د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

په کابل کې دلاسپوڅي رژيم دولسي جرګې مشر،عبدالروف ابراهیمی،چې

ډاکټر څپاند
28.02.2011

په کابل کې دلاسپوڅي رژيم دولسي جرګې مشر،عبدالروف ابراهیمی،چې د
حکمتيار پخوانی ملګری وو،درايو په اکثريت پدې دندې وټاکل شو٠
ستاسو اند د داسې يوه وګړي په هکله چه په قوم ازبک او په سياسي لحاظ د
کرزي او ملا عمر پشان د تورو پېړيو يو عنصردی،څنګه دی؟؟


هیښ
28.02.2011

سلامونه

ښاغلئ ثابت صاحب!
دا موضوع خو تاسو په خپله ځواب کړې ده یعنی:
[color=white:191782bfda]دلاسپوڅي رژیم د وولس جرګې مشر،عبدالرؤف ابراهیمي[/color:191782bfda]
نورنو مهمه نه ده چې ازبک دئ ،پښتون دئ،هزاره دئ ،تاجک دئ ،هندو دئ ،مسلمان دئ ،دحزب اسلامي دئ ،دشورايې اشراردئ ،کمونست دئ او که کوم بل امریکایي او یا دهغوئ زوئ دئ.
ټول هغه خائینان چې په دې اداره کې سره راټول کړل شوي دي ،بې له خیانت او جنایت نه کوم بل صفت نه لري.
خو دملا محمد عمر په برخه کې د وچ تعصب ښکار شوئ ئې او پخوانیو ماتو او خیرنو عینکودرڅخه دمکې اوترکستان لاره ورکه کړې ده .په افغانستان کې خو تورې پیړۍ او دظلم او وحشت دوران دکمونستانو دناولي وجود او دافغانستان په سیاسی صحنه کې دهغوئ دظهور سره را پیدا شو ،چې ترننه پورې داشر اوفساد لا روان دئ او نن هم همغه عناصر چې مرګ په امپریالیزم به ئې ستوني شکول دامپریالیزم په پښو کې دبدلمنو ښځو په شان په نڅا لګیادي .
مننه


ډاکټر څپاند
28.02.2011

هيښ صيب سلامونه،
پخوا رواج دا وو چه ليک او وينا به په سلام او بسم الله شروع شوه٠
خو اوس بايد هر ليکونکی،خاصتا هغه چه يوه سترګه ئي پټه او په بله سترګې
ئي ټولو ته دليد لپاره،لاندې-باندې پنګک شي٠

نو:
مرګ بر کمونيزم
مرګ بر امپرياليزم
مرګ بر دشمنان اسلام
مرګ بر دشمنان جنت
زنده باد خودم :D :D


عنوان

chaparharay
01.03.2011

السلام علیکم
سرسام همدی ته وای چی هره خوا خوله اچوی، دخبری اجنډا یی نه وی معلومه خو بس یو څه یی لیکلی وی.
دا ضروری نده چی خامخا دی فورم چټل شی باید یوه علمی خبره ولیکل شی چی څه فایده خو پری مرتبه وی، هسی چټیاتو نه څه جوړیږی !


عادل عادل
01.03.2011

السلام علیکم

محترم هیښ صاحب، په شیر دې آفرین شه

د ثبات ثابت ثبات دې داسې له ثبوته ایستلی لکه یوه مردکی چې د بلې پر ځای ونښلي او له خط فراق څخه یې وباسي :lol:


ډاکټر څپاند
01.03.2011

ښاغلو هيښ،چپرهاري او عادل صيب ته بيا بيا سلامونه،

رښتيا وينا،علمي ليکنه اوښه ځواب څه ته ويل کېږي؟

کمونستانو کودتا وکړه او شورويان ددوئ دساتنۍ لپاره را ودانګل،دشوروي
اتحاد دنابودۍ سره کمونستي دولت هم سقوط وکړ٠

دکمونستانو د ناوړه اعملاو خلاف، افغان ولس پاڅون وکړ،متاسفانه ددې پاڅونلارښونه دې پنجاب او CIA لاس ته ورغله٠کله چه حکومت په لاس ورغی،دوې چه ځانته ئي مجاهدين ويل،
پخپل منځي جګړو کې داسې راګير شول چې دپاکستان او غرب ستراتيژيکي
ګټې دخطر سره مخامخ شوې٠

دانګريز په نوښت او لارښونه،دسعودي او امريکا په مالي مرسته او دچټلستان
په لوژستيکي ملاتړ،پېريان را پېدا شول٠
پېريان دومره زورور ول چه په يو چوف سره ئي دې مسعود ،حکمتيار او مزاري قوتونو ته ماتې ورکړه٠
دپېريانو سره داسې خلک هم وليدل شول چې داردو او انګرېزۍ نه بغير په
بله ژبه نه پوهيدل٠دپيريانو حکومت د چټلستان،کلک سياسي ملاتړ(په ښکاره ډول)او ډول ډول نظامي او لوژستيکي ملاتړ له ځانه سره درلود٠
دCIA په نوښت او دې ISI په مطلق کومک داسې يوه فضارامنځ ته شوه چه
صليبيانو زموږ هيواد اشغال کړ٠
کوچني او بې ځواکه طالبان دې ترورست تر نامه لاندې په امريکائي زندانو
کې ووژل شول،مګر ددې ځواک مشران ځيني په پټه په چلستان کې او ځيني
نور په کابل کې په قدر اوعزت ژوند کوي٠
(طالبان وائي چې ملا سلام ضعيف په کابل کې نظر بند دی،خووليدل شو چه
نوموړی په خير سره لندن ته ولاړ او واپس کابل ته راغی،ملاعمر په پنجاب
کې دزړه عمليات ترسره کړه :shock: ،ملا حکيم مجاهد همدا اوس د شمشاد
په تلويزيون کې د فاسد او فاجر نظام په طرفدارئ ،بړ بړ غږيږي :cry:)٠

زما په اند دوه واقعيتونه دې څيړنۍ وړ دي:
يا داچې زموږ پرونۍ چشمې ياعينکي ستاسو په سترګو ايښودل شوی اويا
داچې په هر څه ښه خبر او ورسره موافق ياست٠

په دواړو حالاتو کې زه ستا سو دنظر احترام لرم٠
مګر بايد په ياد ولرۍ چې که تاسو وچاته ښکنځل وکړۍ او بد رد ورته وليکۍ
نورو ته هم دا حق ورکړې٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more