د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

standby

پښتون یار
23.05.2011

سلام علیکم
یارانو یو ستونزه راته پیدا شوې ده په کمپیوټر کې چې
۱۰ منټه په کمپیوټر کار و نکړم
نو اتومات پخپله سټنډبای کیږی چې هر څومره اندازه فایلونه ډاونلوډ شوی وی ولاړ شی نو مجبوره یم له سره یې ډاونلوډ کړم
که یو حل یې ولری نو مهربانی وکړی معلومات راکړی


ع.تسل
25.05.2011

محترم پښتون يا ر صاحب سلامونه او نيكې هيلې مې ومنى.
د كمپيوټر په سكرين باندې دې رايټ كليك وكړه او بيا پراپرټيز ته ولاړ شه په هغه كې بيا سكرين سيور ته او په هغه ځاى كې بيا په ښكته شي طرف كې د پاور په بټن باندې كليك وكړه پدې باندې د كليك كولو سره به تاسو ته يوه نوې كړكى راخلاصه شي چې مختلفې آپشنې دي پكې دغلته پكې (System standby) پيدا كړه چې په لمړى مخ ښكته طرف كې به تاسو ته ښكاري نوهلته به تاته مختلفې آپشنې دركړي هغه كې ورته (Never) انتخاب كړه يعنې زما سيسټم مه سټنډ باى كوه.

خو ستا د ډانلوډ د مشكل لپاره چې ستاسو ډانلوډ كړې ډيټا له منځه ځي تاسو ته وړانديز كوم چې كمپيوټر ته مو (Internet download manager) انسټال كړى نو ددې په واسطه سره به ستاسو د كمپيوټر ددانلوډ سپيډ هم زيا ت شي او بله دا چې كه برق ولاړ شي يا كوم بل مشكل را مخكې شي او ستا سو كمپيوټر خاموش شي نو دبيا چالانولو سره به ستاسو كمپيوټر هغه ځايه ډانلوډ شروع كوي تر كومه ځايه چې ړومبى ځل پوره شوى وه او پدې طريقې سره به ستاسو وخت هم نه ضايع كيږي.
اميد دى چې د ليكنې په واسطه مو مشكل حل شي.

په ټوله پښنته مينه


خان آغا
25.05.2011

ع تسل صیب لږ شناخته راته معلوم سوی.
په فورم کی خوبه چیری مدیرت نلری.


-
25.05.2011

خان آغا ته هم بد نه یې،
که شناخته نه یې بلد خو خامخا یي. :wink: :)


حکمت الله همت
25.05.2011

[quote:fd8371d5e3="كليوال"]خان آغا ته هم بد نه یې،
که شناخته نه یې بلد خو خامخا یي. :wink: :)[/quote:fd8371d5e3]نوی شناخت یی شروع کړی مګر له ډیره وخته دهمدی سیمې اوسیدونکی پاته سوی دی
ماته پته ده.


ع.تسل
26.05.2011

السلام عليكم......................
خان آغا وروره مديرت مديرت نلرم او شايد د بل چا خيال دې را باندې كړى وي بس هسې كله كله دې فورم ته يو نيم يو نظر كوو.


-
26.05.2011

د دې شکوکو څخه تیر شۍ ،خو یوڅوک به وي څه یي کوۍ؟
زه چې بیګاه فورم ته راغلم یو کس مې لاس په لاس ګیر کړو، خو څه مې ونه ویل او پرې مي ښود، ما ویل ځه خیر اوس خوب ورځي سهار به یي خپله فکر پر ځای شي.
اوس چې راغلم نو ومي لید دموقع نه یي استفاده کړې او تښتیدلی دی.
خو نه پوهیږم چي زما نیکي به ورباندې ښکاره شي او که نه.
:lol: :lol: :lol: :lol:


حکمت الله همت
26.05.2011

اسلام علیکم.
کلیوال صیب ډیره مننه کور دی ودان چه زه دی لاس په لستونړی ګیرکړم او چاته دی ږغ ونکړه ماخو په هغه ګړی ځان پټاوه بس نه کیدل له ځان سره می وویل که کلیوال نه وی لیدلی بل څوک دی نسی لیدلای.هاهاهاهاهاهاها اوتاهغه دی لیدلی وم بیاهم مننه چه ږغ دی ونکړ؟‎ ‎


پښتون یار
26.05.2011

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ګرانه تسل وروره یو نړی مننه ستاسو له لارښوونې نه
ستونزه مې که خدای کوله حل شوه

ستاسو ورور فخرالدین


۰
27.05.2011

السلام علیکم
پښتونیار صیب که ګپ مي درسره ازاد واي نو اوس مي ستاسو په لاسلیک اعتراض کاوه چي که کرښي دخبره صفت شي نو بیا باید په یوه صیغه ذکر شي اعني یا داسي ولیکل شي [زما خبري دکاڼي کرښي] او یا داسي[زما خبره دکاڼي کرښه]
خو بس اوس دي نو چي څنګه خوښه وي مونږ پکي څه نشو ویلي.
په ډیر درنښت


پښتون یار
28.05.2011

وعلیکم سلام مومند صاحب
هر څه چې دې زړه غواړی وایه یې ځه د خفګان نه یم بلکه نور هم خوشحالیږم چې څوک ځما غلطیانې را په ګوته کړی
ځه د پښتو ګرامر (پښتو کې ګرامر ته څه وایی؟) کې ډیرې ستونزې لرم غواړم له همدې فورمونو نه یو څه زده کړم

ستاسو ورور فخرالد ین


۰
28.05.2011

السلام علیکم
پښتون یاره وروره خوښ اوسي ما هم همداسي انګیرله اوس څرګنده شوه چي تاسو د ملګرتیار وړ یي.
نو وروره یو چي کله [i am ]لیکي نو [زه ]لیکه او چي کله [yougo] لیکي نو [ځه ]لیکه ددي دواړو ترمنځ په لیکلو کي دا ډیفرینس دی.
بل تاسو دا خپل ساین کي داسي ولیکي نو ګرامر به صحیح جوړشي [زما خبري دکاڼي کرښي]ځکه چي کرښي جمع دي نو خبره هم باید [خبري ]دجمع په بڼه ولیکل شي.
په درناوي
ستاسو ورور مومندافغان


پښتون یار
28.05.2011

یاره ډیره مننه
دا ټکی ځما هم زده وه خو نه یم پوه چې څنګه را سه غلط شو

پوښتنه: ملکی متکلم ضمیر په ز راځی که په ځ اعنی (زما یا ځما)؟


۰
28.05.2011

پښتونیاره وروه ښه چاري!
د ضمیر متکلم واحد یعني i am د پښتو ژبي دلروبر دپوهانو د منل شوي شکل مطابق دواړه صحیح دي که زما ولیکي او که ځما نو دواړه شکله يي صحیح دي او کوم اشکال پکي نشته.
مننه
مومندافغان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more