د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

په ليبيا کې څه تېريږي؟

ډاکټر څپاند
28.02.2011

په ليبيا کې څه تېريږي؟

http://www.mosalehaimeli.org/index.php?
option=com_content&view=article&id=334:2011-02-24-22-25-59&catid=41:2010-10-22-10-09-18&Itemid=62


و.افغان
28.02.2011

له يوې مخې درواغ او د کرغېړن قذافي لپاره تبليغات دي.
نه پوهېږم چې د زړې څو وار بدنامې شوې معشوقې مينه به مو له زړه کله وځي.

ټوکه:
د هغه چا کور دې وران شي، چې وروسته له دې به په خلکو حکومت کوي:

واچوئ د خدای په نامه، يواځې په ډالرو مهرباني وکړئ.

[img:bce9576bdd]http://hh7.net/feb4/hh7net2_12988874091.jpg[/img:bce9576bdd]

په درنښت


ډاکټر څپاند
01.03.2011

محترم وهاج صيب سلامونه
[quote:3718cde65b]
له يوې مخې درواغ او د کرغېړن قذافي لپاره تبليغات دي.
نه پوهېږم چې د زړې څو وار بدنامې شوې معشوقې مينه به مو له زړه کله وځي. [/quote:3718cde65b]

زما په اند،تاسو به دليبيا په هکله ډير معلومات لرۍ،ولې ئي زموږ سره
نه شريکوئ؟

که دغربي اخبار والاو په خبره باور لرۍ،نو دادی ناټو دليبيا داشغال
لپاره تياری نيسي٠
امريکائي سترې جنګي کشتۍ چه دې جنګي الوتکولپاره متحرک هوائي  ډګرونه لري،دې ليبيا پولو ته رسېدلي دي٠
اروپا ٣ ميليونه او استراليا يو مليون ډالره دليبيا مهاجرو يا ريفوجي ته دمرستې لپاره تخصيص کړي دي٠

او زما په اند يو مثبت نوښت (دزړې معشوقې مينه :wink: )
او هغه داچې دوينزويلا جمهور رئس،ايګو چاوېز، اعلا ن کړی چې دې تلاش لري چې يونړيوال داوطلب "ناپييلی" هيئت ته بلنه ورکړي چې په ليبيا کې دې قذافي او مخالفينو ترمنځ مفاهمه او منځګړتوب وکړي٠دده په قول،غربيان
تياری نيسي چه دې عراق پشان،دليبيا دنفتو په ذخايرو خيټه واچوي٠


دليبيا اشغال

ډاکټر څپاند
17.03.2011

دې امپرياليزم تر مطلق کنترول لاندې تش په نامه "دې امنيت شوری"،ناټو ته
واک ورکړ چه دې ليبيا پر فضا دې No fly zone ،عملي کړي٠

دا پرېکړه ليک چې دې امنيت دشوری دې ٥ دايمي (امريکا،انګلستان،فرانسه،روسي اوچين) او لسو غير دايمي يا نوبتي غړو په
شتون،ترسره شوه، دې لسو موفقو او ٥ ممتنع يا ناپيلو رايو،سرته ورسېده٠
روسيي او چين ممتنع يا بيطرفه رايه ورکړه٠
دغېر دايمي غړو له ډلې نه ،هند،برازيل اوجرمني ،ممتنع رايه ورکړې٠
لبنان،جوبي افريقا،بوزنيا،کولمبيا،ګابون،نايجيريا او پرتګال دامنيت شوری هغه
غير دايمي غړي دي چې دې نوموړې فېصلي ملاتړ ئي کړی دی٠
ددې مصوبې په مبنا،دناتو نظامي الوتکې به شپه او ورځ دليبيا په فضا کې
ازادانه پروازونه کوي٠دا الوتکې به دې ليبيا الوتکې رانسکورې او دليبيا
پر نظامي مرکزونو،خاصتا،دافع هوا قوتونو او دليبيا پر "شکمنو" ځايونو بمبارئ وکړي٠دا عمليات دليبيا دملکي وګړو دې ساتنئ او محافظت تر نامه
لاندې سرته رسېږي٠


Re: دليبيا اشغال

و.افغان
18.03.2011

ثبات ثابت صاحب:
پوهېږم چې دغو دولتونو دغه اقدام د خپلو مصالحو لپاره کړی د ی، البته دا داسې
فرض، واجب اقدام وو چې د انسانيت له مخې يې هيچا مخالفت نشو کولی، څوک چې
ورسره د خپلو مصالحو يا د خپلو حريفانو د پرمختګ د نيولو لپاره مخالف وو؛ هغوی
يواځې سکوت غوره کړه، موخه مې روسيه، هندوستان او چين دی.
چين او هند له ليبيا تېل اخيستل، او روسيې ورباندې خپله وسله خرڅوله.

دا چې دی داسې يو فرعون وو؛ چې خپل ولس يې بې درېغه په ډېرې بېرحمۍ سره په سړکونو
او زندانونو کې واژه، نو هيڅوک له ده سره په صف کې ونه درېدل، ځکه چې دی يو
ديکتاتور فرد دی، او کاميابي اول او آخر د ولس په برخه کيږي، او دغه خلک ټول
محتاج دي؛ چې له ولس سره تعامل وکړي؛ کوم چې په راس کې یوه عاقله رهبري ولري.

داسې حالت کې هيڅ باک نه لري چې مسلمان دې له کافرو مرسته وغواړي.
پوهېږم چې کافر به خپلو مصالحو ته ګوري، هيڅ باک نه لري، چې همدغه دولتونه
چې نن د ليبيا سره کومک کوي؛ سبا دې ورته تېل په ارزانه ورکړل شي.
هل جزاء الاحسان الا الاحسان.
د احسان بدله به په احسان سره ورکوې.

د دې امکان شته، چې په دغو يرغل کوونکو دولتونو کې ځينې دولتونه ښکېلاګ ته
زړه کړي، خو فکر نه کوم چې په عملي توګه يې وسعه ورسيږي.
د چين، هند او روسيې سکوت هم د دغسې يو کار د پېښېدو د مخنيوي يا وېرونې
لپاره وو، نه له قذافي څخه د دفاع لپاره.

چې نشه د استبداد لري په سر کې
ما ته يو دی که مغل دی که افغان

ثبات ثابت: له تاسو څخه تر اوسه د کمونستي استبداد نشه پوره نه ده تللې، او د
همدغې باقې پاتې نشې پر اساس له قذافي دفاع کوئ.
بلمقابل اسلامي ګوندونو ته ځينې منتسبين نفس د استبداد نشې په ذهنونو کې لر ي،
چې زه يې کټ مټ د کمونستي استبداد له نشې سره مشابه کوم.

دغه ټول دې پرې دې پوه شي؛ چې نور به ولس هيڅکله د هغوی د استبداد لاندې ژوند
تېر نه کړي، و لو که په هر قيمت ورته تمامه شي.

هر څوک چې غواړي؛ په خلکو حکومت وکړي؛ بايد د اسلامي شرعې مطابق د خپل
حکم لپاره له خلکو څخه مشروعيت واخلي، او استبداد سره تر ابده مخه ښه وکړي.

افغانان دې نن له عربو زده کړي.

په درنښت

[quote:182631582a="subat sabit"]دې امپرياليزم تر مطلق کنترول لاندې تش په نامه "دې امنيت شوری"،ناټو ته
واک ورکړ چه دې ليبيا پر فضا دې No fly zone ،عملي کړي٠

دا پرېکړه ليک چې دې امنيت دشوری دې ٥ دايمي (امريکا،انګلستان،فرانسه،روسي اوچين) او لسو غير دايمي يا نوبتي غړو په
شتون،ترسره شوه، دې لسو موفقو او ٥ ممتنع يا ناپيلو رايو،سرته ورسېده٠
روسيي او چين ممتنع يا بيطرفه رايه ورکړه٠
دغېر دايمي غړو له ډلې نه ،هند،برازيل اوجرمني ،ممتنع رايه ورکړې٠
لبنان،جوبي افريقا،بوزنيا،کولمبيا،ګابون،نايجيريا او پرتګال دامنيت شوری هغه
غير دايمي غړي دي چې دې نوموړې فېصلي ملاتړ ئي کړی دی٠
ددې مصوبې په مبنا،دناتو نظامي الوتکې به شپه او ورځ دليبيا په فضا کې
ازادانه پروازونه کوي٠دا الوتکې به دې ليبيا الوتکې رانسکورې او دليبيا
پر نظامي مرکزونو،خاصتا،دافع هوا قوتونو او دليبيا پر "شکمنو" ځايونو بمبارئ وکړي٠دا عمليات دليبيا دملکي وګړو دې ساتنئ او محافظت تر نامه
لاندې سرته رسېږي٠[/quote:182631582a]


ډاکټر څپاند
19.03.2011

دروند وهاج صيب،سلامونه،

تاسو ليکئ،
[quote:c1412b7e09]ثبات ثابت: له تاسو څخه تر اوسه د کمونستي استبداد نشه پوره نه ده تللې، او د
همدغې باقې پاتې نشې پر اساس له قذافي دفاع کوئ.
بلمقابل اسلامي ګوندونو ته ځينې منتسبين نفس د استبداد نشې په ذهنونو کې لر ي،
چې زه يې کټ مټ د کمونستي استبداد له نشې سره مشابه کوم.[/quote:c1412b7e09]

زه دې هر هغه،فرد،ولس او حکومت نه په نسبي يا مطلق ډول ملاتړ اړونکې  ګڼم کوم چه د استعمار او اشغال په مقابل کې مقاومت کوي٠
دا ستاسو پورې اړه لري چه داسې يو اند کمونستي بولئ او يا غير کمونستي٠
که کمونستي عقيده ځما د عقيدي سره ټکر ونکړي او دې دملتونو د ازادئ لپاره
مقاومت نه ملاتړ کوي نو زه ورسره مشکل نلرم٠

اوس تاسو مهرباني وکړئ او د کمونستي ضد جنبش دې چوپتيا سبب دې سعودي،يمن او بحرېن دې دکټاتورانو او غرب ته تسليمو رژيمونو،په هکله توضېح کړئ٠


و.افغان
19.03.2011

محترم ثبات ثبات صاحب.
سلامونه اواحترامات مې ومنئ.
محترما: تاسو د تونس او مصر انقلابونو لپاره خوښي څرګندوله، البته د ليبيايي
انقلاب په اړه مو لا له مخکې مخالفت څرګندوه.
سره له دې چې هغه لوبې او کانې چې قذافي په خپل ولس وکړې؛ نه بن علي کړې وې،
او نه حسني مبارک، او نه له دوی وروسته به يې بل يو عربي پاچا يا رئيس وکړي.
آيا داسې لېونۍ د پرېښودو دی، چې خپل ولس ټول له يوې مخې وژني، او ورته وايي
چې ستاسې په ځای به دلته پاکستاني او هنديان راولم.

لکه مخکې چې مې وويل ، د دې امکان شته، چې اوسنۍ غربي تدخل څه منفي ټکي
ولري، خو له ټولو بدتر حالت به يې د ښکېلاګ حالت وي، البته زما په نظر دغه غربي
ښکېلاګ نسبت د قذافي پاتې کېدو ته يو په سله ښه دی.
بله دا چې دغه سيمه کې ښکېلاګ نشي کاميابېدی، او نه به امريکا ښکېلاګ ته زړه
ښه کړي، په دې چې امريکا اوس لګيا ده چې خپل صورت ښايسته کړي، خو ښکېلاګ
به يې له افريقا څخه هم ټغر ورټول کړي.

مونږ له اخبارونو بغير د ليبيايانو هم پوښتنې کوو، ځينې وروڼه ورسره ټلفوني تماسونه
لري؛ قذافي له يوې مخې هر څه اور اچوي، او عام ولس په دافع هواګانو، توغنديو،
او مختلفو متطورو درنو وسلو باندې له وچې، لمدې او هوا څخه ولي.

سړي په آسانه نه ژاړي، پرون مې يوه ويډيو وليده، چې ځوانو پخو سړيو په چيغو چيغو
ژړلې، پوره پوره کلي له خاورو سره برابر شوي دي.

ولې؟؟
ځکه چې دوی قذافي ته ويلي دي، چې مونږ نور ستا غلامي نشو کولی، ستا عبادت
نشو کولی؛ مونږ آزادي غواړو.

پاتې شوه، د بحرين خبره، نو هغه متأسفانه چې يو ايرانۍ پروګرام وو، او خليجي
دولتونو د خپلو ځواکونو په لېږلو سره ايراني مجوسي پروګرام ته د پای ټکی کېښود،
ايران د رسمي حکومتي خلکو په خولو وار په وار ويلي دي، چې بحرين يې 14 ولايت دی.

يمن کې له انقلابيانو سره ډېر زياتی پيل شوی دی، او دغه زياتی د دې زېری ورکوي،
چې د دغه ديکتاتور شپې او ورځې هم لنډې دي.

پاتې شوه سعودي، نو سعوديان د خپل دولت په اړه تر نورو ښه ترا فيصله کولی شي،
هغوی تر اوسه په خپل حالت راضي بلکه خوښ ښکاري، او لوی دليل دا دی چې په 11
مارس باندې د سعودي په ختيځ کې پرته له 200 شيعه ګانو هيڅوک هم راونه وتل،
او د دغو 200 شيعه ګانو راوتل هم د بحرين د پېښو امتداد وو.
نور د هر دولت ولس د خپل دولت په حالت ښه پوهيږي، او حق لري چې د خپل مصير
پخپله وټاکي.

په درنښت

[quote:6d3b902a7f="subat sabit"]دروند وهاج صيب،سلامونه،

تاسو ليکئ،
[quote:6d3b902a7f]ثبات ثابت: له تاسو څخه تر اوسه د کمونستي استبداد نشه پوره نه ده تللې، او د
همدغې باقې پاتې نشې پر اساس له قذافي دفاع کوئ.
بلمقابل اسلامي ګوندونو ته ځينې منتسبين نفس د استبداد نشې په ذهنونو کې لر ي،
چې زه يې کټ مټ د کمونستي استبداد له نشې سره مشابه کوم.[/quote:6d3b902a7f]

زه دې هر هغه،فرد،ولس او حکومت نه په نسبي يا مطلق ډول ملاتړ اړونکې  ګڼم کوم چه د استعمار او اشغال په مقابل کې مقاومت کوي٠
دا ستاسو پورې اړه لري چه داسې يو اند کمونستي بولئ او يا غير کمونستي٠
که کمونستي عقيده ځما د عقيدي سره ټکر ونکړي او دې دملتونو د ازادئ لپاره
مقاومت نه ملاتړ کوي نو زه ورسره مشکل نلرم٠

اوس تاسو مهرباني وکړئ او د کمونستي ضد جنبش دې چوپتيا سبب دې سعودي،يمن او بحرېن دې دکټاتورانو او غرب ته تسليمو رژيمونو،په هکله توضېح کړئ٠[/quote:6d3b902a7f]


larghonay laraway
19.03.2011

السلام عليکم!
ښاغلی شيخ الحديث وهاج افغان صيب!
ما خو داسې انګېرله چې په مصر، بحرين، سعودي او ليبيا کې روان لاريونونه ګنې د امريکې پلان دی چې له ايران سره يې ائتلاف کړی او غواړي چې د اسلام علم له عربي او سني نړۍ څخه پارسي او شيعه ايران ته انتقال کړي او ليبيا په دې خاطر وډبوي چې کمونيستي هيوادونو ته نږدې ده. خو ستاسو له ليکنو داسې څرګندېږي چې د اړوندو هيوادونو لاريونونه سره توپير لري. نو که توپير سره لري بيا څنګه په يو وخت او يو ډول روان دي. همداراز يې د مخالفت شکل هم سره ورته دی؟
بله دا چې امريکا د ټولو لاريون کوونکو يو ډول ملاتړ هم کوي؟


نوروز خان
20.03.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

داد لیبیا موضوع لا هم همداسې په تیاره کې پاته ده ،له یوې خوا قذافي وایي دا یو صلیبي یرغل دی ، له بلې خوا دلیبیا پاڅون کوونکي دفیسبوک له لارې دطالب مجاهدینو په اکاونټونو پیغامونه لیږي ، چې مونږ هم ستاسو غوندې مجاهدین یو ، داعیه مو ستاسو په شان ده ، او غواړو په لیبیا کې یو سوچه اسلامي خلافت ساز کړو .

وهاج صیب او ثبات صیب داموضوع یو څه شاربلې ، خوای کاش کوم داسې خیرمن پیدا شي ، چې سمه یې رڼا ته کړي ،
ډير دافسوس مقام ده
په یوه اسلامي ملک دکفارو برید وشو
خو لږترلږه زه دیوه مسلمان په صفت نه پوهیږم چې پرې خوښ شم ، که پرې وژاړم :cry: :cry:


و.افغان
20.03.2011

محترم نوروز خان صاحب:
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
محترما:
رښتيا چې ډېره د افسوس خبره ده، بلکه د ژړا خبره ده، چې يو مسلمان دېته اړ کيږي،
چې له غير مسلمو کومک وغواړي.
په ليبيا کې روان پاڅون د ډېرو پاکو، سپېڅلو، مسلمانو، متدينو ځوانانو په لاسونو
پيل شو، او په ډېرې چټکۍ سره په ټول ليبيا کې خپور شو، د هغوی انقلاب سولييز
وو، مسلح نه وو، خو متأسفانه چې د قذافي طاغوت له خوا د دغه پاکو خلکو په
وړاندې له ډېر وحشت څخه کار واخيستل شو، قذافي فکر کاوه، چې مخکې له دې
چې اعلام ته خبر ورسيږي، او دغه پاڅون د ليبيا په ګوډ ګوډ کې خپور شي؛ په دې به وتوانيږي چې د وسلې په زور د دغه انقلاب اور مړ کړي.

قذافي په دې کار کې کامياب نشو، او دغو متدين ځوانانو خپلې سيني د هغه د ثقيله
وسلو په وړاندې سپر کړې، او د ځان د دفاع په خاطر يې په عسکري مرکزونو حملې
وکړې، او وسله يې لاسونو ته راوړه، نور جريان به تاسې ته معلوم وي چې څه وشو.

پکار دا وه، چې خپله مسلمانانو دا ستونځه حل کړي وی، مصر او تونس ښه مجهز
فوځ لري، او د خليج هېوادونه ښې ډېرې پيسې لري؛ چې دوی سره دا پرېکړه کړي وی،
چې د قذافي د وحشي بمباريو، او وحشي وژنو مخه يې نيولي وی، نو ډېره ښه به تمامه
شوي وای، زه فکر کوم، چې هغوی د دې لپاره دېته زړه ښه نه کړ، چې د خليج شرقي
دروازه د ايران له خوا له تهديد سره مخ ده، او مصر او تونس په خپل داخل کې په خپلو
ځانونو سره مشغول وو.

له بلې خوا قذافي خپل ولس ته تهديد ورکوي، چې رحم به پرې نه کوي، او کور کور به
تالاشي کوي، او صفا کوي به يې، بلکه ټولې ليبيا ته د اور اچولو تهديد هم ورکوي،
بلکه ورته وايي چې په ملیونونه افريقايان به درپسې راولم، او ليبيا به درڅخه پاکه
کړم، ځوی يې ټولو عربو ته ښکنځل کوي، او خپل ولس تهديدوي چې ليبيا به ترې پاکه
کړي، او پر ځای به يې پاکستاني او هنديان راولي، اهلي جنګ به شروع کړي.

دا تهديدونه یواځې تشې خبرې نه وې، بلکه له لومړۍ ورځې پرې د قذافي حکومت
عمل هم پيل کړی وو، ډېر يې ووژل، او ډېر کلي يې له خاورو سره خاورې کړل.
او ورځ په ورځ په خپل قتل او کشتار کې مخ په وړاندې روان وو.
قذافي دا هر څه د خپلې چوکۍ لپاره کول.
تاسو په داسې وخت کې کومه د حل لاره ليدله.

له بلې خوا د طاغوت قذافي خبرو کې تناقضات ته وګورئ، چې له يوې خپل مخالفين
چې اصلا ټول ولس دی؛ د نشيي توکو په استعمال متهموي، بيا يې القاعده ته
منسوبوي، بيا يې خائن بولي، بيا يې د امريکا او بريطانيا اجنټان بولي، بيا غرب
ته تهديد ورکوي، چې که حملې بندې نه کړئ، نو زه به د القاعده سره ستاسې په ضد
اتحادوکړم.

د قذافي د خونړيتوب او وحشت په وجه نن د هغه په وړاندې غرب نه، بلکه له غرب مخکې ټوله عربي نړۍ او اسلامي هيوادونه ولاړ دي، په استثناء د ځينې ګنده ديکتاتور نظامونو، لکه سوريه او الجزائر، ځکه چې هغوی پوهيږي چې نن سبا کې به يې ولسونه په وړاندې راپورته کيږي،نو که چېرې قذافي ټينګ شي، ورسره به د آزادۍ رالوتلي بادونه هم ودريږي.

بله دا چې يرغل کوونکو غربي ځواکونو ته به ضرور په دغه يرغل کې ګټه رسيږي،
دا طبيعي خبره ده، فرانسې ډېر اخلاص وکړ، نو هيڅ باک نه کوي، چې په آينده کې د ليبيا تېل د يو څه نورو امتيازاتو سره د هغه احسان په بدله کې پرې وپلورل شي، هل جزاء الاحسان الا الاحسان.

زه فکر نه کوم، چې څوک ښکېلاګ ته زړه ښه کړي، او نه د دغې سيمې حالت ښکېلاګ ته اجازه ورکوي، او که بالفرض والتقدير واقع شي؛ نو د ليبيا له تېلو څخه به هيڅوک استفاده ونه کړي، او برعکس به يرغلګر ځواکونه د ليبيايي، مصري، جزائري او صحرايي ولسونو له خوا ډېر سخت خراب شي.

دا چې دغه انقلابيان طالبانو ته اطمينان ورکوي، چې مونږ خلافت جوړوو، نو دا خبرې
اوس وخت کې مناسبې نه دي، او که طالبانو ته يې ويلي هم وي، نو طالبانو ته نه دي
پکار چې ښکاره يې کړي، ځکه چې قذافي د همدغه کاغذ څخه استفاده کوله.
او بيا الله جل جلاله ته لاسونه په لپه کوم، چې که چېرې په دغو خلکو کې داسې خلک
وي، چې د طالب د نظام غوندي نظام راولي، نو الله جل جلاله دې د هغسې نظام
توفيق بيخي نه ور په برخه کوي. آميين، داسې نظام دې الله جل جلاله د هغوی په برخه
کړي، چې په صحي معنا اسلامي وي، يا کم نه کم يو مدني دولت چې په اجتماعي
عدالت ولاړ دولت وي، الله جل جلاله دې هغوی د افغانانو غوندې نه ليوني کوي، چې
افغانۍ ناکامې عقل دښمنې تجربې په ليبيا کې تکرار کړي. آميين

او بيا د اسلامي خلافت خبرې اوسمهال هسې نه دي پکار، او نه يې وخت راغلی، او
نه له لښتي له رارسېدو مخکې ټوپ وهل پکار دي.
طالب ځواک ته هم پکار ده، چې دغه سوچ او خبرې اوس له ذهنونو او خولو لري کړي،
او نه اوسمهال دوی د دې اهل دي، چې اسلامي خلافت راولي، نه له شرعي ناحيې،
نه له عقلي ناحيې، او نه له اقتصادي، او نه له عسکري.
مونږ افغانان چې اوس د يوه اسلامي وطني معلوم الحدوده او معلوم الهويته دولت په
رامنتځته کېدو کې بريالي شو، کافي خبره ده.

زه ډېر ځورېږم، چې په لس کاله ډغرو سره د ځینو خلکو دماغ لا ځای ته نه دي راغلي،
داسلامي خلافت خبرې هيڅ حقيقت نه لري، بلکه موخه يې د پاکستان په غېږ کې
او د پاکستان تر سيورې لاندې غورځېدل دي، او افغانستان د پاکستان د دونمبر
څيزونو لپاره يو تور بازار ګرځول دي.
يا ليت قومي يعلمون.

د ليبيا وګړي مسلمانان دي، زمونږ وروڼه دي، که دوی یواځې د خپلو ځانونو څخه د ظلم
او طغيان د پورته کولو لپاره هم راپورته شوي وي؛ نو هم يې په مونږ نصرت لازم دی،
او هم يې حق دی، چې د طاغوت قذافي په وړاندې له هر چا څخه يې چې وسعه ورسيږي
مرستې تر لاسه کړي.

ښه نو: د ليبيا راتلونکی به څنګه وي:
زما په فکر د ليبيا راتلونکی به په دې ډول وي.
د ليبيايي دولت د جګړې په راس کې قذافي او د هغه کورنۍ ده، که چېرې څومره ژر هغه له منځه يوړل شي؛ ډېر ژر ستونځه له منځه تللی شي، او که چېرې ژوندی پاتې شي؛ نو د ليبي ولس په سخت تاوان به تمامه شي، او دا هغه حال دی، چې قذافي د خپل ولس لپاره غوښت.
قذافي د خپل ولس ټولې پيسې د افريقايي دولتونو په ديکتاتورانو خرچه کړي، او هغوی دېته تيار دي، چې د اجرتيانو وو له لارې د هغه مرسته وکړي، داسې حال کې چې قذافي تر اوسه د مليادونو ډالرو د بوجيو له پاسه ناست دی.

که چېرې قذافي ختم شي، نو د سيمې حالت او شرائطو ته په کتلو سره سړی ويلی شي؛ چې ښکېلاګ به واقع نشي، او پر ځای د دې چې د ليبيا تېل هند او چين ته لاړ شي؛ هغه به سره د يو لړ امتيازاتو فرانسې، بريطانيا او امريکا ته ورکړ شي.
او پر ځای د دې چې دروسيې څخه وسلو اخيستلو ته دوام ورکړي؛ کېدای شي له غربي
بازارونو څخه وسلي او نور استهلاکي توکي راونیسي.

البته د دې هر څه سره سره د ښکېلاګ وېره هم موجوده ده، کوم ته چې قذافي لاره هوراه کړه، او د بن علي او حسني مبارک په لاره يې تګ غوره نه کړ، هغه داسې چې غربي دولتونه د دې کوښښ وکړي، چې ليبيايان په خپلو کې سره په جنګ کړي، او خپله د تېلو غلا کولو ته لاره پرانيځي، مګر شرائطو ته په کتلو سره به غربيان دې کار ته زړه ښه نه کړي.
بيا د دې امکان هم شته، چې ولس ټول په يوه لاس يرغلګرو باندې پيل وکړي، لکه څنګه يې چې په قذافي پيل کړ.
اللهم أصلح حالنا وحالهم، واجعل لهم من کل ضيق مخرجا. ومن کل بلاء عافية.

په درنښت

[quote:2017c7fd2d="نوروزخان"]السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

داد لیبیا موضوع لا هم همداسې په تیاره کې پاته ده ،له یوې خوا قذافي وایي دا یو صلیبي یرغل دی ، له بلې خوا دلیبیا پاڅون کوونکي دفیسبوک له لارې دطالب مجاهدینو په اکاونټونو پیغامونه لیږي ، چې مونږ هم ستاسو غوندې مجاهدین یو ، داعیه مو ستاسو په شان ده ، او غواړو په لیبیا کې یو سوچه اسلامي خلافت ساز کړو .

وهاج صیب او ثبات صیب داموضوع یو څه شاربلې ، خوای کاش کوم داسې خیرمن پیدا شي ، چې سمه یې رڼا ته کړي ،
ډير دافسوس مقام ده
په یوه اسلامي ملک دکفارو برید وشو
خو لږترلږه زه دیوه مسلمان په صفت نه پوهیږم چې پرې خوښ شم ، که پرې وژاړم :cry: :cry:[/quote:2017c7fd2d]


ډاکټر څپاند
20.03.2011

بياهم سلامونه،

دليبيا پر غميزه ژړا پکار ده٠
له يوې خوا دقذافي دې خودخاهې،اوله بله خوا دې غرب د حملو لاندې ،بيچاره
مسلمانان وژل کيږي٠پدې عمل هيڅ واقعي مسلم نه خوشاليږي٠

امريکا او ياران ئي په بېرحمۍ سره نور هيوادونه او ملتونه ترحلاجي تيروي٠


و.افغان
20.03.2011

محترم ثبات ثابت صاحب:
خبرې دې ټولې په تول برابرې او موزوني دي.
البته دمصر او تونس په اړه د ځيني جوهري يا اساسي بدلونونو څخه ستاسې انکار کول
د واقع نه انکار دي، زه سوچ کوم چې ولسونو او په ولسونو کې په ځانګړي ډول ځوانه
طبقه داسې رشد ته رسېدلې ده، چې ان شاء الله بيا به ورباندې هغسې پاچاهي رانشي،
د کومو لاندې چې دوی لسګونه کلونه د ذلت ژوند تېر کړی.
د بحرين په اړه ستاسې پام يوې خبرې ته را اړوم، د بحرين د خلکو د پروګرام ناکامېدلو
څو وجهې وې، او د دغو وجهو په سبب يې په شاوخوا سيمه کې لازمو راتلونکو
تغييراتو مخه هم ډب کړه:

لومړی: د ايراني سيمييز تخريبي رول. که چېرې د ايران دغه رول په سيمه کې نه وی
موجود؛ بلکه ځان يې د روانو حوادثو په اړه بې تفاوته او بې پروا نيولی وی، نو ډېر تغييرات د خلکو په لاس منځ ته راتللی شو، اوسمهال د سيمې خلک
فکر کوي، چې دلته ايرانۍ لوبه روانه ده، او د هغوی وېره پر ځای هم ده.

دويم: مظاهرې سوچه شيعه ګانو پيل کړې، مطلب دا چې له پيله يې طائفي شکل يې
اختيار کړ.

درېيم: په مظاهرو کې شيعه ګانو د خپلو ځانونو څخه په نمايندګۍ حقوق غوښتل،
يعنې د شيعه په نوم يې غوښتل، مطلب دا چې په وچ زور يې طائفي رنګ ورکړ.

څلورم: مظاهره چيانو د خميني، خامنيي عکسونه او د ايران بيرغ اوچت کړی وو، او
په خپل مذهبي شعارونه يې زمزمه کول، په کومو کې چې د اهل السنتو کافي
سپکاوۍ کېدی.
پنځم: مظاهره چيانو د سپينو او تقليدي وسلو څخه کار واخيست، او ډېر پوليسان
يې وژل، چې ځینې په کې د اوچتو رتبو والا وو، ځینې پوليسان يې په عام ميدان کې
د خپل ګاډيو لاندې کړل.

لنډه دا چې دغو خلکو په لوی لاس خپل پروګرام طائفي او بالآخره ناکام کړ، زه پر دوی
خفه نه يم، خفه دېته یم چې دغو خلکو په دغه احمقانه حرکتونو په سيمه کې د نورو
مثبتو بدلونونومخه ډب کړه.

په دې اړه ستاسو د تبصرې په تمه

په درنښت


نوروز خان
20.03.2011

السلام علیکم
له محترم وهاج صیب او ثبات صیب نه مننه
محترم وهاج صیب باور وکړه ، چې کله مې نن سهار له لمر څرک نه مخکې له بي بی سي راډیو څخه په لیبیا دامریکایي کروزودبرید خبر واورید چې ورسره دمیزایلو دفیر غږ هم ملګری وه ، هغه شپه مې سترګو ته ودریده چې له نن څخه کلونه وړاندې مو په لومړي ځل امریکایي الوتکو دوطن دشنه اسمان له ستورو ډکه فضا راتندریزه کړه ، او زمونږ دتورسرو او ماشومانو خوبونه یې ترې وتښتول .
که هرڅو ووایو داډیر دافسوس ځای دی ، کاشکې په اوښکو کیدلای ، مګر اوښکې یې نه ګټي .
په داسې له دوکه ډک ماحول کې دايډیال اسلامي خلافت خوب لیدل ، رښتیا هم بې ځایه دی ،زما مطلب داوه ، چې آیا رښتیا هم لکه قذافي چې وایي یا دفیسبوک ولګردان چې دعوه کوي ،په لیبیایي پاڅون کوونکو کې دیوه سوچه اسلامي تفکر څښتنان په همدومره اکثریت کې دي ، چې حساب پرې وشي ، وړمه ورځ خو کله چې امنیت شورا په لیبیا دبرید قطع نامه تصویب کړه ، دبن غازي پاڅون کوونکي په ډول او سورڼي کوڅو ته راووتل .
دلته دسړي شک شي ، او متردد شي چې بالاخره په دې پاڅون کې دعقل فعال رول دچادی ؟؟
لکه تاسو چې ووایئ که چیرې دلیبیا سپیڅلي ځوانان له پاکو ارادو سره راپورته شوي وي ، ولې یې په بهرنۍ مداخله څرګند اعتراض ونه کړ ؟؟
دغه راز ددې بحران دپایلو په اړه هم ستاسو تحلیل راته دبې ځایه خوشباورۍ ښکار بریښي ، زه چې دامریکاخاصیت ته ګورم بالاخره به لیبیایي اولس په قذافي شکر ته اړ کړي ،
که څنګه ؟؟


و.افغان
20.03.2011

محترم نوروز خان صاحب:
که چېرې مخکې د پاڅون له پيل کېدو څخه د قذافي حالت په نظر کې نيولو سره د
پاڅون د پيل په اړه خبره مطرح شوي وی؛ نو لو استقبلنا من أمرنا ما استدبرنا؛ نو همغه
وخت کې به مو ويلي وو؛ چې نه، پاڅون مه پيلوئ، ځکه چې له داسې حالت د راتلو
څخه نه پاڅون ښه دی.

لږ صبر وکړئ، تر څو نور عربی دولتونو کې حالت برابر شي، بيا به تاسې پيل وکړئ.

دا چې پاڅون پيل شو، او داسې حالت ته ورسېد، چې بېرته د راستنېدو فرصت نه وو
موجود، نو پاڅون کوونکو پرته له دې بله لار نه لرله، چې غربي دولتونو څخه
مرستې راوغواړي.

محترمو: زه د افريقايي تور پوستو هيوادونو کې ډېر ملګري لرم، هغوی په قذافي ډېر
خفه دي، او تر اوسه پورې په قذافي کلک ولاړ دي، هغوی دېته نه ګوري چې قذافي خپل
ولس حلالوي، هغوی وايي چې قذافي دوی لپاره ډېر کارونه کړي دي، پلونه يې جوړ
کړي، سړکونه يې پاخه کړي، پوهنتونونه يې جوړ کړي، روغتونونه يې جوړ کړي،
په دې سربېره د افريقايي
هېوادونو ټولو مشرانو ته په مليونونو ډالر ورکوي، همدا خبره وه چې هغوی ورته
د ملک ملوک افريقيا لقب ورکړی وو.

نو دې حالت ته په کتلو سره فکر کوم، چې حتا عربي دولتونو هم وسعه نه رسېده، چې
قذافي د خپل ولس له ذبحې څخه منعه کړي، داسې حال کې چې افريقا ورسره ولاړه
ده، مصر تونس او خليج به هيڅکله داسې جنګ ته زړه نه وی ښه کړی، چې له يوې خوا
يې غرب له ځانه خفه کړی وی، بيا به يې هغه هم مرستې نه راتلی، او له بلې خوا يې د
ټولو افريقايي هيوادونو سره جنګ راغلی وی.

پاتې دا چې پاڅون کوونکي څوک دي، نو ګرانه: پاڅون له بنغازي پورته شو، او په
ليبيا کې خپور شو، د پاڅون د پيل سبب د بوسليم د زندان هغه قضيه وه، چې په کې
1200 تنکي ځوانان بې محاکمې وژل شوي وو، دوی ټول د خپلې اسلامي نظريې
په وجه وژل شوي وو، پوره نيمايي په دغو تنکيو ځوانانو کې د قرآن حافظان وو.
دا چې پاڅون د دغو شهيدانو ورثه وو پيل کړ، او نور خلک چې رنګا رنګ مظلمې يې
درلودلې، له پاڅون سره يو ځای شو، او ټولې ليبیا ته وغځېد.

په دې سربيره ليبي ولس عموما او په ليبيا کې شرق خصوصا ډېر دينداره خلک دي،
د دوی ټولو عدد 7 مليونه دی، او په عربانو کې مشهور ده، چې بلد المليون حافظ.
يعنې د یو مليون حافظانو هېواد.
د القاعدې خبره قذافي هسې له تشې نه کوي، د درنې ښار کې، او بنغازي ښار کې عرب
مجاهدين هم ښه پرېمانه دي.
زه فكر كوم چې د القاعدې پرته نورو عربو مجاهدينو او متدينو د تېرو شلو کلونو له
تجربې څخه به درس ضرور اخيستی وي، او ښه کافي او ضروري بدلونونه يې ځانونو
کې راوستي دي، داسې بدلون چې خپلې ټولنې اصلاح کړي، خو په ټکر کې ورسره
واقع نه شي.

په درنښت


و.افغان
20.03.2011

د ليبيا د پېښو په اړه د طالبانو معقوله اعلاميه:

[quote:21d00612b2]
دافغانستان اسلامي امارتدمطبوعاتي راپورونو له مخې تېره شپه امریکایي اوفرانسوي ځواکونو دلیبیا هیواد په بیلابیلو سیمو باندې ترسلو ډير کروز میزایل ویشتلي اوپه ځیني سیمي یې بمبارد کړي دي ، دغه راز یې دنوروتوغندویي حملو او هوایي بریدونو ګواښ هم کړی دی ، دهغوراپورونو له مخې چې په دې یرغل کې له ځپل شویو سیمو څخه ورکول شوي دي ، په دې بریدونو کې دلیبیا ګڼ شمیر ملکي خلک په شهادت رسیدلي ، دغه راز

ددې مسلمان اولس عامه شتمنیو ته سخت زیانونه اوښتي دي دافغانستان اسلامي امارت دلیبیایي اولس په کورنۍ لانجه کې دملل متحد تراشراف لاندې دلویدیځو هیوادونو غرضي او ناغوښتې لاسوهنه او ماجرا جویي په کلکه غندي ، او پایلې یې ددې اسلامي هیواد او مسلمان امت په زیان بولي .
اسلامي امارت داډیره دافسوس وړ بولي ، چې دلیبیا وضعه تردې حالته ورسیده چې بالاخره اسلام ضد استعماري قوتونوته په کې دمداخلې ځای پیدا شو ، زمونږ په باور به لویدیځ ښکیلا کګرکله هم ونه غواړي چې په دې هیواد کې دي داولس له هیلو سره سمه دحل لاره رامنځ ته شي ،بلکې لویدیځوال پلان لري چې دااسلامي هیواد په زیان اړونکي جګړه کې لومړی تضعیف کړي او بالاخره یې دمستقیم تیري له لارې په زیرمو خیټه واچوي .
اسلامي امارت ددې اعلامیې له لارې په لیبیایي اولس غږ کوي ، چې دحالاتو ابتکار خپله په لاس کې واخلي ، او پرینږدي چې نور یې په سرنوشت لوبې وکړي ، دوی باید دیومسلمان اولس په توګه په دې تاریخي شیبه کې خپل مکلفیت وپیژني ، اوخپله اسلامي او ملي دنده ترسره کړي ، ترڅو دلیبیایي اولس کورني او بهرني غلیمان ونه توانیږي داهیواد دخپل جګړییزهوس قرباني کړي .
دغه رازدرست اسلامي امت اوداسلامي نړۍ حاکمانو ته هم ورپه زړه کوو ، چې دلیبیامسلمان اولس ته په ورپیښ جنجال کې بې تفاوته پاته نه شي ، دوی باید په دې مسئله کې یوازې هغه رول ادا کړي چې داسلام اودلیبیادمؤمن اولس ګټې یې ایجابوي ، ترڅو دا اولس هم له اوسنی بحران او هم په اوږده مهال کې له بهرني ښکیلاک څخه نجات ومومي .
دفغانستان اسلامي امارت
1432-4-15هق
2011-03-20
[/quote:21d00612b2]

زما د طالبانو د دې اعلاميې په اړه له طالبانو يوه پوښتنه کوم، او غالب ګمان لرم، چې
د دغه اعلاميې ليکونکی به خامخا زمونږ په دې فوروم کې له مونږ سره شراکت هم
کوي، هيله ده چې ځواب راکړي.
لومړی دا چې دغه ورکړل شوي راپورونه چا ورکړي، او څومره د باور وړ دي؟
چې طالب ځواکونه پرې خپل حکم بناء کوئ؟
داسې حال کې چې پاڅون کوونکي ويلي دي، چې ليبي حکومت د دوی شهيدان
له قبرونو ويستلي دي، او عکاسي يې کوي، چې دا خلک د دغو بريدونو په ترځ
کې لګيدلي دي.
په دې برسېره د ليبيا خپل حکومت ويلي دي، چې په لسګونه خلک هغو عسکري
ځايونو ته تللي دي، په کومو چې د بمبارۍ توقع کېدله، او يا هلته د قذافي د شتون
ګمان کېده، او ځانونه يې د دغې بمبارۍ په وړاندې د بشري سپرونه په توګه استعمال
کړل،،،، دا خبره به څومره حقيقت ولري، داسې حال کې چې د قذافي حکومت وار
وار رنګا رنګ دروغ وايي.

دا چې طالبان له ملګرو ملتونو څخه د نه تدخل غوښتنه کوي، نو آيا طالبان د ليبي
ولس د حمايت لپاره څه حل لاره لري؟؟؟؟؟؟

د طالبانو داعلاميې دا لاندېنۍ خبرې ډېرې معقولې بولم، چې د القاعديي نظر څخه
ډېر په اړخ کې دي، هيله ده چې طالب ځواکونه خپل سياسي عقل ته نور هم رشد
ورکړي، خو متأسفانه څومره چې خبر يم، نو د طالبانو فرهنګيان او د ميداني فيصلو
خاوندان دوه موازي خطونه دي، چې يو له بل سره يوځای کېدل نه لري.

[quote:21d00612b2]
دغه رازدرست اسلامي امت اوداسلامي نړۍ حاکمانو ته هم ورپه زړه کوو ، چې دلیبیامسلمان اولس ته په ورپیښ جنجال کې بې تفاوته پاته نه شي ، دوی باید په دې مسئله کې یوازې هغه رول ادا کړي چې داسلام اودلیبیادمؤمن اولس ګټې یې ایجابوي ، ترڅو دا اولس هم له اوسنی بحران او هم په اوږده مهال کې له بهرني ښکیلاک څخه نجات ومومي .
[/quote:21d00612b2]

په درنښت


ډاکټر څپاند
20.03.2011

سلامونه،

دليبيا دډکتاتور نه ننګه صرفا دغربي ذبيښاک ګرو په مقابل کې دده دې پخوانيو
پاليسيو په وجه يوه نسبي مسله ده٠
که ديوې شيبې لپاره دې ليبيا،ايران،ويزويلااو روس،کورنئ پاليسۍ يوې خوا
ته پريږدو،نوموړو هېوادونه تلاش لري چې دتيلو دخرڅلاو بيه دنورو استهلاکي
توکو دبيو سره متناسبه شي٠خوله بلې خوا سعودي،بهرين او داوپک نورغړي
دغرب دهدايت سره سم،دتيلو دتوليد سطحه لوړه ساتلې ده٠دې سوداګرئ د
بسټيزو قواعدو پر بنياد پوهيږو چه عرضه او تقاضا دبازار نرخونه تنظيموي٠
دتيلو لپاره تقاضا مخ په زياتېدو ده،خو دځېنو هيوادو د غېر ملي سياستونو
پر بنسټ،دتيلو عرضه يا توليد،دې سترو مصرفونکو دفرمايش په وجه ددايمي سعود حالت لري،پايله ئي دې غربي هيودو په ګټه دتيلو نازل نرخ دی٠

په سعودي اوبحرين کې ملي ضد واکمنان دې اسلام دې مقدس دين تر ظاهري
نقاب لاندې،دغرب دګټو دې تامين لپاره،دنفتو توليد زيات ساتي٠

داقتصادي،اجتماعي روسته پاتې واله په وجه او دې غربي ميډيا د ٢٤ ساعته
تبليغاتو تر تاثير لاندې،ديوه ملي مقاومت او پاڅون په عوض،دې شعيه او سني
اختلافات رامنځ ته شوي،چه واقعا دتاسف وړ دی٠


نوروز خان
20.03.2011

مسلم امت ته !!!

له سردرو دقرطبې مسلمه
بیا ترکاشغر او فرغانې مسلمه
ځوږ دتکبیر او دآذان دې څه شو
هاپرونی زرین دوران دې څه شو

هاغه صدیق صدیق یاران یادوم
هغه خالد خالد غازیان یادوم
چې دتیارو سټه یې وایستله
هغه دلمر په لار روان یادوم
چې فارس او روم یې په څپوکې یووړل
ډیر تورتمونه یې سپیدو کې یووړل
هغه بهیر هغه کاروان دې څه شو
ها پرونی زرین دوران دې څه شو

یه تاریخی اندلسه تاته وایم
دنیل وادي او افریقا ته وایم
درڅخه بل عمر مختار غواړمه
دطرابلس دزړه درزا ته وایم
درنه طارق درنه موسی غواړمه
ابن تاشفین درڅخه بیا غواړمه
هغه اموي عبدالرحمن دې څه شو
ها پرونی زرین دوران دې څه شو

نن دعربو جزیره ویده ده
عثماني ترک قسطنطنیه ویده ده
دصلیب توغ رانه القدس ګواښوي
خو دهلال مې زمزمه ویده ده
چې شي راپورته داقصی په ننګه
دلااله الا الله په ننګه
هاایوبي مردمیدان دې دې څه شو
هاپرونی زرین دوران دې څه شو

لراوبر ټول عرب عجم لټوم
کوم محمد ابن قاسم لټوم
چې دچنګیز غاښونه یې وبریښول
هاغه جلال شیرخوارزم لټوم
دستر امام مزار پردو لاندې کړ
بغداد دعصر هلاکو لاندې کړ
ها عباسي تخت او سلطان دې څه شو
ها پرونی زرین دوران دې څه شو


ډاکتر څپاند
28.04.2011

پوتين څه وائي؟؟

http://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=Iw5Ij_RFJ1Q


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more