د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ایا د طالبانو او حزب اسلامي موخي یوه نه بلکي دوې دي؟؟

حمید هڅــاند
01.05.2011

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
درنو وروڼو، له ډېري مودې راهیسي راته همدا پوښتنه پیدا شوې ده. ایا طالبان او حزب اسلامي یوډول موخي نه لري که څنګه. که یې لري، بیا ولي سره یو کېږي نه؟؟ او که یې نه لري، نو هغه بیا کوم ټکي دي چې دوي یې سره بېل کړي دي؟؟ ایا اړینه نه ده چې لمړي دوی خپل مینځي اختلافات حل کړي او خپلي اوږدمهاله موخي او کړني همغاړې کړي....په دې توګه به دوی نه یواځي د اوس لپاره د ځواکمن دریځ نه برخمن شي، بلکه په اوږده راتلونکې کي به هم د هېواد او اولس ګټي خوندي شي.

په درنښت


pattang
01.05.2011

حميد صيب اوږدې پړ پړې مې نه خوښېږي لنډ:
حزب اسلامي قدرت اوحکومت غواړي خو چې هسې د غڼيو لاره ورته پيداشي٠
طالبان اسلام او دخپل هيواد ازادي غواړي دقدرت وږي ندي نو له دې کبله
داور اوبو ګډون امکان نلري !


bette
01.05.2011

حزب اسلامی ته که دانن موکه په لاس ورشی او دکرزی مقام ترلاسه
کول شونی ووینی نو باور وکړئ چی که یوه ګړۍ هم صبر وکړی سمدستی
به داسی پری وردانګی لکه دهماهنګی اوبیا دربانی په حکومت یی
چی ور ودانګل ..

حمید صاحب شاید مخکینی معلومات هیر کړی یا بل چل وی کله چی طالبانو
دوی له چاراسیاب نه کډه کړل نو هغه وخت یی له طالبانو سره جوړه نشوای کولی
خو له مسعود سره یی جوړه وکړه !!
اوس یی هم له موجوده حکومت سره جوړه کیدلی شی خو له طالبانوسره یی
بلکل نشی کیدلی فعلا یی په حکومت کی پاوکم یومن حزب ننوتی دی ایله
کمه برخه یی پاتی ده ...

په مینه


و.افغان
01.05.2011

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
محترم او پياوړی هڅاند صاحب:
د مشر ورور پتنګ صاحب او دورند ورور بېټ صاحب خبرې کافي شافي دي، البته يوې خبرې
ته اشاره کول غواړم، چې په حزب اسلامي پخوا او اوس هم ډېر مخلص او پاک خلک
شته دي، او د دې ټولو پاکو خلکو پاک نيت او مخلص اعمال د حکمتيار صاحب له
أنانيت او خودخواهۍ څخه قرباني کيږي.
حکمتيار صاحب په خپل سياست کې هيڅکله صادق نه وو، اوس هم صادق نه دی، او
په آينده کې هم ترېنه تمه نشي کېدی.
زه د حزب اسلامي ځوان همتناک نسل غوږو ته يوه همسه لېږل غواړم، ورته وايم:
ستاسې رهبر وخت ناوخت د عمومي ټاکنو خبره کوي، خو خپله پرې ايمان نه لري، يعنې
هغه د ميم زر ما ټوله زما عقيده لري.
د دې لپاره چې تاسې د اسلام او وطن د ګټې لپاره استخدام شئ، د دين او وطن په ضرر
استخدام نشئ؛ نو تاسې په حزب اسلامي د ټولو پخوانيو، اوسنيو، منشقينو او
ناراضه حزبيانو په ګډون په داخل د حزب کې کوچني او لوی شفاف انتخابات تر سره
کړئ؛ د حزب لپاره ډېرو خلکو قربانيانې ورکړي دي، حزب خو تنها د حکمتيار صاحب
نه دی.
زه په دې باور لرم، چې د حزبيانو غوڅ اکثريت به په غټې او وړې سطحې دواړو مخلصو
او پوهو خلکو ته رايه ورکړي، کوم به چې ان شاء الله د أنانيت او خودخواهۍ په
مهلکو امراضو ککړ نه وي، له هغوی څخه به په آينده کې هم د دين او وطن په وړاندې
د هيڅ وېرې احساس ونشي، بلکه په ساحه کې به لوی مثبت رول ولوبوي.
خو که چېرې د حزب زعامت او قيادت دغسې وي؛ لکه څنګه چې دا 30 کاله وو، نو
ورځ تر ورځې به نور هم له منځه ځي، فساد او شقاق به جوړ کړي؛ خو هيڅکله به ښاد
نه شي؛ يعنې قدرت ته يې رسېدل له دغسې قيادت سره ناممکن دي.
اخروي حساب نه خو د خلاصون خبره ناممکنه ده.

په درنښت


حمید هڅــاند
02.05.2011

محترم پتنګ صیب، محترم بېټ صیب او دروند ورور وهاج افغان صیب؛ سلام ته مو وعلیکم سلام ورحمة الله وبرکاته.
زه په اوس وخت کې د حزب اسلامي ځانګړي دریځ ته حیران یم، اخر ولي په اوسنیو شرایطو کې له طالبانو سره نه شي یو کېدای، د حیرانتیا ټکی راته دا دی چې د حزب اسلامي غړي چې څومره زه پېژنم نو ډېری یې پوه او لوستي خلک دي، دوی ته په کار ده چې د هېواد او اولس ګټو ته په پام سره دومره بېل ونه اوسي. د انجنیر صیب حکمتیار وېډیو ګانو ته چې کله ګورم نو، پوښتونکي ورنه یوځل هرومرو د راتلونکی حکومت پوښتنه کوي.
یو ډېره تکرار پوښتنه یې داده:
ستاسو حکومت به په دې هکله څه ډول کړنلاره خپله کړي؟
ځکه خو زه چې ګورم نو انجنیرصیب حکمتیار سره له ننه راتلونکي حکومت ته پلان لري، او چې له طالبانو سره دوی یو نه دي، نو داسي برېښي لکه واک چې یې د ځان بللی وي. بیا هم انجنیرصیب د ټاکنو خبره کوي، چې زه یې ډېره خوښوم؛ خو چې ننۍ کړنلارې ته یې ګورم، والله که مې باور پرې راځي. له ډېره وخته مې غوښتل په دې اړه څه ولیکم، خو د انجنیر صیب دا اوږد جهاد او د حزب اسلامي قربانۍ راته سترګو ته درېدي او ټول جرات یې رانه اخیست.
ستاسو د وضاحت په رڼا کې یوڅو پوښتني لرم:
دروند ورور پتنګ صیب لیکي:
[quote:51a606a336]حزب اسلامي قدرت اوحکومت غواړي[/quote:51a606a336]
که فرضا یواځي انجنیر صیب او د مشرتابه ډله یې همدا پالیسي لري، بیا ولي یې نور غړي د نیوکو غږ نه اوچتوي؟؟ ولي په انجنیرصیب غږ نه کوي چې بس ده نو، ځانځاني موږ ته ډېر زیان رسولی دی؟؟؟
محترم ورور بېټ صیب لیکي:
[quote:51a606a336]فعلا یی په حکومت کی پاوکم یومن حزب ننوتی دی ایله
کمه برخه یی پاتی ده ... [/quote:51a606a336]
که رښتیا درته ووایم، حزب اسلامي هم عجیبه کړنلاره لري، یوه خوایې جهاد اعلان کړی دی، له بلې خوا د ولایاتو او ولسې جرګې د چوکیو غوښتونکي دي. کېدای شي په دې کې کوم سیاسي چال وي، او له سوله یېزي لاري هڅي وي، چې که رښتیا داسي وي، نو ددې دریځ لمړنی ستایونکی به یې زه یم. او که نه وي نو بیا هم د حزب عجیب جوړښت ښیي. پوښتنه داده، چې په دې هکله حقیقت څه دی، ایا همدا برخه حزب بېل شوی دي؟ که له سوله یيزي لاري مبارزه کول دي؟
دروند ورور وهاج افغان صیب، د ټاکنو خبره مو خورا ښه وړاندیز دي،کاشکي په حزب اسلامي کې د بدلون په راتګ سره، د سبا د ټکر مخه ونیوله شي.
د حزب اسلامي او طالبانو د نه یو کېدا په اړه بیا هم پوښتنه پاتي کېږي:

[color=white:51a606a336]اوس خو لږ تر لږه موخه یوه ده(یانې د هېواد ازادي)، نو چې بیا هم تاسو یو نه شئ، موږ څنګه ډاډه شو چې سبا ورځ به بیا زموږ ځپلی اولس د خپل مینځي جګړو ښکار ونه ګرځېږي؟؟[/color:51a606a336]

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more