د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

کوم ډول لیکنه غوره بولئ ؟

رښتینی
10.05.2011

دالاندی لیکنه دکلیوال به نامه یوه ملګری دکمپیوټر په بحثفورم کی لیکلی وه
هلته ما یوه ځوابی لیکنه پری ولیکله له هغه وروسته داموضوع د ادب له بحث
سره مناسب شوه داده دلته می راوړه اوستاسو دنظریو په تمه
ستاسو رښتینی
---------------------------------------------------------------

د دی پروګرام په واسطه د بل چا ایمیل(بریښنالیک) پغیر د پاسورد څخه خلاصولی شی!

ګرانودوستانو د ډیره وخته می د یو ملګری په مرسته د انټرنټ څخه یو داسی کمال زده کړی چی په نړیوالو قوانینو کی یی د مجرم له پاره سخته سزا هم ټاکل شوی. د همدی ډاره خو ما پخپله په ډیرو ایمیلونو نه دی تجربه کړی البته په د ګوتو په شمیر ایمیلونه می پری خلاص کړی او په آرام زړه می تری استفاده نه ده کړی.

د یادونی وړ ده چی یوازی د هغو ایمیلونو ته د خلاصولو واک لری چی د همدی ویب سایټ څخه دی ایمیل ادرس ورلیږلی وی او ملګری دی هغه ایمیل ادرس خلاص کړی او لوستلی وی اعنی بی لوستلو یی ډیلیټ کړی نه وی.

طریقه یی په لاندی ډول ده:
په لومړی قدم کی لازمه ده چی به په همدی ویب سایټ کی خپل اکاونټ جوړ کړی او د همدی اکاونټ څخه به هغه ایمیل ته چی ته غواړی خلاص یی کړی، ایمیل واستوی. او ترهغه انتظار وباسه چی ترڅو دی ملګری ستا ورلیږل شوی ایمیل خلاص او ولولی (چی د خلاصولو څخه پس تاته جوابی ایمیل راځي چی بریښنالیک ولوستل شو.

بیا به په لاندی توګه عمل وکړی:

۱-د لاندی ویب سایټ نه پروګرام ښکته (ډاونلوډ) کړه.

۲-وروسته له انستالولو څخه به یی یو شارټ کټ ستاسی د کمپیوټر په ډیسکټاپ باندی راشی.

۳-د ډبل کلیک څخه وروسته به یوه صفحه پرانیستل شی د صفحی په منځ کی به یو مستطیل شکله تشه خانه وی چی په انګلیسی حروفو په تت خط لیکل شوی وی: (Please write the email address here).

په دی خانه کی بریښنالیک یا ایمیل ادرس ولیکه.

۴-د ایمیل لیکلو نه وروسته د همدی خانی پسی متصل لاندی د (Ok) آپشن باندی کلیک کړه.

او د کمپیوټر په پرده به ولیکل شی:
(Please wait, it will take several minutes).

۵-وروسته دلږ انتظار څخه به تاسو ته دوه اختیاره درکړل شی: ایا غواړی ډایرکټ ایمیل ته ننوځی، او که پاسورد یی کاپی کوی او پخپله یی خلاصوی ؟.

۶-که غواړی ډایرکټ ایمیل ته ننوځی په (Open email) باندی کلیک کړه. او ایمیل به درته پرانیستل شی.

او داسی هم شونی ده چی پاسورډ کاپی کړی او د یاهو، هوټمیل، جیمیل یا هر ویب سایټ مربط ایمیل چی وی، په صحیح لاره ورشی او ایمیل پرانیزی.

خو مخکی ددی نه چی د ویب سایټ ادرس په اخیر کی ولولۍ اول به کلکه ژمنه کوی چی د نږدی ملګرو ایمیلونو به هیڅکله نه خلاصوی.
او بیا لاندی پوښتنو ته هم خامخا جواب راکوی:

آیا ته په اسلام کی د دا ډول سپک عمل د جزا څخه خبر یی؟؟؟
آیا ته پوهیږی چی ستا دا عمل په اسلام کی د تجسس حکم لری ؟؟
آیا ددی لیکنی پر مهال دی د څومره ملګرو د ایمیلونو د خلاصولو او دهغوی د پټو معلوماتو دترلاسه کولو تصمیم د ځان سره ونیوه؟؟
ایا که په ريښتیا تاته دا چانس په لاس درشی چی د یو چا شخصی معلومات چی نه غواړی ته پری خبر شی، ترلاسه کړی، آیا دریغ به پری وکړی؟؟
آیا پوهیږی چی د بل چا د پټو اسرارو راسپړل یو حقیر او د ذلت څخه ډک عمل دی؟؟
او په اخیر کی، آیا د قیامت په ورځ هغه چاته په کومو سترګو ګوری چی تا یی د پټو اسرارو د کشفولو هڅه کړی؟؟
او الله ج ته به څه جواب وایی چی ولی دی د بل مسلمان د خبرولو څخه پغیر د هغه د داسی معلوماتو چی چاته یی افشا کیدل نه غواړی، د ترلاسه کولو کوښښ دی کاوه؟؟


رښتینی
10.05.2011

پاخه لیکوالان دخپل قلم او دښایسته تخیل دځواک په مټ
کولی شی لوستوال دی ته پرینږدی چی له لیکنی یی مخ واړوی
هغوی دخپل خدای پری لورولی استعداد په برکت کولی شی
لوستوال ترپایه دځان ملګری کړی .
خو نن دیوډول دروهی یا چلوټیو په مټ ځینی لیکوالان دلوستوالو
تجسس اوباریک رګ درک کړی بیانو ځان هم دګناهګاروپه کتار
کی ودروی له دی دروهو اوچلوټیو وروسته دمطلب خبری ته ځان
ورسوی .
داډول اندود به یو هنر وبولو خوزما په اند بیخونده هنر دی ځکه په
پیل کی ځان دغلویاګناهګارو په کتار کی درول اوبیا لوستوال
دی ګناه ته چمتو کول په خپل ځای کی شاید دغوره اخلاقو له غوښتنو
سره سمون ونخوری که څه هم دلیکوال موخه سپیڅلی وی داخبره زه
دشخصی ذوق پراساس کوم شرعی حکم نه کوم اوبیا له دی منفی
کړنی نه په یوه ټوپ سره لوستوال سمی لاری ته برابرول هم داسی یوکار
دی چی دنن په سادګی غوښتونکی مزاج به ښه نه لګیږی ،

اوبل لوستوالو ته د دیوی موخی درسولو په نیت دومره اوږده لار غوره کول
هم زما په اند یوډول هنری تکلف بریښی او که یوه خبره په ساده خوروښانه توګه
بیانیدلی شی نو دومره چلوټیو او اوږدوالی یا اطناب ته به اړتیاو ی ؟

دبیلګی په توګه زه په خپله یوه پرلپسی لیکنه (پخې خبرې)کی لوی لوی
مطالب په ډیره لنډه او واضحه توګه بیانوم دانو نشم ویلی چی هغه به لوستوال
خوښوی او که نه ؟ خو دومره ویلی شم چی له ذهنی ترینګلتیا او داوله ږدوالی او
اطناب نه می ځان ژغورلی اوبل د بیان په سادګی سره می لوستوال له ډیرو
تکلفاتو هم بی غمه کړی دی .

او بل زه د خپلی ساده لیکنی له پاره یوه قرانی نغوته هم لرم چی هغه یو
الهی امر دی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته الله پاک وایی :
فاصدع بما تؤمر واعرض عن المشرکین .
دلته موخه داده چی الهی امرونه په ښکاره بیان کړه اوکه موږ فکر وکړو نو ځینی
هنری او ادبی لیکنی داسی وی چی موږ هغوته ښکاره بیان نشو ویلی او ښکاره
بیان هغه وی چی موخه روښانه او په ساده توګه بیان شی .

داموضوع بحث اوتفصیل ته اړتیا لری نوتاسو ووایئ چی دانوی لاره
چی په کوم ډول ما څیړلی همداسی ده اوکه نه زه تیروتی او بله کومه
ښیګڼه لری ؟؟

په مینه


SADEQ MUSALMAN
11.05.2011

حامدصاحب سلام
متاسفانه چې ماددې موضوع له کتلومخکي هلته ليکنه وکړه.
ستاپه څېريې زه هم دلته نښلوم.
------------------------------------
رښتينی اوکليوال ته
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
وبعد : درښتيني/ حامدصاحب پخې خبري مي تعقيب کړي، هولکه څنګه چې نوموړي
ويلي ستړي کونکي نه دي اومفهوم ډېرزرسړي ته په لاس ورکوي.

پاتي شوه دزمادکليوال لاره زماپه اندښه لاره به نه وي.
له خپل کليوال نه يوه پوښتنه لرم چې دابه زمادلوړي خبري دليل هم وي.

کليواله ! تاسوچې کومه لارغوره کړي په دې کي جوتېږي چې تاسوپه نورومسلمانانو
يوتورلګوئ هغه داچې تاسوګمان کوئ ټول مسلمانان دفحش اوتجسس لورته تربل
هرڅه زيات ميلان لري، زه په ډاډويلای شم چې داستاسوګمان نه بلکه يقين دی.
اوس پوښتنه داده چې اياپه يومسلمان ستاپه څېرګمان کول په اسلامي کي څه حکم لري؟؟؟
آياتاسوپوهېږئ چې ټول مسلمانان تجسس ته چې نارواعمل دی ليواله دي؟
همداستاسوګمان هم دی.
اياله دې پرته بله لارنشته چې تاسوله دې ګمان پرته مسلمانان ورڼه نېکي لاري ته
راوبولئ؟؟؟
ددې پوښتنوپه ځوابولواوماته په قناعت راکولوسره به زه هم ستاسولاراختيارکړم.

په مينه اومننه
ستاسوکليوال صادق


محمود سعيد
11.05.2011

رښتینی صیب سلامونه مې ومنئ.
بریښنالیک د هر کس د شخصي حریم یوه برخه ده.
په دې برخه تیری نه بښونکی او سپک کار دی. هیله ده په دې برخه کې
هغه وروڼه چې ددې کار کوښښ ېې کړی دی پوهیدلې وي او وروسته له
دې دا کار تر سره نه کړي.
له بلې خوا د رښتیني صیب د فیسبوک تړونی کار نه کوي. هیله ده په
سمه توګه ېې راسره شریک کړي.
همدا شان نور ملګري چې په فیسبوک کې برخه لري هیله ده خپلې پتې دلته
شریکې کړي تر څو مو د ملګری تړاو پیاوړی او واټن ېې اوږد شي
په مینه
یادونه: زما فیسبوک دی:
http://www.facebook.com/saeed.wardak


رښتینی
11.05.2011

[quote:0d6ca421e4="محمود سعید"]رښتینی صیب سلامونه مې ومنئ.
بریښنالیک د هر کس د شخصي حریم یوه برخه ده.
په دې برخه تیری نه بښونکی او سپک کار دی. هیله ده په دې برخه کې
هغه وروڼه چې ددې کار کوښښ ېې کړی دی پوهیدلې وي او وروسته له
دې دا کار تر سره نه کړي.
له بلې خوا د رښتیني صیب د فیسبوک تړونی کار نه کوي. هیله ده په
سمه توګه ېې راسره شریک کړي.
همدا شان نور ملګري چې په فیسبوک کې برخه لري هیله ده خپلې پتې دلته
شریکې کړي تر څو مو د ملګری تړاو پیاوړی او واټن ېې اوږد شي
په مینه
یادونه: زما فیسبوک دی:
http://www.facebook.com/saeed.wardak[/quote:0d6ca421e4]

ښاغلی سعید تاسو په پورتنی لېکنه بیخی پوهیدلې نه یئ
لطفا یوځل بیا پوره لیکنه ولولئ

په مینه


محمود سعيد
11.05.2011

رښتینی صیب یو ځل بیا سلامونه!
تاسو لوړ لیکلي وو:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دالاندی لیکنه دکلیوال به نامه یوه ملګری دکمپیوټر په بحثفورم کی لیکلی وه
هلته ما یوه ځوابی لیکنه پری ولیکله له هغه وروسته داموضوع د ادب له بحث
سره مناسب شوه داده دلته می راوړه اوستاسو دنظریو په تمه
ستاسو رښتینی
---------------------------------------------------------------

د دی پروګرام په واسطه د بل چا ایمیل(بریښنالیک) پغیر د پاسورد څخه خلاصولی شی!

ګرانودوستانو د ډیره وخته می د یو ملګری په مرسته د انټرنټ څخه یو داسی کمال زده کړی چی په نړیوالو قوانینو کی یی د مجرم له پاره سخته سزا هم ټاکل شوی. د همدی ډاره خو ما پخپله په ډیرو ایمیلونو نه دی تجربه کړی البته په د ګوتو په شمیر ایمیلونه می پری خلاص کړی او په آرام زړه می تری استفاده نه ده کړی.

د یادونی وړ ده چی یوازی د هغو ایمیلونو ته د خلاصولو واک لری چی د همدی ویب سایټ څخه دی ایمیل ادرس ورلیږلی وی او ملګری دی هغه ایمیل ادرس خلاص کړی او لوستلی وی اعنی بی لوستلو یی ډیلیټ کړی نه وی.

طریقه یی په لاندی ډول ده:
په لومړی قدم کی لازمه ده چی به په همدی ویب سایټ کی خپل اکاونټ جوړ کړی او د همدی اکاونټ څخه به هغه ایمیل ته چی ته غواړی خلاص یی کړی، ایمیل واستوی. او ترهغه انتظار وباسه چی ترڅو دی ملګری ستا ورلیږل شوی ایمیل خلاص او ولولی (چی د خلاصولو څخه پس تاته جوابی ایمیل راځي چی بریښنالیک ولوستل شو.

بیا به په لاندی توګه عمل وکړی:

۱-د لاندی ویب سایټ نه پروګرام ښکته (ډاونلوډ) کړه.

۲-وروسته له انستالولو څخه به یی یو شارټ کټ ستاسی د کمپیوټر په ډیسکټاپ باندی راشی.

۳-د ډبل کلیک څخه وروسته به یوه صفحه پرانیستل شی د صفحی په منځ کی به یو مستطیل شکله تشه خانه وی چی په انګلیسی حروفو په تت خط لیکل شوی وی: (Please write the email address here).

په دی خانه کی بریښنالیک یا ایمیل ادرس ولیکه.

۴-د ایمیل لیکلو نه وروسته د همدی خانی پسی متصل لاندی د (Ok) آپشن باندی کلیک کړه.

او د کمپیوټر په پرده به ولیکل شی:
(Please wait, it will take several minutes).

۵-وروسته دلږ انتظار څخه به تاسو ته دوه اختیاره درکړل شی: ایا غواړی ډایرکټ ایمیل ته ننوځی، او که پاسورد یی کاپی کوی او پخپله یی خلاصوی ؟.

۶-که غواړی ډایرکټ ایمیل ته ننوځی په (Open email) باندی کلیک کړه. او ایمیل به درته پرانیستل شی.

او داسی هم شونی ده چی پاسورډ کاپی کړی او د یاهو، هوټمیل، جیمیل یا هر ویب سایټ مربط ایمیل چی وی، په صحیح لاره ورشی او ایمیل پرانیزی.

خو مخکی ددی نه چی د ویب سایټ ادرس په اخیر کی ولولۍ اول به کلکه ژمنه کوی چی د نږدی ملګرو ایمیلونو به هیڅکله نه خلاصوی.
او بیا لاندی پوښتنو ته هم خامخا جواب راکوی:

آیا ته په اسلام کی د دا ډول سپک عمل د جزا څخه خبر یی؟؟؟
آیا ته پوهیږی چی ستا دا عمل په اسلام کی د تجسس حکم لری ؟؟
آیا ددی لیکنی پر مهال دی د څومره ملګرو د ایمیلونو د خلاصولو او دهغوی د پټو معلوماتو دترلاسه کولو تصمیم د ځان سره ونیوه؟؟
ایا که په ريښتیا تاته دا چانس په لاس درشی چی د یو چا شخصی معلومات چی نه غواړی ته پری خبر شی، ترلاسه کړی، آیا دریغ به پری وکړی؟؟
آیا پوهیږی چی د بل چا د پټو اسرارو راسپړل یو حقیر او د ذلت څخه ډک عمل دی؟؟
او په اخیر کی، آیا د قیامت په ورځ هغه چاته په کومو سترګو ګوری چی تا یی د پټو اسرارو د کشفولو هڅه کړی؟؟
او الله ج ته به څه جواب وایی چی ولی دی د بل مسلمان د خبرولو څخه پغیر د هغه د داسی معلوماتو چی چاته یی افشا کیدل نه غواړی، د ترلاسه کولو کوښښ دی کاوه؟؟
_________________
نو زه په دې خبره بیخی (بیخي) پوه شوی یم او که نه؟[/quote][/url]


حمید هڅــاند
11.05.2011

محمود سعید وروره په لیکنه ځکه نه یې پوی شوی چې د کلیوال په لیکنه کې ویب سایټ درک نه لري، هڅه یې کړې پوی مو کړي چې څنګه ناسم سوچونه زموږ ذهن ته لاره پیدا کوي او له دا بلې لارې یې هڅه کړې موږ ته نصیحت وکړي. ځکه خو حامد ورور پوښتنه کړې چې کومه لیکنه غوره ده؛ زه خو وایم چې د حامد ورور د لیکنې ډول زما ډېر خوښ دی، هو د کلیوال ورور چل هم په زړه پوري دي خو د صادق ورور پوښتنو بیا کلیوال سم ننګولی دی، هیله ده ځواب یې ووایي.
په درنښت


-
11.05.2011

هڅاند صیب په لیکنه کي مې ویب سایټ درک لري خو ریښتینی صیب نده راکاپي کړي :) . په اصلي لیکنه کي ویب سایټ هم شته.

او زه به هم درښتیني صیب په څیر خپله هغه لیکنه چی هلته مي کړې وه دلته راکاپي کړم:
----------------------------------------------------------
سلامونه
ریښتینی صیب ستاسو خبري مي ډیري خوښې شوې، خو باید ووایم چي ددی لیکنې الهام ما د بل چاڅخه اخستی یعنی تقریبا زمالیکنه نه بلکه ژباړه یي بللی شم.
تاسو ډیري ښکلې نقطي ته متوجه شوي یاست، او که ماته په دلایلو جوته شوه چي داسې لیکنې په اسلام کي ناروا دي نوهمدلته زه خپله تیروتنه منم اوستاسو رایه په سرسترګو منم.

که څه هم په دي اړه ماسره یو څه دلایل شته، خو لومړی دنورو علماوو رایو ته سترګي په لاریم.

ریښتینی صیب یوځل بیا درنه مننه کوم چي داسي نقطي ته موزما پام واړاوه چي زه ورته هیڅ متوجه نه وم.
-----------------------------------------------------

او صادق کلیوال ته به مي ووایم چي وروره ماپه مشخصه توګه په چاباندي بدګوماني نده کړې، خو ددي څخه هم انکار نشم کولی او نه به یې تري بل څوک انکار وکړي، چي په ټولنه کې داسی خلک شته چي دداډول کارونو لپاره لیوالتیا اودلچسپي لري. نوفکرکوم که بدګوماني په مشخصه توګه په یوکس باندي نه وي شرعا هم پروا نلري. دادنهي عن المنکر کوم احکام چي ملاصاحبان يي بیانوي چې مثلا زنا مه کوۍ، غلا مکوۍ، دروغ مه وایۍ، او په مسجدکي په لوړاوازخلک دبي لاریوڅخه منع کوي دا معنی ده چي ملاپه عامه توګه په مسلمانانو کي په ځینوخلکو بدګومانه دی (که تعبیرمي صحیح کړی وي)،خو که چیری یي وویل: ای فلانکیه ای پستانکیه!!.. بیاستا خبر صحیح ده. ماهم همداسي یوه عامه بدګوماني کړې او رښتینی صیب به داموضوع واضحه کړي چي آیا دې ته بدګوماني ویل کیدی شي؟ واسلام


SADEQ MUSALMAN
11.05.2011

زماکليوال ته يوځل بياسلامونه اوښې ارزوګاني
په دې هيله چې ښه به وې.
[quote:5825608848="کليوال"]دادنهي عن المنکر کوم احکام چي ملاصاحبان يي بیانوي چې مثلا زنا مه کوۍ، غلا مکوۍ، دروغ مه وایۍ، او په مسجدکي په لوړاوازخلک دبي لاریوڅخه منع کوي دا معنی ده چي ملاپه عامه توګه په مسلمانانو کي په ځینوخلکو بدګومانه دی[/quote:5825608848]
نه نه نه : دادشرعي احکاموبيانول دی.
[quote:5825608848]خو که چیری یي وویل: ای فلانکیه ای پستانکیه!![/quote:5825608848]
هوچاته په غوږکي پټ ويل خيرخواهي ده.
زموژکوچيان يې شېګړه بولي :lol: :lol: :lol:
[quote:5825608848]ماهم همداسي یوه عامه بدګوماني کړې[/quote:5825608848]
نه نه کليواله ! ستابدګماني بېله ده.
ستابدګماني دهغه ملاصاحب دامربالمعروف اونهی عن المنکربيان ته پاتي کېږي چې
يومقتدي له لاس راونيسي اوورته ووايي چې لاړشه په هغه کوټه کي يوه ښکلي نجلۍ
ناسته ده بس چې څنګه ورغلې لومړی به ورسره يوڅه ګپه شپه وولې اوبيابه نو.... :lol:
خوله تلومخکي ورته ووايي چې ګوره داکارپه شريعت کي ناروادی
آن چې الله جل جلاله ددې کارله مقدمې نه هم منع فرمايلي ده او......
نوکليواله تاټول ټول افغان وال له لاسه رانيول چې راځئ تجسس وکړئ
اوبیادي په اخرکي هغه دپتنګ په خبره زړه پرزمکه وروويشت اوورته ودي ويل
چې ګوره تاسوپوهېږئ. الخ ( ماناداچې نوري هغه ستاخبري )

دپېښوريانوپه چم ټيم آوټ دې

خوب خوب مي وړينه


عبدالوكيل
11.05.2011

[quote:db9216ab65="SADEQ"]ستابدګمانی دهغه ملاصاحب دامربالمعروف اونهی عن المنکربیان ته پاتی کیږی چی
یومقتدی له لاس راونیسی اوورته ووایی چی لاړشه په هغه کوټه کی یوه ښکلی نجلۍ
ناسته ده بس چی څنګه ورغلی لومړی به ورسره یوڅه ګپه شپه وولی اوبیابه نو.... :lol:
خوله تلومخکی ورته ووایی چی ګوره داکارپه شریعت کی ناروادی
آن چی الله جل جلاله ددی کارله مقدمی نه هم منع فرمایلی ده او......[/quote:db9216ab65]

زه خو فکر کوم چی د کلیوال نهی عن المنکر دغه ملاصاحب ته نه پاته کیږی چی تایی کیسه لیکلی! زما په فکر خو د کلیوال صیب نهی عن المنکر د پیغمبر علیه السلام هغه نهی عن المنکر ته پاتی کیږی چی یو ځوان ورته راغی ورته ویی ویل : ای د الله پیغمبره ! ماته اجازه راکړه چی زنا وکړم .
صحابه ډیر په قار شول خو پیغمبر علیه السلام وویل پری یی ږدئ ، بیا یی دغه ځوان ته وویل:
ایا دا ناوړه عمل د خپلی مور لپاره خوښوی؟، ځوان وویل: نه، قربان دی شم د الله پیغمبره!
بیا یی وویل: آیا د خپلی لور لپاره یی د زغم وړ بللی شی؟ ځوان وویل: نه، قربان دی شم د الله پیغمبره !
بیا یی تری وپوښتل : آیا د خپلی خور لپاره یی خوښوی ؟ ځوان وویل: نه ، قربان دی شم د الله پیغمبره!
او پیغمبر علیه السلام به په هر ځل د هری پوښتنی څخه وروسته ویل: او خلک یی هم د خپلو میندو ، لورانو ، خویندو لپاره یی نه خوښوی .

د پیغمبر علیه السلام دی ډول اسلوب ته د دعوت په علم کی (المنهج العقلی) وایی اعنی د یو سړی د عقل (د رښتینی صیب په وینا: رګ) له لاسه ونیسی او له ځانه سره یی وګرځوی راوګرځوی او ورته ثابته کړی چی دغه کار چی ته یی کوی په اصل داسی بد ښکاریږی خو ته پری نه پوهیږی !!
وګورۍ پیغمبرعلیه السلام لومړی د ځوان په ذهن کی هغه ناوړه حالت تمثیل کړ چی دی یی د بل چا د ښځو لپاره خوښوی او د خپلو هغو لپاره یی نه خوښوی ، کله چی د ځوان په ذهن کی د خپلو خویندو ، میندو ، لورګانو سره د دی ناوړه عمل د انجام خیالی تصویر انځور شو پخپله یی قناعت وکړ چی دا کار خو په ریښتیا ډیر بد عمل دی خو دی ورباندی نه پوهید .

ددی بل مثال صادق صیب دا دی چی د ماعز نومی صحابی چی کله په زنا باندی اقرار وکړ نو د شریعت د حکم سره سم پیغمبر علیه السلام پری د رجم حکم صادر کړ . نو د پیغمبر علیه السلام په وړاندی دوه صحابه وو د ماعز په هکله وویل : دی ته وګوره ښه یی خدای پرده کړی وه خو پخپله یی خپل ځان رسوا کړ او دا دی بالآخره د سپی په شان رجم شو .
پیغمبر علیه السلام چوپ شو هیڅ یی ونه ویل .
شیبه پس پیغمبرعلیه السلام په یوه لار تیریده چی یو مردار شوی خر یی ولید چی پروت دی . ویی ویل : فلانی او فلانی څه شول؟ هغه وویل دا یو ، یا رسول الله!
نو بیا یی ورته وویل: کلا من جیفة هذا الحمار. د دی خره دا مرداره غوښه وخورۍ!
هغوی په حیرانتیا وویل : ای د الله پیغمبره! دا خو مردار خر دی څنګه یی وخورو ؟
پیغمبر علیه السلام وفرمایل : فما نلتما من اخيكما آنفا اشد من اكل هذه الجيفة فو الذي نفسي بيده انه الآن في انهار الجنة ينغمس فيها.
یعنی لږ وړاندی چی تاسو دواړو د خپل ورور په اړه کومه خبره وکړه هغه د دی خره د مرداری غوښی د خوراک څخه زیاته بده ده ، په الله قسم ، چی اوس ماعز د جنت په ویالو کی غوپی وهی .

صادق صیب لکه څرنګه چی الله تعالی د انسانانو طبیعتونو یو ډول نه دی پیدا کړی ، همداسی یی د هغوی زړونو ته د رسیدلو لاری هم یو ډول نه دی پیدا کړی ، ځینی کسان په قصو سره ډیر ژر تر تاثیر لاندی راځی ، او ځینی بیا د عقلی دلایلو څخه پرته په بل شی قناعت نه کوی ، او د ځینو چی بیا عاطفی او احساساتو ته ډکی ورنه وړل شی په خوځښت نه راځی .
حامد صیب وایی د دی ډول دعوی اسلوبو څخه زما هغه ډیر ګټور دی ، زه منم چی حامد صیب چی د دعوت کوم اسلوب رانښلولی ډیر ګټور دی ، خو دا هم باید ومنو چی په هر وخت کی یو ډول اسلوب مثمر نه وی . په همدی لحاظ خو په قرآن کریم کی د دعوت اسالیب او مناهج تغیر کوی ، قرآن کله زمونږ زړونه مخاطبوی ، کله مو عقل مخاطبوی ، او کله مو عاطفه مخاطبوی .
قران کله موږ ته د حامد صیب په څیر غوڅنده وایی : قل هو الله احد .
او کله بیا د قصصو په ترڅ د الله تعالی وحدانیت ته مو متوجه کوی چی : فَلَمَّا رَأَى الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هَذَا رَبِّي هَذَا أَكْبَرُ فَلَمَّا أَفَلَتْ قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ .
او کله مو عقلا دی ته واداروی چی د الله تعالی وحدانیت ومنو : بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَـَذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِن كَانُواْ يِنْطِقُونَ .
او : فَإِنَّ اللّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ .....
او داسی نور ..

د دعوت د اسالیبو د تنوع اړخ ته قرآن کریم ډیره زیاته پاملرنه کړی او پیغمبر علیه السلام هم هیڅکله د عمر تر پایه د دعوت په یوه طریقه ندی چلیدلی . نو ځکه خو هر دعوتګر ته ښایی د دعوت په اسلوبو کی د مدعویینو او مخاطبینو په تغیر سره تغیر راولی او داسی نه وی چی له دعوته یی د یو ډول طبیعت خلک ګټه پورته کړی .
زه منم چی د کلیوال صیب لیکنی به په یو ډول طبیعت والاوو باندی چندان اغیز نه وی کړی ، خو داسی طبیعت لرونکی خلک هم شته لکه زما ، چی دی اسلوبو ورباندی ډیر تاثیر وکړ .
والله اعلم بالصواب
که زما استدلال پرځای نه وی متوجه می کړۍ .
د ګران مشر ورور حامد رښتینی صیب د لارښوونی په هیله


-
11.05.2011

صادق کلیوال مې! زما هم سلامونه درواخله!
انډیواله زه خونورنه پوهیږم چی چاته به پاتي کیږم؟، خو چي ځان ته ګورم او دي لیکني ته مي ګورم چي دفورم واړه او زاړه مي په ځان راټول کړل او چي کله مي ورته اصلي خبره وکړه، دپتنګ صیب خبره زړه يي په ځمکه ورویشتل شو،نو زه چي دي حالت ته ګورم ماته خوځان داسي ښکاري چي د خپل پیغمبر (صلی الله علیه وسلم)ته پاتي کیږم چې یوه ورځ په مکه کي دیوه غره سرته پورته شو اودمکي ټول قومونه یې په نامه راوبلل اوپه لوړآواز يي وویل:یاصباحاه!، نو زوړ اوځوان ټولو په ځغاسته ځانونه ورورسول ځکه چي دمکي په خلکو کي رواج وه چط داسي غږبه په هغه وخت کي کیده چې کله یو غټ مصیبت رانازل شوی وه. نوڅوک چي پخپله نشو ورتلی مزدوريي ورولیږه چي ورشه وګوره څه خبره ده؟. کله چې ټول راټول شوه نورسول اکرم صلی الله علیه وسلم دوخت نه استفاده وکړه اوويې ویل: ایا که زه درته ووایم چي ددي غره ترشا یوهلاکوونکی لښکر راروان دی،آیا منئ يې؟
ټولو په څکوغوږونو په یوه خوله وویل: هو منو يې.
بیايې ورته دخپل زړه خبره وکړه او ویې ویل:چې داسي ده نوزه مودقیامت ورځي دراتلو څخه ډاروم.
خلکو چي داخبر واورید سخت وقهریدل، ابولهب وویل: تبا لک الهذا جمعتنا؟ هلاکت دي روزي شه د همدي لپاره دي راغوښتي وو؟
چې د تبت یدا سورت نازل شو..

:) :) :)
نوصادق کلیوال مې!
اوس ته ووایه چي زه چاته پاتې کیږم او ټکی ټکی ټکی. :)


رښتینی
12.05.2011

ټولو وروڼو ته سلامونه اونیکی هیلی !
ښاغلی عبدالوکیل په ټولیزه توګه ستاخبری زه تییدوم
همداسی ده دخلکو دمزاجونوتنوع ته په لیدلوسره بیانی
اسلوب هم بایدڅوډوله اومتنوع شی لکه تاسوچی تفصیل
کړی دی داډول لیکنی بدی ندی چی لوستوال په هرډول وی
خوخپلی لیکنی لوستلوته یی اړ کړی دا ډول لیکوال په
حقیقت کی هنر ی فقر لری خوپه ټولیزه توګه دمفهوم اومطلب
په انتقال کی بیا تکړه وی .
خونن په عامه توګه خلک له اختصار سره مینه لری زمانه الکترونی
شوی ده په کلیک باندی لوی لوی کارونه کیږی لنډه دا چی دادتنوع
خبره دی ډیره کره ده زه شخصا په ادب کی لنډون او سادګی خوښوم
اوداستاسوپه څیر لیکنه می هم یوځل کړی وه چی په دالاندی لینک
کی یی کتلی شئ

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5117

په مینه


SADEQ MUSALMAN
12.05.2011

يوځل بياسلامونه

دعدالوکيل ليکني ډېرخوندراکړګرچه زمادکليوال ورته والی پکي نه برېښي.
په هرتقديرډېره خوږه ليکنه وه ځکه مي دوه ځله ولوستله ترڅومي په ذهن کي ځای ونيسي.

زماکليوال ته ځانګړي سلامونه اوښې چاري.

کليوال صيب ! هلته چې نبي عليه السلام خلکوته مغالطه ورکړي هغه يونارواکارته بلنه
نه وه بلک يوازي يوچل يې بللی شوهغه هم په جائزه لاره، زماپه اندستاسوله طريقې سره
ډېېېېېېېېېېېېېېېېرتوپيرلري.

ياصباحاه به چې کله هغوئ واورېدنوکه به په ډېرضروري کاربوخت هم وځان يې ورته
رساوه ځکه چې داپه دوئ کي يوډول اتفاق وچې دياصباحاه ( چې دکوم مشکل په وخت
کي به ويل کېدل ) په اورېدوسره به ټول هغه ځای ته تورواواسانوسره يوځای ورتلل.
خوداکومه داسي لاره نه وه کومه چې تاسوغوره کړي تاسويقيناًهغه ملاصاحب ته پاتي
کېږئ کوم چې ماليکلی بېخي لږږږږږږږږږږږږږ ورته ځيرشئ.

نچوړدخبري داچې ستاسوليکنه ډېره ښه اومنونکي ليکنه وه اماداسلوب په برخ کي
يې همدغه ستونزه وه کومه چې مابيان کړي.

ريښتونی صاحب خوپه دې اړه هيڅ نظرنه دی ورکړی يوازي خپلي ليکني راباندي
ويني :lol: اوموضوع ترې پاتي شوه.


عادل عادل
01.06.2011

السلام علیکم

ما د ښاغلي کلیوال ورورټوله لیکنه ایله دلته ولوستله، زه یې ټولې لیکنې په ذوق سره لولم، خو دا لیکنه مې یې په خپل ځای کې خدای خبر ولې تر پایه ونه لوسته، اوس مې چې ولوسته، نو راته مالومه شوه چې د کلیوال د لیکنې په پای کې اصلي مطلب پروت دی چې د الله ج نه ورته اجرونه غواړم، مخکې لدې چې د وروڼو تبصرې ولولم نو له ځانه سره مې وویل چې کلیوال ورور خو په دې لیکنې سره ډېر هغه وروڼه او خویندې چې نوي له انټرنټ سره روږدي شوي په لوی لاس په ابتلا کې اچولي دي.

دعوتګر باید د شیطان طلسمونه په نظر کې وساتي، او په دې پوه وي چې شیطان د انسان په ذهن کې دایم الوقت عجیب و غریب مفکورې وراچوي، ددې لپاره نه چې په همغه لحظه یې پرې مرتکب کړي، بلکه ددې لپاره چې که چېرته د ورته ارتکاب اسباب ورته مهیا شول، نو د لمدو خټو لږ اوبه پکاریژي، هلته به خپل پاتې یوه بله ټېله هم ورکړي تر څو یې پرې مرتکب کړي.

زه نه پوهېژم، خو دومره پوهېژم چې د دعوتګر د دعوت اسلوب د ځای سره په تغیر کې زښت ډېر اهمیت لري.

نور بیا ...... ان شاالله


larghonay laraway
01.06.2011

السلام عليکم!
د ټولو ليکنې مې ولوستې زما په نظر هره ليکنه خپل دود لري او هدف لري. ژورناليستيکه ليکنه وچه کلکه وي او هدف يې تش د خلکو خبرول وي چې له ادبي جوړښتونو او ترکيبونو څخه په کې کار نه اخيستل کېږي.
همدارنګه ځينې مسلکي ليکنې هم وچې کلکې وي که هغه د طب په اړه وي هم يوازې طبي فورمولونه په کې وي او که د نورو مضامينو په اړه وي هم د همغه مضمون په اړه نيغ په نېغه ليکنه وي.
ولې د ادبي ليکنې کمال په همدې کې دی چې بايد تلوسه ولري او لوستونکی له ځانه سره بوځي.
دا کومه ګناه نه ده. بلکې حکمت دی چې ليکوال خپل لوستونکی اړباسي څو د هغه ليکنه ولولي او پيغام ورته ورسوي.
دلته د اطناب او بې ځايه اوږدوالي خبره هم شوې ده. چې له تلوسې سره توپير لري. اطناب په ادبي او نورو ليکنو کې بد عادت دی او د خلکو وخت ضايع کول دي. نو تلوسه اطناب نه دی بلکې د ليکوال استعداد او حکمت دی!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more