د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دعصرصدقه جاري


ع کريم حليمي
01.12.2004

بِسمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
اقْرَأْ بِاسمِ رَبِّك الَّذِى خَلَقَ(1) خَلَقَ الانسنَ مِنْ عَلَقٍ(2) اقْرَأْ وَ رَبُّك الاَكْرَمُ(3) الَّذِى عَلَّمَ بِالْقَلَمِ(4) [color=brown:5391209dbb]صدق الله العظيم [/color:5391209dbb]
ترجمه : ولوله اې (محمده ! قران ) په برکت د نامه د رب خپل هغه رب پالونکۍ چه پيداکړي ئې دي ( ټول مخلوقات)
پيدا کړی ئې دی انسان له ټوټو د تړليو شويو څخه ٠ ولوله اې (محمده ! قران ) حال داچي رب ستا لوی کريم دي
(پرټولو کريمانو) هغه (رب پالونکی) [color=blue:5391209dbb]چه ښوولي ئې دی خط انسان ته په قلم سره[/color:5391209dbb]

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته
ډير ځای د حمد او افتخار دی چه نن ورځ مونږ او تاسو د انټرنټ په توسط په پښتو ليکنه د اسلام زده کړه په دې هدف چه کلمه حق د لااله الاالله، محمد رسول الله .او خدمت د خپل قوم وکړو
هزار واره شکر چه الله و مونږ ته دعلم د زده کړي او خدمت لار مهيا کړه ٠
او خدای مؤظف کړيو چه دغي لاري مثبته استفاده وکړو ٠ خصوصا په پښتو ژبه
و ما ارسلنا من رسول الا بلسان قومه ليبين لهم ٠٠٠٠ ،
ترجمه : او نه دی ليږلي موږ هيڅ رسول مګر خو په ژبه د قوم د ده د پاره د دې چه بيان کړي دوی ته ٠٠٠٠٠ ،
مفسرين کرام داسي فرمايي خدای تعالی چه پيغامبران را استولي ٠ هر قوم ته په خپله ژبه يعني و قوم په ژبه
خاص زمان او مکان ته ٠ نو محمد ص د ټول بشردهدايت له پاره په عربي ژبه چه واضع،ږوندۍ ، جامع ژبه ده
او تر اخرته به باقي وي ٠
چه نن ئې ګورو چه ده انټرنټ ، تلوېزن ،ټلګراف ژبه هم ده ٠
چه ددغي ژبي په برکت ئې علما وو ته هم لوړ مقامات ورکړي دي ٠
الله ج فرمايي : يرفع الله الذين آمنوا منکم ولذين اوتوا العلم درجات، والله بما تعملون خبير
پورته کوي الله هغه کسان چه ايمان راوړي دی له تاسي څخه (په طاعت فرمان برداري د ده) او (او خاص پورته کوي )
هغه کسان چه ورکړه سوی دي دوی ته علم پوه په درجو مرتبو کښي او الله په هغو کارونو چه کوۍ تاسو خبردار دۍ
محمد ص فرمايي : و من سلک طريقا يلتمس فيه علماً سهل الله له طريقاً الی الجنة ) رواه مسلم
څوک چه د علم په لار کي قدم کښېږدي ٠ نو خداي د جنت لار ورته اسانه کوي ٠
اوهم په بل حديث داسي راغلي
ابي هريره له خولې روايت دۍ
اذا مات ابن آدم انقطع عمله الا من ثلاث: صدقة جارية، او علم ينتفع به، او ولد صالح يد عوا له
کله چه سړی مړ سي (ابن آدم ) عمل ئې قطع سي ٠ بيله درې لکه 1 صدقه جاريه ٠٠٠٠ (مدرسه، مسجد، باغ، سرک، پل او غيره. 2 علم نافع ٠٠٠ (خطابت، کتابت، کست، ښوونهد علم دعصر د وسائلو
3 او اولاد صالح ٠٠٠ (چه دعا وکړي پلار او مور ته )
او بيا محمد ص فرمايي : من خرج فی طلب العلم فهو فی سبيل الله حتی يرجع

زما ارزو له افغان وړونو څه !
دغه پورته خبري هغه وخت امکان لري ٠ پښتانه تاجران فعاله برخه واخلي ٠
کتاب ليکل بيله تاجره امکان نه لري
انټرنټ بيله تاجره امکان نه لري ٠
وسپنه را ايستل بيله تاجره هم امکان نه لري ٠ او دا کارونه ټوله صدقة جاريه دي

نن ورځ تجارت د يوه سړي د سرمايي د قدرته پوره ندي ٠ اکثره تجارتي معاملې سهمي شرکتونه غواړي
که چيري هم د يوه سړي له وسه پوره وي ٠ خطرونه سته ٠ د رقابت
که په پښتنو کي 10000 نفره په سهمي ډول شرکت جوړ کي ٠ نو د دنيا له شرکتو سره به وکولاي سي چه رقانت وکړي ٠ او په داخل د ملک کښي هم 10000 نفر به لوی سياسي قدرت وي ٠ چه دولت به ئې مراعت کوي
که هر افغان صدقه جاريه غواړي دغه په اوله درجه صدقه جاري ده
ولي چه شرکتونه 200 کله عمر لري او غريبان کار پکښي کوي او اسلامي ملک مخ پر مخه ځي ٠ معنا داچي
اسلام پر مخه ولاړۍ ٠



طالب جان
04.12.2004

محترمه مكرمه او پتمنه وروره حليمي صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
قدرمنه :زه ستاسي دپورتنۍليكني پوره پوره ملاتړ كوم , قلم مو تاند اوسه او جنت مو ځاي شه .خداي جل جلاله دي لومړى مونږ بيا نورو مسلمانانو وروڼو ته ستاسي په خبرو باندي دعمل كولو توفيق راپه برخه كړي .آمين ثم آمين
په راتلونكي ستاسي دهمكاري په هيله .
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more