د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

انټرنيټ څنګه پيدا شو؟

شمشاد شينواری
22.01.2005

په ١٩٦٩ کال کې Arpanet يو داسې پر مختللې اجينسي وه. چې د امريکا په دفا وزارت کې وه. دغې ايجنسۍ څلور پايې کمپيوټر يو له بل سره وصل کړه، چې کار کوي که نه. په پای کې دغو کمپيوټرونو يو له بل سره networking يانې وصل شو او يو له بل سره يې ارتباط پيدا کر داسې چې که په يو کمپيوټر کېت کار وشي، نو موږ کولای شو، چې د بل کمپيوټر په وسيله هغه کار له هغه کمپيوټر څخه راواخلو او بل کمپيوټر ته يې را نقل کړو، نو د Arpanet اجنسۍ په دويم ځل باندې په ١٩٧١ کال نږدې ٢ درجنه کمپيوټرونه سره Connect يانې ونښلول او بيا هم Networking شبکوي پروګرام جوړ شو او په همدې ترتيب سره په ١٩٨١ کال ٢٠٠٠ کمپيوټرونه سره ونښلول شو او هغوی هم کار وکړ او د وخت په تېرېدو سره د شبکوي پروګرام لپاره يې پرزه جات او داسې نور مواد چمتو کړل او په پای کې انټرنېټ منځ ته راغی.
د انټرنيټ په ادرسونو کې وروستنی لقب يا نوم راځي، چې ځينې يې مختلف وي، چې دغه نومونه د Domains په نامه يادېږي لکه net, org, biz, او com، چې د دې د تفصيل لپاره لاندې ټکو ته پام وکړئ:
_edu: دغه نوم يو غير دولتي موسسه کاروي.
_net: دا ديو انټرنېټ لرونکې څانګې پورې اړه لري او يا د ټيلفون مرکز هم کولای شي، چې دغه نوم و کاروي.
په ننني ژوند کې انټرنيټ او د هغه ګټې:

١_ E-mail عاجل پوست: د انټرنيټ له دې برخې څخه ډېر وګړي کار اخلي، که يو څوک وغواړي خپل خپلوان يو خارجي پوهنتون، دفتر او ملګري ته، چې هغوی خپل د انټرنېټ ادرس ولري، تخع لېږلای شي په تډېره چټکتيا سره او ډېر اقتصادي، مثلا کې چېرې يو خط موږ تامريکا ته په ٣٠ کلدارو د پوستې د لارې ولېږو، نو هغه به په درې يا څلورو ورځو کې رسېږي او د دې له لارې يې په ٥ يا ١٠ کلدارو لېږلای شي او په همغې ورځ کې.

٢- Telephone: موږ کولای شو، چې د انټرنېټ له لارې له بهرنيو هېواونو سره اړيکي ونيسو په ډير اقتصايد قيمت سره. مخکې په انټرنېټ کې د ټيليفون سهولت بلکل وړيا (free) و. خو کله چې د خلکو شمير ډېر شو، نو بيا د کارډ چې د Net2phone او داسې نورو په شکل راووته، په بيه شو. خو بيا هم د ښارونو د ټيليفونونو او P.C.O څخه درې يا څلور چنده ارزانه پرېوځي.

٣_ د انټرنېټ په واسطه سره موږ کولمای شو، چې د نړۍ د غټو غټو کتابخانو کتابونه مطالعه کړو او د نړۍ د غټو غټو مجلو او خبارونو له خبرونو څخه ځان خبر کړو او همدارنګه د ځينو Audio او Video خبرونو له اورېدلو او ليدلو څخه ځان خبر کړو. مثلاً BBC او VOA خبرونه اورېدلای شو او د CNN خبرونه ليدلای شو.

٤_ chatting: دا د انټرنيټ يو داسې په زړه پورې څانګه ده، چې موږ کولای شو، چې يو کس سره نېغ په نېغه خبرې وکړو او يا د ليکول په وسيله يو له بل سره دولتي او يا خپل مشکلات حل کړو. دا په داسې ترتيب سره کېږي. چې د Chatting وونکي کسان بياد په خپلو خپلو کمپيوټرونو باندې دغه پروګرام عيار کړي او بيا يو د بل نوم وټاکي او په ليکلو پيل وکړي. د بېلګې په توګه لومړی کس ليکي (How are you?) نو بيا دغه جمله هغه بل کس ته لېږي (Send) و بيا هغه دويم کس ته دغه جمله په کمپيوټر کې ورشي، نو هغه د دې جملې ته ځواب ورت کوي، (Fine thanks, and you?) نو بيا دغه مله برته لومړني کس ته رالېږي او په همدې ترتيب سره سوال او ځواب پيل کېږي. که تاسو کله Chatting کړي وي نو بعضی کسان you پر ځی صرف U ليکی.

٥_ که چېرې موږ وغواړو، چې خپل ځان عکاسي کړو او يا خپل ځان مو په بهر کې خپلو خپلوانو ته نېغ په نېغه د انټرنېټ له لارې ښکاره شي، نو د دې لپاره به يو کوچنۍ( Camera Video) وډيو کامره اخيستل کېږي او له کمپيوټر سره نښلي او هر کله، چې د Chatting پروګرام په تماس دوه کسه پېل کوي، نوم د همغه کس انځو ر به په کمپيوټر کې ښکاره شي، کوم چې ويډيويې کامره له کمپيوټر سره نښلولې وه.

٦_ د انټرنېټ په واسطه يو انسان کولای شي، چې په بهرنيو هېوادونو کې ځان ته کار پيدا کړي، ځان پوهنيتون کې شامل کړي او يا د کوم پوهنتون درس تعقيب کړي.

٧_ د انټرنېټ په واسطه کولای شو، چې د هر هېواد د حکومت، پوځ، تاريخ او داسې نورو شيانو په اړه بشپړ معلومات تر لاسه کړو.

٨_ انټرنيټ تفريخي پروګرامونه هم لري. موږ کولای شو، چې سندرې، مختلف او ازونه او ځيني فلمونه پرې وګورو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more