د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

ټپیزې؟

نړیوال
24.03.2011

سلامونه!
ډیر وخت مو نه نیسم، یوازې د ټپیزو په اړه پوښتم.
دا له څه وخته پښتو ادب ته راننوتې دي؟


larghonay laraway
26.03.2011

نړيوال صيب سلامونه!
دقيقه نيټه يې راته نه ده معلومه خو په همدې درې لسيزو کې په کوزه پښتونخوا کې د ټپه ييزو په نامه بهير پيل شوی دی چې يو ښاغلي د همدې ډول شعرونو يوکتاب هم چاپ کړی دی او چې خپل کورني کتابتون ته لاړشم نو نوم به يې هم درته وليکم.
اوس د ټپه ييزو په اړه خپل نظر درته ليکم:
لومړی خو ټپه ييزې هيڅ ثابت نوم نه دی او معنی يې دا ده چې (ټپې ته ورته يو شی)
يا ټپه وزمه شعر.
رښتيا هم همداسې يو شی دی چې که همغه وروستۍ ټپه ترې ليرې شي نو هيڅ شی هم نه دی.


نړیوال
26.03.2011

لاروی صیب سلامونه.
مننه کوم چې ځواب مو راکړ. دا وروستۍ خبرې دې ډیر خوند راکړ.
رښتيا هم همداسې يو شی دی چې که همغه وروستۍ ټپه ترې ليرې شي نو هيڅ شی هم نه دی.


بشري
26.03.2011

لاروی صیب په پشتو ادب کې د ټپیزو بنسټ ایشودونکی شاغلی مجاوراحمد زیار صیب دی. ترهغې وروسته تکړه شاعر محمد حنیف حیران پشتو ادب ته په خپلو ټپیزو بډاینه وربخشله.
شاغلی حیران صیب په دې وروستیو کې د ټپیزو یوه ټولګه هم د چاپ په ګاڼه سمبال کړې او د چاپ چارې یې دانش خپرندویې ټولنې په غاړه اخیستي دي.
نو لاروی صیب تاته ولې زور درکوي چې ددې نوښت ویاړ د حیران صیب په برخه رسیدلی؟


عنوان

tandar
29.03.2011

لاروې صيب سلام
زه په داسې عقيده وم چه لاروې صيب به دژبې په هکله ډير قانع کننده معلومات لرې ،خداې دې وکړې چه رانه خفه نه شې
تشريح مو صحيح مګر قانع کننده نه ده ٠
دا دسوال حل نه دې چه ټپه يوه کلمه او ييزبله کلمه ده او که يو له دواړه نه وې هيڅ شې نه دې
دلته بايد وواېو چه غزل ،ټپه ،شعر ،رباعې ،څلوريزه ،سروکې دا ټول څه معنې لرې؟
دپوښتنو په قومونو بالخاصه شرق خواته لر اوبر کې، لنډې او ټپې يا ټپه يوه معنې لرې
مونږه بايد دخپلې ژبې ګرامر هم بايد هير نه کړو
نوم ،فاعل،مفعول، فعل ،صفت ،مصدر ،وخت ،ضميرونه ،نو زمونږ ژبه پوښتو يو بډا ګرامر لرې
يو ټپييز ماښام څه معنې ورکوې؟
په دې ماښام کې ژړاګانې نشته، وير نشته ،جنګ او دعوا نشته ،داستاد سراهنګ غړانګې په کې نشته چه په سړې خوب راولې بلکه څه شې فقط اوفقط دلنډيو ويلو ماښام او ښکلې غونډه او مجلس دې، يعنې ييز چه دټپې سره يو ځاې شې يو نسبتې صفتې نوم شو چه ددې غونډې او مجلس صفت ښکاره کوې دلته دماښام صفت ټپييز کلمه ده چه فقط او فقط ټپې په کښې ويل کيږې او بس٠
پس ټپييز د ګرامر له نګاه يوه صفتې کلمه ده ځکه ټپه اسم دې او ييز چه ورسره يو ځاې شې نو صفت شې
ټپييز ته مونږ نور اسم نه شو ويلې ،بلکه يوه صفتې کلمه شوه
قندهار او انار
قندهار نوم دې او انار هم نوم دې
قندهارې انار، دلته قندهارې يوه نسبتې او صفتې کلمه ده چه په انارو پورې ربط پيدا کوې
قندهارې اسم نه دې بلکه صفت دې ،انار اسم دې
[color=red:d8c70af06a]نو ټپييز هم يوه نسبتې او صفتې کلمه ده
ټپييز کتاب،ټپييز ماښام ټپييز ځلميان [/color:d8c70af06a]لاروې صيب په شعرو دې انقاد کولو مګر استعداد لږ شته :roll:
دهر چا خپل نظر دې
مننه٠

[quote:d8c70af06a="larghonay laraway"]نړيوال صيب سلامونه!
دقيقه نيټه يې راته نه ده معلومه خو په همدې درې لسيزو کې په کوزه پښتونخوا کې د ټپه ييزو په نامه بهير پيل شوی دی چې يو ښاغلي د همدې ډول شعرونو يوکتاب هم چاپ کړی دی او چې خپل کورني کتابتون ته لاړشم نو نوم به يې هم درته وليکم.
اوس د ټپه ييزو په اړه خپل نظر درته ليکم:
لومړی خو ټپه ييزې هيڅ ثابت نوم نه دی او معنی يې دا ده چې (ټپې ته ورته يو شی)
يا ټپه وزمه شعر.
رښتيا هم همداسې يو شی دی چې که همغه وروستۍ ټپه ترې ليرې شي نو هيڅ شی هم نه دی.[/quote:d8c70af06a]


larghonay laraway
05.04.2011

السلام عليکم!
تندر صيب ما د کلمې په ګرامري اړخ څه نه دي ويلي او نه خو دلته د (ټپه ييز) په کلمه بحث دی بلکې د شعر د هغه ډول په اړه بحث دی چې نوم يې (ټپه ييز) دی. يعنې همغه شعر چې ټپه په کې وي.
زما انتقاد د همدې ټپه ييز شعر په اړه دا دی چې په تيار جوړ شعر (لنډۍ) پسې يې خپلې څو مسرۍ ورتړلي دی خو که چېرته ترې هغه لنډۍ ليرې شي نو د ده مسرۍ ډېرې کمزورې پاتې کېږي.
لنډۍ د پښتو شاعرۍ هغه شهکار دی چې نه په پښتو شعر کې جوړه لري او نه د نورو ژبو په شعرونو کې نو د داسې يو شعر لړل زما په نظر وړ کار نه دی.

بله دا چې پوهاند ډاکټر زيار او يا د حيران صيب په اړه زه څه نه وايم ځکه چې زه په همدې لټه کې يم چې لومړی هغه د پېښوري شاعر ټولګه ومومم بيا به ووايم چې هغه ړومبی دی او که دوی!


پښتون یار
13.04.2011

السلام علیکم لاروی صاحب او تندر صاحب او نورو وروڼو
د ټپه ییزو یو ‌‌مثال که ولیکی نو مونږ به هم یو څه ګټه ځینې واخلو


larghonay laraway
13.04.2011

السلام عليکم!
پښتونيار صيب ټپه ييزې جوړول ډېر اسانه دي او حتی زه خو په دې باور يم چې که څوک شاعر هم نه وي نو ټپه ييزې جوړولی شي ځکه چې په تاوده تناره پېړې پورې کول دي.
يعنی مخکې تر مخکې ټپه تياره جوړه ده خو تش درې مسرۍ ورزياتول دي.
دا دی زه په همدې حالت کې چې تاسو ته ليکنه کوم په فی البديهه توګه يوه ټپه ييزه ليکم کولی شئ ويې ارزوئ:

اخر د مينې دا انجام شو
زما لالی په کې بدنام شو
د ټولو خلکو په مونږ پام شو
کتاب تمام طالب روان شو
له حجرې ګرده تاويدم په لمبو سومه


پښتون یار
13.04.2011

السلام علیکم
لاروی صاحب دا ټپه ییزې ځانته قانون لری که نه ؟
ځکه ستاسو دا ټپه ییزه چې ګورم دا قانون کمه نښه پکې نه معلومیږی
خصوصا دا آخیری مسره یې له نورو مسرو سره هیڅ ربط نه لری که څنګه!؟

ستاسو ورور فخرالدین


larghonay laraway
16.04.2011

فخرالدين صيب خدای دې وکړي چې په ربط پوه شې ځکه د دې ټولو مسريو تر منځ بېخي زنځيري ربط دی
يو طالب په کلي کې اوسېږي، نجلۍ ورسره مينه کړې ده، په مينه کې پرې خلک هم خبر شوي، طالبجان بدنام شوی هم دی او زليخا(کتاب) ختمه شوې نو زليخا (معشوقه) يې پرېښې او روان شوی دی. معشوقه له حجرې ګرده تاوېږي او د مينې په لمبو سوزي.
په دې ټپه ييز کې هغه ټول قوانين شته چې په نوي دود شوي ټپه ييز کې دود دي.
ولې لکه څنګه چې دا فی البديهه ټپه ييز دی نو ژور فکر به په کې نه وي په همدې ترتيب د نورو ټپه ييز هم کوم خاص شی نه دی ځکه خو ما ټپه ييز رد کړی او چندان شعر راته نه برېښي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more