د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ښځه

wafi
17.01.2005

نیکی هیلی اوسلامونه
دهر قوم ښځی چی دهغه قوم په ښوونه اوروزنه کښی حصه ولری هغه قوم دهیڅ کوم تشریح اوبیان محتاج نه وی .
دمو غیږ دبچی لپاره لومړی ښونځی ده او د داسی ښونځی ده چی ددی ښونځی ذده کړه په دین او زړه باندی دتیږی دچاپ نه زیات وخت پاتی کیږی او ټول عمر یی نه هیروی .
همدارنگه دمسلمان امت کښی څومره چی دسړی ښوونی او روزنی ته اهمیت ورکړل شوی په همدی اندازه باندی ښځو ته هم ددی لپاره چی اسلامی امرونه چی په کوم ډول دسړیو لپاره دی په همدی ډول دښځو لپاره هم دی او بل ددی لپاره چی دښځو روزنه بالااخره دټول قوم روزنی ذریعه ده .
دیو حقیقت دی چی دښځی نه بغیر معاشره تنهاده سړی که باغ ده ښځه دهغه ښکلاده سړی که دریاب ده ښځه دهغه ورنق ده دښځی وجود نه دکائیناتو رنک ده بالااخره اصلی حقیقت داده چی دمعاشری بقإښځه ده .
ټول جاهیل تهذیبونه که هغه مشرق کی وی یامغرب کی مخکنی وی یا اوسنی ښځه یی دیو مستی شی په نظر پیژندله او پیژنی یی .
ځکه یونانیان وایی ښځه دمار نه زیاته خطرناکه ده مشهور فیلسوف سقراط وایی چی دښځی نه زیات بل کوم شی په دنیا کی دفساد باعث نه کیږی عیسویانود لونډی (وینزی) نه کمه درجه ورکړی ده په 16 او17 صدی کی دسپرنگر په قول نهه لکه (900000 )ښځی قتل کړی دی .
هر وخت چی ښځه دخپل حقوقونه محرومه وی هغه بیا په محفل کی گډا اودمحفل زینت لپاره مجبوره کیږی .
همدارنگه دعربو په معاشره کی ښځو ته دلوڼډی (وینزی ) په سترگه کتل ښځو به یی بی شماره ودونه کول دپلار دمرگ نه پس دسکه مور نه علاوه دنورو ښځو مالک یی زوی کیده او یا به په میراث کی تقسیم کیدالی دلور پیداکیدو باندی شرمیدل او ژوندی به یی خښوالی ددی ټولو حالاتو نه اسلام ښځی ته نجات ورکړ اسلام په ټول تاریخ کی اول ځل ښځی ته دښځی حیثیت ورکړدمور،خور، میرمن او لور په حیثیت یی عزت ورکړ.
له مولانا محمد علی جوهر نه یو یورپی ښځی وپوښتل چی دښځو په هکله ستاسو څه نظر ده هغه جواب ورکړ چی زه صرف څلور ښځی پیژانم مور ،خور،میرمن او لور .په حقیقت کی همدا څلور قسمه ښځی په انسانی معاشره کی محترمی او معتبری دی .
جنت دمور دقدمو لاندی ده دادی لپاره دټولو نه محترمه او معتبره ذات ده او همدارنگه دانسانی نسل دبقا محافظه هم ده .
په حیث دخور چی دمحبت مجسمه ده .
لور دغزت اووقار علامه ده
اود میرمن حیثیت په کورنی کی منځنی نقته ده .
قران کریم ښځی ته دالصلحَت په ویلو سره غزت ورکړسړی او ښځی دیو بل لپاره لباس ویلو باندی دافرق یی ختم کړچی دجاهلیت زمانه کی دسړی برتری او دښځو ذلت په صورت کی روا وه "ولهن مثل الذی علیهم بالمغروف"
په مغرب کی دازادی نسوا تنظیم د16 کاله مباریزی نه وروسته په دی نتیجه ورسیدل چی حیاتی حقایق ښځه دسړی دبرابر مقام لپاره خڼډه ده ددی لپاره Genetic code بدل کړ او نوی حیاتی حقایق نظام یی جوړکړ تر څو دسړی او ښځی یو رنگ حقوق شی . مگر اسلام ښځی او سړی ته یو رنگ حقوقو نه علاوه سړې د ښځی نگران جوړ کړ " الرجال قوامون علی النساء "ددواړو دعمل دایره یی جدا جدا وټاکله داخبره دتیر سل کلونو راهسی دډیر سخت تنقید نښه جوړه شوی وه بلکی نوی تحقیق او ترقی یافته معاشری نه ثابته شویده چی اسلامی نظرصحح او دفطرت په مطابق ده اسلام هغه فضیلت ښځی ته ورکړی کوم یی چی سړی ته ورکړی ده که بعضی کارونو کی سړی ذمه وارده همدارنگه بعضی کارونو کی ښځه ذمه واره ده .
مگر افسوس چی اوسنی زمونږ دوطن بعضی ښځی په خپل لاسونو خپل مقام او مرتبه له بیخه باسی خپل عزت او عصمت په خپله لیلام کوی څنگه اوولی داسی کوی؟
اصلی خبره داده چی دمغرب هغه ړوند اوتیاره تهذیب او دفیشن په نو م ښکارشوی ښځی هغه تهذیب خپل نجات بولی .
اسلام دپردی په ذریعه دهغی جسم پټ کړ او مغربی تهذیب دفیشن په نو دهغی نه پرده لری کړه اسلام دسړی او ښځی نامحرم کیدل دفتنی او فساد مخ نیول ناجائزکړل او دمغرب تهذیب دترقی نوم ورکړ اود نادانی ښځی په دی وړه خبره پوهه نه شوی چی کوم تهذیب ښځه دیولوبی اومستی شی کڼی هغه به څه تاته ازادی درکړی .
کله چی دمغرب دلالنو وکتل چی ښځه له خپل حقوقونه خبریږی کوم چی اسلام دښه اوبد تمیز ورښودالی نو مخکنی ښکاریانو ددی دتیر ایستلو لپاره نوی جالونه خواره کړل هغوی دفلسفی او قلم په زور داخبره خپره کړه چی ای ښځی ته اوس ازاده یی تاته داحق ده چی له کوره واوځی بازاونو ته لاړه شی او هلته دکومی قهوه خانی ارایش کی زیاتوالی راوالی دنایټ کلب زینت شی .....................
چاته دحق نشته چی ته منع کړی .
نن زمونږ معاشره همداسی ده چی دمغرب بی حیاء لباس واغوندی او په بازارونو کی گرځی .
ایا جسمانی نمائیش ازادی ده ؟
دحضرت بی بی عایشه (رص) په مخ کی دبنو تمیم قبیلی ښځو باریک لباس ..........
فرمائی : که تاسی مومن ښځی یاست نو واوری چی دالباس دمومینو ښځو لپاره نه دهښ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more