د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

ژ که ږ ، ش که ښ؟؟

پتوال
10.04.2011

درنو لوستونکو !
پښتو الفبا له عربي او فارسي څخه وروسته جوړه شوې ده ، ځکه نو د فارسي توري يې راخيستي او د پښتو ځانګړي څو توري يې پرې ورسربېره کړي دي .
دغه زياتونې په هغو پښتو تورو کې شوي چې له هغوی سره يې مشابهت درلود خو
ورسره يوشی نه وو لکه د (خ ) تر څنګ يوه بله د پښتو(ښ)، چې له (خ) څخه اسانه، سپکه او په خوله کې غاښونو ته نږدې ادا کيږي ،
يا د (ګ) تر څنګ همدغسې يوه پښتو (ږ) هم انځور شوې ده چې تر ګ سپکه او اسانه تلفظ کيږي .
خو ځينې نور بيا دغه توپير نه درک کوي او له موجوديت يې يو بل ځای ته وړي او وايي چې نه پښتو دويمې (خ) او دويم (ګ) ته اړتيا نه لري
بلکې د (ش) ا (ژ) تر څنګ يو ډک (ش) او يو ې ډکې (ژ) ته اړتيا لري چې تر لومړيو هغو درنده ويله کيږي
په دې ډل هغوی (ښ) د درانده (ش) او (ږ) د درندې (ژ) غوندې تلفظ کوي . هغوی
پښتون ته پشتون وايي او ادعا لري چې د (ش) د ډک او دړوند تلفظ
له پاره (ښ) کاروي او مدعي دي چې په موژ او کيژي کې هم
(ژ) تر فارسي (ژ) درنده او ډکه ويل کيږي نو ځکه يې د (ږ) په بڼه موږ او کيږي ليکل په کار دي .
پوښتنه داده چې چې
١- (ښ) بايد د پښتو او عربي (خ) د توپير له پاره وکارول شي که د
پښتو او عربي (ش) د توپير له پاره ؟؟؟؟؟
د پښتو له پاره کوم يو توپير مهم او اړين دی؟؟؟؟؟؟

٢- (ږ) بايد د پښتو او فارسي (ګ) د توپير له پاره وکارول شي که
(ږ) بايد د پښتو او فارسي (ژ) د توپير له پاره وکارول شي ؟
د پښتو ژبې له پاره د کوم کوم تر منځ توپير ډير مهم او اړين دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more