د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

خنډ

زهيرشينواری
29.03.2011

باچا يوه لويه ډبره د لارې په سر کېښوده او خپله په يو ګوښه ځای کې کښېناست، چې د خلکو غبرګون وڅاري.
سهار غرمه شوه، غرمه مازيګر او بالاخره لمر په پريوتوشو . خو هيچا ډبره له ځايه پورته نه کړه، يو نيم خو به چې تر خوا يې تير شو نو د ښار په حال يې افسوس کاوه چې څوک يې د پاکوالي او نظم غم نه خوري.
ماښام مهال وو چې يو ستړی او ستومانه سپين ږيری پرې برابر شو، پنډ يې کېښود، ډبرې ته ټيټ شو، خو چې پورته يي کړه، ګوري چې د مودو مزلونه خدای ورلنډ کړ،او ترې لاندې د سرو سکې او يو ليک پيدا کړ، باچا په غټو تورو ليکلي وو: ښايي هر خنډ د انسان د ژوند د بدلون لپاره يو چانس وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more