د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

((دملنگ جان ژوند ليک ))

الفاروق
23.02.2011

ملنگ جان په١٢٩٣لمريزکال د ننگرهاردبيسودوپه چميارکلي کې وزيږيد. پلاريې ملک عبدالشکورنوميدچې په درې کلنۍ کې ترې يتيم پاتې شواوپوله پټی يې هم د ناوړودودونو او تربگنيوله کبله له ﻻسه ورکړ.
آرنوم يې محمدامين و، راوروسته امين جان اوپه پای کې هم ملنگ جان شو. په پنځلس کلنۍ کې يې د خوارۍ مزدورۍ لپاره له خپلې کورنۍ سره دکامې داربنگ ته کډه وکړه او هملته يې دشعر ژبه ويانده شوه او ملنگ جان په نامه يې په خوږو نغمو پيل وکړ. شپږ مياشتې وروسته له کامې څخه بيرته خپل پلرني کلي ته راستون شو. بيايې دجلال اباد په امنيه او دکونړ په لويه ولسوالۍ کې خپله دوه نيم کلنۍ سرتيري سر ته ورسوله او وروسته بيا په خپل کلي کې په مزدورۍ او کرگرۍ بوخت شو. د شلوکلونو په سرکې يې لومړۍ ترانه په اتحادمشرقي ( ننگرهار )کې خپره شوه. دا هغه مهال و چې شعرونه او نغمې يې د سندرغاړوخولو ته رسيدلې وې او پوره دنوم خاوند شوی وو .
په کال ١٣٢٤کې د سرارمحمدداوود لخوا وبلل شو او په ١٣٢٩ کال کې ورته دسردارشاه محمود صدراعظم له خوادکال شپږسوه مستمري معاش ( تنخواه) وټاکل شو. په ١٣٣٢ کال يې کابل ته راوغوښت او په کابل راډيو کې دپښتو موسيقۍ منتظم وټاکل شو. دۀ او څلور تنو زده کوونکو ته دقبايلو په رياست کې ځای ورکړل شو او د ژوند تر پايه يې همدا دنده پرمخ يوړه چې په ترڅ کې يې ورسره دپښتونستان ديو ساعته پروگرام لپاره هم سندرې جوړولې. د ١٣٣٤ کال په وروستۍ نيمايي کې د ځينو ستونزو له کبله وزگار کړی شو او دا چې پښتو ټولنې د افتخاري غړي په توگه منلی و، نو خپل پوره معاش يې ورکاوه. په کال ١٣٢٨ کې ورته سردار محمد داود صدر اعظم د ليک لوست لپاره يو ښوونکی وگوماره او له هغه څخه يې په شپږو ورځو کې دومره څه زده کړل چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکلی او لوستلی شول. له دې نه مخکې يې له قرآن پرته کومه زده کړه نه وه کړی او هر شعر به يې خپل سندرغاړي شاگرد ته په ياد ورزده کاوه. له بده مرغه مرگ دغه خوږ بې وسلې شاعر نور پر پښتني او افغاني ټولنې ونه لوراوه او د ١٣٣٦ کال د لړم په لسمه چې کله له کابله ننگرهار ته له خپلې کورنۍ سره تلو، دلته بند په کږليچونو کې پرې گاډی واوښت او له خپل يواځيني درې کلن زوی (دوا جان) سره د مرگ گونډې ته وغورځيد. جنازه يې ننگرهار ته وليږل شوه او د چميار کلي په پلارنۍ هديره کې په ډير درناوي خاورو ته وسپارل شو. پر مړينه يې ډېرې اوښکې تويې شوې او ويرنې پرې وويل شوې. افغانستان راډيو يو ځانگړی پروگرام خپور کړ او په هغه کې د سردار محمد داود پيغام او پښتو او دري خواخوږۍ او ويرنۍ وړاندې شوې چې وروسته هغه د يوه غونډ په بڼه چاپ او خپور شو. پر افغاني ټوليزو رسنيو سربېره پرې د پښتونستان اخبارونو هم خپرونې وکړې او د باچاخان په گډون ډېرو پښتونستاني مشرانو د خواخوږۍ پيغامونه راواستول.
پر هغه ډبرليک باندې چې په ١٣٣٩ کال د پښتو ټولنې له خوا د ارواښاد ملنگ جان پر ارام ځای ولگول شو، داسې کښل شوي دي :

دلته مرحوم ملنگ جان خښ دی چې په خوږو نغمو کې يې د وطن مينه او د پښتونستان د ازادۍ جذبات غورځنگونه وهي. اصلي نوم يې امين جان و. پلار يې عبدالشکور نوميده. د ٤٣ کلو په عمر د موټر چپه کيدو په سبب له خپل زوی داود جان سره په ١٣٣٦هجري لمريز کال کې مړ شو او د ادبي خدمتونو په لمانځنه يې دا ډبرين قبر پښتو ټولنې له خوا د کابل حجارۍ او نجارۍ په فابريکه کې جوړ شو ١٣٣٩ هجري لمريز کال.
د فقير ملنگ جان دغومره بخت بس دی
په آزاد ژوند چې آزاد وطن کې کور وي

[size=18:937ca2e61d][/size:937ca2e61d]


larghonay laraway
27.02.2011

سلامونه!
ابرار صيب کور دې ودان. هيله ده چې د افغانستان د ملي شاعر ارواښاد ملنګ جان په اړه نور معلومات او ليکنې هم خپرې کړې.
په همدې هيله
لرغونی لاروی


و عليكم السلام

الفاروق
02.03.2011

ګرانه وروره ستاسې هم كور ودان او انشاءالله كوشش به كوم چى نه يوازي د ملنګ جان بلكى د ټولو افغاني شاعرانو په اړه به معلومات را ټول كړم او بيا يي ستاسى په خدمت كى در وړاندى كړم.


محمدجان سروري
04.05.2011

ګرانه وروره ډيره ډيره مننه .
ملنګ جان خو يو ملي شاعر وه او زيات مي خوښ دي دده شعرونه او تراني هيله دي چي لا زيات معلومات دمرحوم ملنګ جان په اړه را پيدا كړي
په درنښت


ډاکتر څپاند
04.05.2011

www.malangjan.com


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more