د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د انسان زړه په مثال د حرم سرای دي


ع کريم حليمي
30.11.2004

د انسان زړه په مثال د حرم سرای دي
چه دېوالونه لري او دېوالونه دروازې ري ٠ چه دا دروازي ماتېدلايسي ٠ او دننه په حرم سرای عقل پروت دي
او په سرای کي داسي ځايونه سته چه شهوات پکښې دي ٠ او ابليس همېشه د دغه سرای پر اطرافو ګرځي او پروت
وي ٠ که جلوګيري ئې ونه سي ٠ ننوزي و سرای ته ٠ او کوښښ کوي جه خلاصه دروازه پيداکړي يا يوه خلا چه داخل سي دننه ٠ غواړي چه دغه سرای تسخير کړي ٠ پس لازمه ده چه چوکيدار يوه لحظه هم بې غوره نسي
د يو دوست دخدای څه چا پوښتنه وکړه ٠ چه شيطان بيديږي ٠ د ورته وويل چه دوښمن که بيدلای ٠ نوبه موږته
يوه لحظه ارامي وای ٠
دغه سرای په ياد د الله او ايمان روښانه دي ٠ او په دغه سرای کښي يوه هنداره سته چه ټول اطراف چوکيدار د سرای پکښي ليدلای سي ٠ د شيطان اول کار دادی چه دغه هنداره په دوړو او ګرز خيرنه کړي ٠
اما ذکر الهی شيطان ځغلوي ٠ او د قلب هنداره پاکوي ٠ دښمن له مختلفو لارو کوښښ کوي چه سرای ته لار پيداکړي ٠ خو ګای وځغلول سي ٠ او ګای پر داخلېدو ئې لاس بر سي ٠ چه د سرای په دېواله کښي ئې نخره جوړه کړې وي ٠ او يا ئې چوکيدار غافله کړي وي ٠ او يائې چوکيدار په نفساني خواهشاتو را ګير کړي وي

لکه شيطان چه پر ايمان حملې کوي ٠ زموږ پر وطن هم دغسي حملې کيږي ٠
وطن زموږ علم غواړي او تخنيک که اوسپنه ،مس،٠٠٠٠٠ خپل راونباسو له مځکي ٠ هيڅ وخت به ازاد نه يو
د بل بړستن تر نيمي شپې وي

تاريخ شاهد دي ٠ چه حساب تر شل واره بلا غله زمونږ ملک ته راغلي !!!!!!!
د ايمان او کور ساتل دواړه فرض دي ٠ ايمان بيله ذکره نه ساتل کيږي ٠ او ملک بيله صناعته ٠ په 20 لم قرن کښي



طالب جان
04.12.2004

محترمه مكرمه او پتمنه وروره حليمي صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
قدرمنه :زه ستاسي دپورتنۍليكني پوره پوره ملاتړ كوم ,قلم مو تاند اوسه او جنت مو ځاي شه . خداي جل جلاله دي مونږتاسي ټول مسلمانان دشيطان له هرډول چالونو څخه په امن وساتي .
په راتلونكي كي ستاسي دهمكاري په هيله .
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more