د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

هيله او ارمان

زهيرشينواری
30.03.2011

هيله
يو وخت په يوه کلي کې د خليل او رقيې په نومونو څو ماشومانو ګډ ژوند او يوځای لوبې کولې، چې هريويې يوه، يوه هيله درلودله.
دخليل ارمان شتمني وه او درقيې يوازينۍ هيله خپله ښکلا وه . دوی په همدې چورتونوکې وو، چې يو سپين ږيری راغی.
سپين ږيری سم په لاره نه شو تللی، ماشومانو ورسره مرسته وکړه، چې په بدل کې سپين ږيري هغوی ته دعا وکړه.
خليل اورقيې ترې دنېکمرغۍ دراز وپوښتل. سپين ږيري هغوی نېکمرغه وګڼل، خو ماشومانويې په خبرو باور ونکړ.
سپين ږيري ورته دنېکمرغۍ يو څونښې وښودلې او هغوی يې دموندنې په لټه روان شول. رقيه يوې کلاته ورسېدله.
هغې دکلا تر مخ يوه ښکلې نجلۍ وليده. رقيې ترې دهغې دارمان وپوښتل، نجلۍ ددوی په څېر ژوندکول خپله هيله وښودله.
رقيې دهغې په څېر ښايست خپل ارمان وښود. نجلۍ ورته دهغې دارمان پوره کېدل پدې شرط پوره کېدونکی وګاڼه، چې تل په هغې کلاکې بندۍ و اوسي.
خليل هم ستړي ستومانه له يوه شتمن هلک سره مخ شو. هلک ورته ښه ډوډۍ تياره کړه خوخپله ليرې کېناست.
دواړو ماشومانو پخپلوحالتونو شکر وويست او هوډيې وکړه، چې تردې وروسته به دخدای په نعمتونوناشکري نه کوي.
اجمل فطرت ليکنه


حلیم
17.05.2011

ډیره مننه
ښه لیکنه وه په قلم مو برکت
خدای پاک د وکړی چی لوستونکی ددی لیکنی څخه په هر حال کی د خدای د نعمتونو د شکران تعبیر وکړی نه د خپل حال د نه بدلون. ځکه چی موږ باید هدف ولرو او هدف مو باید ترقی، مثبت بدلون، او د بی وسو د لاس نیوی توان پیدا کول وی. کچیری هر څوک په هر حال کی همغسی خوشحاله او بی پروا پاته شو شاید چی دا به پخپل وار د ټنبلی او ناکامی په لور ګامونه پورته کول وی


زهيرشينواری
22.05.2011

يارانو! لومړی سلامونه وړاندې کوم . دا برخه د تنکيو ځوانانو له پاره ده ، ددې په ځای چې شخصي تا ويل ما ويل په کې وليکل شي ښه به وي چې ځان په تکليف کړی ، تعليمی او روزنيز څه په کې وليکل شي چې ځوانان ترې يو څه زده کړي . زه کولای شم چې ډير څه وليکم خو زه وايم پريږدی چې ځوانان د خپل فکر او اند سره سم په کې ليکنې وکړي . مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more