د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

دخوبونو مانا(تعبیرالروئیا) غوښتنه

chaparharay
15.02.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلوعلماءکرامو یوه ډیره مهمه اوجالبه موضوع [ دخوبونومعناګانی ]په نوم که یوڅوک چی په علوم القران کی پوره مهارت لری لکه محترم قاری صاحب وهاج ساپی یا محترم ورورمولوی صاحب حلیمی او یا مومن مهاجر یاحذیفه صاحب یاکوم بل داسی یو جیدعالم وی او ورسره لږ فارغ هم وی اوداموضوع پیل کړی ډیره ښه به وی اوخورا مهمه موضوع ده چی دقران کریم په رڼا کی یی معنا ګانی کوی خلک دخپلو خوبونو باره کی پوښتنی کوی اوبیا دا عالم ورته معناګانی وای نو ډیره ښه به تمامه شی .
په درناوی


bette
17.02.2011

چپرهاری صیب ښی موضوع ته مو پام سوی دی داد خوبونو په
جنجال ډیر خلک اخته وی خو زه وایم چی که خوب روانو اوبوته
وویل شی دا به له دی نه ښه وی چی په ټول افغان کی یی په تعبیر
پسی ځان ستړی کړی وروره نن دتصوف ځینی پنډتانو له خوبونونه
دمختلفو چلوټیو ذریعه جوړه کړی ده

فُلانی صیب می په خوب ولید غوړه .یره سپینی جامی اوتوری څڼی یی وی
اوپه یوتک شنه باغ کی یی ټوپونه وهل بله ورځ نو له هغه نو لوی بزرګ جوړ
شوی وی اوداسی نور


عنوان

chaparharay
18.02.2011

السلام علیکم ورحمةالله
یره بیټ صاحب بالکل صحیح خبره دی کړی همداسی ده دی کی به هم بیا بدعات پیل وی او څه څه به پکی ویل کیږی !
مننه


اسد مومند
04.03.2011

بېټه د چپرهاري په خوله کې دې خبره وروچه کړې
ما چې عنوان ولیدلو ډیر مې خوښ شو او پدې نیت راغلم چې خپل بیګانی خوب تاسو ته تیر کړم او تاسو یې په نوبت هریو راته خپل خپل تعبیر بیان کړي بیا چې زما کوم تعبیر خوښ شو په هغه به ګوته کیږدم خو بیټ نیکه داسې خبره کړې چې ما نه یې خپل بیګانی خوب هم ګډوډ کړو.
زه خو وایم بیټه چې دا موضوع ښه موضوع ده او چپرهاري هم داسې ندي ویلي چې هرڅوک دې د خپلې خیټې خوبونه تعبیر کړي چپرهاري د فورم تکړه علماء یاد کړي چې باید د خوب تعبیر وکړي لکه وهاج ساپي، حلیمي، مومن مهاجر، حذیفه، الوزیري... او همدا کتابي خبره هم ده چې خوب باید په عالم باندې تعبیر کړای شي.
نو زه خو وایم چپرهاری صاحب چې ددې موضوع نه مه تیریږه بل ځل دیو ښه ښایسته خوب سره راشه او درانه علماء به یې درته تعبیر کړي. درناوی


م افغان
04.03.2011

سلام.
یاره اسدمومند صیب ماخپله دوه شپې وړاندی ډیر دروند خوب ولیدی مګر داسې څوک مې ونه موند چه تعبیر تری وغواړم؟
چه کله دلته مې دخوبونو پر تعبیر سترګی ولیګیدې ورته خوشحاله سوم ماویل دلته به یې څوک تعبیر در وکړی؟ خو دلته بیټ صیب هغه ستاخبره دچپرهاری صیب په خوله کې خبره ور وچه کړی ده؟
خو چپرهاری صیب زماسره یو غټ د(خوبونو دتعبیر) په نامه کتاب وو خو متاسفانه چه هغه راڅه ورک دی ګنې مادلته دهغه څخه دخوبونو تعبیر درته کاوه.
مننه ‏‎ ‎


پتوال
05.03.2011

پريږده چې په راز باندې يې پوه شو چې روح څه کوي
..................................... څشی کړي په خوب کې چې په ويښه يې لا نه کوي ؟
څوک وايي الهام ، څوک يې لړلی تصور بولي
...................................... څوک چې نه پوهيږي قضاوت دې پرې هم نه کوي
پريږدئ دا موضوع د خوب ديني مفسرينو ته
......................................... دوی په دې خدمت له مونږ ه ټولو سره ښه کوي !


و.افغان
14.03.2011

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
وايي چې يو وخت د اموي کورنۍ يوې شهزادګۍ خوب وليده، چې د دنيا ژوندي
کائنات راسره جماع کوي، شهزاداګۍ دې خوب ته سوچ واخيسته، خو له حيا يې چا ته
نشو ويلی، بالآخره يې پرېکړه وکړه، چې خپلې يوې وينځې ته د خوب جريان تېر کړي،
امر يې ورته وکړ، چې علامه ابن سيرين رحمه الله ته لاړه شه، ځان د دې خوب خاونده
معرفي کړه، چې څرنګه تعبير يې کوي؟
وينځه لاړه، علامه ابن سيرين ته يې خوب تېر کړ، مګر هغه ورته وويل، چې دا خوب تا
نه دی ليدلی، او نه ستا په هکله د دې خوب تعبير کېدلی شي؛ ورشه، او د خوب اصلي
خاوند رامعرفي کړه، وينځه لاړه، او خپلې بادارې شهزادګۍ ته يې جريان تېر کړ، نو
اجازه يې ورته وکړه، چې نوم يې ورته واخلي، نو ابن سيرين رحمه الله يې بيا داسې
تعبير وکړ، چې دغه شهزادګۍ به داسې يو عام المنفعه کار کوي، چې ټول ژوندي
کائنات به ترې فائده اوچتوي، او دېته به يې ثواب رسيږي.
همغه وو، چې دغې شهزادګۍ يو لوی نهر (وياله، وله) وويست، چې له هغه څخه به
ټول ژوندي سرو اوبه څښلې، او د هغې لپاره يوه صدقه جاريه شوه.

نو محترمو: د خوب د صحي تعبير لپاره د خوب ليدونکي ځينو لازم تفصيلاتو ته هم
اړتيا وي، چې د هغو طرحه کول به دلته ستونځمن وي؛ خو بيا که هسې د استفادې
لپاره عام خوبونه او محتمل عام تعبيرونه مطرحوئ؛ نو باک به ونه لري.

په درنښت


ډاکټر څپاند
15.03.2011

دروند وهاج افغان،
دې خوب دې لېدو او دهغه دتحليل اوتفصير په هکله،ددې علم څېړونکي لا دې
خوبونو دې تفسير نه عاجز دي٠
چرسيان او شرابيان،تر هرچا زيات خوبونه ويني٠نو څنګه کولی شو چه خوب
تعبير کړو؟دايو ډې سخت سوال رابرېښي٠


و.افغان
16.03.2011

محترم ثبات صاحب:
ما مخکې وويل، چې د خوب په تعبير کې د خوب ليدونکي تفصيلي حالت په پوره ډول
په نظر کې نیول کيږي، بيا يې خوب تعبيريږي.
داسې خو د ملاريا به تبه اخته مريض هم ډېر خوبونه ويني.
چرسيان بنګيان به هم ډېر خوبونه ويني.
تاسې په سورت يوسف کې د مصر د عزيز خوب ولولئ، بيا يې په هکله د يوسف
عليه السلام تفسير ولولئ.
زه به يې لوستونکو ته کېږدم:

سورت يوسف 43 آيت:
او وويل پاچا : بېشکه ما ولېدلې په خوب کې اووه غواوې څربې چې خوري یې نورې اوه خوارې غواوې، او اوه وږي شنه، او اوه نور وچ، ای ډلې د درباريانو! تاسې ټول ماته زما د دې خوب تعبير راکړئ ، که چېرې تاسې ددې د خوب تعبير کولی شئ.

سورت يوسف 47-49
وويل (يوسف عليه السلام) چې اووه کاله به تاسې (هر قسم فصل) په ډېر زيار سره پرله پسې کرئ، نو هر هغه (فصل) چې تاسې يې رېبئ؛ نو هغه غله يې په خپل وږي کې پرېږدئ، مګر لږ شانې (هغه ترې راواخلئ) چې تاسې يې خورئ (نو هغومره اندازه ترې پاک کړئ).

بيا به راشي وروسته له دغو (اووه ودانو کلونو څخه) اووه نور سخت (کلونه) چې وبه خوري (خاوندان د دې اوو سختو کلونو) هغه غلې چې تاسې پخوا د دې لپاره ذخيره کړي وي، مګر لږ شانې هغه (به پاتې شي) چې تاسې يې (تخم ته) ساتئ.
بيا به راشي وروسته له دې (قحطي کلونو) يو کال (چې پنځلسم به وي) چې په هغه کې به د خلقو فرياد رسي وکړی شي (په غلو او بارانونو)، او په دې کې به خلق ونښېځي (نچوړ کړي، مېوې او غوړې دانې).

په درنښت

[quote:2c1c816f99="subat sabit"]دروند وهاج افغان،
دې خوب دې لېدو او دهغه دتحليل اوتفصير په هکله،ددې علم څېړونکي لا دې
خوبونو دې تفسير نه عاجز دي٠
چرسيان او شرابيان،تر هرچا زيات خوبونه ويني٠نو څنګه کولی شو چه خوب
تعبير کړو؟دايو ډې سخت سوال رابرېښي٠[/quote:2c1c816f99]


سادات
16.03.2011

الحاج وهاج صيب زمادمعلوماتوترمخه دغه خوب دهارون الرشيد ميرمني زبيدي ليدلي و
بهتره به يي تاسو ته معلومه وي خووايي هلته اوس هم يونهر شته نهر زبيده نوميږي او حاجيان ترينه اوبه سكي

رابشم سباط صيب ته!
وروره خوبونه ډيرډولونه لري اكثرو ته يي خوب نشي ويل كيداي
اوهام يا خيالات يي بللي شو
او يا ورته اضغاث احلام ويل كيداي شي
چي به سورت يوسف كي هم راغلي دي اوحامدصاحب نه هيله ده چي رڼا په واچوي
والسلام عبدالباقي سادات
دغزني داندړو اوسيدونكي


م افغان
16.03.2011

سلام!
یاره زما په فکر خو داوس وخت خوبونه اکثر دورځنې حالاتو سره تړاو لرې؟


سادات
23.03.2011

علماء ناست دي په احادیثو کي راځي چي خوب د وحې ۴۶ مه برخه ده په خوب کې دروغ همدومره لویه ګناه هم ده لکه په وحې کې چي دروغ ووایی. ما وړمه شپه وطنمل صیب په خوب لیدلی وطنمل صیب دمیانه ونې څښتن وي نه ډیر چاغ او نه ډیر ډنګر وي خاموش او دخبرو پرځای کار ډیر کوي لوڅ سر او ږیره یې چټ پټ کله کړي وي او سپین چکې جامې یې اغوستي وي.
دا به نو وطنمل صیب پخپله ووايي چې دا نښې مې څومره صحیح دي؟؟؟؟
او خوب معبرین ددې خوب تعبیر څنګه کولای شي؟؟


س افغان
23.03.2011

سلام علیکم
سادات صیب تاسو و له خیره سره داسی خوب لیدلی لکه په تلویزون کی
دی چی لیدلی وی یا مو عکس لیدلی وی داسی مو ندی لیکلی چی نو څه یی کول
او څه ی ویل او څرنګی ځای وو او دا خوب دی په څرنګی حالت کی لیدلی
مریض خونه وی فکرونو خو نوی وړی د مدیراتورۍ غم خو به درسره نه وو
وغیره وغیره
دا ټول علایم ی پوره ولیکه نو بیا به حذیفه صیب ځواب درکی
هسی نه هغه چم نه وی چی یو سړی و چا ته ویل چی هغه ستا پلار می په خوب
کی ولیدئ ډیر شه سپین کالی ی وو اوماته ی ویل چی ورسه او زما زوی به
شل منه غنم خیرات کی درکی .
نو هغه ورته ویل چی دا خوب دی نو کله ولیدئ ده ورته ویل چی بس ۱۲ بجی
به وی د شپی نو بیا ورته هغه صیب ویل چی خیر نوماته می بیا پلار په یوه بجه
خوب کی راغی چی فلانی کاکا درځی خو پام کوه چی یوه دانه غنم ام ورنکی.
خوب لیدونکی ورته وویل چی ستا د پلار باری دغسی او هغسی وکم چی ماته
یو څه وای او تاته بل څه وای په جنګ مو سره اچوی .
نو چی داسی نه وی .
خو خیر ځه دی نه ورتیر سه او بل خوب وګوره هغه به درته مانا کو خو ګوره
دا لیکل سوی شرایط مراعت که شه!
خفه نسی نو خوب دی د وزارت خارجه د مامورانو په څیر دپلوماتیک غوندی وو بل شه خوب وګوره شه خوب .
په احترام


سادات
23.03.2011

ههههههههههههههههههههههههههههههههههههههه
دعادل صاحب خبره خدای دې جوړ که س افغانه!
ما خو په اول کې لیکلي و چې:
[quote:521aceb1d1]خوب د وحې ۴۶ مه برخه ده په خوب کې دروغ همدومره لویه ګناه هم ده لکه په وحې کې چي دروغ ووایی[/quote:521aceb1d1]
خو غم دادی چې داخوب قران وهلی مې په داسې وخت کې لیدلی چې دمودیراتورۍ ویش هم روان دی اوس که هرڅومره ښه خوب ووینم څوک یې نه باوروي. :)
[quote:521aceb1d1]داسی مو ندی لیکلی چی نو څه یی کول
او څه ی ویل او څرنګی ځای وو او دا خوب دی په څرنګی حالت کی لیدلی
مریض خونه وی فکرونو خو نوی وړی د مدیراتورۍ غم خو به درسره نه وو [/quote:521aceb1d1]
س صاحب نودپوښتنو جوابونه په څه دا ډول دي: ترنیمې شپې د یوې مضمون په لیکنه بوخت وم کله چې لیکنه راتمامه شوه (دلته یوه بله ټوکه رایاده شوه چې یو وخت په فورم کې هم تیره شوې چې وايي خره راتمامه شوه) خو خیر د ټوکې نه تیریږم کله چې لیکنه تمامه شوه نو خوب یووړم نور مې په یاد ندي چې څو بجې به وې خو چې سهار راویښ شوم او کمپیوټر ته مې وکتل او ټول افغان او بیا فورم رایاد شو ورپسې او دفورم لیکوالان لکه م افغان، پښتون، تندر، وهاج ساپی، پتنګ، عادل، قریش، اسد مومند، نادر.... او نور رایادیدل یوناڅاپه وطنمل صاحب او بیګانی خوب رایاد شو. نو بیا تصمیم ونیو چې داخوب خامخا فورم ته رسوم چې دخوب معبرین څه کې وایي؟؟
نو س صاحب کیسه خو داسې وي چې خوب دی نو، په خوب کې لکه هر بحثفورم د یو میز اوڅوکۍ په شکل وي، او لکه دفورم خړ رنګ چې وینې داسې میزونه او څوکۍ هم د لرګي خړ رنګ لري او په یوه کوټه کې ایښودل شوي وي، بس لکه هغه په انټرنټ کیفیانو کې به دې لیدلي وي چې د هرکمپیوټر لپاره بیل میز اوڅوکۍ وي بس هغې ته ډیر ورته وي.
نو وطنمل صاحب دمیزونو اوڅوکیو (اعني فورمونو) څارنه کوي په دې کې یو فورم غالبا مات وي نو وطنمل صاحب راپاڅي اوپه جوړولو یې شروع وکړي نور رانه هیر دی که تفصیل ورکوم نو درواغ راڅخه ویل کیږي. :)
یاره س صاحب ښه صحیح خوب و خو اوس چې دې راباندې تفصیلي ولیکلو نو چې ددوهم ځل لپاره یې پخپله لولم نو ماته هم دمریضانو خوب ښکاري نه پوهیږم وخت پرې تیر شوی او که څنګه :)
هاهاهاهاهاها
خو خیر حذیفه صاحب دې کوښښ وکړي چې یو تعبیر نه یو تعبیر ورته پیدا کړي. جزاه الله خیرا


سادات
24.03.2011

س افغانه بیګا مې بل خوب لیدلی:
خوب داسې وي چې په یو اخبار کې دا راپور ولولم چې:
د ننګرهار ولایت د شینوارو لویې ولسوالۍ ولسوال فلانی د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې ووژل شو.

نو دا خوب خو به نور وضاحت ته اړتیا نلري؟؟
حذیفه ددې خوب تعبیر دې هم نه هیروي.


س افغان
24.03.2011

سادات صیب سلامونه
وای چی یو ناروغ نو و ډاکټر ته ورغئ ډاکټر تري پوشتنه وکړه چی څه
ناروغ یی؟
ناروغ ورته وای ویشته می خوګیژی !
ډاکټر ورته وای نو څه شی دی خوړلی ؟
ناروغ ورته وای چی د واوري سره می ډودۍ خوړلی!
نو ډاکټر ورته ویل چی ځه ورک سه ندی ناروغی د سړی ده او نه دی خوراک
د سړی دی .
خفه نسی سادات وروره دا تاسی ته نه وه راجع هسی بس د طبع ازمای ته
می ولیکله تاسی خو شه خلک یی ځما ورور یی خو هسی دا خوبونه دی
ډیر بی قاعدی ندی؟!
دا حذیفه ورور چی هڅ کي نه واي نو د خوبونو له شرایطو به بهر وی ټول له
یوه سره داسی خوبونه ګوری لکه لیدلی دی چی نه وی لوستلی دی وی
خیر خو خوب دی الله شه کړه او اوس نو باید چی حذیفه ورور خپل نظر ورکړی
ستاسی ورور س افغان


سادات
24.03.2011

[quote:ec5ea3463a]خو هسی دا خوبونه دی
ډیر بی قاعدی ندی؟! [/quote:ec5ea3463a]
ههههههههاهاهههاهاهاااهاهاهاهاها

وايي یو سړی ملا ته ورغی چې دعا ورته وکړي چې خدای یو نیک صالح زوی ورکړي.
ملا ورته وویل: واده دې کړی؟؟
سړی وویل: که واده مې کړی وای نو بیا مې دتا نه د زوی غوښتنه کوله؟؟؟
:D :D :D :D :D :D

نو س افغانه په بې قاعدګۍ کې خو یې شک نه شته ښه په پخه تیږه بې قاعدې دي
خو که په قاعده برابر خوبونه وای بیا مې دلته تاسو ته راوړل چې تعبیر یې راته وکړئ؟؟؟
:D :D :D :D :D :D :D :D


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more