د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

وینی او اوښکی

رښتینی
30.03.2011

.

ګرانو هیوادوالو !

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

داڅو لسیزی کیږې چې زموږ په ګران هیواد کې ساندي او په ویرلړلي نغمې اورو
دلته دوېنو او اوښکو روانې لړۍ لاروانې او حالات داسی ګواهې ورکوې چې خدای
خبر لاترڅو به روانې وې .

ددی هیوادد ستومانه وګړو کومی نادودي او ناخوالي نه ولیدلې کوم کړاوونه او ربړې چې دوی زغملې او لایې ګالي هغه ډیرسخت او ترخه دې داسې سختې ورځې چې په دې وګړو میلمنې دې دنړۍ په یوه سیمه کې هم شتون نلری .

وروڼو ادبی ټوټه نه لیکم په ښکلو تورو او ښایسته جملو پسی نه ګرځم او د یوه ادبی شهکارد لیکلو تکل هم نلرم کاش خپلی اود هیواد دکونډو او یتیمانو اوښکی او وینی می په خپلو تورواو جملو کی داسی ترسیم کړی وای چی د کاڼو په تورو او کرختو زړونو یی اغیز کړی وای د قاتلانو او دوینومینانو خوړجن زړونه یی لړزولی او ژړولی وای د ډالرو دمینانو قارونی زړونه یی نرم کړی او ویلی کړی وای !

کاش زما دقلم نښتر دومره تیره وای چی ددی یادو شویو کسانو په زړونو کی داسی خښ شوی وای چی دهغوی دتورو او ناولیو وینو یی بیالی بهولی وای او دهغو کرختو زړونو ته یی د ترحم او عاطفی بارونه ورلیږدولی وای او د هغوی له شره یی دا ویرژلی ولس نورساتلی اوژغورلی وای

ماوویل چی زه دکوم ادبی شهکار دلیکلو نیت نلرم بلکی غواړم دخپل په غمونو بار ولس دغمژلو ورځود اوږدیدلو او سختیدلو په اړه لوستوالو ته څه ووایم چی په دی حالت کی نو موږ ته څه په کار دی اوموږ له دی روانو ناورینونو او تراژیدیو سره څه ډول چلند وکړو ؟

زړه یی مه بوله تور کاڼۍ دصحرا دی
په لیدو د سوی زړه چی ټبی نشی

موږ دخپل وس په اندازه خپل لوی حښتن ته مسئول یو او که له خپله وسه سره سم څه ونکړواو ناست نندارچیان پاتی شو نو الله جل جلاله به خامخا پوښتنه را څخه وکړی دستر پیغمبر په یوه حدیث کی راغلی دی چی دکومو خلکو په ګاونډ کی چی یو غریب په وږی نس شپه تیره کړی له دی ټولو نه به الله جل جلاله د اخرت په ورځ پوښتنه کوی .

موږ له خپلو بی وسو هیواد والو سره څو څو ډوله مرسته کولای شو او په شته حالاتو کی موږ داسی هیواد وال لرو چی کولای شی له خپلو بی وزلو هیوادوالو سره ډول ډول مرستی وکړای شی خو له بده مرغه چی ډیر خلک د غفلت او بی پروایی په درانه خوب ویده دی او ددی ستونزو په اړه یوه ګړۍ فکر کولو ته هم نه دی اوزګار .موږ پوهان ، علما ء ، لیکوالان ، شتمن او نور .... لرو زموږ پوهه ، ژبی ، قلم او شتمنی چی تل
دیوه ځان او خپل اولاد له پاره کاروو ایا نشو کولی دخپل ولس په دی سختو حالاتو او غمژلو شپو کی یی یوڅه دهغوی دمرستی له پاره هم وکاروو؟

زموږ هیواد ډیر شتمن لری هغوی لوی لوی تجارتونه او کمپینۍ لری هغوی که خپل دحرص او قارونی خزانی ډکولو په خوی کی یوڅه نرمښت راولی ډیر داسی کسان شته چی یو یو یی کولی شی دسلګونو بی وزلو، کونډو او یتیمانو کفالت وکړی ، دعمر بن الخطاب رضی الله عنه په زمانه کی د اسلامی نړۍ په یوه سیمه کی وچکالی راغله څو ورځی وروسته دعمر نږدی کسانو دعمر په څیره کی تغیر او کمزوری حس کړه نو یی د لامل پوښتنه وکړه هغه ورته وویل : دفلانی سیمی خلک په تش نس شپی تیروی او زه
به په مړه ګیډه خوبونه کوم !!

رضی الله عنک یابن الخطاب !

زموږ علما او پوهان باید په خبروکی دی لورته جدی توجه وکړی هغوی دی خلک وهڅوی چی له بی وزلو اویتیمانو سره مرستی وکړی خلکو ته دی ګاونډاو جار حقوق بیان کړی او دالله په لاره کی دی دانفاق او لګښت فضیلتونه بیان کړی .

داراز زموږ دقلم خاوندان وروڼه هم باید دخپل هیواد روانی تراژیدی او دخلکو دسختو ورځو ته متوجه واوسی په دی لړ کی قلموال له هرچا زیات پړه بللای شم اوپه دوی کی ډیری نیمګړتیاوی او غفلتونه لیدل کیږی زموږ لیکوالان وروڼه خپلی انرژۍ په ډیرو بی ګټو شیانو لګوی او څه یی چی په ذوق برابر وی هغه لیکی یانی دخپل ذوق بندګی کوی او دهغه داشباع او مړولو له پاره خپله انرژی په کار اچوی له کوم مسلک او فن سره چی علاقه او مینه لری په هغه بوخت وی او نورو لوریو ته نه وی متوجه موږ دیو چا دعلمی او ادبی ذوق
له پاره د موادو له تیارولو نه یوڅه باید دی لورته هم متوجه واوسو چی دیوه غریب ګیډه مړول هم مهم دی بلکی دا دژوند لومړنی اړتیا ړه .

درنو وروڼو او خویندو راځئ دهیوادوالو په اوښکو او وینواو دهغوی په دی سختو شپو ورځو کی له هغوی سره شریک شو دهغوی دردونه ، غمونه او رنځونه درک کړو دهغوی دژوند په دی سختو شپو او ورځو کی له هغوی سره له خپله وسه سره سم مرسته وکړو .
او دچا چی څه ډول وس رسیږی باید ویی نه سپموی .

ستاسو حامد
_________________


حمید هڅــاند
05.04.2011

حامد وروره ډېره خوږه لیکنه دې کړې وه، زه به ورته امین ووایم چې ستاسو د لیکنې هرټکی د خلکو په زړونو کې خښ شې او زموږ د بې وزلې او ځپلې اولس غم له ټولو سره پیدا شې او په ګډه د خلکو د سوکالې او له دې غمونو څخه د ژغورلو لپاره ټول سره په ګډه اشر شو او د غم ځپلو راتلونکې ډاډمنه کړو.
زموږ اولس ډېر زیات ځپلی دی؛ دومره ځپلی دې چې اندازه نه لري. زه به درته یوه کېسه وکړم:
ټولګېوال مې راڅخه پوښتنه کوله چې ستاسو کلتور څنګه دی، واده مو څنګه وي، سړی سر عاید او ټول شیونه یې راڅخه پوښتل؛ اخر مې اعصاب ورته خراب شول ورته مې پېغور ورکړ چې تاسو هندیان هم په هیڅ خبر نه یاست، هسې ځان ته د سوپر پاور نوم په ورکولو خوشاله یاست. ورته پیغور ورکړ چې له هر افغان نه د هر اسیایې هېواد پوښتنه وکړه چې کلتور، دین ، ژبه او ټول اړین مالومات یې درکړي، خو تاسو تر اوسه افغانستان نه پېژنئ چې یو وخت یې پرتاسو حکومت کاوه. ما خو ورته په ټوکه کې دا هرڅه وویل او ورته ومې ویل چې لاړشه ویکپیډیا وګوره.
ماښام زما سره پخپله پوښتنه پیدا شوه چې یاره یوځل خو ته هم ویکې وګوره چې د افغانستان په اړه یې څه لیکلې دي. حامد وروره کوم نیم ساعت مې ویکې پیډیا وپلټله خو هیڅ داسي شی مې پکې پیدا نه کړ چې زما زړه را خوښ کړې؛ ویکیپيډیا کې یواځې زموږ د جنګونو، وچکالې، زراعتې خرابتیا، غربت، کوکنارو، دښتو او... کېسې وې. په راتلونکې ورځ مې ټولګېوال پېغورونه راکول. د هغه یوه خبره به مې هیڅکله هېره نه شې. راڅخه ویې پوښتل چې تاسو ټول ۳۰ ملیونه خلک نه یاست نو ولې نه سره جوړېږي او ستاسو دومره کوچنی هېواد ولې پخپله نه شئ جوړولای او ولې خارجیان ستاسو جوړونه پرمخ بیایې.
حامد وروره؛ افغان ته خو به ووایې چې د خارجیانو له لاسه داسې شوې یو، خو چې کله درنه یو خارجی پوښتنه وکړې نو په خدای سوګند چې سړی بې ځوابه کوې او داسې سوچ درسره پیدا کوي چې یاره موږ پخپله افغانان د هرڅه پړه پرغاړه لرو.

په درنښت


رښتینی
05.04.2011

هڅاند صاحب مینه اوسلام او نیکی هیلی ستاسو د درانه قلم
په احترام ستاسو خواږه حضور ته ډالۍ کوم ښاد او اباد اوسی

وروره دومره اوږدو جګړو اوبدمرغیوزموږ په سلوک ،چلند او عاداتو او کلتور
ناوړه اوسپیره اغیز شیندلی دی ډیرو خلکو ته سړی غاښ په ګوته پاتی شی !!
په موږ کی لکه دورانی او بدمرغی په لور چی څومره خلک روان دی ددی ډیره
کمه سلنه هم د روغی جوړی، هوسا ژوند او مینی ته رابلونکی نلرواو یوځل له
بده مرغه ویل بسنه نه کوی په موږ کی دجوړی او خیر اومینی خبری دبی غیرتی
کار بلل کیږی !!

او دا ته راسره ومنه ! که ته خپل لیکنیز اسلوب نرم ولری او د توری او ټوپک
خبری کمی او دمینی او صلاح خبری زیاتی کړی نو بیادی خوند نشته زه کله
کله په همدی ستونزه د ځینی قلمی قهرمانانو له برید لاندی راغلی یم او وایی
ستا په نرمو خبرو هیڅ نه جوړیږی !

په هرصورت هڅاند صاحب کله کله دلته دا داوښکو او وینو ترسرلیک
لاندی کومه یوه لیکنه راسره شریکوه منندوی به مو یم

ستاسو حامد


پتوال
05.05.2011

زمونږ د سياسي اند ، اندنې او اندوئنې خاوندان په درې برخو ويشل شوي دي، داويش نه، بلکې د پيزو پرهار يا د ناسور زخم دی، ځکه
دا وېش د تش تصنيف يا کلاسېفيکېشن له پاره نه ، بلکې د اندونو ترمنځ دلويوواټنونو او اوږدو فاصلو
د رامنځته کولو په موخه تر سره شوی . دا چا کړی او دا اوږدې فاصلې چا رامنځته کړې دي ، طبعا ً هغه چا ، هغه مقام او هغه قدرت چې
زمونږ د اندونو په وېشلو کې تر هرچا ډيره علاقه او ګټه لري . دومره خو روښانه ده چې دا د دوستانو کار نه دی، د دوښمنانو دی او د هغو دوښمنانو چې
نن او پرون نه ، بلکې په کلونو، لسيزو او پيړيو دمخه له مونږ سره، زمونږ له هيواد، ملت ، تاريخ، اوسيزې او راتليزې سره دوښمني لري . دا تورمخي دوښمنان او شين سترګې ميرڅمن به څوک وي ؟
داچې هر لغمان ملا د لغمان وي، نو دا تورمخي هم پنجابيان او دا شين سترګي دوښمنان انګليسان، امريکايان او روسان يا
په يوۀ ويوني لوېديځوال اشغالګر دي !
ددوی مهارت په څه کې دی، په دې کې چې لومړی زمونږ اندو او ادونه سره بيل کړي او بيا مو د هغې بيلتون له مخې په خپلو کې سره وويشي .
زمونږ د سياسي اند اندنې نوم څه دی، طبعا ً هغه څه چې له هغی بهر مونږ سياسي اندنه نشو غځولی :
زمونږ د ټولنيز اند اندنې يو ډير ژور او عنصري نوم ملي ګټې يا ملتپالنه ده ، بل نوم يې اسلام دی چې د هر افغان په زړه کې
يې ژورې ريښې ځغلولې دي او دريم نوم يې ملي او اسلامي ولسواکي ده !
نو د افغان ولس د ديني، ملي او ټولنيز اندتوګې ګډ او مشترک نوم
ملي اسلامي ولسواکه اندتوګه ده چې يو واحد کل او کليت جوړوي او بس !
که له دې درې جزونو څخه يو جز ليرې شي، هغه کړکۍ، در او دروازه پرانيستل کيږي چې بهرنۍ لاسوهنې ، بريدونه او بالاخره
د هيواد اشغال د هغې لارې څخه پر مونږ تپل کيږي ، ولسونه مو ځپل کيږي، وژل کيږي او غټ و واړه مو په بېدريغه توګه په شهادت رسول کيږي !
ددې مدعا شاهد تير ، اوسنی روان تاريخ دی :

دلومړي ځل له پاره شورويانو زمونږ خاورې ته په بده سترګه راوکتل، په شهيد داود خان يې ګوتې ووهلې ، د هغه په زړه او پخه عقده يې لاس وواهۀ، پو يې کړه او لکه د بابا زنګينه توره يې له تېکي څخه راوويستله، د ظاهر خان په ضد يې د دغه بخوانی ملتپال او محبوب صدراعظم ولمساوه ، پوځي کودتا ته يې چمتو کړ او د خپلو پوځي مشاورينو په مرسته يې د قدرت په ګدۍ کېناوۀ .
شورويانو دده په مټ زمونږ له درې اړخيزه خو واحدې اندتوګې څخه يې تنکۍ ولسواکي رابيله او تر پښو لاندې ووژله ، تر څو د شوروي نورو تاليڅټو ( خلک او پرچم) ته په نږدې راتليزه کې دده په ضد د پوځي کودتا پلمه وکري او
زمينه ورته برابره کړي . همدغسې وشول ، دداود خان غوندې ملي لار ښود يې د ټولنې کورنۍ د غټو او وړو سره شهيدان او په خپلو وينو کې ولمبول
[color=yellow:41dd1d90d8] انا لله وانا اليه راجعون .[/color:41dd1d90d8]
روسانو نه يواځې داود خان، بلکې د هيواد يو بل بخوانی صدراعظم چې تر داود هم يو بريالی ځوان ملي، اسلامي او ولسواک صدراعظم و
او په ملي سياست کې د هغه چټکو او پرله پسې برياو شوروي وارخطا کړی و او
د هغه د مخې د ډب کولو له پاره روسانو داود خان د کودتا ډګر ته
ور هڅولی و هم د امين او ببرک کارمل په ګډه دسيسه شهيد کړ . هر چاته معلومه ده چې دغه پرنبوغه سياستوال شهيد محمد موسی شفيق و ، کوم چې
د پرچميانو له خواد سخت پند ، وهلو او شکنجو سره سره په پای
کې د داود خان په پاملرنه له مرګ څخه ژوندی پاتې شوی و ، نو روسانو د ثور د کرغيړنې کودتا په پايله کې له داود څخه وروسته په شهادت ورساوه .
شوروي د خپل ګوډاګي خونړي رژيم پواسطه د افغاني اندتوګې مهمه برخه اسلام نقض کړ او د خپل پوځي يرغل له پاره يې لاره پرانيستله !
همدغسې وشول، مسلمان ولس ټول د کمونستانو پر ضد وخوځېده اوشوروي ته د پوځي يرغل پلمه او زمينه برابره شوه او هيواد يې اشغال کړ!

دريم ځل پاکستان د مجاهدينو پواسطه ولسواکي له افغاني اندتوګې څخه بيله او تر پښو لاندې کړه، د خپلوشومو موخو له پاره يې
زمونږ په هيواد طالبان مسلط کړل اوپه لږه موده کې يې د امريکا پوځي مداخلي ته لار پرانيستله او د ٢٠٠١ په پای کې امريکايانو زمونږ هيواد له سختې بمبارمان وروسته اشغال کړ چې د اشغال لړۍ يې لا دوام لري !
د امريکا ګوډاګي حکومت هم اسلام او هم ملي آزادي او ملتپالنه نقض کړي دي،
او طالبان ددويم ځل له پاره د قدرت د تر لاسه کولو له پاره خپل جهاد ته دوام ورکړی دی . دوی هم د هر چا په لمسون چې وي نه ملي اسلامي ولسواکي مني او نه هم ملتپالنه او دخپلو بادارانودسلطې له پاره يې سوچه ديکتاتورۍ
ته ملا تړلې ده اوداسې بريښي چې خدای مکړه غواړي د اسلام له سپېڅلي نامه څخه د پرديو بادارانو په افغانستان کې د
خپل او پرديو بادارانو تسلط د غځولو له پاره تر نامعلوم وخته پورې استفاده وکړي .
نو هغه څوک چې د افغانستان آزادي، ملي خپلواکي، سوله او پرمختګ غواړي تر هرڅه د مخه بايد ددې غم وخوري چې افغانان په خپله ګډه اندتوګه سره يو موټی کړي :
د ملتپالني، اسلام او ولسواکۍ تر منځ وحدت د ملي اسلامي ولسواکۍ د غورځنګ په برکت عملا ً پلی کړي ! والسلام


رښتینی
10.05.2011

پتوال لیکی :
دريم ځل پاکستان د مجاهدينو پواسطه ولسواکي له افغاني اندتوګې څخه بيله او تر پښو لاندې کړه، د خپلوشومو موخو له پاره يې
زمونږ په هيواد طالبان مسلط کړل اوپه لږه موده کې يې د امريکا پوځي مداخلي ته لار پرانيستله او د ٢٠٠١ په پای کې امريکايانو زمونږ هيواد له سختې بمبارمان وروسته اشغال کړ چې د اشغال لړۍ يې لا دوام لري !
----------------------------------------------

محترم پتوال صاحب دلته مو ډیر لوی ټوپ وهلی دی پاکستان چی دمجاهدینو په واسطه ولسواکی له افغانی اند توګې څخه بیولوله ډیر وخت پری ووت اوله
طالبانو پوری دا ناسم کار ترډیره حده ښې پراخی ولی غځولې وې هغه مهال
چی دنګه اسلام ناری چا وهلی او داسلامی خلافت چیغویی سیمه په سر
اخیستی وه ډیرۍ یاران یی اوس هم ژوندی اوپه یوه بل اړخ کی بوخت دی

طالبان دهغه مهال روزل شوی او ځینی یی دهغه وخت پیداشوی ځوانان
دی داستونزه طبعا په دوی کی هم موجوده وه خو دهغو مخکینیو په څیر
داسی خلک نه و چی هیلی نشوای ورپوری تړل کیدلای ....

نوربیا


پتوال
11.05.2011

دروند ورور رښتيني صيب ته سلام او درناوی !
مطلب د هيلو تړل نه دي، هيلې خو افغان ولس د خپلې بدې ورځې څخه په هر بدلون پورې تړلې ، هر څوک چې به قدرت ته رسېده که هغه داود و،
که تره کيو ، که امين و، که ببرک کارمل و يا نجيب و
او که ملا رباني و او که ملا عمر، حتی د صبغت الله مجددي پورې هم خلکو خپلې هيلې تړلۍ وې چې ګواکې دغه به ښه وي او په کوم درد
به مو دوا شي . وايي اوبو وړی هر بوټي او هر منډه ته لاس اچوي دغه د افغان ولس حالت دی . آن شورويانو او وروسته له امريکايانو هم
خلکو د خير تمه کوله د ديکتاتورۍ او ضدملي او ضد اسلامي کارونو غوښتنه ترې هېچا هم نه درلوده ، او ددوی هيلې هغه وخت په ناهيلۍ بدلېدلې چې
يا ضد اسلامي (کمونستي يا ليبرال فسادي) و ضد ملي ( دملي ګټو پر ضد د بهر په ګټه د) ياد ولسواکۍ په ضد ديکتاتوري چلند يې ترې ليدلی دی
او ډيرې ستونزې يې زيږولې دي .
د ولس همدغه درې اړخيزه هيلې دي چې د واکمنۍ د سرچينه کيدلو دريځ وربښي ،
دوی دي چې اسلام غواړي او ساتي يې، دوی دي چې
جبر او ديکتاتوري ردوي
يعني ولسي واک او ولسواکي غواړي او همدوی دي چې د ملي آزادۍ ملي ګټو او ملي پرمختګ غوښتنې لري او چمتوز دي چې ساتنه يې
په هرقيمت سره وکړي ، خو خاين مشران ددوی له چمتو والي څڅه د همدغه ارزښتونو او زرينو اوصولو د وحدت په ضد ناوړه ګټه پورته کوي !
نو که په اساسي قانون کې درېواړه اړخړنه او د هغوی وحدت خوندي شي او د ولس په زور پلي شي
هېڅکله به زمونږ په خاوره نه له داخل او نه له خارج څخه کوم طوفان ، تيری يا جنګ جګړې رامنځته نشي !
له بده مرغه د داود خان پشمول له هغه څخه تر نن ورځې پورې ټول واکمنان د يو يا دوه اساسي اړخونو پر ضد خپله ديکتاتوري چلولې ده او په دې ډول
يې په هيواد د ناورين په راوستلو کې مستقيم يا غير مستقيم لاس لرلی دی .
که لويديځوال هيوادونه د ليبرالې دموکراسۍ
په چوکاټ کې ټول ضرورتونه رفع کوي، مونږ او ټول اسلامي هيوادونه کولی شي
د ملي اسلامي ولسواکۍ په غيږ کې خپل ټولنيز ژوند
تنظيم او د پرمختګ له نيکمرغيو برخمَن شي ! خو دوی وار له مخې د بهرنيو ملاتړونکو په ډاډ خپله ديکتاتوري پلې کوي او د بادارانو له خوا
ناورين ته لار پرانيزي ! ايا تر نن ورځې پورې همداسې نه ده (؟) او همداسې نه وه ؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more