د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د ټول افغان د بيت بازي مشاعره .... !

کټوازی
05.03.2006

[color=blue:c0101f8b9b] .................................. د ټول افغان د بيت بازي مشاعره ......... ![/color:c0101f8b9b]

ګرانو وروڼو اوناز دانه خوېندو ،
اسلام عليکم ور حمتۀ الله و برکاتۀ !
د ټول افغان د شعرونو پۀ برخه کې زموږ اوستاسې کمې او کالعدمې علاقې او دلچسپي دې ته لار هواره کړې ، چې پۀ بشپړتوګه يي د پاڼې تړل ښايي بې ځايه و نه بلل شي ،خو موږ يې تړل نه غواړو ، پر همدې بنسټ مو د بيت بازي د مشاعرې تابيا کړې ، هيله لرو چې ټول وروڼه او خوېندې به پۀ کې پۀ پرله پسې توګه برخه واخلي ،
يادښت :
د بيت بازي د مشاعرې اصول دادي ، چې کوم شعر پر کوم توري ياني ټکي سره پا يته رسېږي ،دوهم شعر چې بل ليکونکی به يي وايي ، له هماغۀ توري څخه بايد پيل شي ،چې د لمړي شعر پۀ پای کې راغلی ، د ساري پۀ توګه به د حمزه باباله يوې غزلې دوه شعرونه راوړو،
... پۀ يو ديدن دې ديوانه کړمه زۀ
............................... پۀ بل ديدن دې فرزانه کړمه ز[color=blue:c0101f8b9b]ۀ [/color:c0101f8b9b]

[color=white:c0101f8b9b]ه[/color:c0101f8b9b]غه خو نه يم چې پر هره شمع ،
........................ زړګيه تابه پروانه کړمه زۀ
خو مګر پۀ دې برخه کې به له کيفه وتل ، ياني غير معياري شعر ليکل نه منل کېږي ،
پۀ پای کې به زۀ د بسم الله الرحمن الرحيم پۀ ويلو سره د کاروان صيب پۀ يوۀ پۀ زړۀ پورې شعر سره مشاعره پرانيزم ،
[color=cyan:c0101f8b9b] .... شاعران يو پۀ نغمو يادوؤ خدای
.............................. ښکلي ګور پۀ لېمو يادوؤ خدای [/color:c0101f8b9b]
ستاسې د ګډون پۀ هيله ،
ورور مو صميم


هادي حيران
06.03.2006

يو قدم و شاته دوه و مخ ته په هنر ورشي
تود اتڼ په رزم کې زمرى شي په سنګر ورشي

(کاروان)


Dost
06.03.2006

سلامونه ټولو وروڼو او خویندو!
[quote:c676e8f846]يو قدم و شاته دوه و مخ ته په هنر ورشي
تود اتڼ په رزم کې زمرى شي په سنګر ورشي

(کاروان)[/quote:c676e8f846]
هادي جانه ! که د دې مشاعرې اصول دغه شان وي چې بیت دې یوازي دلمړي بیت دپای پۀ توري پیل سي نو بیا خو دومره زحمت ته اړه نه وه . د کاروان پۀ همدې شعر کې یو زړۀ راښکونکی بیت سته چې
[color=cyan:c676e8f846]يم هيرجن چې هير مې نه شي راته خانده
........................................................ستا له شونډو اننګو يادوو خدای[/color:c676e8f846]
ما خو داسې انګېرله چې د لمړي بیت دپای پۀ توري پیل او پۀ هماغه کافیه او ردیپ وي او بیت به هم دلیکونکي خپل تخلیق وي ،نۀ دکوم بل شاعر .
لۀ ښاغلي صمیم څخه هیله لرم چې خپل وړاندیز واضح کړي


کټوازی
09.03.2006

ب

[color=cyan:c8e0f3ed5a]يووړمه رفعت ته د کامل خيال ،
................... پرې به وزمه سترګې پر ما تورې دي [/color:c8e0f3ed5a]
{ حمزه بابا }
__________________
ګرانه دوسته ،
سلانه مو ومنه !
د بيت بازي د مشاعرې دود لکه څرنګه چې مې يي يادونه کړې ،دادی ، چې د لمړي شعر دپای له ټکي به دوهم شعر ويل کېږي اوبس . اړينه نه ده چې د لمړي شعر پر قافيه او رديف دې سم وويل شي ،او دا هم شرط نه دی چې شعر دې ارور مرو د سړي خپل وي ، ،له کومه ځايه چې يي خوښه وي ،انتخاب يې کولای سي ، اما له کيفه وتل ياپۀ پۀ بله ژبه نا معياري شعر يې نه منل کېږي !
دلته بايد دا هم وويل شي ، د بيت بازي مشاعره يا مقابله عموماً مخامخ ،د دووګروپونو تر منځ کېږي ،چې ډېرې يي د راديو اوتلويزيون پۀ څپو کې موږ وينو !
پۀ بې کچه مينه وروردې صميم


هادي حيران
09.03.2006

يه په ګُټ کې ناسته، زړۀ او سترګې به مړې کړې
بيا به نور هر چاته بې هَوَسه مسئلې کړې
(اجمل خټک)


کټوازی
09.03.2006

د بيت بازي د مشاعرې ټولوګډون کوونکو ،
سلامونه او ښې چارې !

[color=cyan:cb4e720556] ... يو اسوېلی مې د زړۀ ډاډ پاتې وو ،
................... داد ځوانۍ خبره چا وکړه [/color:cb4e720556]

{بيا هم حمزه بابا}


هادي حيران
10.03.2006

[color=red:61697d56dd]هر څۀ به زۀ قبول کړم که عذاب وي کۀ عتاب
په ژبه او قلم کله قېدونه قبلوم[/color:61697d56dd]
(ګل پاچا الفت)


کټوازی
10.03.2006

د ټول افغان د بيت بازي د مشاعرې درنو ګډون کوونکو ،

سلامونه او نېکې هيلې !

[color=cyan:14e999e701] مالاخپل ځان ته ستا د تلو خبره نه ده کړې ،

....................... ګلان ژوندي دي لا وږمو خبره نه ده کړې [/color:14e999e701]
{ علم ګل سحر }


Dost
10.03.2006

سلامونه او مینه!
[color=yellow:92ceea4348]ما پۀ ډېره ژړا نو دصورت وچ کړ
..................................لا مې هم چې باڼۀ وچ ويني غوغا که[/color:92ceea4348]
(اشرف خان هجري)


هادي حيران
10.03.2006

دوسته اوس هم د دې مشاعرې په طريقه پوه نۀ شوې. داسې شعر وليکه چې د (ې) نه پېل کېږي.


Dost
11.03.2006

هادي جانه سلامونه مې درواخله!
[quote:6df1009e59="هادي حيران"][color=red:6df1009e59]هر څۀ به زۀ قبول کړم که عذاب وي کۀ عتاب
په ژبه او قلم کله قېدونه قبلوم[/color:6df1009e59]
[/quote:6df1009e59]
یه یه پې پوه یم خوستاسي پورتنی بیت په(ی)نۀ بلکه پۀ(ه) پیل سوی و او پۀ (م)یې پۀ پای کې و،چې پۀ ځواب کې يې صمیم کټوازي هم خپل شعر لۀ (م)څخه پیل کړی و،نو ځکه ما فکر کاوو چې داځل تاسي دبیت بازي مشاعرې ته نوی (پورتنی)بیت وړاندي کړی .


کټوازی
11.03.2006

[color=cyan:f54c95fe6f]ټول افغان دبيت بازي د مشاعرې ټولو ګډون کوونکو ،
سلامونه مو ومنئ

.هسې بس کله د دوو سترګو رياضت شروع کړو
............................................کنه بلا کارونه نور لرو اوزګار هم نه يو [/color:f54c95fe6f]

{ اجمل آند}
______________________
دوست زړګيه ! که تر هادي را وړومبی سوې نو له [color=white:f54c95fe6f] {واو }[/color:f54c95fe6f] نه يي وليکه ! ګنئ بيا يي د هادي پر شعر وليکه !


Dost
11.03.2006

سلامونه او مینه!
[color=yellow:0db5a8dffd]ويړ يا به يې هم درکړي که يې زړه وي ستا په کار
..............................................خو سر په هر حالت کې دی په پور د پښتانه[/color:0db5a8dffd]
(دروېش درانی)
[size=18:0db5a8dffd]یارانو! ډېر مې وبښئ چې ستړي مې کړاست .[/size:0db5a8dffd]


کټوازی
12.03.2006

دټول افغان دبيت بازي د مشاعرې ټولو ګډون کوونکو ،
سلامونه مو ومنئ !
[color=cyan:5c79fa11b7]هغه هم وخت وو چې له ما نه به دې مخ پټاوۀ
........................................... دغه هم وخت دی چې دې ماته پۀ کاتۀ لارې دي [/color:5c79fa11b7]
( حمزه بابا )


وقار
12.03.2006

معززوو ورونو کټوازی , دوست او دټول افغان درنو ليکوالانو سلامونه ومنئ.
که څه هم زه شاعر نه يم خو دشعر او شاعرۍ سره ډېره علاقه لرم.
دلته د ارواښاد مرحوم ملنګ جان يو شعر وړاندې کوم.

هرګزمه وايه هر هر ګل ته رامبېل
چې اصيل وي ترېنه جوړ کړه بيا امېل

په مينه

وقار


Dost
12.03.2006

یارانوته سلامونه ،وقار صیب ته هرکلی!

[color=yellow:ac55ade643]لمرمخې ياره ستا خويونه هم د لمر غوندي شول
.....................................................پـــه راتګ هــره ورځ راځې مګر شپه نه تېروې
[/color:ac55ade643]
(دروېش درانی)


وقار
12.03.2006

کټوازی صېب نېکې چارې درته غواړم.
بخښنه غواړم چې ما د دوست صېب دشعردپايلې توري اړوند شعر وړاندې کړ تصادف ته ګورئ چې په همدې وخت کې زما نه تاسې مخکې شعر تېر کړو په هر صورت اوس به ستاسو د شعر د پايلې توري اړوند شعر وړاندې کړم

يوته قهر بل ته مهر شابسې
داکوې هم دا کوې په سترګو کې
حمزه


وقار


کټوازی
12.03.2006

دټول افغان دبيت بازي د مشاعرې ټولو ګډون کوونکو ،
سلامونه مو ومنئ !

[color=blue:fcf176e485] يو وارې راوګوره چې وګورې ،
........................................ تور دبڼو خم ته به دې خاورې سم [/color:fcf176e485]

( خالدهادي)
________________________
ګرانه وقار جانه،
تاسې مې پۀ ځانګړي ډول سلامونه او نېکې هيلې ومنئ !
د ټول افغان د بيت بازي مشاعرې ته ښۀ راغلاست ، هر قدم مو پر لېمو !
پۀ بې کچه مينه ورور مو صميم
______________________
زۀ مو هم تېر ايستلم !


Dost
12.03.2006

ګرانوسلامونه او مینه!
ماشاالله داخومو ښه توده کړې خوشاله اوسئ ،خودا هادي جان چېري ورک ده؟؟

[color=yellow:e3953bfa13]ما وې بې تا به دا وختونه تېروم زه څنگه؟
...................................................راته د ټول ژوندون مراد شوې ياره کور دې ودان[/color:e3953bfa13]


عصمت الله
12.03.2006

خپل درانه سلامونه د ټول افغان ټولو لوستونکو ته ګډون کونکوته او کار کونکوته
او بیا صمیم کټوازی ته ، دوست ته ، وقار ته ، هادي حیران ته،
وړاندی کومه هیله ده چې ټول سره روغ او خوشاله ژوند ولري
له صمیم ورور څخه یو دنیا مننه کوم چې دټول افغان دفورم پانه کې یې دبیت بازی
ترنامه لاندی شعر ویلو ته لارپرانیزله
دا زما لمړی ځل ده چې دټول افغان په فورم کې څه لیکل کوم هیله ده چې راته ښه
راغلاست ووایې . لوستونکي له پخوانه یم
زه پخپله شاعر نه یم خو له شعر سره مې ډیره مینه شته
یو شعر به زه هم ولیکم خدای د وکړې چې کوم نورم ورته صمیم ورور ایښي وي په همغه ډول وي

نه ښایي انسان ته چې دبل په غم غمجن نشی
لــویه بدبختی ده که څوک نه ژاړي لـه چا سره

ارواښاد ګل پاچا الفت


هادي حيران
12.03.2006

[color=red:6321e727d6]هغه خواږه خواږه لېمه او هغه ګل وړوکى
رانه پردى شه که مې هر څو ګڼه خپل وړوکى[/color:6321e727d6]
(شرر ساپى)


Dost
12.03.2006

سلامونه او ښې چارې!
عصمت الله جانه ،هرکله راشې هیله ده چې تر پایه به يي راسره وپالې .

[color=yellow:38147341fb]یم قرباني دې وطن هسې تورې خاورې نه یم
............................................دې یادګار څلې مې خبرې پۀ جهان کې وکړې [/color:38147341fb]

(اروا ښاده مېرمن مستوره شال)


وقار
13.03.2006

درنو دوستانو هر يو کټوازی, دوست, هادي، او عصمت الله سلامونه ومنئ.

يابه سر دخپل ورمېږ په وينو رنګ کړم
يابه ښکل کړم دغه ستا شونډې ملوکې
خوشحال خان خټک

په مينه

وقار


هادي حيران
13.03.2006

[color=red:db65835275]ياري د زړه دپاسه چا کړې ده؟
زړه دې که ياره نۀ وي بس به يې کړو[/color:db65835275]
(شاه سعود سعود)


کټوازی
13.03.2006

د ټول افغان د بيت بازي د مشاعرې ټولو کډون کوونکو ،او پۀ تېره بيا عصمت الله جان ته ،
د زړۀ له کومې سلامونه او نېکې هيلې !
عصمت الله جانه ! ټول افغان ته ښۀ راغلاست ، هيله من يو چې يوازې به مو نه پرېږدئ !

[color=cyan:05edd62c26]وايه چې پۀ غم کې به دې څۀ وخت بابا کېږمه ،
............................ ياره ستا ښايست هم د حمزه غزل ته ورته دی [/color:05edd62c26]
{ هميم جلالزی }


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more