د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

په سعودي کې د مارچ ١١ پاڅون

Sangar Watan
06.03.2011

په سعودي کې د مارچ ١١ پاڅونhttp://english.aljazeera.net/news/middleeast/2011/03/201135143046557642.html#

ستاسو اندونه ؟


بیلال
06.03.2011

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
دخدای نیک بخته موږ دی په انګریزی څه پوهیږو
چی ته یی دلته لینکونه ورکوی او که دخو ځښت
ډیره مینه لری وطن ته راسه او که په وطن کی یی خو شروع که
نو څه ته ګوری
خفه نسی هسی ګپ وو
الله دی موږ ته وس اوقوت راکړی چه خپل
هیواد ازاد کړو اشغالګر
او لا سپوڅی یی داسی
تور مخ له هیواد وځغله وو
امینننننننننننننننننننننننننننننننن


Sangar Watan
06.03.2011

ګرانه وروره سلامونه

سعودي د اسلام مرکز خوداسلام ضد دانګريز دې نوښتونو ځاله ده٠
په منځني ختيځ کې د پاڅون لړئ انشاالله اوس مکې او مدينې،داسلام زانګو
ته رسېدلې٠
دماچ په١١ انشا الله د ويده ملت په زړونو کې د ويښتوب زنګونه په کړنګهار
راځي٠
لوې خدای ج مهربان دی،دسعودې عربو دويښتيا په وجه به ددې هيوا مفسد
واکداران را نسکور او داسلامي نړۍ پلازمينه دې صليبيانو د استعمار نه
خلاصی ومومي٠


و.افغان
16.03.2011

فکر کوم چې دغه پروګرام ايرانۍ وو، ځکه خو ورسره خلکو دلچسپي ښکاره نه کړه.
او يواځې 200 شيعه ګان په 11 مارس د سعودي په ختيځ کې البحرين
ته څېرمه سړکونو ته راوتلي وو.
په بحرين کې چې د شيعه ګانو نفوس زيات دی، او حاکمه کورنۍ سني ده، ايران کوښښ
کوي، چې په بحرين کې شيعه ګان حاکم کړي؛ او سعودي ته په ختيځ کې ستونځې پيدا
کړي، کومه سيمه کې چې ډېر تېل دي.
له دې مخکې ايرانيانو څو ځلې ادعا کړې وه، چې بحرين د دوی 14 ولايت دی.

پرون ورځ د خليج د درع الجزيرة په نوم مشترکه ځواکونه البحرين ته داخل شو.
فکر کوم چې د ايرانيانو مخه تقريبا کاملا په البحرين کې ډب شوه.
او داسې به سعودي هم له ايراني شرارتونو خوندي پاتې شي، په دې چې په سعودي
کې بيا د شيعه ګانو شمېر تقريبا 6 سلنه دی.

په درنښت


larghonay laraway
17.03.2011

السلام عليکم!
باور وکړئ چې د استبداد او شاهي طرز حکومتونو ډېر مخالف يم خو اوسني لاريونونه په چپه روان دي او د اسلامي نړۍ په ګټه نه دي.
مخکې هم ډېر ويل شوي چې د ايران او امريکا اوسنی جنګ زرګري جنګ دی او د پردې شاته سره يو دي، امريکا غواړي د اسلامي نړۍ علم له سنيانو او عربانو واخلي او شيعه ايرانيانو ته يې ورکړي خو يو شمېر وروڼو نه منله. په عراق کې ښه په ډاګه شوه چې د ټوپک په زور او په خپله سپين سترګې مداخله يې دا چارې ترسره کړې، ولې په مصر او نوره عربي نړۍ کې يې د عربي غرب مشربه او ورسره شيعه ځوانانو په مټ اړ دوړ جوړ کړی دی.
عرب شيخان مې ډېر بد ايشي ځکه چې ټوله پاملرنه يې يوازې او يوازې خپلې عياشۍ ته اړولې او حتی د ډېر کوروالي (جماع) لپاره په رنګارنګ کوشتو پسې ګرځي. خو بيا هم دا يوه نيمګړتيا ده نه کفر. نو له همدې کبله اوسنيو لاريونونوپه ښه نظر نه ګورم او د امريکا له خوا يو پلان يې بولم.
همدا راز مې قذافي هم هيڅکله نه خوښېږي او يو کمونیست ډوله مستبد انسان دی خو دا چې د امريکې پر وړاندې خنډ شو نو تر اوباما يې غوره ګڼم.
د عرب شيخانو د بيدارۍ په هيله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more