملګرو اصحابو د مرتپې څخه غورځولو او قرآن او حدیثو کې د شک او شبهاتو راوستلو کې خپل وخت تیر کړ. د مثال په توګه فلپ کی هټی د خپل هم مذهبو په رویه څه دا رنګې تبصره کوي:
د قرون وسطی عیسایانو محمد غلط وپيژنده او هغه یې یو حقیر کردار خیال کړ، ددوې دغه رویه زیاتره اسباب نه نظریاتي بلکې ډیر معاشي او سیاسي ؤل، د نهمې پیړۍ یو وقائع نګار چې د یو درواغجن او مکار نبي په حیث کوم تصویر کښلې ؤ وروسته یې بیا د جنس پرستې، لوفرې، او قزاقي په شوخ رنګونو نه ډک کړ، د پادریانو په حلقو کې محمد ص د مسیح دښمن په حیث سره مشهور شو.
د اسلام سره د دښمنې او د مسلمانانو د نشاة ثانیه څخه د ویرې له کبله یهود او نصارا په داسې یو خبط کې واچول چې بغیر د اسلام د ختمیدلو نه ختم کیده. هغوې له یو پلوه مسلمانان د دیني او اخلاقي لحاظه د پست کولو کوښښ وکړ او له بلې پلوه یې یوه داسې منصوبه جوړه کړه چې مسلمان بیا هیڅ هم پخپلو پښو ونه دریږي. د خپلو پخوانیو تجربو په دولت هغوې ته دا څرګنده شوه چې مسلمانان د جنګ او قتال په ذریعه د ختمیدلو که څه هم ناممکنه نه صحي خو مشکله ضرور ده. نو ځکه هغوې د جنګي اقدامو باجود نورې متبادلې طریقې ولټولې ترسو مسلمانان کمزورې کړي، او د هغوې د وسائلو قبضه کولو لپاره یې یوه منصوبه جوړه کړه.د یوې اوږدې او غټې منصوبې په دولت دوې مسلمانان کمزوري کړل، او لدې سره یې علاقائي، نسلي او مسلکي تعصباتو ته هوا ورکولو کوښښ وکړ، په اوله مرحله کې یې د مسلمانانو مذهبي او سیاسي اتحاد يې پاره پاره کولو نه پس خپل اثر او نفوذ په وړو وړو ممالکو کې زیات کړ. دغه رنګ له یو پلوه مسلمانان د هر لحاظه کمزوري شول او له بل پلوه د هغوې په وسائلو باندې د غرب قبضه وشوه. حرمنې مفکر پاؤل شمټ پخپل کتاب کې د مسلمانانو شان او شوکت د دریو شیانو سبب وباله او دې باندې د قابو کیدلو او د ختمولو کوشش باندې یې زور ورکړ.
۱- د اسلام دین، عقائید يې، ددې اخلاقي نظام او د مختلفو رنګونو، نسلونو او ثقافتونو څخه تعلق لرونکو منځ کې د اخوت او ورورولۍ صلاحیت!
۲- د اسلامي ممالکو طبعي وسائل
۳- د مسلمانانو مسلسل عددې قوت
د مسلمانانو د قوت ذکر کولو نه پس هغه لیکي:
که دغه دری قوتونه یوځای شول، مسلمانان د عقیدې به دولت له یو بل سره ورونه شول او خپل طبعي وسائل یې په صحیح توګه استعمال کړل نو بیا به اسلام یو داسی قوت مخ ته راشي چې ددې په وجه به د اروپا تباهي او د درستې نړۍ اقتدار یا واک به د مسلمانانو لاسونو ته لاړ شي

نور بیا

حوالې:

لسان العرب ابن منظورالافریقی، محمد بن مکرم، دار صادر بیروت، ج10، ص174۔
الاستشراق، مازن بن صلاح مطبقانی
There are no sources in the current document. شرق شناسی، ایڈورڈ سوید، مقتدرہ قومی زبان اسلام آباد۔ص14۔
Word Web (Sofware Dictionary)Word"Oreientalism
۔المنجد
الاستشراق، ڈاکٹر مازن بن صلاح مطبقانی، انٹرنیٹ ایڈیشن، ص۲۔
۔الاستشراق، ڈاکٹر مازن بن صلاح مطبقانی، انٹرنیٹ ایڈیشن، ص۲۔
استثنا ۸۱:۱۹۔۸۱۔
یوحنا 14:16
ضیاء النبی، (بحوالہ، الاضواء علی الاستشراق والمستشرقین، ص۱۵)ضیاء القرآن پبلیکیشنزلا ہور۱۴۱۸ھ، ج۶، ص۱۲۶۔
الاستشراق، مازن بن صلاح مطبقانی، قسم الاستشراق کلیہ الدعوہ مدینہ، ص۴۔
الاستشراق، مازن بن صلاح مطبقانی، قسم الاستشراق کلیہ الدعوہ ۔مدینہ، ص۵۔
ضیاء النبی، پیر محمد کرم شاہ، ضیاء القرآن پبلیکیشنزلا ہور۱۴۱۸ھ، ج۶، ص۱۲۶۔
ضیاء النبی، پیر محمد کرم شاہ، ضیاء القرآن پبلیکیشنزلا ہور۱۴۱۸ھ، ج۶، ص۱۵۶۔
ضیاء النبی، ج۶، ص۲۸۰
ضیاء النبی، ج۶، ص۳۲۹۔
ضیاء النبی، ج ۶، ص۲۵۲۔

-----------------------------------------------------
ان الدین عندالله الاسلام


محمود سعيد
04.06.2011

استشراق
ORIENTALESM
ختیځ پيژندنه
پیژندنه:
استشراق یوه فکري څپه ده چې له اسلامي ختیځ څخه د بیلا بیلو پلټنو او څیړنو دنده پر غاړه لري. دا پلټنې د تمدن، ادیانو، آدابو، ژبو او کلتور په اړه دي. دا ډله د اسلامي نړۍ په اړه د لویدیځ د خیالي انځورونو په جوړولو کې پراخه ونډه لري او د مدنیتونو پر وړاندې د دواړو له فکري شتمنیو څخه ګټه اخلي.
پنځیدنه او نومیالي:
۱- د پنځیدنې پیل: د استشراق د پیل نیټه ټاکل ډیر ستونزمن کار دی او ځینې تاریخ پوهان هغه په اندلس کې د اسلامي دولت له جوړیدنې سره یوځای کڼي په داسې حال کې چې ځینې نور بیا دا پیل د صلیبي جګړو له وخته بولي.
روحاني استشراق په ۱۳۱۲ز کال کې د فینیا د کلیسايي ټولنې د هغې پریکړې پر بنسټ چې له مخې به ېې په څو اروپايي پوهنتونو کې د عربي ژبې د زده کړې مرکزونه جوړیږي، په رسمي ډول پیل شو.
په اروپا د اتلسمې زیږدیزې پیړۍ په پای کې د استشراق ټکی رامنځته شو او د لومړي ځل لپاره په ۱۷۷۹ز کې په انجلترا کې څرګند شو، همدا شان په فرانسه کې په ۱۷۹۹ز کې څرګند شو او په ۱۸۳۸ز کې د دې هیواد د اکاډمۍ په قاموس کې ولیکل شو.
جربرت دي اورالیاک (۹۳۸-۱۰۰۳ز) چې د بندکت له راهبانو څخه وو، اندلس ته ولاړ او هلته ېې د هغه ځای له پوهانو څخه زده کړه وکړه او په (۹۹۹-۱۰۰۲ز) کلونو کې له راګرزیدو وروسته د حبر اعظم (لوی عالم) په توګه د دوهم سلفتر په نوم وټاکل شو، ځکه نو نوموړی لومړنی فرانسوي پاپ ګڼل کیږي.
په ۱۱۳۰ز کال د طلیطله د کلیساوو د ملایانو مخکښ د ځینې علمي عربي کتابونو ژباړه تر سره کړه.
ایټالیايي جرارد دي کریمون (۱۱۱۴-۱۱۸۷ز) طلیطلې ته ولاړ او هلته ېې د فلسفې، طب، ستورپیژندنې او رمل اچونې په څانګو کې تر ۸۷ زیات کتابونه وژباړل.
فرانسوي پیرلي ونیربل (۱۱۵۶-۱۰۹۴ز) چې د بندیکت له راهبانو څخه وو او د دیرکلوني رییس وو، د اسلام څخه د پیژندنې په موخه ېې د ژباړونکو یوه ډله وګمارله او په خپله ېې د قرآن کریم د لومړنۍ ژباړې څارنه کوله چې په ۱۱۴۳ز کال د انګلیسي رابرټ اف کیتون له لوري په لاتیني ژبه وژباړل شو.
یوحنا اشبیلي یو یهودي وو چې نصرانیت ته وګرزید او د دولسمې زیږدیزې پیړۍ په نیمايي کې راڅرګند شو او د ستورپیرندنې علم ته ېې پام راوګرزاوه. هغه د ادلر اوف باث په مرسته د ابو معشر بلخي (۱۱۳۳ز) څلور کتابونه عربي ته واړول.
انګلیسي راجر بیکون خپلې زده کړې په اکسفور او پاریس کې تر سره کړې او د روحانیت په برخه کې ېې دوکتورا تر لاسه کړه. هغه په ۱۵۲۱ز کې د مراة الکیمیا کتاب له عربي څخه وژباړه.
۲- انصاف لرونکي ختیځ پیژندونکي (مستشرقین):
هادریان ریلاند (مړینه ۱۷۱۸ز) د هالند د اوترشت په پوهنتون کې د ختیځو ژبو استاد وو. نوموړي په لاتیني ژبه په دوو ټوکونو کې (الدیانة المحمدیة) په نوم یو کتاب لیکلی وو خو د په اروپا کې د کلیسا له لوري دا کتاب د منع شوو کتابونو په لړ کې وشمیرل شو.
یوهان. ج. رایسکه (۱۷۱۶-۱۷۷۴ز) لومړنی د یادونې وړ جرمني مستشرق دی. هغه اسلام ته د کوږوالي او دریځ ورکولو په تور په کفر او بې باورۍ تورن شو او سخت ژوند ېې تیر کړ تر څو چې د نري رنځ په ناروغۍ مړ شو. د نوموړي په زیار په آلمان کې د عربي ژبې د زده کړې او څیړنې ښه مرکز جوړ شو.
سلستر دې ساسي (۱۸۳۸ز) د ادب او نحو اړخ ته ډیر پام وکړ او د اسلامي علومو له څیړنې او پلټنې ېې لاس واخست. د نوموړي په هڅو پاریس د عربي علومو د زده کړې مرکز جوړ شو. هغه له هغو کسانو څخه وو چې رفاعه طهطاوي ورسره لیده کاته تر سره کړل.
انګلیسي توماس ارنولد (۱۸۶۴-۱۹۳۰ز) د (الدعوة الی الاسلام) په نوم یو کتاب لري چې په ترکي، اردو او عربي ژباړل شوی دی.
ګوستاو بولون چې یو مادي پلوه فیلسوف او مستشرق وو او په هیڅ دین ېې باور نه درلود. د اسلامي تمدن په اړه د نوموړي عادلانه دریځ چې په کتابونو او لیکنو کې ېې څرګند کړی، ددې لامل شوی چې لویدیځ وال ده ته پاملرنه ونه کړي او وېې نه ستايي.
زیجرید هونکه هم منصفانه لیکنې لري او په خپل کتاب (شمس العرب تسطع علی الغرب) کې ېې پر لویدیځه نړۍ د عربي تمدن اغیز روښانه کړی دی.
د انصاف لرونکو مستشرقینو له ډلې څخه جاک بیرک، انا ماري شمل، کارلایل، رینیه جینو، دکتور جرینیه او آلماني ګویته د یادونې وړ دي.
۳- کینه لرونکي (متعصب) مستشرقین:
ګولدزیهر (۱۸۵۰-۱۹۲۰ز) چې د هنګري له یهودانو څخه وو، د (تاریخ مذاهب التفسیر الاسلامي) په نوم د کتاب لیکوال دی او په ټوله اروپا کې د اسلامي علومو د رئیس په توګه وګمارل شو.
جون ماینار چې د امریکا له مبشرینو او مستشرقینو څخه وو، د (العالم الاسلامي) په نوم د امریکايي مجلې بنسټ ایښودونکی وو. نوموړی د (الاسلام تحد لعقیدة) په نوم د کتاب لیکوال دی چې په ۱۹۰۸ز کال له چاپه راووت. همدا شان هغه د (الاسلام) په نوم د کتاب لیکوال هم دی چې پکې هغه مقالې راغونډې شوې دي چې په ۱۹۱۱ز کال د هند په لکهنو کې د تبشیر دوهمې غونډې ته وړاندې شوې وې.
ج. فون ګرونبام چې د آلمان له یهودو څخه وو او د امریکا په پوهنتونو کې ېې زده کړې وکړې، د (الاعیاد المحمدیة ۱۹۵۱ز) او (دراسات فی تاریخ الثقافة ۱۹۵۴ز) په نوم کتابونو لیکوال دی.
ا.ج. فینیسک چې د اسلام له غلیمانو څخه وو او په ۱۹۳۲ز کال ېې د (عقیدة الاسلام) په نوم کتاب ولیکه.
کینیث کراج چې یو کرکجن امریکايي وو، په ۱۹۵۶ز کال ېې د (دعوة و مئذنه) په نوم کتاب لیکلی دی.
فرانسوي مبشر لوی ماسینیون چې د شمالي افریقا لپاره ېې د فرانسې د نیواک د سیمو په وزارت کې د سلاکار په توګه نده تر سره کوله د (الحلاج الصوفي الشهید فی الاسلام) کتاب لیکوال دی چې په ۱۹۲۲ ز کال له چاپه راووت.
د. ب. مکدونالد چې یو کینه کښ امریکايي مبشر دی او د (تطور علم الکلام والفقه والنظریة الدستوریة) کتاب چې په ۱۹۳۰ز کې چاپ شو، لیکوال دی. همدا شان د نوموړي د (الموقف الدیني و الحیاة فی الاسلام) په نوم کتاب په ۱۹۰۸ز کې چاپ شوی دی.
د شرق الاوسط د مجلې د لیکنو د برخې مرستیال، مایلز ګرين هم د همدې ډلې څخه یو دی.
انګلیسې د. س. مرجیلوث (مړینه ۱۹۴۰) خورا متعصب وو، طه حسین او احمد امین د نوموړي په ښوونځي کې زده کړې تر لاسه کړې وې. نوموړی د (التطورات المبکرة فی الاسلام) او (الجامعة الاسلامیة) په نوم کتابونه لري چې په ترتیب سره په ۱۹۱۳ز او ۱۹۱۲ز کلونو کې له چاپه راوتلي دي.
ا.ج. اربري د انګلیس له متعصبینو او د اسلام له دښمنانو څخه یو دی. د نوموړي (الاسلام الیوم) کتاب په ۱۹۴۳ز او (التصوف) په ۱۹۵۰ز کال چاپ شول.
بارون کاردای فوکس چې یو فرانسوی متعصب وو، د اسلامي پوهنغونډ (دائرة المعارف) له سترو لیکوالانو څخه وو.
انګلیسې ه. ا. ر. جب (۱۸۹۵- ۱۹۶۵ز) د (المذاهب المحمدي ۱۹۴۷ز) او (الاتجاهات الحدیثة فی الاسلام ۱۹۴۷ز) کتابونو لیکوال هم د متعصبو مستشرقینو له ډلې څخه ګڼل کیږي.
انګلیسي ر.ا. نیکولسن دا خبره نه منله چې اسلام یو روحي او معنوي دین دی، هغه اسلام د مادیت او له لوړو اخلاقو څخه خالي ګني. د (متصوفوا الاسلام ۱۹۱۰ز) او (التاریخ الادبي للعرب ۱۹۳۰ز) په نوم کتابونه د نوموړي له پنځونو څخه دي.
هنري لامنس یسوعي (۱۸۷۲-۱۹۳۷ز) یومتعصب فرانسوي مستشرق وو چې د (الاسلام) او الطائف په نوم کتابونه لري او همدا شان د اسلامي پوهنغونډ له لیکوالانو څخه دی.
آلماني جوزف شاخت هم له همدې ډلې او د اسلام غلیم وو. د (اصول الفقه الاسلامي) کتاب د نوموړي له لیکنو څخه دی.
بلاشیر د فرانسې د بهرنیو چارو په وزارت کې د عربې او اسلامي چارو د کاپوه په توګه کار کاوه.
الفرد جیوم انګلیس هم له متعصبو مستشرقینو او داسلام له دښمنانو څخه وو. د هغه له کتابونه څخه یو هم (الاسلام) دی.
ګروهنې او اندونه:
اول: د مستشرقینو موخې:
۱- دیني موخه: د استشراق د منځته راتګ لامل همدا دیني موخه وه او په خپلو اوږدو او لنډو پړاوونو کې ېې همدا موخه له ځان سره درلودلې ده.
د پیغمبر د نبوت د ریښتیوالي په اړه د شک رامنځته کول او د داسې څرګندونو او خبرو منځته راوړل چې ګواکي نبوي حدیثونه په لومړنیو دریو پیړیو کې په خپله د مسلمانانو له لوري جوړ کړل شوي دي.
د قرآن کریم په اړه شک اچونه او پر هغه باندې پیغور تړل، د اسلامي فقې بې ارزښته او داسې ښکارول چې دا له رومي فقې څخه اخستل شوې ده.
د عربي ژبې بد ویل او داسې څرګندونې کول چې ګواکې عربي ژبه د پرمختګ د کاروان ملګرتوب نشي کولای.
د داسې شک او ګمان خپرونه چې اسلام له یهودي او نصراني سرچینو څخه اخستل شوی دی.
د مسلمانانو تبشیر او نصراني کول.
د خپلو افکارو او باورونو د ملاتړ لپاره د موضوعي او کمزورو حدیثونو وړاندې کول.
۲- سوداګریزه موخه: د لویدیځ پاچاهانو، لویو شرکتونو او بنسټونو، د اسلامي هیوادونو د پیژندنې او د هغو په اړه د معلوماتو راټولوونکو سوداګرو، څیړونکو ته ډیر مال ورکاوه. دا کار په نولسمه او شلمه پیړۍ او د لویدیځ له لوري د سلامي نړۍ له ښکیلاک مخکې ډیر دود وو.
۳- سیاسي موخه: د مسلمانانو تر منځ د ورورولۍ د روحيي کمزوري کول او نفاق خپرول تر څو په دې توګه پر مسلمانانو خپله ولکه ټینګه کړي.
عامیانه لهجو ته پام اړول او د دود شوو عادتونو په اړه بحث کول.
په ښکیل شوو سیمو کې د ګمارل شوو کسانو په وسیله د همغو سیمو د ژبو زده کړې او د آدابو او دین په اړه بحث کول تر څو پوه شي چې څه ډول کولای شي په دې سیمو واکمني وکړي او څه ډول سیاست پر مخ بوزي.
۴- ځانګړې علمي موخه: ځینې مستشرقینو یوازې ددې لپاره په څیړنه او بحث پیل کړی تر څو حق او ریښتینولي ومومي او په دې لړ کې ځینو ېې د اسلام ریښتینولي موندلې موندلې او په اسلام کې ننوتلي دي چې د هغوی له ډلې ځینې ېې دا دي:
- توماس ارنولد چې په خپل کتاب (الدعوة الی الاسلام) کې ېې د مسلمانانو سره ډیر عادلانه چلند کړی دی.
- دینیه مستشرق له مسلمانیدو وروسته په الجزایر کې ژوند غوره کړ او د (اشعة خاصة بنور الاسلام) په نوم د یو کتاب لیکوال دی. نوموړی په فرانسه کې ومړ او په الجزایر کې خاورو ته وسپارل شو.
دوهم: لوی کتابونه:
۱- تاریخ ادب العربي چې لیکوال ېې کارل بروکلمان (مړینه ۱۹۵۶ز) دی.
۲- اسلامي پوهنغونډ (دائرة المعارف الاسلامیة): د لومړي ځل لپاره په (۱۹۱۳-۱۹۳۸ز) کلونو کې په انګلیسي، فرانسوي، او آلماني ژبو خپور شو او نوی چاپ ېې په (۱۹۴۵-۱۹۷۷ز) کلونو کې یوازې په فرانسوي او انګلیسې ژبو خپور شو.
۳- المعجم المفهرس لالفاظ الحدیث الشریف: دا کتاب د صحاح سته (بخاري، مسلم، ابوداوود، نسايي، ترمذي، ابن ماجه)، د دارمي مسند، د امام مالک موطا، او د امام احمد بن حنبل له مسند څخه د حدیثونو څخه د اوو لویو ټوکونو درلودونکی دی، ددې کتاب چاپ او خپریدنه له ۱۹۳۶ز کال وروسته پیل شوه.
۴- د یوې نیمې پیړۍ په اوږدو کې یعنې د نولسمې پیړۍ له پیل او د شلمې پیړۍ تر نیمايي پورې مستشرقینو د ختیځ په اړه له شپیتو زرو څخه زیات کتابونه لیکلي دي.
دریم: مرکزونه او ټولنې:
د مستشرقینو لومړنۍ نړیوال مرکز په ۱۸۷۳ز کال کې په پاریس کې پرانستل شو. له دې وروسته یو په بل پسې نور مرکزونه هم پرانستل شول او اوس د مستشرقینو له دیرشو څخه ډیر نړیوال مرکزونه شتون لري. دوی په ډیرو لیدنو کتنو او غونډو سربیره نور مرکزونه هم لري چې له هرې سیمې او دولت پورې تړلي دي. د بیلګې په ډول د آلمان د مستشرقینو ټولنه چې د په ۱۸۴۹ز کال د آلمان د درسدن په ښار کې تر سره شوه او دا ډول غونډې په پرلپسې ډول تر اوسه پورې جوړیږي.
د اکسفورد په غونډه کې له پنځه ویشت هیوادونو څخه د ۸۰ پوهنتونونو، او ۶۹ علمي ټولنو ۹۰۰ پوهانو برخه اخستې وه.
همدا شان څو نورې استشراقي ټولنې هم شته. د بیلګې په ډول د آسیویه ټولنه چې په ۱۸۲۲ز کې په پاریس کې رامنځته شوه او د ملکه آسیویه ټولنه چې په ۱۸۲۳ز کې په بریتانیا او ایرلنډ کې رامنځته شوه، دې ته ورته په د ختیځې امریکا ټولنه چې په ۱۸۴۲ز کال ېې بنسټ کیښودل شو او د ختیځ آلمان ټولنه چې په ۱۸۴۵ز کال رامنځته شوه.
څلورم: د استشراق مجلې:
اوس مهال په بیلابیلو ژبو د استشراق ډیرې زیاتې او ډول ډول ورځپاڼې او مجلې شتون لري چې شمیر ېې له درې سوو اوړي. دبیلګې په ډول دلته له ځینو څخه یادونه کیږي:
- (مجلة العالم الاسلامي) : د دې مجلې بنسټ سمویل زویمر (مړینه ۱۹۵۲ز) په ۱۹۱۱ز کال په بریتانیا کې کیښود. په منځني ختیځ کې د مبشرینو ریاست د همدې زویمر پر غاړه وو.
- (عالم الاسلام): دا مجله په ۱۹۱۲ز کال په پترزبورګ کې خپره شوه خو ډیر پایښت ېې ونکړ .
- (ینا بیع الشرق): دا مجله له ۱۸۰۹ز څخه تر ۱۸۱۸ز پورې په فینیا کې د هامر برجشتال له لوري خپریده.
- د (الاسلام) مجله چې په ۱۸۹۵ز کال په پاریس کې خپره شوه او په ۱۹۰۶ز کال د هغې ځای (العالم الاسلامي) مجلې ونیو. ددې مجلې چلوونکي په مغرب کې یوه علمي فرانسوي ډله وه. ورسته بیا دا مجله هم په (الدراسات الاسلامیه) باندې بدله شوه.
- په ۱۹۱۰ز کال د (الاسلام) آلماني مجلې هم په خپرونو پیل وکړ.
پنځم: استشراق د ښکیلاک په چوپړ کې:
د (الاسلام) په نامه د آلماني مجلې بنسټ ایښوودونکي کارل هینریچ بیکر (مړینه ۱۹۳۳ز) په افریقا کې د خپلو څیړنو تر څنګ د ښکیلاک د موخو لپاره هم چوپړ کاوه.
بارتولد (مړینه ۱۹۳۰ز) د (العالم) په نوم د روسي مجلې بنسټ ایښودونکي داسې لیکنې او بحثونه خپرول چې په منځنۍ آسیا کې د روس د ولکې د ګټو ساتلو ضمانت ېې کاوه.
هالندي سنوک هرګونجه (۱۸۵۷-۱۹۳۶ز) په ۱۸۸۴ز کال د عبدالغفار په نامه مکې ته ولاړ او شپږ میاشتې هلته پاته شو. له هغه ځایه له راګرزیدو وروسته ېې د اسلامي ختیځ د نیواک او ښکیلاک د چوپړ لپاره لیکنې وکړې. هغه له دې مخکې د ۱۷ میاشتو لپاره په جاوا کې ژوند کړی وو.
د ختیځو ژبو د پالنې مرکز چې په ۱۸۸۵ز کال په پاریس کې جوړ شوی وو، اصلي موخه ېې له ختیځو دولتونو او نژدې ختیځ څخه د هغه معلوماتو راټولول وو، تر څو د هغو په توګه داسې حالات رامنځته کړي چې په دې سیمو کې د ښکیلاک چارې اسانه شي.
شپږم: د استشراق خطرناک افکار او اندونه:
جورج سیل د قرآنکریم د معنا په سریزه کې لیکي: قرآن د محمد پنځونه او لیکنه ده او دا داسې څه دي چې هیڅ د زړه نازړه توب وړ نه دي.
ریچارد بل وايي: محمد قرآن له یهودي او نصراني سرچینو او پخوانیو کتابونو څخه په ځانګړې ډول را اخستی دی.
دوزي (مړینه ۱۸۸۳ز) وايي: قرآن ډیره زیږه بڼه لري او په هغه کې نوي او تاند شیان کم دي. همدارنګه انګیري چې په قرآن کې تر اړتیا ډیرې او ستړې کوونکې خبرې شتون لري.
په هغه لیک کې چې ۱۹۳۸ز کال د نوامبر په ۹مه د بریتانېې د ښکیل شوو سیمو د وزیر (اوم سبیغو) له لوري د بریتانیې دولت ته استول شوې وه لیکل شوي: تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو، هغه لوی خطر چې امپراطورۍ ته اړینه ده له هغې څخه ویره ولري او پر وړاندې ېې هلې ځلې وکړي، هماغه د مسلمانانو یووالی او یوه ټوټه توب دی. دا خطر یوازې زموږ لپاره نه بلکه فرانسه هم په دې کې له موږ سره ګډه ده. خو زموږ لپاره د خوښۍ ځای دا دی چې خلافت له مینځه ولاړ او هیله لرم چې بیا را رامنځته نشي.
شلدون آموس وايي: شریعت د ختیځې امپراطورۍ لپاره له روماني قانون پرته بل څه نه دی چې د عربي هیوادونو د سیاسي حالت سره سم پکې سمونې رامنځته شوې دي. هغه همدا شان وايي: محمدي قانون په عربي جامه کې هماغه جستنیانو قانون دی.
فرانسوي رینان وايي: عربي فلسفه هماغه یوناني فلسفه ده چې په عربي تورو لیکل شوې ده.
لوییس د هغه خوځښت لارښود وو چې موخه ېې په عامیانه ګړدود او لاتیني تورو د لیکنو لیکل وو.
خو باید وویل شي چې:
په دې کې شک نشته چې مستشرقینو له پخوانیو علمي کتابونو څخه په تحقیقي، څپرکیز او څانګیز ډول د کتابونو په راښکلو او خپرولو کې پراخه ونډه درلودلې ده.
همدارنګه شک نشته چې له دوی څخه ځینې ېې د ځانګړي علمي پوهې درلودونکي دي چې په بحث کې له دوی سره مرسته کوي.
په دې کې هم شک نشته چې ځینې مستشرقین د مسائلو په څیړنه، پلټنه او څارنه کې ډیر زغم درلودونکي او ځواکمن دي.
ځکه نو کیدای شي چې مسلمانان ددوی له کتابونو څخه ګټور توکي واخلي خو د سکالو له ګډوډتوب او ناوړه ښونې څخه باید خبر وي تر څو له هغې څخه ځان لرې وساتي، نورو ته يي وروښيي او یا د هغې ځواب ورکړي، ځکه حکمت د مسلمان ورک شوی څیز دی چې هر ځای ېې وموند وړ ېې دی.
فکري او ګروهیزې ریښې:
استشراق د صلیبي جګړو پر مهال د اسلامي ختیځ او نصراني لویدیځ تر منځ د ټکر پایله ده او په دې اړه سفارتونو او تګ راتګ ډیره ونډه درلوده. د نصرانیت روحاني اړخ ېې بنسټیز لامل وو تر څو د دوکې، چل ول، او بد ښکارونې له لارو اسلام له د ننه څخه مات کړي، خو استشراق په وروستیو کې له دې کړۍ څخه ووت او ځان ېې د علمي روح اړخ ته نژدې کړ.
خپریدنه او د اغیز سیمې:
لویدیځ د مستشرقینو لپاره له وښو ډک څړځای دی چې پکې څریږي. په لویدیځ کې آلمانیان، بریتانویان، فرانسویان، هالندیان او مجارستانیان او ځینې اسپانویان او ایټالویان هم مستشرقین لري خو د استشراق ستوری په امریکا کې ښه ځلیدلی او هلته ېې ډیر د ډیرو مرکزونو بنسټ ایښودنه کړې ده.
حکومتونو، ټولنو، شرکتونو، بنسټونو او کلیساوو هیڅ کله د استشراق د ځواکمنتوب، تایید، او خپراوي په برخه کې له مرستې ورکولو ډډه نه ده کړې او د پیسو او شتمنیو په ورکولو کې ېې شومتوب نه دی څرګند کړی. همدا شان ېې په پوهنتونو کې د ننوتلو لپاره ورته لارې پرانستې چې په دې سره د مستشرقینو شمیر زرګونه کسانو ته رسیدلی دی.
د استشراق خوځښت د تنصیر او ښکیلاک په ولکه کې وو او په دې وروستیو کې د یهودیت او صهیونیزم چې موخه ېې د اسلامي ختیځ کمزوري او له سیخې یا کږې لارې د خپل نیواک او ولکې ځواکمنتیا ده، په چوپړ کې لویدلی دی.


ahmad bilal
04.06.2011

محمود سعید صاحب ستاسو د لیکنې څخه یو جهان مننه، الله دې اجر درکړي.
------------------------------------------------
اسلام او مستشرقین (تیر پسې)

د مستشرقینو اقسام:
مستشرقین په پيړیو د اسلام په هکله او د اسلام د تعلیماتو په باره کې په تحقیقاتو کې مصروف دي، ددوې تعداد په درجنونو دي. ددوې تعلق نه دکوم ملک او نه د کوم علاقې څخه ده بلکې دا د نړۍ به مختلفو حصو کې پراته او پخپلو مبارزو کې مصروف دي. که څه هم دوې خپلو کې رابطې او تعلق نه لر ی خو ددوې بنیادي مقصد هم یو ده، کوم چې د مسلمانانو خلاف شکونه پیدا کول او غلطې افواه ګډول دي. څرنګه چې پنځه واړه ګوتې برابرې ندې دغه رنګه مستشرقین هم په یوه درجه کی نشو ایښودلې، دوې کې بعضي ډیر زیات متعصب دچا مقصد چې اسلام بدنامول وي او بعضې انصاف خوښونکې هم شامل دي، نو ځکه موږ دوې په دې لاندې مختلفو درجو کې تقسیمو.

۱- د علم او د تحقیق میدان دلداده محقیقین:
د نړۍ په ټولو ځایونو کې داسې ډیر محققین او علماء موجود دې کوم چې د علم او تحقیق پتنګان دي. د هغوې بنیادي مقصد تحقیق او تفتیش وي. علم یوه داسې رڼا ده کوم چې د انسان قلب او نظر کې براخوالې راولي او انسان د حقایقو څخه اګاه او هغه کې د ننه نه یو تحول راولي. ځکه خو نړۍ کې داسې ډیر کسان اوسیږي څوګ چې تل د علم او تحقیق حوصله زیاتونې کوي. دغه رنګه خلګ مشرق او غرب کې هم پیداکیږي، او همدغه رنګه شمال او جنوب هم له دغه رنګه خلګو څخه خالي نده. دوې خپل علم او تحقیق بی له خوفه هم هغه رنګه بیانوي کوم رنګ چې دوې کړې وي. دوې ته ددې خبرې هیڅ پرواه نه وي چې ددوې د تحقیق له وجهې به چاته فائده او چاته نقصان ورسیږي، دوې صرف ریښتیا بیانوي. دغه خلګو اسلامي مشرق څخه د علم او آدب ذخیره ترجمه او غرب ته ورسوله کوم کې چې د تحقیق او اضافې په دولت اوس غرب په نړۍ باندې خپل حکومت کوي.
هغوې د مشرق د هر ځائ علم چاڼ چاڼ کړ او چې چیرې یې څه وموندل هغه یې حاصل کړل او د شپی ورځې محنت ته وروسته یې هغه د علم پتنګانو ته وسباره. د اسلامي نړۍ ستره علمي خزانه کومه چې زموږ ضرورت ؤ، هغه هم دوې پيدا او خلګو ته يې وشوده. خو موږ په دې خبره په حیرت سره ولیګو چې بلعموم ددغو مستشرقینو رویه غیرجانبدارانه په هغو مسایلو کې وي کوم چې د عقائدو څخه لیرې وي خو کله چې خبره د عقائدو راشي نو دغه متعصب محقیقین بیا د حقیقت څخه لیرې ولاړ شي. نو لهاذا موږ ته هم پکار دې چې ددوې په تصانیفو په پټو سترګو یقین ونه ساتو. تحقیق او تفتیش په اصل کې د مسلمانانو وراثت ده ځکه خدای پاک مسلمانانو ته یو ځانګړې اصول په قرآن کې ویلې چې بغیر د تحقیق څخه هیڅ خبره هم مه منې، قرآن شریف کې دي:

یَٰایُّھَا الَّذِیْنَ اٰمَنُواْاِنْ جَائَ کُمْ فَاسِکُمْ بِنَبَاٍ فَتَبَیَّنُوْا اَنْ تُصِبُوْا قَوْماً بِجَھَالَۃٍ فَتُصْبِحُوْا عَلیٰ مَا فَعَلْتُمْ نٰدِمِیْنَ۔(الحجرات ۴۹:۶)
ای ایمان لرونکو! که تاسو ته کوم فاسق خبر راوړي نو تاسو ددې په ښه توګه تحقیق وکړې، داسې ونه شي چې تاسو په نادانې کې کوم قوم ته نقصان ورکړې او بیا خپل په دې عمل باندې نادم شې....

۲- اسلام دښمن متعصب مستشرقین:
د مستشرقینو دغه طبقه په یهودو او عیسایانو مشتمله ده، د چا بنیادي مقصد چې همدا ده ترسو اسلام او مسلمانانو ته نقصان ورکړي، دې کې بعضې د غرپي خپور شوي لټریجر باعث د اسلام خلاف خپلې ملا تړلې دي او بعضې یهود او نصارا په خصوصي توګه د مسلمانانو مقابلې ته تیاروي. دغه خلګ خپل ژوند د مسلمانانو خلاف او خپل نظریات او عقایدو د خپرولو لپاره تیروي. دغه خلګو چې د مشرق څخه کوم هم فایده ناک شې اخستلې، د علمي دیانت برخلاف ددې ماخذ پټ ساتلې او د غرب سره یې منسوب کړې. همدغه رنګ د اسلام خلاف یې داسې خبرې خپرې کړي چې یو عام وګړې هم کولې شي ترسو ددې مستشرقینو بددیانتي ښکاره کړي. څرنګه چې دوې خپلو لیکنو او تحاریرو باندې اسلام تر دې حده بدنام کړې چې د هغوې وګړو په پټو سترګو دغه الزامات قبول کړل. غربیانو چې څه هم د عربو څخه واخست هغه يې خپلو نومو باندې منسوب کړل. د مسلمان سائنیس دانانو نومونه يې داسې بدل کړل چې د غربیانو تشبیه یې ورکړې، نن غرب کې چاته هم نده معلومه چې غرب تر ننه پورې کوم تحقیقاتو څخه کار اخسته هغه خو یا خپله مسلمانان ول او یا د مسلمانانو څخه ماخوذ ول. کرسټوفر کولمبس په ۱۴۹۲ء کې امریکا کشف کړه، چیرته چې خلګ دهغه وخت تهذیب، تمدن علم او فن څخه لاعلمه ول او په اتفاق سره همدې کال د هسپانې اسلامي سلطنت د خپل اوج انتها ولیده او بلاخره یې صلیبي فوځونو ته په ګونډو شو، کله چې په ۲ جنوري ۱۴۹۲ کې سلطان ابو عبدالله محمد دولسم د غرناطې قبضه شاه فرډینینډ او ملکه ازابیلا په لاس ورکړ (۱۲ اکتوبر ۱۴۹۲ء امریکا کې د کولمبس داخلې او سپین کې هم د کولمبس ورځ لمانځل کیږي)
د مسلمانانو په سلګونو کلونو عروج او ورسره د میسحانو او یهودیانو تعصب او دښمنې دغه نتیجه ووتله چې هغوې څه هم د مسلمانانو څخه واخستل پرته له دې چې د مسلمانانو ذکر وکړي په خپلو ټولنو کې خپور کړ، د مسلمانانو ایجادات او اختراعات یې د غرب سره منسوب کړل، ډاکټر غلام جیلاني برق لیکي:
دا یو حقیقت ده چې مسلمانانو بارودو قطب نما، الکحل، عینکې او نور په لسګونو شیانو ایجاداتو موجد ول، خو د د رابرت بریفالت په قول غربي اروپایانو د عربانو ایجادات او انکشافاتو سهره پخپلو سرونو واچوله چا به چې ددې اول ذکر وکړ!! مثلاً د قطب نما ایجاد یو د یو فرضی نوم فلویګوچه ته منسوب کړ، د الکحلو موجد یې ولی ناف کی ارنلد او د بارودو یې بیکن وګاڼه، او دا هغه خوفناک او درواغجن بیانونه دي چې غربي تهذیب ماخذ په هکله ویلې شوي دي.صرف همد انه بلکې هغوې د اسلام تر ټولو مشهور کیمیادان جابر بن حیان د کتاب یوه لاطیني ترجمې مترجم ته د جیبر نوم ورکړ.

۳- مادي مفاداتو دلداده پیشه ور محقیقین:
د مستشرقینو داسې قسم هم شته ده د چا چې کوم علمي یا قومي مقصد نه وي بلکې خبل مادی مفادات شخصي شهرت او دنیاوي مال او دولت د لالچ لباره دې میدان کې قدم ږدي..

۴- ملحد مستشرقین:
اروپايي معاشرې کې چې کله علم او معارفت په خپلو پښو ودرید او هرځاې د سائینسي او تحقیق دور شروع شونو خلګو هر هغه شې د دلیل او عقل په بنیاد اخستل شروع کړل. څرنګه چې یهودیت او عیسویت د تحریف ښکار شوې ؤ نو ځکه د عقل او دلائلو په معیار ونه رسیدل.
موږ بی له خوفه دا ویلې شو چې انساني کوښښ خواه که څومره هم په محنت او احتیاط سره وشي بیا هم د غلطي څخه پاک نشي کیدلې، یوازې خدايي احکامو په باره کې موږ دا دعوه کولي شو چې دا د هر قسمه غلطې څخه پاک دي.
کله چې د کلییسا او د اهل علم او تحقیق په منځ کې جنګ پیل شو، او کلیسا به هر هغه شخص خلاف کیده چا به چې نوي نظریات راوړل، چا به چې نوي تالیفات کول نو دغه خلګ به یا د اینکویزیشن ښکار شول یا به جیل ته ورټیل وهل شول او یا به ي ېورته ډیره سخته سزا ورکوله نو دغه خلګو ددې سزا څخه د بچ کیدلو په خاطر اسلام (مذهب) باندې حملې پیل کړې چې له دې وجه هغوې نه یوازې د کلیسا د ظلم او ستم څخه خلاص شول بلکې خپل کار يې هم په دې چوپړ کې کوه.

د علمي معیار له اعتباره د مستشرقینو اقسام:

په عامه توګه معاشره کې چې کوم رنګ رجحان پیدا شي خلګ دهم هغه پلو منډې وهي. په کومو ورځو کې اروپا کې چې د استشراق تحریک پيل شو نو هر چا چې څلور ټکې یاد ول، خپل ځانونه څرګندول او خپل اهمیت ښودلو لپاره هغوې د علمي تحقیق پلو ته قدم راواخست. همدغسې بلا ډیر مستشرقین هم پيدا شول د چا پس منظر د نش برابر ؤ او نه هغوې د علمي اخلاقیاتو څخه خبر ؤ. دغه رنګو خلګو په اسلام، مسلمانانو باندط ډیر بی بنیاده او د اخلاق څخه ولیدلې الزامات ولګول. مولانا شبلي نعمانې دغه رنګ مستشرقین په درې اقسامو تقسیم کړي:
۱- د عربي ژبې، ادب او تاریخ څخه ناواقف مستشرقین: د چا معلومات چې هیځ هم نه ؤ، بلکې دوې د تراجمو څخه مرسته اخستله.
۲- هغه مستشرقین څوګ چې د عربي زبې او تاریخ څخه واقف ول خو د مذهبي لټریچر او فنونو څخه مثلاً د اسماء الرجال، د روایت اصولو څخه او د پخواني ادب او روایاتو څخه هیڅ هم خبر نه ول


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more