د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

غواړم چې د اوت لوکOutlook څخه ټول بریښنالیکونه او مل فایلو ترلاسه کړم

Rahmat spesalai
13.01.2011

دټول افغان ویب پاڼې دبحث د فورم درنو ګډونوالو اولوستونکو!
سلامونه او نیکې هیلې مې ومنۍ هیله ده روغ او جوړ اوسي.
درنوښاغلو غواړم چې د اوت لوکOutlook څخه ټول بریښنالیکونه او مل فایلو ترلاسه کړم.
ترڅو زما سره تل پاتي شي
هیله ده په دې اړه راته لارښونه وکړۍ.

په درنښت
رحمت سپيځلی
http://shenban.bloguna.tolafghan.com


شرف ستانکزی
25.02.2011

رحمت سپیڅلې ورور السلام علیکم،
ددي لپاره چی تاسو ته ګټور معلومات درکړم باید په دي پوه شو چی تاسو په اوټ لوک کي کوم ایمیل استعمالوﺉ یعني هاټمیل، یاهو،اویاد POP3 او SMTPکوم ایمیل استعمالوې او یاهم د ایکسچینج سرور کوم ایمیل دې؟
دویمه خبره داده چی تاسو کومه وینډوز استعمالوي؟ یعني وینډوزXP یا وینډوز ویسټا او یاهم وینډوز سیون7 ؟
عموما اوټ لوک ټول ایمیلونه او بکسونه په دوه قسمه فایلونو کي ساتي،یو قسم ته یی PST فایل وایی چی د POP3 او SMTP ایمیلونو سره کار کوي او بل قسم ته یی OST فایل وایي چی د ایکسچینج سرور سره کار کوي.
په هر صورت دغه دواړه قسمه فایلونه ستاسي په یوزر اکاونټ کي ثبت کیږي
او تاسی کولاﺉ شئ چی په مختلفو طریقو سره یی د خپل یوزر نه بل ځای ته کاپي یا ایکسپورټ کړﺉ او خوندي یی وساتئ او بیا هر وخت مو چی زړه وغواړي بیرته یی خپل نوي یا زوړ ایمیل ته ایمپورټ کړﺉ.
اول: کاپي کول:- اوټ لوک مو پرانیزﺉ بیا فایل مینو ته لاړشئ بیاData File manamement کلک کړﺉ، هلته بیاخپل ایمیل یا نوم باندي کلک کړﺉ چی انتخاب شي،بیابره Open Folder باندي کلک کړﺉ، کله چی فولډر پرانستل شي نو هلته د Outlook په نوم یو فایل وي نو هغه فایل کاپي کړﺉ او هر چرته چی غواړﺉ هلته یی پیسټ کړﺉ، پدي فایل کي ستاسي ټول لیږل شوي او رالیږل شوي ایمیلونه هرڅه خوندي وي.
دوهمه د کاپی کولو طریقه کچرته اوټ لوک له مینځه تللې وي او یا هم د یو مشکل د وجي نه نه پرانستل کیږي نو بیاپه کمپوټر کي C ډرایو پرانیزﺉ چی عموما وینډوز په سي ډرایو کي خوندي وي او کچیرته په بل ډرایو کي انسټال شوي وي نو بیاهماغه ډرایو پرانیزﺉ هلته بیاDocuments and Settings په نوم فولډر پرانیزﺉ بیا د خپل یوزر اکاونټ په نوم فولډر پرانیزﺉ مثلا که ستاسو یوزر نوم ويAhmad Khan نو همدا فولډر پرانیزﺉ، دلته بیا د Local Settings په نوم یو فولډر وي چی عموما دا فولډر هایډن یعنی پټ کړل شوې وي نو ددي لپاره چی پټ فولډرونه ښکاره کړﺉ تاسی باید Folders Options ته لاړشئ او د هغي ځای نه پټ فولډرونه ښکاره کړﺉ، نو کله چی پټ فولډرونه ښکاره شي نو Local Settings والا فولډر به هم ښکاره شي بیادغه فولډر پرانیزﺉ دلته به د Applications Data په نوم بل فولډر وي دا هم پرانیزﺉ په دي کي بیا دMicrosoft په نوم فولډر دې او په هغي کي بیا د Outlook په نوم فولډر وي دغه اوټ لوک فولډر به غونډ کاپی کړﺉ پدي کي ستاسی ټول تللي راغلي ساتل شوي ارشیف شوي ټول ایملونه خوندي وي.
بله مهمه طریقه د ایکسپورټ کولو ده چی هغه لږه مغلقه ده نو کچیرته دې بره طریقو کار ونه کړو بیابه په هغي بحث وکړو.
خو دا ددي پوري هم اړه لري چی تاسو مایکروسافټ افس اوټ لوک استعمالوﺉ او که اوټ لوک ایکپریس.
په بل پړاو کي ددغه ایمیلونو بیرته راستنول یعني په بل ځاي کي یی بیا کارول، پرانستل او لیدل هم یو بل کار دې چی باید پري پوه شو.
ڼوټ: کچرته تاسو یو،دوه یا دري د اوټ لوک ایمیلونه په یو ځانګري فایل کي ساتل غواړﺉ نو دا بیا بیله موضوع ده.


عنوان

Rahmat spesalai
01.03.2011

ښاغلی شرف ستانکزی صاحب!
ډیره مننه چې دپوښتنې ځواب مو لیکلی دي هیله مندیم چې زما په شان ډیرو نورو ورورنو ته به مو خیر ورسیږي
ښاغلی تاسو پوښتي چې تاسو کوم ایمیل استعمالوي ؟
فرض کړي چې aaaa.bbb@abc.de ایمل ادرس دی
وینډوعامل سیستم هم ویسټا دی
همداشان مایکروسافټ اوتلوک۲۰۰۷ دی
په هر حال ستاسو دواړه یاد شوې طریقې مې عملې کړې په لومړي طریقه کښې تاسو یادونه کړې چې د فلډر تر خلاصیدو وروسته یو فایل د اوتلوک په نوم فلډر کښې شتون لري هغه کاپي کړی او له ځان سره وساتی چې دا فایل ستاسو ټول لیږل شوی او راغلي ایمیلونه له ځان سره لري.
خوکله مې چې فلډرخلاص کړلود فلډر په داخل کښې څوفایلونه د اوتلوک په نوم شتون درلود چې Size يې هم مختلف وو
تاسو لارښونه وکړی چې داوتلوک کوم فایل باید کاپی شي په انځور کښې دفلډر د داخل ټول فایلونه ښودل شوي دي
[img:8e105acd73]http://i56.tinypic.com/i3igpw.jpg[/img:8e105acd73]

په دوهمه طریقه کښې تاسو لارښونه کړې چې کمپیوتر کښې د اوتلوک په نوم فلډر چې دDocument and settings او لږنور د وړاندې په لاس راځي، داوتلوک په نوم دا فلډر له ځان سره واخلي اودې کښې ټول هغه ایمیلونه چې د اوتلوک له لارې راغلي او تللي دي،شتون لري .

همدا شان په یوه بله طریقه سره د اوتلوک څخه د بکف (backup of Outlook) اخستلو طریقه دلته راوړم

[color=cyan:8e105acd73]د اوتلوک څخه Backup اخستل :[/color:8e105acd73]
لومړی به اوتلوک پرانیسو وروسته به د اوتلوک فایل مینو ته لاړشو په Import and Export باندې کلیک وکړوImport and Export wizard به پرانستل شي لست کښې به Export to a file غوره کړو ورپسې به Next باندې کلیک وکړو د نوې وینډوپه لست کښې به Personal folder file (.pst) انتخاب کړو بیا Next باندې کلیک وکړو،په نوې پرانستل شوې وینډو کښې به Mailbox چې دیوزر نوم هم ورسره لیکل شوي وي انتخاب کړو اودوینډو په ښکتنۍ برخې کښې به د Include subfolders خانه به هم ورسره چک مارک کړو وروسته به بیا په Next کلیک وکړو نوې وینډوبه پرانستل شي او وروسته به د Brows له لارې کمپیوترکښې هغه ځای وټاکو چې د Outlook backup په کښې ساتل غواړو، اوبیا به په Finish کلیک وکړو یوه بله وینډو هم پرانستل کیږي په هغې کښې Ok باندې یو کلیک وکړواومونږبه د اوتلوکbackup په لاس راوړو.
ښاغلي شرف ستانکزی صاحب که تاسواونور ګډونوال څه ورباندې زیاتوي مهرباني به مووي

[color=cyan:8e105acd73][color=orange]خو هیله کوم چې د Import طریقه هم په بشپړه توګه تشریح شي[/color:8e105acd73][/color]
په ډیر درنښت
رحمت سپيځلی

http://shenban.bloguna.tolafghan.com


شرف ستانکزی
01.03.2011

بسم الله الرحمان الرحیم
سپیڅلی صیب، ستا د بره لیکني او د ویب لاګ نه معلومیږي چی په هرڅه ښه پوهیږي خو هسي دې سوال مطرح کړې دې،والله اعلم چی هرڅه غرض دې وو.
تا بیا پوښتنه کړي چي په نښه شویو فایلونو کي کوم یو فایل زه کاپي کړم نو جواب دادې چی هلته د Outlook.pst په نوم دوه فایلونه دي چی په دغه دواړو کي ستا ایمیلونه خوندي دي، یو دې زوړ فایل دې د ۲۰۱۰ کال او بل دې نوې فایل دې د ۲۰۱۱ کال کوم چی اوس ستا د استفادي لاندي دې، مخامخ یی ورته تاریخونه لیکلي دي، نور د ارشیف فایلونه دی چی په هغي کي ستا ارشیف شوي ایملونه پراته دي، ته کولې شي چي هغه هم ایمپورټ کړي.
بله خبره دا چي تا لاندي د ایمپورټ ایکسپورت طریقه ښودلي نو هغه خو ما درته مخکي هم وییلي وو چي بله طریقه یی د ایمپورټ او ایکسپورټ ده چي په هغي به بیا بحث وکړو، خو ځه ښه شو چی تا پخپله بیان کړه، اوس نو د ایمپورټ کولو طریقه هم خپله بیان کړه.


عنوان

Rahmat spesalai
01.03.2011

ښاغلی شرف ستانکزی صاحب!
له څواب نه مو مننه کوم

هغه چې وایې
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي :: چاویل چې په دریاب کښې کوهر نشته

که رښتیا درته وایم لومړي سرکښې خوپرې هیڅ نه پوهیدم له پوښتنې نه مې یواځې موخه دا وه چې پوه شم او اړتیابشپړه شي، نورداسې کومه موخه نه وه
اوس تا راته دنده راکړې چې دامپورټ طریقه هم تشریح کړم
که رښتیا درته ووایم نو تر اوسه خو مې داکار نه دی تر سره کړی او بشپړه طریقه مې هم یاد نه ده
که ستاسو ځواب ولیکي زما سره به مو مرسته کړي
خوښ اوسئ

په درنښت
رحمت سپيځلی
http://shenban.bloguna.tolafghan.com


شرف ستانکزی
01.03.2011

بسم الله الرحمان الرحیم
خه وروره چی تا غوښتنه کړي نو دغه دې لاندی یی لنډه طریقه ده،ډیرو تشریحاتو ته ضرورت نشته ځکه ته خو ماشاء الله هسی هم پوهیږی.

File Menu=> Import and Export=> Import from another program or file=> Personal folder file (.pst)=> Browse and locate your pst file then click Next=> Select subfolders=> Next and Finish

هیله ده چی د ګټي وړ مو وګرځي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more