د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کرنیل امام د خپلو شیطاني اعمالو په جزا ورسید

عادل عادل
24.01.2011

سلامونه

دا دی بالاخره هغه زوړ لیوه چې ویل به یې ملاعمر زما سړی دی او له میډیا سره به یې په خپلو شیطاني څرګندونو سره د لر او بر طالبانو په اړه شکونو ته لار پرانیسته، د خپلو شیطاني اعمالو په جزا ورسید.

http://www.benawa.com/details.php?id=41669


کرنل امام....

chaparharay
24.01.2011

السلام علیکم ورحمةالله !
ډیرښه وشو چي دا اسلام دښمنه شیعة کافر خو مردار شو الله جل جلاله دي نه بښي او دبښني هم نه وو .


قريش
24.01.2011

عادل صیب زیری دی په زوی بدل شه!
ګورو به چی هغه کسان چی طالبان یی د ای ایس ای سړی ګڼل دا اقدام څرنګه ارزوی؟
او هغه کسان چی دکرنیل امام وژل یی دطالبانو په لاس چیلنجول، اوس به خپل چیلینجونه ورپه یاد وی او که نه؟


محمدزمان هوتک
24.01.2011

عادل صیب ! جنتی سی چه دخبرلینک دی دبحث دپاره دلته راوړ اوس به وګورو چه تنخوا والا لیکوالان څه په کی وایې؟
هغه لیکوالان چه همیشه یې زموږ سپیڅلی مجاهیدین د ای ایس ای مزدوران باله


پتوال
25.01.2011

هوتک صيب ليکي :
[quote:024fd5248d]عادل صیب ! جنتی سی چه دخبرلینک دی دبحث دپاره دلته راوړ اوس به وګورو چه [color=red:024fd5248d]تنخوا والا لیکوالان څه په کی وایې؟ [/color:024fd5248d]هغه لیکوالان چه همیشه یې زموږ سپیڅلی مجاهیدین د ای ایس ای مزدوران باله[/quote:024fd5248d]
هوتک صيب تا خو د څه ويلو مخه ډب کړې ده، ځکه ستا په اند که څوک په کې څه وايي هغه اتوماتيک دچا تنخوا خور دی . او که له دې ادعا پرته کوم ثٍبوت د چا په اړه لرئ نو دلته يې دتنخا خور له نامه سره وړاندې کړه چې مونږ يې هم وپېژنو او هم
ترې ځان وساتو . او که دا نشې کولای ، نو فکر نه کوئ چې له خېټې په دغسې مفته ادعا او بدګومانۍ به مو د قيامت په ورځ د ډيرو شريفو مسلمانانو لاسونه
په ګريوان کې ښخ پاتې وي ؟

امامی چې د ISI هر څومره مهم ايجنټ و ، خو په وروستيو وختو کې يې ځينې ادعا وې بې وقره کولې، ښايي په دومره مهمه استخباراتي دنده کې چې پخوا يې درلوده ، اوس د خپل سست دسپلين قرباني شوی وي ،
که نوموړي حقيقت بې وقره او بې باکانه ويلی وي [color=blue:024fd5248d]نو دده په وژلو حقيقت نه، بلکې د هغه بېباکانه او بې وقره ويل ووژل شوو .
په ټوله کې خو هره له علنې محاکمې پرته وژنه د حقيقت د پټولو له پاره وي ، دده خو پوځي محاکمه هم په برخه نشوه،
دا په داسې حال کې چې نوموړي ګواښ هم کړی و چې که ISI يې د اختطاف کونکو له ولکې څخه خلاص نکړي نو نور حقايق به افشا کاندي .
داسې ښکاري چې د نورو حقايقو له ويلو څخه منع کول ددۀ له وژلو پرته ممکن نه و .
نور پرې الله (ج) ښه پوهيږي ![/color:024fd5248d]


عادل عادل
25.01.2011

سلامونه

ښاغلی دروند پتوال صاحب

د یقین په لور مو د شکونو لایتناهي اوږد مزل، چې د [color=blue:71b6141030]زمانې![/color:71b6141030] له کلک ستاسو په اصطلاح تنقیدي ملاتړ څخه هم برخمن دی، آسانه او لنډ غواړم او د خدای ج له درباره درته پدې لار کې، البته ستاسو د خپل نیت په رڼا کې، بې شمیره اجرونه هم غواړم، آمین

اصل مطلب ته به راشو:

رحیل کرنیل امام کافي وخت د زمریانو په پښتني مسلمانو پنجو کې اسیر وو، په داسې پنجو کې چې د وجود روښانه نوراني او د سپیڅلتیا او اخلاص څخه ډکو لطیفو څیرو یې د ډیرو جاسوسانو پر رواني حالت داسې غوڅ اثر غورځولی چې بې له شک، تعقیب، توقیف، تحقیق او استنطاق څخه یې په بغارو سره نارې کړې دي چې اې خلکو زه جاسوس یم!!!

تاسو خو دا وایی چې کیدای شي وژل به یې د رازونو د افشا د مخنیوی په خاطر صورت نیولی وي، خو زه بیا په دې نظر یم چې که خدای غوښتي وي نو د روانې تحمیل شوې غمیزې نه علاوه به یې د تیر جهاد او د هغه د ثمرې په وړاندې د پاکستاني واکدارانو د غدر او خیانت څخه ډک ټول رازونه او داستانونه هم ترې څنډلي وي.


قريش
26.01.2011

عادل صیب زه پخپله دی نتیجی ته رسیدلی یم که بالفرض، بلاتشبیه، چیری یو اسمانی غږ وشی، اویاکومه ملایکه راکوزه شی بیاهم شکمن یم چی دا ځینی لیکوالان به یی دای ایس ای او سی ای ای پلان بولی.
نو که هوتک بیاوایی چی دوی تنخوا خواره لیکوالان دی بیابه غوسه هم وی.


محمدزمان هوتک
26.01.2011

سلامونه غصه بنده ده!
چه دکفر خواته څنګ وهی ؟ او دافغانانودا سپیڅلی جهاد د ای ایس ای او سی آی ای کاربولی نو تردی به بیاپورته تنخوا خور لیکوال څوک وی ؟


محمدزمان هوتک
26.01.2011

سلامونه غصه بنده ده!
چه دکفر خواته څنګ وهی ؟ او دافغانانودا سپیڅلی جهاد د ای ایس ای او سی آی ای کاربولی نو تردی به بیاپورته تنخوا خور لیکوال څوک وی ؟


larghonay laraway
26.01.2011

السلام عليکم!
لومړی خو دا چې کرنيل امام چا وژلی نه دی بلکې زړه يې سکته کړې ده.
ولې دا بيا بله خبره ده چې کرنيل امام طالبانو ته ټريننګونه ورکول، پلانونه يې ورته عملي ښودل او که يرغمل شوی ؤ.

هر جاسوس چې له کاره ولوېږي نو بيا په همداسې مرموزه توګه وژل کېږي. انشاء الله يوه ورځ به کرزی هم په ارګ کې سکته کوي!
په همدې هيله
مننه


pattang
26.01.2011

ساده خانه ! له شورا يی غدار سره به بيا څه کوې ? دا يو سپی خوندی چې مردار شي٠
او که هيواد غل په پنجشيريانو کې رويباري درته کړې ده٠ که داسې وي مبارکي درته
وايم٠

[quote:aaf38bc69f]السلام عليکم!
لومړی خو دا چې کرنيل امام چا وژلی نه دی بلکې زړه يې سکته کړې ده.
ولې دا بيا بله خبره ده چې کرنيل امام طالبانو ته ټريننګونه ورکول، پلانونه يې ورته عملي ښودل او که يرغمل شوی ؤ.

هر جاسوس چې له کاره ولوېږي نو بيا په همداسې مرموزه توګه وژل کېږي. انشاء الله يوه ورځ به کرزی هم په ارګ کې سکته کوي!
په همدې هيله
مننه [/quote:aaf38bc69f]


Helmand.M
26.01.2011

خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : عبدالباري جهاني
نېټه : ٤ / ١١ / ١٣٨٩ | 2011-01-24

د www.JahaniOnline.com څخه په مننه

سلطان امیر تارړ، چی په کرنیل امام مشهوروو، لس میاشتي مخکی د هغو ښکاریانو په دام کی چی ده پخپله روزلي وه اسیر سو او پرون یی په هغه دام کی ساه ورکړه. کرنیل امام په وروستیو څه باندی دیرشو کلونو کی د افغانستان د جهاد او مقاومت او داخلی جنګونو په کلونو کی، په تیره بیا د افغانستان په جنوب لویدیځه سیمه کی، د بیخی زیاتو دسیسو او د بی شمیره بی ګناه خلکو د وژلو مسول وو. هغه د لوی خدای ج حضور ته په سرو لاسونو ورغی او زه یقین لرم چی هغه عادل مقام به خپله سزا ورکوي.
. تارړ، چی عمر یی زیات و کم پنځه اویا کلونو ته رسیدی، د کوماندو ګیریلایی جنګونو یو ماهر وو او په دې مسلک کی یی ډیر زیات مجاهدین قوماندانان او طالبان روزلي وه. د هغه له تښتول کیدلو او مړینی سره داخبره نوره هم څرګنده سوه چی له وفادارو شاګردانو! څخه ویره په کار ده.
کرنیل امام خپل تقریبا ټول پوځی عمر د پاکستان د پوځی استخباراتو د ادارې آی ایس آی په خدمت کی تېر کړی وو او د تیر کال د مارچ پر شپږویشتمه د آی ایس آی د یوه بل خادم صاحب منصب خالدخواجه سره یو ځای د پاکستان د جنوبی وزیریستان په سیمه کی هغو کسانو وتښتاوه چی دوی دواړو تر بل هر چا زیات باور په درلود. خالد خواجه یوه میاشت وروسته خپلو شاګردانو اعدام کړ او مړی یی په لویه لاره کی وغورځاوه. د هغه زوی په یوه مرکه کی وویل چی پلار یی هر وخت ځان ته د شهادت د مرګ غوښتنه کوله او بالاخره خپلي ارزو ته ورسیدی.( البته موږ ټول پوهیږو چی د شهادت مقدس او سپېڅلی مقام داسی خونیانو او مسلکی قاتلانو ته نه په نصیب کیږي)
د سپینی ماڼی سره د هغه اړیکی دونه خواږه وه او دومره نازولی وو چی مشر جمهوریس جورج بوش هغه ته رسمی بلنه ورکړه او د برلین د دیوال یوه توټه یی وروسپارله او د ژړو پر یوه توټه یی ورته لیکلي وه« هغه چاته چی لومړی ګوزار یی وکړ». البته سپینی ماڼی خپل دغه نازولی ډیر ژر له نظره وغورځاوه او د سپټمبر د یوولسمی له پیښو څخه وروسته د پاکستان آی ایس آی هم له هغه سره، ګواکی، فاصله ونیوله او داسی یی څرګندوله چی کرنیل امام له طالبانو سره د اړیکو په برخه کی د پاکستان د حکومت د پالیسی پیروي نه کوي او له هغوی سره خپلو پخوانیو اړیکو ته یی دوام ورکړی دی. د هغه له مړینی سره سم خبری آژانسونو او د سیمی په اصطلاح سیاسی ماهرانو په خپلو تبصرو کی وویل چی د کرنیل امام له تښتول کیدلو او مړینی څخه داسی ښکاري چی د طالبانو او د پاکستان د پوځی استخباراتو او حکومت ترمنځ اختلاف زور اخیستی دی او طالبان د پاکستان د حکومت قوماندې او اوامرو ته غوږ نه نیسی.
د خبری اژانسونو او په اصطلاح سیاسی ماهرانو د نظر په خلاف، خبره په دې کی نه وه چی طالبانو د پاکستان د حکومت او پوځی استخباراتو سره ډغري وهلی دي بلکه خبره په دې کی ده چی خالد خواجه او کرنیل امام د خپلو ټولو چالاکیو او سابقې سره سره په دې نه پوهیدل چی هغوی خپلی وظیفې بشپړي کړی دي او نور د پاکستان د حکومت په ترازو کی وزن نه لري. هغوی په دې نه پوهېدل چی څوک د پاکستان د پوځی استخباراتو په نظر کی سپک سي نو بیا د وزیریستان طالبان هم ډیر ری نه پکښی وهي او د عادي جنایتکارانو په څیر سلوک ورسره کوي. پاکستان غواړي د خپلو دوو بیکاره او تر وخت تیرو منصبدارانو په وژل کیدلو سره نړۍ ته وښیی چی طالبان د هغوی پر خبره غوږ نه نیسی او منصبداران یی وژني. پاکستان د افغانستان او خپلي خاوري ټول هغه طالبان چی یا یی د وژلو او بندي کولو په بدل کی د لویدیځی نړی څخه امتیاز ترلاسه کولای سي او یا د هغوی له اجازې پرته له چا سره تماسونه ټینګ کړي وژني او بندیانوي او په دې توګه لوېدیځی نړی ته ښیی چی هغوی د تروریزم او القاعده د له منځه وړلو په عملیاتو کی د لویدیځی نړی او ناټو سره اوږه پر اوږه جنګیږی.
زما زړه ته نه لویږی چی د ناټو دونه پراخ استخباراتی منابع دي د پاکستان په دې زړه پالیسی چی «غله ته وایی غلا کوه او د کور څښتن ته وایی بیداره اوسه» وغولیږی او د پاکستانی حکومت چلونه دی په یو ځل نه بلکه په سل ځله ورباندي وچلیږی. دا می هم زړه ته نه لویږي چی د پاکستان په څیر یو نیستمن هیواد دي د ناټو په څیر یوې ستري موسسې او د نړی د تر ټولو لوی طاقت د نقشو د عملی کولو په مخ کی خنډونه ایجاد کړای سي. خو داچی ناټو ولي د افغانستان په څیر یوه مظلوم هیواد د خلکو کړولو ته دوام ورکوي او ولي د دې ظالمانه او تباه کونکي جنګ لمنه ژر نه ټولوي زه جواب نه لرم. زه یوازي دونه ویلای سم چی د افغانستان د خلکو د روان کړاو د ختمولو لپاره ډیری لاري سته او دا هم نه سم منلای چی غربي قدرتونو ته به لاری او ګودرونه معلوم نه وي.
پاکستان د جوړیدلو د ورځی راهیسی په تیره بیا د نسبی ثبات د ترلاسه کولو څخه وروسته د افغانستان په چارو کی د خصمانه لاس وهني څخه لاس نه دی اخیستی. د افغانستان د حکومت او هیواد له بې ثباته کونکو قواوو سره د پاکستان د ملاتړ په برخه کی د مارشال ایوب خان له وخته بیا تر اوسه پوري یا هیڅ تغیر نه دی راغلی او یا ډیر لږ تاکتیکی تغیر راغلی دی. پیپلز پارټی، مسلم لیګیان، جنرالان، سیاستمداران قاضی حسین احمد او مولنافضل الرحمن د افغانستان په برخه کی یوشان دریځ لري. د افغانستان د بې ثباته کولو د پالیسی په پرمخ بیولو کی هغه منصبداران او طالبان چی د پاکستان د پوځی استخباراتو په درد نه خوري د سیاسی سطرنج د پیاده ګانو په څیر یو په بل پسی قرباني کیږی او لوبه همداسی دوام لري. د افغانستان د خلکو د کړاوونو د ختمولو او یوه حل د پیدا کیدلو واک د افغانستان د خلکو له لاسه وتلی دی. تر څو داسی مشران پيدا سوي نه وي چی په دې لوبه کی پخپله برخه واخلي، د افغانستان پر خلکو به دا پردي جنګونه او پردۍ سولي تحمیلیږي.




قريش
26.01.2011

[quote:99b4a50fc5]ولې دا بيا بله خبره ده[/quote:99b4a50fc5]
ولی بیله خبره ده؟
یوه خبره ده، په کوم دلیل یی بیلوی؟
همداسی یوبل تنخواخور لیکوال وه یوه ورځ یی ویل: مستحیله ده چی کرنیل طالبان ووژنی که ویی واژه زه به په ټول عمر کی دسیاسی تبصری نه لاس واخلم.
اوس که هغه ته هم ووایی چی څنګه کوی دسیاسی تبصرو نه لاس اخلی او که نه؟ ددی دپاره چی ځان دملامتی نه وژغوری وایی به چی کرنیل امام خو سکته قلب کړی طالبانو خو ندی وژلی؟
هههههههههههه
ساده خانه!
کرنیل ولی دخپلو روزل شویو څخه دومره ډاریدو چی زړه یی له ډیر رعب څخه ودرید اوسکته یی وکړه؟؟؟
د تنخواخور لیکوال خبری همداسی وی ضد اونقیض وی.


larghonay laraway
27.01.2011

قريش خانه زه بيا هم وايم چې کرنيل امام وژل شوی نه دی بلکې مړ شوی دی او ملاعمر به تر هر چا ډېر پرې خپه وي ځکه چې روزونکی او جوړوونکی يې ؤ!
پاتې شوه د تخوا خبره:
يوه د ملاعمر او ISI ډله ده او بله د کرزي او CIA چې زرګري جګړې يې پيل کړي او منافع د دواړو شريکې دي.
زه په خپلو ليکنو کې هم د کرزي په ډله بد وايم او هم د ملاعمر ځکه چې د دواړو زيان زما قوم او وطن ته رسېږي. دواړو مونږ د تباهۍ کندې ته نږدې کړي يو، دواړو له مدني او سياسي حقوقو بې برخې کړې يو.
نو د تنخوا مدرکونه خو تاسو نيولي دي چې يو شمېر د ملاعمر او ISI لپاره تبغليغ کوئ او يو شمېر يې د کرزي او CIA لپاره . کاشکې داسې درېم څوک پيدا شي چې زما د زړه او ضمير په خبرو ماته تخواه راکړي!
پاتې شوه دا ماشومانه خبره چې که څوک په ملاعمر پسې څه وليکي نو تاسو به ډنډورې جوړې کړئ چې هله تخوا خور دی او په دې نامه به زما سپېڅلي دريځ خنډ شئ نو دا خوب او خيال دی.
ولې قريش خانه د غله په ږيره خلی وي!
ځکه د کرزي او CIA ډله خو رسوا ده او د پتنګ صيب خبره به دې هم اوريدلې وي چې هره دويمه خبره يې هيوادمل دی. نو د کرزي ډلې خو پرتوګ تر هغې لاندې ايښی او يوازې په تنخوا پسې ګرځي.
پاتې شوه ستاسو ډله خلک دوی هم د جهاد، ازادۍ او مقاومت خبرې کوي او هم يې ترخو دالو او کلدارو ته خوله اوبه اوبه کېږي نو غواړي چې ټر په پر پټ کړي او که هرڅوک ورته رښتيا وايي نو تنخوا خور ورته وايي.
قريش خانه زما دريځ او ليکنې په ټول افغان کې لرغونې دي او يو شعور لرونکی انسان ترې ښه پند اخيستلی شي. په ډېر څه هم خپل ملي، انساني او اسلامي دريځ نه بدلوم.
کرنيل امام طالبانو ته دستوري ورغلی ؤ او هلته يې اجل پوره شو، سکته يې وکړه او مړ شو. او که چېرته وژل شوی وي نو د زړو او له کاره وتليو جواسيسو مړينه همداسې مرموزه وي! طالبان به تر هر چا پرې ډېر خپه وي ځکه چې استاد يې ؤ.


نوروز خان
27.01.2011

السلام علیکم
کرنېل امام دپاکستان داستخباراتو دهغو لاپواوسپین سترګو افسرانو له جملې نه وه ، چې دافغانستان دتیر سپيڅلي جهاد دبې بها افغانی قربانیو له ویاړونو یې په ډیره نامردۍ غلا کوله او دافغانانو په وینو ګټل شوی جهاد یې ځان ته منسوباوه ، نوموړي دپخواني جهاد له یوشمیر بې ضمیره قومندانانو سره نږدې یارانې درلودې چې په دې جمله کې دتورن اسماعیل خان هم ټینګ آشنا وه ، دهمدې یارانې له برکته کرنېل امام په ۱۳۷۳ کال کې په هرات کې دپاکستان په کونسلګرۍ وټاکل شو .
کرنېل په وروستیو کې دیوه بل متقاعد نصیرالله بابر غوندې په دې روږدی وه ، چې دنړۍ له خوا دطالبانو داستادۍ وړیاور له غاړې شوې ویاړونه په ګومه کې هضم کړي ، او خپل شهرت طلب هوس پرې سوړ کړي ، نوموړي له همدې امله په بیا بیا ویل چې طالبان له امریکایانو سره خبرو ته کینولی شي داکولای شي او ها کولای شي ، خوخدای ته دامنظوره وه چې دادروغجن لاپو دین په دنیا خلکو ته وشرموي .
نوموړی یې دخپل یوه بل ورته ملګري سره یوځای دطالبانو ترپنجې ورساوه ، او بالاخره دادی دطالب دچړې دتېرو په څکلو سره ورمعلومه شوه ، چې دطالب په سر دسودا او داستادۍ بې ځایه غورځې اولاپې کومه بیه لري .
کرنېل دده دپخواني ملګري غوندې دوزیرستان په میرعلي کې دهغو وزیرو طالبانو لخوا په مرګ وسپارل شو ، چې دملاصیب ترقومنده لاندې په میاشتو میاشتو په افغانستان کې نوبتونه تیروي .
راځم دډلو خبرې ته
زما په ګومان خو څو کاله وړاندې بوش خورا پاکه خبره وکړه ، یابه له موږ سره یئ یا زمونږ له دښمنانو سره ، په اسلام کې هم همدا دوه لارې تیرې دي ، چې یو دکفر صف دی یو داسلام ، دریمه لاره نشته ، اوکوم خلک چې مذبذبین بین ذالک ځان بولي ، په حقیقت دکفر دصف ملګري ځکه دي چې حقیقي نفاق یوازې دپیغمبر په وخت کې وه ، له هغه وروسته همدا دابي ابن سلول لارویان هم دابي جهل دکتار غړي بلل کیږي او حکم یې دهغو دی .


قريش
29.01.2011

ټولو ته سلامونه
داسی ښکاری چی لرغونی لاروی پخپله هم په زړه کی دکرنیل امام په وژل کیدلو باوری دی خو اعتراف ځکه پری نه کوی چی کریډیټ یی دطالبانو په ګټه پریوځی. ګورۍ یوځل وایی:
[quote:08942a38fa="larghonay laraway"]لومړی خو دا چې کرنيل امام چا وژلی نه دی بلکې زړه يې سکته کړې ده[/quote:08942a38fa]
او سمدستی وروسته خپله خبره ورڅخه دیاده وتلی او لیکی:
[quote:08942a38fa="larghonay laraway"]هر جاسوس چې له کاره ولوېږي نو بيا په همداسې مرموزه توګه وژل کېږي[/quote:08942a38fa]
ریشتیا چی دروغژن حافظه نلری.


larghonay laraway
29.01.2011

لومړی خو قريش ته وايم چې ګرانه ما د کرنيل امام مړی نه دی ليدلی نو د ميډيا له لارې خبر شوی يم چې د زړه سکته يې کړې ده. نو ګرانه په ړندو سترګو قضاوت د ړندو او د هغوی د ډلې کار دی!
زما تحليل دا دی چې کرنيل امام د طالب ډلې روزونکی او دعوه ګير ؤ نو هغوی ته د کوم پلان لپاره ورغلی ؤ او هلته يې د زړه سکته کړې او مړ شو.
دويم: که طالبانو وژلی وي نو د پاکستان د ISI په امر يې وژلی څو د خلکو په خوله کې خاورې ورواچوي چې دوی ګنې د طالبانو ملاتړ نه کوي! دويم تحليل مې په دې بنا دی چې جواسيس زاړه شي نو اړوندې ادارې وېرېږي چې کواټه شوی جاسوس يې رازونه ونه سپړي له همدې کبله يې په ډېره مرموزه توګه وژني. کرنيل امام هم له اوياکلونو اوښتی ؤ او نور اکسپير ؤ.

نوروز صيب ډېره ښه جمله ليکلې ده:
[quote:8f421d3b73]زما په ګومان خو څو کاله وړاندې بوش خورا پاکه خبره وکړه ، یابه له موږ سره یئ یا زمونږ له دښمنانو سره ، په اسلام کې هم همدا دوه لارې تیرې دي ، چې یو دکفر صف دی یو داسلام ، دریمه لاره نشته ، اوکوم خلک چې مذبذبین بین ذالک ځان بولي ، په حقیقت دکفر دصف ملګري ځکه دي چې حقیقي نفاق یوازې دپیغمبر په وخت کې وه ، له هغه وروسته همدا دابي ابن سلول لارویان هم دابي جهل دکتار غړي بلل کیږي او حکم یې دهغو دی .[/quote:8f421d3b73][color=darkblue:8f421d3b73]

زه وايم : تر بش هم څو سوه کاله وړاندې رسول الله صلی الله عليه والسلم ويلي دي: چې يو ملت کفر دی او بل اسلام دی.
زه هم په همدې ټينګار کوم چې د کرزي او ملاعمر ډلې د کفري ملت په اشاره او توطيه زرګري جنګونه پيل کړي او غواړي چې اسلامي امت کمزوری کړي.

نو راځئ چې د ټګ او برګ پرخلاف مبارزه وکړو. [/color:8f421d3b73]په همدې هيله لرغونی لاروی


عادل عادل
29.01.2011

سلامونه

[quote:6423c41331]زه هم په همدې ټينګار کوم چې د کرزي او ملاعمر ډلې د کفري ملت په اشاره او توطيه زرګري جنګونه پيل کړي او غواړي چې اسلامي امت کمزوری کړي.

نو راځئ چې د ټګ او برګ پرخلاف مبارزه وکړو. په همدې هيله لرغونی لاروی[/quote:6423c41331]

دوه ډلې خلک شته چې دواړه یې د کرزي په اخور خوري خو د پورته تیوری په بنا سره مبارزه؟ هم کوي:-

1- په سیاسي ډګر کې عبدالله عبدالله
2- په فکري ډګر کې جمعیت اصلاح

پورته دواړه په هسته کې یو د بل وروڼه او د افغانستان، افغان مسلمان ولس په تیره بیا پښتنو قسم خوړلي منافق دښمنان دي.

لاروي صاحب ته به خدای خبر کوم یو دمنلو وړ وي؟


larghonay laraway
29.01.2011

عادل صيب کله کله ښې هوښيارې ليکنې کوې خو کله بيا داسې ناپړيتې هم ولې لکه دا پورته!
تاسو دا څوکله کې زما به ليکنه کې داسې څه ليدلي چې هغه د دې پليتې ټلوالې طرفداري وښيي؟
د کرزي حکومت چې زه ليکم نو ضروري نه ده چې زه يې د ټولو کارمندانو نومليک وليکم. عبدالله عبدالله، جمعيت او نور ستميان او ټلواله د کرزي د حکومت يوه مهمه برخه ده. حتی په اصل کې حکومت هم د همدوی دی. کرزی خو يوازې د احمدولي کرزي د غلاوواو قاچاق لپاره زمينه برابروي نو ر خو اوسنی حکومت د ټلوالې دی نو زه به ولې د دوی پلوي کوم؟
د کرزي حکومت يعنې مافيايي ډلې+ مفسد افراد+ يو شمېر پخواني ټوپکيان او پاټکيان+ غرب ځپلي سپي مينځونکي او پيشوپالونکي+چالاک او اپرچونيسټ پښتانه ليکوال+ پخواني کمونستان (خلقيان او پرچميان) او .... = د کرزي خان بې کفايته او غلام حکومت.
بله خوا يې د ملا امي اخوند ډله ده چې زرګري جګړې يې پيل کړي او پښتانه يې تباه کړل.


نوروز خان
29.01.2011

السلام علیکم

[quote:debcb2ab4c]ګرانه ما د کرنيل امام مړی نه دی ليدلی نو د ميډيا له لارې خبر شوی يم چې د زړه سکته يې کړې ده[/quote:debcb2ab4c]
لاروی صیب هغه دزابلیانو خبرو ایمان ته به پینې نه ورکوې ،داکومه میډیا ده چې یوازې ستا په غوږ کې یې ویلي ، چې کرنېل دزړه سکته وکړه ، لطفا که خپله مرجع لږ روښانه کړئ ، بي سي سي ،غلامي راډیو ، او که لرغونی بطن المختار خبري اژانس ؟؟
[quote:debcb2ab4c]
زه هم په همدې ټينګار کوم چې د کرزي او ملاعمر ډلې د کفري ملت په اشاره او توطيه زرګري جنګونه پيل کړي او غواړي چې اسلامي امت کمزوری کړي.

[/quote:debcb2ab4c]
ګرانه دملامحمد عمر په امریکایي لاسپوڅیوالي دې که راټینګوم نوبیا به هماغه پخوانی بحث ترې جوړ وي ،او ترټولو ستردلیل به دې داوي چې دملاصیب په کور ولې امریکایانو اړولي دي ، وروره پيغمبرعلیه السلام رښتیاهم وایي چې نړۍ په دوو صفونو ویشلې خو هیله کوم چې داسلام صف صرف په ځان کې مه منحصروه ، اسلام دومره کوچنی نه دی او نه ته دومره لوی یې ، دامت سواد اعظم په دې عقیده لري چې بوش او بوشپرستان دکفر په صف کې ولاړدي او ملامحمد عمر داسلام دصف سرلاری دی ، که په دې اړه خپل باور پخوې ورشه داسلام بحثونو په خونه کې دټول افغان له ګډونوالو واوره چې ددې دور فرعون او موسی څوک دي .
دافغانستان په برحق جهاد ستالوړ تور که له یوې په یوسترالهي حکم جهاد باندې بې ځایه زړورتوب دی ، له بلې خوا دافغانستان دپه دین ځار اولس دبي شمیره شهیدانو ، کونډو ، یتیمانو او مهاجرو په وړاندې بربنډه ګستاخي ده ، ځکه هغوی له فقهي نظره دفي سبیل الله جهاد قربانیان بلل کیږي ، چې ځانګړې احکام لري او که چیرې داجګړه داسلام جګړه نه بلکه لکه ته چې وایې دکفر جګړه شي ، نو ورسره ددوی اړوند ټول دنیوي او اخروي احکام هم تغیر کوي ، چې یوداسې دروند الزام ددغو دردمندانو په مقابل کې له امریکایي ستم څخه هم زیات تیری دی ،رب دې پوی کړه


عادل عادل
29.01.2011

سلامونه

[quote:6abd60e7e2]د کرزي حکومت يعنې مافيايي ډلې+ مفسد افراد+ يو شمېر پخواني ټوپکيان او پاټکيان+ غرب ځپلي سپي مينځونکي او پيشوپالونکي+چالاک او اپرچونيسټ پښتانه ليکوال+ پخواني کمونستان (خلقيان او پرچميان) او .... = د کرزي خان بې کفايته او غلام حکومت.[/quote:6abd60e7e2]

بد او سو صفات یوازې القاب دي که نه وحشي اعمال او وحشت به هم زیږوي؟؟

[quote:6abd60e7e2]بله خوا يې د ملا امي اخوند ډله ده چې زرګري جګړې يې پيل کړي او پښتانه يې تباه کړل.[/quote:6abd60e7e2]

عام ولس هغه که ملا دی که امي د پورته هغو چې پر مونږ په زوره تحمیل شوي دي، کرکه کوي او په وړاندې یې په کلکه سره مبارزه کوي، چې دا کرکه او مبارزه د ځان تباهي نه بلکه حق غوښتنه ده.

[quote:6abd60e7e2]عادل صيب کله کله ښې هوښيارې ليکنې کوې ...![/quote:6abd60e7e2]

چې دا به کومې لیکنې وي؟ :wink:


قريش
29.01.2011

[quote:f188d40ac0]لطفا که خپله مرجع لږ روښانه کړئ ، بي سي سي ،غلامي راډیو ، او که لرغونی بطن المختار خبري اژانس ؟؟[/quote:f188d40ac0]
اوس به لرغونی صیب وایی چی دسکته قلب دخبری مرجع ته څه ضرورت دی ټولی دنیا ته څرګنده ده چی کرنیل امام دطالبانو روزونکی و؟ :wink:
:D :D :D :D :D :D


larghonay laraway
30.01.2011

السلام عليکم!
نوروز خان راته وايي که دې راټينګ کړم. ګرانه ټر په پر نه پټېږي د ملاعمر د ګوډاګيتوب او د پاکستانيانو خبره انپړ توب خبره له هيچا هم نه ده پټه.
تاسو به اوريدلي وي چې دا څو ورځې پرلپسې د کندز ولايت له هغو سيمو طالبان خپلې تړتکې باوروي او ووځي چې پښتانه په کې ډېر دي لکه امام صاحب، ارچي او چاردره. دوی دامريکا خاصو دبړه مارانو يعنې شمالي ټلوالې ته زمينه برابره کړه چې پارلمان ته راشي او پښتانه يې محروم کړل. هسې خو دوی په ټوله کې په شعاري توګه حکومت او پارلمان نه مني خو مرموزې زمينه سازۍ کوي. کله چې ټاکنې تېرې شوې نو دوی هم کندز پرېښود. ولې پښتنو ته به په جنوبي ولايتونو کې هيڅکله هم د ديني او عصري زده کړې اجازه ورنه کړي ځکه چې دوی به آره د پښتنو دښمنان او د جهل او امريکا پلويان دي.
زه په شعاري خبرو باور نه لرم. تاسو چې د ليکلي چې اسلامي صف په ځان پورې مه منحصروه نو ما خو هيڅکله هم داسې دعوه نه ده کړې. راځه ته هم راسره ملګری شه زه به درپسې شم چې د جهل سالارانو او ټوپک سالارانو دواړو ډلو سره مبارزه وکړو .
زه کومه ډله او ټپله نه لرم خو د اوسنيو طالبانو او حکومت دواړو مخالف يم ځکه چې په پښتون بېچاره قوم يې ډېره بده ورځ راوستې ده.
پاتې شوه ستاسو د کرنيل خبره. ما له لومړي سره ويلي چې کرنيل مړ شوی دی او وژل شوی نه دی خو که ستاخبره ومنو چې وژل شوی دی نو ما هم ويلي چې د جواسيسو مړينه په همداسې مرموزه توګه وي. هغه ميډيا چې ما اوريدلې هغه بيا هم په امريکا پورې تړلې ده نو اوس به ځينې وايي چې په امريکايي ميډيا باور نه کوو نو له همدې کبله ما دوه حکمونه نه بلکې تحليلونه ليکلي دی چې دواړه يې ستاسو په مخکې او ستاسو د امام کرنيل په اړه دي.


larghonay laraway
30.01.2011

سلامونه!
عادل صيب ته مې ليکلي وو چې کله کله هوښيارې ليکنې هم کوي نو ده ليکلي:
چې دا به کومې لیکنې وي؟
نو عادل صيب باور وکړه همغه ليکنې چې لږ تر لږه چاته په کې بدرد او تومت نه وي.


نوروز خان
30.01.2011

السلام علیکم
لاروی صیب دکندز په اړه شک په دې وباسه !
[quote:e8deaf2746]د طالبانو وياند ذبيح الله "مجاهد" د کندز د امنيه قوماندان څرګندونې غلطې او بې ځاي وبللې او په يو تليفوني تماس کې يې افغان اسلامي اژانس ته وويل (د کندز د امنيه قوماندان ټولې ادعاوې غلطې دي البته طالبانو د موسم په نظر کې نيولو له امله د ځينيو سيمو څخه تکتيکي شاتګ کړى خو دا ادعا سمه نده چې د کندز څخه طالبان ايستل شوي ، طالبان اوس هم په کندز کې خورا قوي حضور لري ، پرون مو په چهار دره کې د المانيانو يوه عراده ټانک له منځه يوړ او تيره شپه مو د کندز د ښار په يوه امنيتي پوسته بريد وکړ چې دا پخپله په کندز کې د طالبانو حضور ثابتوي). "مجاهد" د خپلو څرګندونو په دوام وويل (زه همدومره وايم دا به راتلونکى وخت ثابته کړي چې ايا طالبان په کندز کې شته او کنه ؟). د طالبانو وياند په دې اړه چې د کندز په دوه ولسواليو کې يو سل او شل تنه طالبان د حکومت سره يو ځاى شوي وويل (کوم خلک چې امنيه قوماندان يې د طالبانو په نوم يادوي د پخوانيو قوماندانانو هغه خلک دي چې په کورو کې ناست وه اوس حکومت يو شمير وسلې ورکړي او د طالبانو په نوم يې نومولي ، دوى نه طالبان وه او نه طالبان دي ، طالب هيڅ وخت هم په پيسو نه خرڅيږي
[/quote:e8deaf2746]
اوبل تا لیکلي
[quote:e8deaf2746]ولې پښتنو ته به په جنوبي ولايتونو کې هيڅکله هم د ديني او عصري زده کړې اجازه ورنه کړي[/quote:e8deaf2746]
فاروق وردګ خان خودې وایي چې طالبان نه یوازې هلکانو بلکې نجونو ته هم دزدکړې زمینه برابروي نه پوهیږو دافغانستان له تعلیمي بهیره ته ډیرخبریې که دتعلیم وزیر
اوداخبره دې [quote:e8deaf2746]هغه ميډيا چې ما اوريدلې هغه بيا هم په امريکا پورې تړلې ده[/quote:e8deaf2746]
دساینس پوهانو په هغه موندنه زما شک په یقین بدلوی چې دروغجن که هرڅومره ماهرفن هم وي ، دتکلم په وخت کې دخبرو تول دغه راز ظاهري حرکات اوسکنات ترې شوړیږي ، خدای دې موږ ټول له درواغو او ګیډي توجیهاتو وساتي آمین ثم آمین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more