د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

تعليمي بورسونه ،که دکيشپ هګۍ ؟

Kamil
21.04.2011

له الأماره ويب پاڼى څخه
http://alemarah-iea.net/
همدا اوس مې دفیسبوک په پاڼه دیوه ځوان فروفایل راخلاص کړی ، دفروفایل په لومړي مخ یوروښانه
عکس لګول شوی دی ، نږدې پنځه یشت کلن ځوان بریښي ، له پتلانه سره یې تور بې لستوڼو لنډ
تنګ کمیس اغوستی ، دکمیسه ګریوان یې همداسې خلاصه خوله پاته دی ، تردې چې نږدې
ترنامه پورې یې ټول ټټر بربنډ دی ، په کمیسه باندې یې په انګلیسي څه ځانګړي توري
لیکل شوي ، داسې ښکاري لکه دا بې تڼیو کمیس چې دکوم نوي فلمي ستوري
ځانګړی موډ وي ، ځوان چې نسبتاپوخ ښکاري ،مخ یې داسې په بیخ خریلی چې
دږیرې یابریتو څرک خو په ذره بین هم نه په کې ښکاري ، نوموړی چې دسمندر په
یوه شنه غاړه یې دا انځور ایستلی ، له اوضاع یې داسي معلومیږي چې دکامرې
له پړک وړاندې یې دیوه ځانګړي غیرعادي ایکټ هڅه کړې ،خو سم یې نه دی لوبولی . . . )

که دا انځور همداسې ( بدون تبصره ) کوم چاته ورښکاره کړئ ، نو ددې ګریوان خلاصي
ځوان په هندوالي به خامخا شرط درسره وتړي ، مګر داځوان هندونه دی ، بلکې مسلمان ،افغان اودیوه
بادیانته کاله په غولي باندې راستر شوی زلمی دی .

زه چې دنوموړي دې مخامخ انځور ته ګورم ، نو کله خو په خپلو حواسو بې باوره شم ، مګر نه داسې نه ده ،
زما حواس سم دي ، دا بالکل هماغه احمد ( دشخصي حرمت دساتنې په پار یې دلته په دې
مستعار نامه یادوم ) دی چې دری کاله یې له ماسره په یوه مدرسه او یوه صنف کې تېر کړل ، داد ۱۲
کلونو پخوا کیسه ده ، احمد زمونږ دمدرسې په تکړه طالب العلمانو کې حسابل کیده ، نوموړی هرکال په
خپل صنف کې په دریم نومره کامیابیده ، زما په یاد دي چې نوموړي اتلس بابه صرف میر د
ژبې په سریاد کړی وه ، په دې سربیره یې دعربي نحوې یو کتاب ( قوانین زرادي ) هم ترپایه یاده کړې وه ، نو ځکه
په هماغه کال زمونږ په صنف کې نوموړی یوازیني طالب وه چې په دې کتا ب کې یې پوره لس نمبرې واخستې او دزرادي استاد یې په تکړه والي درست کال ژبه ټکوله او شاباسونه یې ورکول .

احمد زمونږ مدرسې ته ترټولو دنږدې کلي دیوه غریب سړي زوی وه ، پلار یې خورا سپین ږیری
وه او دی یوازینی دګوزارې زوی وه ، ځکه چې داحمد نور وروڼه کشران وه ، زمونږ دهمصنفي احمد کشران
وروڼه مالیدل چې دولسوالۍ په بازار کې به یې له هندواڼو خرڅوونکو سره مزدوري کوله ، خو
هغوی به یوازې دخوړل شویو هندواڼو پوټکي په اجوره کې ورکول ترڅو یې دوی خپلې غوا او
اوزو ته ورواچوي ، داحمد دکشرانو وروڼو غوندې دده سپین ږیري پلار هم درسته ورځ پردۍ
دهقانۍ او مزدورۍ کولې ، ددوی په کورنۍ کې ظاهرا یوازې همدا تنکي ځوان احمدکار نه
کاوه ، چې دسپین ږیري پلار په شمول یې دکورنۍ نورو غړو په خپلو خواریو دیني زدکړو
ته اوزګار کړی وه .

احمد خپلې دیني زدکړې په خورا تلوسه تعقیبولې او سپین ږیري پلار به یې هم چې کله خپل
زوی په توره پګړۍ کې لید سترګې یې پرې خوږېدې .

دا مهال احمد په اووم صنف کې وه ، او دیوه لایقه طالب ټول صفات یې کسب کړي وه ، چې په
افغانستان دیوه بل انقلاب څپه راغله ، ناګهانه دطالبانو اسلامي نظام ونړول شو، او د
امریکایانو حکومت شو ، دلته نو داحمددمدرسې په شمول دزیاترو دیني مدرسو
دروازې وتړل شوې ، او یوازینی کلیوالې هوجرې او درسونه دطالبانو په مخ خلاص
پاته وه ، چې داحمد دهمصنفي ملګرو په ګډون ډیر طالبان په کې خوندي شول .

داحالت ددرستو افغانانو په څير دتنکي احمد لپاره هم یوه امتحاني شیبه وه ، دا هغه
وخت وه چې هرچا ځان دیوې دوه لارې په سرحساباوه ، اکثره خلک ګنګس وه چې څه وکړي ، او
په کوم ټېل کې لاړ شي ، دغه مهال دعامه اوازو او مطبوعاتو له لارې دترقۍ ، ازادۍ ، عصریت اونورو نویو
پدیدوپه اړه ډیرې خبرې کیدې .

دتنکي احمد لپاره دا حالت تردې لوړ وه چې په سمه توګه یې تحلیل کړي ، دنوموړي
ددیني زدکړو یوازینۍ درګاه ( مدرسه ) تړل شوې وه ، بله مخه نه ورمعلومیده چې څه وکړي ، دده
پلار هم یو سپین ږیری او ساده ګی کلیوال وه او دراډیو او نویو واکمنو غوړې خبرې یې نږدې
ټولې زړه ته لویدې ، دعصریت او نوي دوران له همدې ګرمو اوپله پسې تبلیغاتو څخه اغیز منتوب
وه چې بالاخره داحمد پلار خپل زوی ته مشوره ورکړه ، چې که داوس لپاره دولسوالۍ په بازار کې د
انګلیسي ژبې کورس پیل کړی وخت به یې هسې نه تیریږي .

داحمد دانګلیسي ژبې دهمدې کورس استاد په حقیقت کې دامریکایي سرتیرو یو
افغان ترجمان وه ، چې له رسمي وخت وروسته یې دولسوالۍ په بازار کې هلکانوته
انګلیسي ورزده کوله ، داترجمان یوه خورا چالاکه او ژبور سړی وه ، او په ډیر کم
وخت کې یې داحمد په شمول ګڼ شمیر شاګردان په بشپړه توګه هوده کړل ، داحمد
دهمدې استاد چالاکي بالاخره داحمد پلار دې ته تیار کړ چې زوی یې دیني زدکړې
چورلټ پریږدي او دانګلیسي په شمول دخپل دې ځانګړي استاد ترسرپرستۍ لاندې
نورې عصرې زدکړې پیل کړي ، داحمد دڅو کلونو له عصري زدکړو وروسته یوه ورځ
داحمد پلار ته وویل شول ، چې زوی دې باید خارجي هیواد ( هند ) ته دعالي
تحصیلاتو لپاره لاړ شي ، داحمد پلار چې هسې هم داحمد په وروستیو کړنو او
له اخلاقي لحاظه په ځینو څرګندو توپیرونو ناراضه وه کله یې چې په دې اړه
اعتراض ته خوله جوړوله ، نو دعالي تحصیلاتو بورس راوړونکو ورته وویل چې دا فرصت
په ډیرو سختیو نه پیدا کیږي ، هلته به دی عالي تحصیلات وکړي ، انګلیسی ژبه
به زده کړي ، نوي ساینسي او ټولنیز علوم به ولولي ، او نه یوازې به د یوه لایقه زوی
په صفت ستا دپګړۍ ګل شي ، بلکې د درست اولس افتخار به شي او ... او .. . ، داحمد پلار
ته داهم وویل شول ، چې په خارج کې دلوړو زدکړو په برکت به دې زوی په دین اودنیا دسر
لوړی جوګه شي ، او ستا لپاره به د صدقه جاریې رول ادا کړي ، په دې خبرو داحمد دسپین ږیري
پلار زړه یوځل بیا باور وکړ ، او خپل دګټې زوی یې چې نوموړي دیوه ښه عالم او عامل دجوړېدو
په هیله له دنیاوي کارونو وزګار کړی وه ، دهند په لور دتعلیم په موخه رخصت کړ.

نه یم خبر چې داحمد پلار همدا اوس ژوندی دی که وفات شوی دی ، خو په دواړو حالاتو کې به
ضرور په دې تمه وي ، چې دصدقه جاریې په موخه دخپل لیږل شوي زوی خیر به یې نور نو
ورته رارسیدونکی وي ، نوموړی به هیله لري چې له زوی نه به یې اوس یوسپیڅلي دعلم په
جوهر سمبال او په ټوله معنی یومعیاري افغان او مسلمان زلمی جوړ شوی وي ، دی به ضرور به
په خیالونو کې ډوب وی چې دنوموړي کیښودل شوی نیالګی نور په ثمر رسیدلی او نور به یې
ددین او دنیا په کارو کې خلکو ته ښمر او ثمر رسیدل پیلیږي ، خو !!

خوپه ډیر افسوس چې داسې نه ده ، مادهندپه چکر دتللي احمد درست فروفایل وکوت ،
چې په پایله کې یې زه دې نتیجې ته ورسیدم چې احمد اوس هماغه احمد نه دی بلکې
دظاهري صورت غوندې یې ماغزه هم په بشپړه توګه مینځل شوي دي ، داحمد دنږدې شپږ فوټه
صورت په ظاهر باندې ما لږترلږه یوه هم داسې علامه ونه لیده ، چې دنوموړي په سوچه مسلمانۍ
او افغانیت باندې ګواهي ورکړي ، په فروفایل کې دنوموړي لخوا بیلابیل ورکړل شوي
عکسونه داښیي چې نوموړی ، دهند بربنډ فلمي تهذیب په پوره ناترسۍ ځپلی او پخوانی
شخصیت یې ورمحوه کړی دی ،دغه راز نوموړي دخپل ایډیال او قهرمان په توګه
دافغانستان دیوه کمونیست مشر ډاکټرنجیب ګڼ عکسونه په خپل فروفایل باندې ایښي دي ،
چې له دې څخه دنوموړي دفکري بدلون او ذهن شویي پوره اټکل کیدلای شي ،
ددیني علومو زدکوونکي احمد اوس دخپل فروفایل دمعلوماتو په برخه کې لیکلي ، چې ټیټانیک
فلم یې خوښیږي ، او په فیسبوک کې دولګر دۍ موخه یې دښځینه او نارینه دوستانو موندل دي .

ددې حقائقو په لیدو سره زه دې سوچ په مخه کړم چې داحمد سپین ږیری او
دین ته متعهد پلار ( که ژوندی وي ) اوس به په کومو خیالونو کې وي ، چې له زوی نه به یې
څنګه سړی جوړ شوی وي ، ښایي هغه ناخبره به تصور کوي ، لکه څنګه چې ده په پاکه اراده او
اخلاص خپل زوی زدکړو ته وقف کړی ، همداسې به یو سپیڅلی او متدین افغان مسلمان
ترې جوړ شوی وي ، چې دده له مرګ وروسته به یې دصدقې جاریې په توګه ده ته ثوابونه
رسیږي ، خو په ډير تأسف چې داسې نه ده ، احمد دکابل بورس ویشونکو دپلار دګټې لپاره
هند نه ده لیږلی بلکې دسیمیزې سیالۍ دتوازن دساتلو په ناولې موخه یې نوموړی دهند
دپونا دهنرونو پوهنځي ته لیږلی ترڅو یو مسلکي هنرمند ( ډم ) ترې ساز کړي .

بیلا بیلو هیوادونو په تیره هند ته دتعلیمي بورسونو په توسط دتنکیو ځوانانو لیږل
اوس په درست هیواد کې څو برابره زیات شوي دي ، په دې اړه ځیني ناخبره خلک په بې
ځایه خوشباورۍ کې ډوب دي ، اودا ورته یوه ښه موقع بریښي ، مګر دې ته سوچ نه کوي
چې بالاخره دهند او یوشمیر نورو بهرنیو هیوادونو دا ناڅاپي سخاوت کومه موخه او
هدف هم لري که څنګه ، ترکومه چې سړی ددغو بې تجربې ځوانانو له کړنو او دزده کړو له
نتایجو خبریږي داسي بریښي چې دابهیر دتعلیمي په ځای ترډير سیاسی او کلتوری
عوامل او موخې لري ، په ټوله کې هر هیواد غواړي دافغانستان له بدې ورځې څخه ناسمه
استفاده کړي ، یوشمیر نوي ځوانان یې دراتلونکې لپاره وروزي ترڅو دخپلو سیاسي ، کلتوري
او استخباراتي موخو په ترلاسه کولو کې ترې ګټه پورته کړي ، دابهیر همدااوس کټ مټ هغه
حالت ته پاته کیږي چې دشاهي نظام په وخت کې په لوی شمیر کې خلک په تعلیمي بورسونو
شوروي اتحاد ته لیږل کیدل ،چې وروسته یې نتیجه درست اولس دسر په سترګو ولیدله .

داحمد لوړ حالت او دده پلار خوشباوري ماته هغه کیسه رایادوي چې یوسړی غره ته دزرکې
دهګیو په موندلو پسې تللی وه ، یوځای یې ګڼ شمیر هګۍ موندلې وې او دایې باور وه چې
دزرکې دي ، په ډيره خوشالي یې کورته راوړې وې او چرګې ته یې ورلاندې کړې وې ، نوموړي به
هره ورځ انتظار کاوه چې اوس به ښایسته زرکې اوزرکان راته وزیږوي ، خویوسهار دچرګې په
سختو کړیکو او غالمغال باندې له خوبه راویښ شو، کله چې ورغی نو چرګه له ویرې نه بهرمنډې
وهي او په ډير وارخطا حالت کې ده ، کله چې دهګیو ځای ته ورغی نو خپله هم ځکه سخت وویریده
چې له هګیو نه واړه واړه بدرنګه کیشپان راتویي شوي وه ، ځکه په حقیقت کې نوموړي سم
تشخیص نه وه کړی او دکیشپ هګۍ یې له غره څخه راوړې وې .

افغان اولس چې یوځل دروسیې تعلیمي بورسونوددوی دهیلو خلاف ، دافغاني زرکانو په
ځای کمونیستي کیشپان ورته وزیږول باید داځل دهند اویوشمیر نورو هیوادونو ددا
ډول هڅو په برخه کې هم حساس واوسي ، ترڅو یې په خپل غولي ناولده ژوي بیا دمېنې
پرې ښودو ته اړ نه کړي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more