د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

څوک شته چې ناندرۍ راسره ووهي؟

نادر
08.02.2011

سلامونه
انډیوالانو نن مې لږ نادریو ته هوا شوې د بحث فورمونو مسئولینو ته دې خدای جزای خیر ورکړي ډېر پرځای فورم یې بېل کړی٠
انډیوالانو تاسې به د جمعیت اصلاح نوم اوریدلی وي که څوک یې په اړه معلومات نلری دا یې ګورتپاڼه ده:
http://eslahonline.net/
که چا نه وي لیدلي وخت لري چې په یو ځلغند نظر یې وګوري او بیا دې تشریف راوړي چې ما سره ناندرۍ ووهي٠
د ناندرۍ د شروع کیدلو پرلور د لومړي قدم په توګه لاندې پوښتنه مطرح کوم: جمعیت اصلاح و.... الخ ځانونه ډیر تحریکیان تحریکیان ښيي ته به وایې که صفت الله قانت او جواد، او اسلامیین (د تثنیې صیغه ده) اعني مزمل اسلامي او محمدحسن اسلامي، او وزین او عبدالصبور او فخري او داخلک نه وای نو نن به د اسلام نوم چا په خوله نه وای اخیستی٠ ځانونه په اوس وخت کې د اسلام او دعوت ټیکه داران بولي٠مسلمان باید د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بل مسلمان ورور په غم وغمیږي خو دا پدې معنی نه چې خپل سکني ورور هیر کړي٠تاسې پورتنۍ ویب پاڼه ولولئ ایا داسې ترې فهمیږي چې په یو اشغال شوي هیواد کې د اسلامي مبارزې د دعوه دارانو ویب پاڼه ده؟؟ ما خو یوه لیکنه یا تبصره د افغانستان د استعمار څخه د خلاصون د لاروچارو په هکله ونه لوستله ٠ په سوریه کې مظاهره نه وي شوي چې اصلاح انلاین وخته پرې راپور تیر کړی وي ،په مصر کې د یسقط یسقط حسني مبارک چیغه نه وي وهل شوی چې دوی ورسره دلته زمزمه کړي وي ، په فلسطین کې په یو یهودي سرتیري د ډبرې وار نه وی شوی چې د جمیعت اصلاح شیخان ورسره دلته د الله اکبر چیغه اوچته کړي، خو په افغانستان کې که یو مسلمان ددوی ترمخ وژل کیږي ، بې پته کیږي ، زنداني کیږي ، شهیديږي ، د مصلحت په خاطر ورته په مړو سترګو ګوري٠ زه د فلسطین او نورې اسلامي نړۍ د مسلمانانو سره د همدردۍ مخالف نه یم خو دا مصلحت دې توره لوخړه شي چې له مخې یې دومره هم نشې ویلای چې افغانستان مستعمره شوی؟؟
نورې ناندرۍ به ترهغه وځنډوم چې په دې موضوع ځوابي لیکنه ومومم٠ غوره به دا وي چې د جمعیت اصلاح رسمي کارکن یې ځواب راکړي ، خو که بل څوک نه ؤ بیا د پتوال غوندې ځواب هم قبول دی چې د پتنګ په اصطلاح نه یی د مذهب سر معلوم دی او نه٠٠٠


نوروز خان
11.02.2011

السلام علیکم
محترم نادر وروره ډیره زیاته مننه چې د (هــــل من مبـــــــــــــــــــــــارز !؟) په زمزمه سره مو ددې فورم داحیاء او تاندولو هڅه کړې ده ، دلته ډیر ملګري وایي ډیر ښه وشول چې دافورم ( ناندرۍ خانه ) زیات شو، مګر پته به یې اوس لګیږي .
هغه دشاعر خبره . . .
چې له حسینه سره څو تنه میدان ته رسي


عادل عادل
12.02.2011

سلامونه

نادر وروره که څوک د اصلاح مرکزی درته پیدا شي نو ناندری نه بلکه ستا د اصلاح کوښښ به وکړي!

کومه اصلاح؟ :

داسې اصلاح چې بیا به حتی چې د پاپ په جنازه کې برخه اخیستنه هم درته ثواب ښکاري، ټول هغه حساسیتونه به دې له یوې مخې در اصلاح کړي کوم چې هر مسلمان یې د ایمان او اسلامي فطرت له مخې له منکراتو سره لري.

د اصلاح تنظیم زما په شان لنډګیرو او ګیر خرېیلو سره کار نلري، دوی د هغو خلکو د اصلاح ؟ کوښښ کوي چې ټول کړه وړه یې په سنتو برابر او عملا التزام پرې ساتي.


bette
17.02.2011

زما په اند په اصلاح کی هغه اخوانیان رایوځای سوی دی چی په سیاست
کی ناکام سوی دی او په سیاست کی یی ګټه وټه نده ترلاسه کړی یاخو هغه
ځوانان دی چی دسلفیت له افراطی شیخانو متاثرسوی دی اوټول اوغانستان
په شرک لړلی ! ورته ښکاری نواوس یی د دعوت په نامه دوه اړخیز سنګر
نیولی دی چی هم دین شی هم دنیا او هم ثواب سی هم خورما

په دی نیت چی دپورتنیو کرښو افراطی بڼه نرمه شی دومره وایم چی
شاید استثنا شتون ولری


عنوان

chaparharay
02.03.2011

السلام علیکم ورحمةالله
نادرخان صاحب پدی فورم کی لمړی هغه کس وو چی ډګر کی ودریده او وی ویل چی څوک شته چی ناندری را سره ووهی ؟!
د خپل پتون نه یی یو څو ټسه وویستل او په لوړ اواز یی په ټولو غږ وروکړ!
او بیا چی ځونان ډګرته را ووتل نو اوس دا نادر خان ورور بی درکه شو!
دا کومه ځوانی وه چی د یوی ناری سره ختمه شوه!
نادرخانه وروره بلکی وراره زړه بدی نشی ټوکه کی یی را نه ومنه!
په درناوی


اسد مومند
02.03.2011

وعلیکم السلام
چپرهاری صیب، نادر خو پخپله نه شته او که زه د هغه په ځای جواب درکړم نو داسې به ښه رانشي که څنګه هوتکه؟ :wink:
خو زه چې میدان ته ګورم نوروزخان، عادل، بیټ ټولو د نادر خوا نیولې او ناندرۍ خو د مخالف سره وهل کیږي نو نادرخان به ځکه میدان ته نه رادانګي چې وايي چې د خپلو سره خو ناندرۍ نه وهل کیږي نو زه د چا سره ناندرۍ ووهم؟؟
داسې کیږي چپرهاریه چې ته د جمعیت اصلاح افتراضي کارکن شې بیا به نادر هم درسره ناندرۍ شروع کړي.


م . ق
02.03.2011

...........


م افغان
02.03.2011

ننګرهاریه څه لیکې؟؟ هسې دخلکو وخت ورضائع کوی؟
هیڅ دی سړی په مطلب نه پوهیږی؟ چه ته څه وایې اوڅه لیکې


م افغان
02.03.2011

اسلام علیکم!
زه خو دفورم نوی ګډونوال یم ډیر بلد هم نه یم؟ خو چه ګورم دنادر صیب سره ټول وروڼه په یوه صلاح دی ؟نو دلته دناندرۍ دپاره څوک پیدا نه سو نو نادر ورور دچادپاره میدان ته راسې؟
خو چپرهاری صیب دمومند ورورخبره پر ځای ده که داصلاح د نماینده په نوم ږغ وکړی شاهد چه نادرخان هم راپیداسې
مننه


عنوان

chaparharay
03.03.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ورونو زه خو په والله بالله که جمعیت اصلاح والا پیژنم چی څنګه خلک دی، هغه بله ورځ هم راباندی یو ورور ددی، جمعیت دغړی ګمان کړی وو ،خو بیا ما د سپیناوی په توګه ورته وویل چی زه دوی نه پیژنم خو خلک وای چی پخوانی حزبیان دی، نو که پخوانی حزبیان وی بیا خو ځمونږ مجاهد او داعیان ورونه دی، مونږ ورته احترام لرو او همدا مشران وو چی د افغان مسلمان ملت په را ویښولو او او دکمونیزم نه ازادۍ ته تشویقولو کی یی بی دریغه قربانی ورکړي ،خپلی خولي او وینی یی وبهولی او د افغان اسلامی ملت یی د کمونیزم د پنجی نه خلاص کړ!
که داسی وی یعنی پخوانی حزبیان وی نو زه خو ورسره خوښ یم دا چی حکمتیار څنګه سړی دی څه یی وکړه او څه لا کوی او وای او څنګه عقیده لری نو ددی نه په صرف نظر سره حزبیان بیا په افغانستان کی د مجاهدینو رواد او د جهاد اتلان بللی کیږی مونږ یی خدمتونه ستایو او ورته احترام لرو .
پاتی شوه د جمعیت اصلاح خبره نو چی زه یی پیزنم نه او نه یی له اجنډی خبر یم چی څه غواړی او څه کوی نو هسی په تشو نومونو خو نشم کولای چی دفاع یی وکړم او یا یی وغندم !
ډیر کرتی د یو چا ډیر ښه شعار وی خو حقیقت بیا داسی نه وی کمونستانو هم ډیر ښه شعارونه لرل افغان ملتیان (دفورم ځینی لیکوالان لکه صدیق الله اباسین کاموی صاحب او نور ورونه)رانه زړه بدی نشی چی دا افغان ملتیان نو ولی پکی یادوی.
نوددی خلکو هم ډیر ښه شعارونه دی خو بیا حقیقت کی داسی ندی او ځینی یی خو بیا په ښکاره ځانونه ډیر کلک مسلمانان هم ګڼی خو بیا د اسلام دصریحو ارکانو نه منکروی لکه دحج ، روژه ،ذکات او نورفرایض لکه جهاد ،اسلامی امارت،شرعی حدود او نور.
نو ورونو لنډه به یی درته ووایم چی لمړی د جمعیت اصلاح باره کی معلومات پکار دی نوبیا به بحث پری کوو.
ستاسی نه مننه


عادل عادل
03.03.2011

سلامونه

مشر ورور چپرهاري صاحب

جمعیت اصلاح چې پخواني مرکزیان دي او که مو په یاد وي د پېښور د ارباب روډ د مستو په کوڅه کې یې دفتر وو، نوم یې مرکز فرهنګي وو. دا مرکز د جهاد په کلونو کې د حزب اسلامي د هغه ابتکار د خفه کولو په هدف جوړ شو چې له مخې یې ځوانان له تنظیمي او ژبني تعصباتو خالي په افغاني اسلامي روحیې سره روزل کیدل، حزب اسلامي غوښتل چې ځوانان په داسې روحیې سره وروزل شي چې حق ورته مهم وي نه تنظیم او شخص او تر ډیره حده د حزب اسلامي په مدارسو او تعلیمی مراکزو کې ورته روحیه محسوسه وه، خو په تاسف سره چې نوموړي مرکز په خپلو شیطاني هلو ځلو سره د ځوانانو د اغوا واګی په لاس کې واخیست او نه تنها چې څوک یې له تعصب څخه پرې نه مینځل بلکه د فقید آمرصاحب او خواجیین رباني بې قید او شرطه احترام یې په مغزونو کې ور پېچکاري کړ، په دغه مرکز کې د حکمتیار صاحب نوم یادول جرم او تعصب بلل کیده، خو د امرصاحب په شخصیت افتخار کیده ............ لنډه دا چې اوس یې د دیموکراسی او اشغال پر مټ د تنظیم کچې ته ارتقا کړې ده، په بهرنیو ملکونو کې رسمي نمایندګان لري، روان سپیڅلی افغاني مقاومت ته فتنه او د کورنیو جګړو ادامه وایي، او خلک له جهاد څخه راګرځوی یعنې اصلاح کوي یې، دا سمه ده چې نوموړی تنظیم د مجبوریت له مخې د ډېرو مخلصو اسلامي داعیانو د دعوت ممبر ګرزیدلی خو یو یې هم نه خو د نوموړي تنظیم موسسین دي، نه یې د شوری غړي دي او نه یې هم د رازونیاز څخه خبر دي.

د جمعیت اصلاح په اړه په لاندیني لینک کې پخوا کافي بحث شوی دی :-

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5248&postdays=0&postorder=asc&highlight=%D8%AC%D9%85%D8%B9%DB%8C%D8%AA+%D8%A7%D8%B5%D9%84%D8%A7%D8%AD&start=0


عنوان

chaparharay
03.03.2011

وعلیکم السلام ورحمةالله
ډیره مننه عادل صاحب چی ژر مو را و پیژندل ما فرهنګیان لیدلی وو او لکه تاسی چی ښودلی همداسی می پیژندل البتة له دفتر څخه می بهر پیژندل او کوم وار نیم دفتر ته هم (ارباب روډ بانی کوڅه)ته هم ورغلی وم.
ښه نو دا بیا هغه فرهیګیان دی او کالی یی بدل دی بیا خو یی ډیر ښه پیژنم کله یی یو او کله بیا بل ریس وی او دهرچا د طبیعت سره سم سړی لری چی چا ته دعوت ورکوی او یا ورڅخه څه راشوکوی نو دهماغه د طبیعت او خوی مطابق سړی ورلیږی لکه اهل حدیثو ته محمد ظاهر اثری او اخوانیانو ته کوم بل پوخ او مشهور اخوانی، اوما مخکی هم داعرض وکړ چی ډیر کرت د یو چا نوم یا شعار ډیر ښه وی خو حقیقت کی بیا بل شی وی.
ستاسی څخه یوه نړۍ مننه


هلال
03.03.2011

سلام۰
یره نادرصاب تاته سلام ده موږ داسه تراوس څوک نه وه لیدلای چی ځګر وډبوی خو تا اعلان تیرکړی ده۰
خو مالګرو که دی نادر لیکه دسرنه ولولۍ درمعلوم به سه چی نادر دهغه یوه ورځی دپاره دناندرۍ اعلان کړی وه
او بس.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more