د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دعبد الحی مطمئن تازه شعر چې خبریال وېب پاڼې خپور کړي

نوروز خان
25.05.2011

تورلینګیه اشنا

عبدالحی مطمئن

لکــــــــــه شبنم چې نرۍ پاڼې دګـــــلاب وخوړې

دګــــــــــوتو څــوکې مې تارونو د رباب وخوړې

د بېــلتانه قاصــــــــده کلـــــــــــه د بښلـو یې ته !

په سورکو شونډو دې مسکاوې د شباب وخوړې

ته چې ساغــــــــر په کــــاڼو ولې د رندانو شیخه

لکه چې ســــــــــــتا ګناوې هم د چا ثواب وخوړې

زمـــــوږ د وینې،مینې دواړو یوه کیسه وه پکې

چــــــــــــا زموږ څو زرینې کرښې دکتاب وخوړې

د اباسین غاړې سپېرې شوې سر حدي پښتونه!

ستـــــــا دشنو ونو پاڼې کوم خانه خراب وخوړې ؟

دښاپېرو بنګړي (تورخم) کې په کوتکو مات شول

ډیـــــــــرې تنکۍ ځوانۍ جېلونو د پنجاب وخوړې

یاد یې لـــــــــــره! هېر به مې نشي تورلینګیه اشنا

زمـــــــــوږ د تن غوښې خو تا په ستر قصاب وخوړې

مصرۍ دې ګونګې، غږ دې ورک دی مطمئنه یاره!

ښــــــــکاري چې ته هم د حــــالاتو اضطراب وخوړې

http://www.khabaryal.com/fullstory.php?id=13453&CatID=57


-
26.05.2011

او دا هم د مفتون یو شعر:

د ګلونو غوندې ښکلي شازلمي دي
طالبان دي نازولي شازلمي دي

زه یې ځکه ښکلوم په دواړو سترګو
په دې لاره باندې تللي شازلمي دي

سره ګلونه یې سرو سترګو نه شرمیږي
د سنګر شبګیر وهلي شازلمي دي

د یو سپین مرام او سپین قانون لپاره
په سرو وینو لمبیدلي شازلمي دي

قربانۍ ته یې منصور ګوته په غاښ دی
په خندا په دار ختلي شازلمي دي

ګیدړان یې ټینګیدای نه شي ګوزار ته
د زمرو په شان غښتلي شازلمي دي

ای مفتونه! د جهاد له برکته
په زلمیو کې ښاغلي شازلمي دي

او داهم په غږ کې:
http://www.youtube.com/watch?v=hGFz562L04o


۰
27.05.2011

السلام علیکم
کلیوال صیب ډیر خوند يي وکړ ښه شعروو مفتون صیب یو نظر ما له نږدي نه لیدلي دی ښه خوږ ژبی شاعر دی خو بیا دي پښتو ژبي شاعرانو کي د عقیدي ناخبري ډیره وي لکه دا دحسین ابن منصور الحلاج خبره چي دی یو زندیق سړی وو او د وحدةالوجود د کرغیړني عقیدي څښتن وو چي په همدي لوي او نه معاف کیدونکي جرم دوخت علماؤ کافر وباله او د هماغه وخت اسلامي خلافت یا امارت په مرګ محکوم کړ او په سولۍ يي وځړاوه ځکه چي هغه به ویل اناالحق[زه الله یم]نو بیا یو میاشت بندي ترڅو بیرته له خپلي دي زندیقي عقیدي وګرځي خو چي ونه ګرځیده نو په اعدام محکوم شو او پیروانو به يي ویل چي نه هغه ندي مړ او بیرته راژوندی کیږي .
قصه يي اوږده ده خو مقصد مي دا وو چي منصور کومه دحق خبره نه وه کړي او نه په حق ویلو وژل شوي لکه دا ناپوهه او داسلام نه ناخبر شاعران يي چي ستاي بلکه هغه پدي خبره چي زه الله یم [اناالحق] په کفري جرم مرتکب او بیا د هغه وخت اسلامي امارت چي خلافت يي باله ووژل شو.
نو دي خبري ته باید ټول مؤمنان او خاصکر شاعران او متشاعران ډیر پام وکړي.
په درناوي
مومندافغان


bette
27.05.2011

مصرۍ دې ګونګې، غږ دې ورک دی مطمئنه یاره!

ښــــــــکاري چې ته هم د حــــالاتو اضطراب وخوړې

الله دې مل شه ګرانه !
اودحالاتوپه اضطراب کې دې خدای خوندي لره !
نوروزخانه ددې اشنا داوروستی بند وژړلولم او اوس
می هم زړه ډک ډک کېږې :cry: :cry:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more