د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

اوښئ ! د ښځې ورور که د خور خاوند؟

عادل عادل
30.09.2010

سلامونه

د پښتو ژبې او ګرامر پوهانو څخه هیله کوم چې د -اوښي- د کلمې په صحیح کارونه او د خبرو په وخت کې د مقابل لوري صحیح تفهیمول چې د اوښي نه مطلب د خور خاوند شو، او که د میرمنې ورور؟ خپل نظرونه وړاندې کړي.

په ډیرو حالاتو کې مخاطب پوښتي چې د کوم لوري اوښئ دی؟ چې ددې پوښتنې ځواب د خور د لوري په صورت کې په پښتنو یو څه دروند پریوزي.

د یوه استاد د قوله چې ویل یې:

د اوښي د ډول د تفکیک لپاره باید چې د کلمې نه مخکې ضمیر سم وکارول شي، یعنی که ووایو چې :-

لومړئ حالت:

احمد زما اوښئ دی ...... مانا دا چې زما د میرمنې ورور دی، او دا استنباط د اضافت د مفرد ضمیر څخه کیژي.

دوهم حالت:

احمد زمونږ اوښئ دی ......... مانا دا چې زمونږ خور یا خورلڼه په احمد واده ده ........

ستاسو د ځوابونو په هیله


كريم كامران
30.09.2010

السلام علیکم
عادل صاحب ډیره ښه پوښتنه مو مطرح کړې ده، اګر که زه یې په ځواب نه پوهیږم خو ستاسووړاندې کړي دتفکیک دوه حالته مې خوښ شول.
اکثره وخت د (اوښي) کلمې سره سړی په مشکل کې هم واقع کیږي که یو سړی ووايي فلانی زما اوښی دی نو ځینې وخت مقابل طرف داسې کس وي چې ته په زغرده پوښتنه هم نه شې ترې کولی چې د کومې خوا نه مو اوښی دی ځکه چې ځینو پښتنو ته دا پوښتنه درنه پرېوځي چې ووايي همشیره یا خورلڼه مې ورته ناسته ده.

د ژبپوهانو نه هیله کیږي چې خپل ځوابونه ونه سپموي.


..Ahmadzai
02.10.2010

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

يو ځل بيا له ډيرځنډ ورسته د ټول أفغان ټولو درنو غړو ته د زړه له كومې تودې او نيكې هيلې وړاندې كوم.

عادل صاحب په پښتو كې دې دواړه ډولو خيښانوته تميزي بيل بيل نومونه سته ،البته يو يې اوس بيخي له كاره لويدلى اوځاى يې دابل نيولى چې اوس داوړو ته كارول كيږي.

زما په فكر د خور ميړه ته [color=darkred:977c5c2c5c] ښالى[/color:977c5c2c5c] وايي او دښځې ورور ته أوښى,خو يقيني نه يم كيداى سي چې برعكس وي
د نورو وروڼو نظر ته سترګې په لاريم.

په درنښت


larghonay laraway
24.10.2010

دا ستونزه يوازې په پښتو ژبه کې نه بلکې په نورو کې هم شته.
لکه (خوريی) یعنې د خور زوی او (وراره) د ورور زوی خو په اګريزي کې دواړو ته (nephew )



25.10.2010

[color=red:5502edabf1] د ښځې ورور ته هرڅوک خپل اوئښی وايي او ځان هم د هغه د آوئښي په نوم معرفي کوي خو د خور مېړۀ ته د آوئښي نوم دهيچا په خوله نراځي او نه ځان په آسانۍ سره د خور د ميړه د اوښي په نامه معرفي کولی شي ![/color:5502edabf1]


اوښی

chaparharay
01.01.2011

السلام علیکم ورحّّالله
اګر چی ادیب نه یم خو له ایبانو می اوریدلی چی
دپښتو ژبه له څلورو ګړونو نه جوړه ده یو هغه ګړونه چی له لرغونو نه راپاتی وی لکه ورښت دویم هغه چی د اولس خلک پری خبری کوی لکه داوزار نومونه دریم هغه چی له خارجه راغلی وی لکه راډیو که څوک ورته پښتو نوم غژدبلی ږدی نو نا سم به وی څلورم هغه چی نوی شی وی او خلک ورته نوی نوم هم کیدی لکه ښونځی یا الوتکه خو د عادل خبره می ډیره خوښه شوه پدی سره به نومونه هم په خپل ځای پاتی شی او التباس به هم نه راځی دا ځما نظر دی


عنوان

tandar
01.01.2011

چپلیاری صیب ډیر سلامون،اوخدای دی وکړی چه له مانه خفه نشی٠
زماوطندار هم ې نیم چپلیار زما خپلوان دی٠
اصلا دچپلیار خلک زیږه پوښتانه او په قوم هم که غلط نشم شینواری دی٠
دلته دپښتو او ادب مخ دی ،او غاښلی عادل زمونږ ډیر پوه لیکوال دی تاسو هم تائید کړی ده،که دده دنوم سره دی یو صاحب ورزیات کړیوی ،شایددتاسو ډیر وخت ې هم نه و نیولی او دته لکه چه ورسره ښاې ،یو احترام هم په ځای شوی وی ٠
امید دی چه بیاهم راڅخه خفه نشی ،ستاسو دنیکو نظرنو په هیله٠
تاسو لاندی لیکنه کړی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
خو د عادل خبره می ډیره خوښه شوه پدی سره به نومونه هم په خپل ځای پاتی شی او التباس به هم نه راځی دا ځما نظر دی
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
مننه٠


chaparharay
01.01.2011

ړنګه شوه


عنوان

tandar
01.01.2011

چپلیاری صاحب ستاسو دځواب په هکله به یواځی زه نه بلکه نور وروڼه خصوصا ،قریش او پوښتنون،هیښ او هوتک صاحب هم مننه وکړی٠
دنورو احترام اوعذت دځان احترام او عذت دی٠
داډیر صاحب لیکنه دی مساوی په صفر سره کیږی٠
زمونږ ټولو لیکنی په جهانی سویه لیدل او لوستل کیږی٠
مننه٠


محمود سعيد
12.05.2011

سلامونه!
ستاسو ځوابونه مې ولوستل خو فکر کوم د عادل صیب له ځواب سره ټول موافق یاست.
له بلې خوا مې د تندر صیب نیوکې ولیدې. په داسې حال کې چې نوموړي په خپله ښاغلی په غاښلي چې خندوونکې ده لیکلی او عزت ېې عذت لیکلی.
خپل عیب د ولي منځ دی.
که ما هم کومه غلطي کوله را په ګوته ېې کړي. منندوی به مو یم.
په مینه
نوټ: التباس یعني څه؟


پتوال
13.05.2011

عادل صيب ډير اعلی !
[color=blue:4ff730c3f7] ښځه د يوۀ کس اوخور د ډيرو ورونو کيږي
................................................... دې سره زما -، زمونږ اوئښی توپيريږي ![/color:4ff730c3f7]
په درنښت او سلامونو!


larghonay laraway
29.05.2011

د دې ضمانت به نو څوک وکړي چې نجلۍ دې خامخا ګڼ وروڼه او خويندې ولري!
که يوه نجلۍ يوازې يکي يو ورور ولري نو هغه به خپل اوښي ته څه وايي ؟

د ادب، درناوي او احترام نزاکتونه بېل دي او ګرامر او نومونې خپلې قاعدې لري.
که د درناوي او احترام نزاکت نه وي نو زما مفرد او زمونږ جمع ده چې د هر يو استعمال خپل ځای لري!
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more