د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

اصيل غمي وتلي

Kamil
27.04.2011

دتور ښامــارلـــه خـــــولې نه بيــــا اصيل غمي وتلي

دکنــــــــدهــــــارزندان مــــات شـــوى شـــــازلمي وتلي

پل زن رقيب ته آسان نه دى چي يې پل تعقيب کـړې

استشهـــادي ځــــــــوانــان په پلـــــــه دپاک نبي وتلي

عجـــيبه پلان عجـيب ايمان عجيب رفتاردي وروڼو

ملي خــــــــائن څـــــــــه چي آن واڼې دغــــــــــربي وتلي

ميندو يې درستـــه شپـــه دســترګوسرغلي ښکولول

نادان دښمــن سهــــــــارويــــل چي اوس دســتي وتلي

داسي سپــيڅـــلي جرئتمـــندبه نور زه څـــــه وستــايم

بس همــــداوايـــــــم چي ښــــــاغـــــلي تــــــوکلي وتلي

دخـداى نصــــرت ورته نازل شـــو ځمــکې لاره ورکــړه

الهـــــــامـــــــــه ! زڼي نـه پـه زور نــــه پــه زاري وتلي

سید الهام اغا
له الاماره څخه نقل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more