د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

رښتونی او رښتينی

پتوال
01.05.2011

په هره ژبه کې ديالېکت يا لهجې شته، چې د معيار سره توپير لري او نه تعميم کيږي . ددې رښتيني مثالونه يا رښتوني مثالونه
به هرچاته څرګند وي ، خو خبره داده چې د حقيقي په معنی به دلته رښتيني مثالونه معياري وي او که رښتوني مثالونه ، سپينې رښتينې خبرې
سمې دي که سپينې رښتونې خبرې، رښتينی پښتون ټيک دی که رښتونی پښتون ، رښتين خو په معياري توګه هم شته، آيا رښتون شته؟
[color=red:0e65f75487]رښتون مې په کومه لهجه کې هم نه دی اورېدلی، آيا د همدې لهجوي رښتون له پاره خو به رښتونی نه کارول کيږي ؟[/color:0e65f75487]يو مثال :
حامد صيب يو رښتينی اديب دی او که يو رښتونی اديب؟؟؟؟
يو به حتما ً لهجوي ارزښت لري او بل معياري،دواړه خو نشي معيار بلل کيدای، نو حامد صيب چې يو خوږ ژبی اديب دی او ډېره خوږه معياري پښتو ليکي
مخکې له دې چې خپل نوم يې په رښتوني اړولی وي په دې اړه به يې حتماً له ځانه سره يو څه مناقشه او اندوئنه کړې وي او بيا به يې
پرېکړه کړې وي، خو متاسفانه پرېکړه يې له لوستونکو سره لا هم نه ده شريکه کړې ، چې څنګه دې نتېجې ته رسېدلی دی .
[color=blue:0e65f75487]خو که رښتونی لهجوي هم ثابت شي ، زه په خپل وار حامد صيب ته د دې نوي نامۀ مبارکي وايم او په سلامونو يې نمانځم ![/color:0e65f75487]


Re: رښتونی او رښتينی

رښتینی
01.05.2011

[quote:bbf3e88293="پتوال"]په هره ژبه کې ديالېکت يا لهجې شته، چې د معيار سره توپير لري او نه تعميم کيږي . ددې رښتيني مثالونه يا رښتوني مثالونه
به هرچاته څرګند وي ، خو خبره داده چې د حقيقي په معنی به دلته رښتيني مثالونه معياري وي او که رښتوني مثالونه ، سپينې رښتينې خبرې
سمې دي که سپينې رښتونې خبرې، رښتينی پښتون ټيک دی که رښتونی پښتون ، رښتين خو په معياري توګه هم شته، آيا رښتون شته؟
[color=red:bbf3e88293]رښتون مې په کومه لهجه کې هم نه دی اورېدلی، آيا د همدې لهجوي رښتون له پاره خو به رښتونی نه کارول کيږي ؟[/color:bbf3e88293]يو مثال :
حامد صيب يو رښتينی اديب دی او که يو رښتونی اديب؟؟؟؟
يو به حتما ً لهجوي ارزښت لري او بل معياري،دواړه خو نشي معيار بلل کيدای، نو حامد صيب چې يو خوږ ژبی اديب دی او ډېره خوږه معياري پښتو ليکي
مخکې له دې چې خپل نوم يې په رښتوني اړولی وي په دې اړه به يې حتماً له ځانه سره يو څه مناقشه او اندوئنه کړې وي او بيا به يې
پرېکړه کړې وي، خو متاسفانه پرېکړه يې له لوستونکو سره لا هم نه ده شريکه کړې ، چې څنګه دې نتېجې ته رسېدلی دی .
[color=blue:bbf3e88293]خو که رښتونی لهجوي هم ثابت شي ، زه په خپل وار حامد صيب ته د دې نوي نامۀ مبارکي وايم او په سلامونو يې نمانځم ![/color:bbf3e88293][/quote:bbf3e88293]

پتوال صاحب له نظر نه مو مننه کوم الله موښاد اواباد لره
ولا زموږ په لهجه کی خو رښتونی او رښتینی دواړه ویل
کیږی اوداسمه ده چی رښتونی معیاری ندی نو ماهم
ستاسو له مشوری سره سم نوم تغیر کړ

بياهم مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more